سا پي يا سا پيان د پښتنو د غرغښت په ټو لنېز ګروپ کې يوه مهمه او لر غو نې قبېله ده چې وګړي يې په کو نړ، لغمان ، کا پيسا، پروان ، ننګر هار،پکتيا، خوست، بادغيس ،بلخ ، فارياب ، کندز، کابل ،دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ ، دره خيبر، دسهيلي پښتو نخوا په مر کز کو ئيټه ، پښين ،ژ وب ، سيبۍ او همداراز په اټک او دپا کستان د پنجاب ايا لت په فيصل اباد کې استو ګنه لري٠ د سا پيو قبېله دتاريخ په اوږدو او بېلا بېلو پړاوونو کې په مختلفو او بېلا بېلو نو مو نو سره ياده شوې ده ، دبېلګې په تو ګه: ساپي، صافي، سا پين، سپين، سا پيس، سا پيت، سا فيست ،سا فيت، سا پينګ، سا پيته، سا پيسته، اسا پنتيه، سپينته، سو پتا او نور(١) ٠
داسې روايتو نه شته چې سا پيان يوه لر غو نې اريا يې قبيله ده چې يو ناني کلا سيکو مؤ رخينو په خپلو تا ريخي کتا بو نو کې ددغې قبيلې يا دونه او ذکر کړی دی او پخپله مقدوني اسکندر دکو نړ او لغمان په ځمکو کې ددغو خلکوسره مخا مخ شوی دی او ډېرې جګړې يې هم ورسره کړي دي ٠ ددې خلکو څه برخه د مو مندو او باجوړ دسېمو په شا او خواکې هم د لوی اسکندر سره په جګړو کې ښکيل شوي دي(٢) ٠
لغمان او کو نړ ته د سا پيانو دراتلو په اړه داسي ويل کيږي چې دميلاد نه ٢٠٠٠کلو نه وړاندې با ختري ار يا ئيان دشمېر دزيا توالي او د ځای دتنګوالي له کبله په ليږد پيل وکړ چې دپکهت دقبيلې نورښا خونه او دهغو په لړ کې سا پيان هم شا مل ول٠ کله چې سا پيان د هندو کش له درو نه د کا پيسا په حوزه کې ښکته شول او له دې ځا يه يې تقر ېبادسيندو نو طبيعي مجرا ګا نې په مخه نېولې چې دهغوی نه يې يوې ډلې دکا بل سيند په مخه نېو لې اود نجراب، تګاب، سروبي او لغمان له لارې د کو نړ دسيند حوزې ته ورسېدل٠
په دې کې دهيڅ شک او تر ديد ځای نشته چې سا پيانو د ميلاد نه ٢٠٠٠ کلو نه دمخه په ليږد او مها جر تو نو پيل کړی دی او اوس په کا پيسا، کو هستان، کوه ساپي،پروان، لغمان، کو نړ ، جندول، پشات، سوات او با جوړ کې مېشته دي(٣)٠
قبيلوي جوړښت :
سا پيان په لو مړي سر کې په شپږومهمو ښا خو نو ويشل شوي دي چې ودير،ګوربز، کند هاري ، مسود، ښا ديخيل اوګاګي زي نو ميږي (٤)چې بيا وروسته په نورو څا نګو وېشل شوي دي چې دغه څا نګې په لاندې ډول دي :
امري، شيخي،باړ ميزي،بيا نخيل، کټه سر، غيبي خيل، حبيب زي، کاکا زي، خا ديخيل، سليمان زي، با دين زي، ادم زي، پا ينده خيل ، نو رخيل، خيرن زي، زکوزي، مېر علي خيل،الو کوزي، عطا خېل ،سين زي، بري زي،شمسو کور،مدور کور،غلجی کور ،ابه خېل، سيپان، مرزاخېل،کمال خېل، امر ويي،بدين زي،خادي خېل، رحيمداد خېل، حيدر خېل،شابول خېل ، سليمان خېل٠مولاتم کور،ملايان، کاګي،شهزاده او ټنګه ګوربز٠
د سا پيانو داستو ګنې سېمې :
١- دکونړ په ولايت کې :
دسا پيا نو دقبيلې زيات شمېر وګړي دکو نړ په ولايت کې ا ستو ګنه لري او په نو موړي ولايت کې دسا پيانو داستو ګنې ځا يو نه په لاندې ډول دي: اسد اباد، نرنګ، بر يکوټ،سر کا ڼي، دانګام، څو کۍ ،نورګل، پيچ، چپه دره، با ډيل، دېوه ګل، دمزار دره او شو نکړۍ٠ د کو نړ په ولايت کې دسا پيا نو مجمو عي شمېر تقر يبا د١٥٠٠٠٠ تنو په شا وخواکې ښودل شوی دی٠
٢- دلغمان په ولايت کې :
