دخپریدو نیټه : 2005-09-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
چي ادې هغسي يې پايڅې( دهيواد پارلماني ټاكنوته يوه كتنه )
وحيد سپين غر _ كابل
وحيد سپين غر _ كابل
دبن دپريكړوسره سم په هيواد كي داوږدي جګړي نه وروسته ديوه ولسواك سياسي نظام داډاني دجوړيدولپاره هڅي پيل شوي
دلنډمهالي اداري نه تراوسه پوري دهڅودابهير مخ په وړاندي روان دي چي پارلماني ټاكني ددي بهير وروستي پړاوجوړوي اټكل شوي چي دوږي دمياشتي په ۲۷ نيټه به دابهير ترسره شي اوپه دي توګه به ددولت داداري ترڅنګ دولس دغوره شويواستازو يويارلمان هم رامنځته شي ترڅودسياسي نظام په هنداره كي ولس هم خپل انځور وګوري
داچي داپارلمان به څنګه وي اوڅه ډول جوړښت به ولري ،په دي اړه بيلابيلي انګيرني اووړاندويني كيږي
كه په يوه پراخ نظر دڅوكلونودسياسي پيښواوسياسي تعاملاتوجاج واخيستل شي نودي نتيجي ته رسيداي شوچي هيوادپه سياسي تعاملاتوكي دمصلحت فكټورډير لوړ او سترځاي درلود،څه چي په دي موده كي شوي ټول اوټول دسياسي مصلحتونو پر بنياد شوي دي ،ډير ارزښتونه ترپښولاندي شوي خومصلحتونوته ځانګړي پاملرنه شوي ده داټوله موده دمصلحتونوترسيوري لاندي يوترينګلي اوځورونكي دوران و،چي رواني سايډ افكټونو يي لاتراوسه هم دولس په ذهن اوكردارباندي خپلي منګولي ښخي كړي دي .
ولس دسياسي مصلحتونوددي اوږده اوځورونكي بهير نه دومره په تنګ راغلي چي اوس په هررازدموكراتيك اوولسواك بدلون باندي بي باوره شوي اوپه دي بدلونونو كي خپله راتلونكي نيكمرغي نه ګوري له همدي امله دولس پراخي پرګني اوسنۍ پارلماني ټاكني اودراتلونكي پارلمان جوړيدل پخپل ژوندكي ديوه بدلون په توګه نه ګڼي ولس په دي عقيده دي چي اوسني پارلماني ټاكني اودهيوادپارلمان ته داستازوټاكل دسياسي سناريوهغه لوبه ده چي تنظيمي واكداران ،جنګي واكمنان اودپيسو اوشتو درلونكي كسان په كي لوړلاس لري اوولس ته په كي دسوكالي كوم څرك نه ښكاري
دڅيړونكوپه اند پارلمان ددموكراتيكونظامونوديوه اساسي ركن په توګه دولس دهيلو او غوښتنودپلي كولوديوه سترمركزپه توګه داهميت اوپاملرني ځانګړي ځاي لري دپارلمان په جوړيدوسره به په هيوادكي دمقننه قوي هغه تشه چي همدا اوس موجوده ده ډكه شي اوددوو،نورواركانو(اجراييه اوقضاييه )قوي ترڅنګ به پارلمان ديوه قانوني ارګان په توګه منځته را شي ،دغه راز به دهيوادپارلمان به په اوسني قضايي سيسټم كي نوي اصلاحات رامنځته كړي اوقضاييه قوه به ديوه مستقيل ارګان په توګه خپل ځانګړي ځاي ترلاسه كړي
دكتونكوپه عقيده اوسني پارلمان ته څلورډوله كسانوځانونه كانديد كړي دي ،يوه ډله هغه پخواني جنګ سالاران اوقوماندانان دي چي دهيوادپه كورنيوجګړواونورو،زياتو وژنو اوجناياتوباندي متهم اومحكوم دي ،داډله كسان ددي لپاره چي خپل پخواني
جر مونه اوجنايتونه يي پټ كړي وي اوپه ځان يي د د موكراسي اوخلكوته دخدمت پرده اچولي وي دپارلمان لپاره يي ځانونه كانديد كړي دي ،دوهمه ډله بيا هغه پيسه داره اوشتمن كسان دي چي دپيسواوشتوپه زورغواړي پارلمان ته لاره پيداكړي
(داچي دوي داپيسي اوشته له كومه كړي يوه بيله موضوع ده ) خودوي غواړي دشتواوپيسوترڅنګ دسياسي واك او اعتبارڅښتنان هم شي ،داډله كسان همدااوس دهيوادپه مركزاوولاياتوكي دډيروزياتوپيسوپه لګولوسره لګيادي ترڅودهيوادپه راتلونكي پارلمان كي ځانونوته څوكي ترلاسه كړي