د لغمان په ولايت کې سا پيان په عمر زيو، شکور اباد،علي خيلو،پا چا خيلو،احمد زيو ،با ړېزيو،سالاو، ګاګړ، کو ټالۍ، دروېش اباد، دولت شاه،اتوک، چکله او دوګل کې ژوند کو ي چې په نو مو ړي ولايت کې سا پيان د٥٠٠٠٠ زرو تنو په شا او خواکې اټکل شوي دي٠ د لغمان ولايت د عمر زيو سا پيا نو مشهور ښا خو نه تور خېل، خېرن زي، زکوزي، مېر علي خيل، الو کوزي او عطا خيل دي٠
٣- دکا پيسا په ولايت کې :
سا پيان د کا پيسا په ولايت کې ددغه ولايت د تګاب او نجراب په ولسو اليو کې استو ګنه لري ٠
٤- د پر وان په ولايت کې :
سا پيان د پروان ولايت په کوه سا پي، سيد خيلو، کو هدامن او کو هستان کې استو ګنه لري٠ د پروان ولايت سا پيا نوددې لپاره چې دوی د تا جکو ورو نوسره دډېرو کلو نو په اوږدو کې او سيدلي دي نو خپله ژ به پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠
خو دکوه سا پي ولسوالي چې دپروان ولايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده مرکز يې ډنډر نو ميږي او تقر يبا ټول اوسيدونکي يې پښتانه او سا پيان دي چې دوی هلته څلويښت کلي لري او د خلکو ټول شمېر يې ١٣٦٢٧ تنه ښودل شوي دي چې دمشهورو کليو نو مو نه يې دادي :
منډیقول ، جوزک، بچه خاک٠ ډنډر، سکندره، حسن زايي،تريړي،انګوردره،ښرکي، جر غاتي، سياه سنګ، با غو مبکي، پېتاو کلی، نيلی او علي خو اجه٠
خلک يې زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي ،خو ٣٠ سلنه خلک يې اوس هم په پښتو نخواکې دکډوالۍ ژوند تيروي٠ همداراز ٦٠٠ کورنۍ يې دکابل په څر خي پله کې استو ګنه لري اويوشمېر خلک يې په ننګر هار کې اوسيږي٠ په دغې ولسوالۍ کې د ٤٠ په شااو خو کې ښو نځي شته چې يوه يې لېسه، يوه يې ديني مدرسه او پاتې نور يې لو مړني ښوونځي دي٠
دکوه ساپي مر کز ډنډرته دمو ټرو درې لارې شته ٠ يوه يې له بګرامه ،بله يې له کابله او دريمه يې له سر وبي ولسوالۍ نه٠
٥- د ننګر هار په ولايت کې :
دننګر هار ولايت دخېوې ولسو الۍ په دره نور کې هم ددوی يو کلی شته چې دبو ډيالۍ په نا مه يا ديږي٠(٥ )دا هغه بوډيالۍ ده چې شا عر انوپه خپلو شعرونو او سندر غاړو په خپلو سندرو کې ترې يا دونه کړې ده او ويلي يې دي: ادکې مورې ما ڼو له ځمه**** دبو ډيالۍ تو تان ږلۍ وهلې دېنه ما ڼو له ځمه
٦- دبلخ په ولايت کې :
ددغه ولايت په مرکز او دبلخ او دولت اباد په ولسو اليو کې هم سليمان خېل سا پيان استو ګنه لري٠
٧- دفارياب په ولايت کې :
ددغه ولايت دقيصار په ولسوالۍ کې هم سليما ن خېل سا پيان استو ګنه لري٠
٨- د بادغيس په ولايت کې :
د غورماچ په ولسوالۍ کې هم سليما ن خېل سا پيان مېشته دي٠
٩- دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ کې :
د پښتو نخوا دمو مندو په ايجنسۍ کې يو زيات شمېر سا پيان چې دکند هاري، مسود، ګوربز او ودېر په ښا خو نو پورې اړه لري استو ګنه لري او داسې ويل کيږي چې د١٩٦١ زېږ دېز کال د سر شمېر نې له مخې ددوی شمېر ٥٣٠٠٠ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې دا شمېر به او س لا تر دې ډېر زيا ت وي ځکه چې ددغې سر شمېر نې نه اوس پوره ٤٩ کلو نه تېر شوي دي٠
کند هاري سا پيان دمو مندوا يجنسۍ په ويدانشا، کرېل،چينه ګۍ،کندو کو هي، امرو يي او چناري کې استو ګنه لري چې په مجمو عي تو ګه ددوی سېمه دسره کمر په نا مه سره يا ديږي٠ دسوات اخوند صاحب ملا عبدا لغفور هم کند هاری ساپی و٠
ګوربز سا پيان په تره کي تنګي،لکړۍ، کمر کلا او کټه سر کې مېشته دي٠
مسود ساپيان په چينارۍ، زيارت، خزينه او کوږ پاڼ کې مېشته دي ٠
همداراز ودېر ساپيان د کونړ دسيند په جنو بي بر خه کې استو ګنه لري(٦)
بايد وويل شي چې د مومندو ايجنسۍ د ساپيانو کلتور کټ مټ مو مندو ته ورته دی٠
١٠- په سهيلي پښتونخوا کې :
يو شمېر سا پيان دسهيلي پښتو نخوا په سيوۍ، ژوب او کو ئيټه کې هم استو ګنه لري چې مير زايي او کمال زي يې ښا خو نه دي، خو څر ګنده دې وي چې دغو سا پيا نو پښتو هېره کړې ده او دسند يا نو کلتوري حا کميت يې پر ځان منلی دی(٧) ٠
١١- په پا کستان کې :
د پا کستان د پنجاب په فيصل اباد کې هم يو شمېر سا پيان استو ګنه لري٠
دسا پيا نو دقبيلې اقتصادي جوړښت :
د کونړ سا پيان له دې کبله چې دکرنې ځمکې يې لږې دي ،نو دهغې تر څنګ غواګانې،پسونه، ګډيان او مېښې هم روزي چې دغوښو، شيدو او نورو حا صلا تو نه يې ګټه اخلي٠ دوی دکرنې ځمکې زيا تره للمي دي چې اوبه نه وررسيږي او يا داوبو رسيدل ورته ناشو ني دي ٠ زيا تره بز ګران يې په بيوزلۍ کې ژ وند تيروي، په تېره بيا هغه بز ګران چې دبا دارنو( دځمکو دخا وند انو) ځمکې کري نو مجبور او مکلف دي چې د تخم نه پر ته نورې ټو لې ستو نزې لکه غوايان، دبزګرۍ الات، دځمکې وهل،کرل، رېبل، را ټو لول او ميده کول پخپله غاړه واخلي٠ ان د ځمکې دخا وند کو رته د حا صلا تو وړل هم د بزګر پر غاړه دي ٠ بز ګر مجبور دی چې دې نورو کا رونو تر څنګ د خپل بادار، خره، غواګانې او مېښې هم وسا تي٠ همداراز بز ګر خپل بادار ته دغره نه وړيا لر ګي راوړي٠ دبز ګر مېر من بايده دي چې دځمکې دخا وند دمېر منې اوامرو ته غاړه کښيږدي٠ لنډه دا چې زياتره خلک يې بېوزله او نېستمن دي٠
خوراک :
دوی په خوړو کې زياتره دجوارو، اوربشو، غنموا و ورېجو نه ګټه اخلي ٠څر نګه چې دوی دبزګرۍ تر څنګ په مالدارۍ هم بو خت دي، نو زياتره يې دغواګانو او مېښو د شيدو نه هم ګټه اخلي ا و غوړي يې يا په شتمنو خلکو پلوري او يا يې د ننګر هار سېمې ته دپلورلو لپاره راوړي ٠
جامې :
دوی زياتره د وړيو او وزو دوژ غنو نه ځا نته مخصو صې جا مې جوړوي چې دريشۍ ته ورته دي،خو تڼۍنلري٠ ښځې يې تور پړوني او اوږده کميسو نه لري٠ ددوی پر تو ګو نه چين داره وي ٠نارينه يې د خمتا له ټو کړ نه هم ځانته کالي جوړوي او اکثره يو ډول ټو پۍ چې پکو لونه يې هم بو لي او دوړيو نه جوړ شوي وي په سروي٠
مېلمه پا لنه :
د اقتصادي تنګسې او بې وسۍ سره سره سا پيان مېلمه پال خلک دي ٠ دوی دمېلمنو لپاره حجرې لري چې په دې کار کې يو له بله سره سيالي کوي٠ په دوی کې دمېلمنو قدر زيات دی٠ ددوی په حجرو کې د مو سيقۍ الات لکه سيتار، رباب، منګی او نور شته ٠
پښتني ننګ :
سا پيان دقام په ننګ کې غير تمن خلک دي ٠ دوی د خپل هېواد د ازادولو لپاره دانګرېزي ير غلګرو په وړاندې