دريمه ډله هغه كسان دي چي دولس دهيلواوغوښتودتحقق سوال ورسره نشته ،يوازي غواړي چي يونوم وګټي اودانوم ورباندي يادشي چي هغه دي وكيل صاحب پلانكي خان راغي ، داهغه ناروغه ډله ده چي دځان دشهرت لپاره له هرڅه نه تيردي ،څلورمه ډله هغه كسان دي چي په حقيقي توګه غواړي ترڅو هيواداوولس ته دواقعي خدمت مصدروګرحي اوپه هيوادكي دولسواكي اودموكراسي دداعيي دپلي كولوپه لاره كي نه ستړي كيدونكي هڅي اومبارزه وكړي
لكه څنګه چي ليدل كيږي ددولت داپوزيسيون دډلي زيات شمير كسانواوسني پارلمان ته ځانونه كانديد كړي اوغواړي چي دبيلابيلوامكاناتوپه كارولوسره پارلمان ته لاره پيداكړي اودخپلي سياسي مبارزي دپرمخ بيولولپاره پارلمان ديوه تاوده مورچل په توګه ددولت په ضد وكاروي
ځيني شنونكي چي داوسنيوپارلماني ټاكنوبهير له نژدي نه څاري په دي عقيده دي چي شايد داپوزيسيون له ډلي نه يوشمير كسان پارلمان ته لاره ومومي خوپه ډيرشمير سره نشي كولي چي داسيالي وګټي ،داڅيړونكي په دي انددي چي د راتلونكي پارلمان په جوړښت كي به دري ډلي ځواكمني وي
يوه به داپوزيسيون ډله وي ،پله به يوه منځلاري ډله وي اودريمه ډله به ددولت پلوي وي ، په دي دريوډلوكي به منځلاري ډله ډير رغنده اودپاملرني وړځاي ولري اودولس دغوښټنواودولسواكي دپلي كولوپه لاره كي به څرګندرول ولوبوي په دي ماناچي داډله به اپوزيسيون پري نه ږدي چي ددولت دولسي سياستونواودموكراتيكواهدافودپلي كولوپه لاره كي خنډسي ،كه چيرته اپوزيسيون دهيواداوولس دګټوخلاف كوم حركت كوي نومنځلاره ډله به دحكومت دپلويانوله ډلي سره ملګري كيږي اوددي پرخلاف كه چيرته دولت دولس دغوښتنوپه وړاندي كوم كارته لاس اچوي نودوي به د اپوزيسيون سره په ګډه ددولت ددغه اقدام مخه نيسي
ځيني كسان بيا داپوښتني راپورته كوي چي په اوسنيوپارلماني ټاكنوكي د پخوانيو جهادي تنظيمونو ،خپلواكوكانديدانو،اذ ادوګوندونه اودخلك دموكراتيك ګوند( خلق اوپرچم ) داستازوګډون اوپه ټاكنوكي دهغوي بري به راتلونكي پارلمان له ډيروسختوچلنجونوسره مخ كړي ،ددي پرځاي چي پارلمان دخلكودغوښتنو اوهيلولپاره كاروكړي ټول وخت به پخپلوسياسي ناندريواواختلافاتوكي راګير پاتي شي
خويوتعدادكسان بيا دمختلفوګوندونوموجوديت په پارلمان كي ددموكراسي يوركن بولي اوپه دي عقيده دي چي دمختلفواومخالفوګوندونواونظرياتونه جوړيوپارلمان كولي شي چي په هيوادكي دولسواكي اودموكراسي لپاره ډيراغيزمن اوګټوركارونه ترسره كړي.
دراتلونكي پارلمان دجوړښت اوځانګړتياووپه هكله يوه قاطع څيړنه اوحكم كول به ډير ګران وي خويوه خبره چي تريره حده موږته دراتلونكي پارلمان تصوير روښانه كولي شي ،هغه دافغانستان په شان يوه وروستي پاتي هيوادكي داوږدي جګړي نه وروسته ديوي داسي دموكراسي راتګ دي چي بنسټونه يي دمصلحت پرستونوولاړدي نوددي مړژواندي دموكراسي ترچتر لاندي چي كوم پارلمان جوړيږي له يولړنيمګړتيا نه به خالي نه وي ،ځكه خومي دهغه باتجربه سپين ږيري كاكا داخبره راياده شوه چي چا تري وپوښتل چي كاكا تاولي پارلمان ته ځان كانديد نه كړ؟نوهغه ورته په موسكا اودطنزپه ژبه وويل : ((چي ادې هغسي يې پايڅې )) ،بچيه !په دي خبروپسي مه ګرځه مالامخكي ددي پارلمان څيره كتلي ده