څو څو ځلې جنګيدلي او ډول ډول قر بانۍ يې ورکړي دي ٠همدا راز دسرو روسي ير غلګرو په وړاندې دوی داسي تورې وهلي دي چې زموږ دګران هيواد افغا نستان تا ريخ ددوی دمېړانې کا رنا مې نه شي هېرولای٠ همداسبب دی چې دکو نړ په ولسي ژوند کې دوسلو درلودل او ساتل ډېر اهميت لري او دسا پيو په اړه وايې چې يوه ورځ د يوه سا پي په کور کې نا رېنه ما شوم وزېږېد٠ څر نګه چې په اکثرو پښتنو کې دا رواج شته چې دنارينه ما شوم تر زېږېدو وروسته د ټو پک ډزې کوي٠ څر نګه چې دغه سړي ټو پک نه درلود نو لاړ چې يو ټو پک پيدا کړي او دخپل زوی دپيدا کېدو په خوشالۍډ زې وکړي ، خو چا خپل ټو پک ورنکړ٠ کوم وخت چې بېرته خپل کور ته راستون شو نو چا ورته ويل چې راشه زوی دې وګوره که نه نو کبر به وشي٠ هغه په ځواب کې ورته وويل چې زما زوی د لو مړي ځل لپاره با يد زما مخ ونه ويني ځکه زه دومره نامرد يم چې دخدای په دې لويه دنيا کې يو ټو پک هم نلرم چې دزوی د زېږېدو اعلان پرې وکړم نو که غه زما مخ ګوري ښا يي چې د هغه نه به هم زما غوندې بې همته سړی جوړ شي٠ نو ه به داوي چې ديوه نا رېنه او با همته سړي مخ وګوري٠
ساپيان دغيرت او ننګ په ټکي سر او مال ور کوي ٠ په دوی کې ښځو ته طلاق ورکول سخته بې ننګي ده٠ څوک چې دچا په ښځه تورن شي نو دهغه ژوند بيا په مرګ شمېرل کيږي٠ دچا په کور کې چې څوک مړشي نو که نېستمن هم وي نو هغه مجبور او مکلف دی چې خيرات ورکړي٠ په دوی کې دخيرات نه پرته د مړي ښخول شرم ګڼل کيږي٠ همداراز دوی ملا يانو او ميا ګا نو ته د خيرات، صد قې او سر سايې نه هيڅکله هم غاړه نه غړوي٠ دوی دعذر او ننواتې په وړاندې د ډېرې لويې ګناه نه هم تير يږي٠ لنډه دا چې دوی په پښتني ننګ کې ډ ېر ټينګ دي٠(٨)
مشهور شخصيتونه :
په سا پيانو کې ډېر ستر مبا رزين،استادان، پو ځي منصبداران، ليکوالان او شا عران تېر شوي دي چې ځيني يې په حق رسيدلي او ځيني يې اوس هم ژوندي دي دلته د هغوی يادونه ضروري ده ٠
١- غازي محمدعثمان خان ساپی چې دتګاب و او دانګر ېزانو پر خلاف د ١٨٧٩ ميلادي کال دسمبر دميا شتي دپا څون در هبرانو نه و٠
٢- دخپلواکۍ دلارې ستر مبارز غازي ميرز مان خان کو نړی٠
٣-ارواښاد غلام حسن خان ساپی
٤-ارواښادشهيد قا ضي عبيد الله ساپی
٥-ارواښاد شهيد امان الله سيلاب سا پی
٦- قا ضي مطيع الله چمبيلی
٧- دکتور ودېر ساپی
٨- سر محقق زلمی هېواد مل
٩-ارواښاد جنرال محمد اصف سا پی
١٠- د پښتو نخوا مشهور صحافي سليم سا پی
١١- پو هاند دکتور ضمير سا پی
١٢- جنرال رحمت الله ساپی
١٣-مفتاح الدين ساپی
١٤- دکابل پو هنتون استاد لطف الله ساپی
١٥- ددانش د خپر ندويې ټو لنې مشر اسد دانش ساپی
١٦- دساپي دکتاب چاپولود مو سسې مشر امام الدين ساپی
١٧- عظم الدين عليمي
١٨ د امر يکي غږ راډيو او تلويزيون خبر يال محمد شعيب ساپی
------------------------------------------------
ما خذونه او منا بع :
١-عبد المالک کو لکوال ساپی، سا پيان او دهغوی قبېلوي وېش، دجرګې مجله، ٣٥ مخ، ١٣٦٥ کال، کابل٠
٢- مطيع الله چمبيلی، بيا هم سا پيان وپېژنئ، دکابل مجله، ٤٤ ګڼه، ١٣٣٦ کال٠
٣- ايضا
٤ تاريخ حيات افغاني،٢٣٦ مخ، دپېښور چاپ٠
٥- معلومات مختصر درباره اقوام وقبا يل سرحدي کشور،١٦٠ مخ٠
٦-http://www.nps.edu/programs/ccs/Docs/Pakistan/Tribes/Safi.pdf
٧- ولي محمد خان سيال کاکړ،پښتو او پښتا نه په سهيلي پښتو نخوا کې،٤٩ مخ٠
٨- پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد،١٥١-١٥٥ مخو نه، دپېښور چاپ٠