مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دحق پُټونکوملایانوعواقب

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

دحق  پُټونکوملایانوعواقب
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل  کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم
 قدرمنووروڼو داسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کی چی په حلیه وغیره کښی یی روایت سویدۍ فرمایلی دی چی دوه صنفه له خلګوداسی دی چی که دوی سم سی نوټول خلګ به سم سی اوکه دوی  وفسادته مخ کړی نوټول خلګ به خراب سی چی هغه دوه صنفه عالمان اوامیران دی  فاسدعلماء داسلام پیغمبر ددین غله بللی دی فاسداوبدفعله اوحق پوټونکی ملایان رسول علیه السلام ترټولوشریروخلګوزیات شریراوبدبللی دی په موجوده وخت کښی چی بدعتونه فسادونه دباطل حملې اوغلبې واخېری پړاوته رسېږی  اودحق وبیانولوته په هرباب سخت ضرورت دۍ علماءباید په هرځای کی حق ښکاره کی اودحق دکتمان په وجه بایدملعون اوشرالشراوشرالعالِم شرالعالَم له ځانوځخه جوړنکړی  الله پاک دحق پُټونوملایانوپه باره کښی داسی فرمایی
إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (174) أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ (175)
( إِنَّ)بېشکه( الَّذِينَ)هغه خلګ ( يَكْتُمُونَ )چي پټوي دوۍ (مَا )هغه (أَنْزَلَ )چي نازل کړيدۍ (اللَّهُ) خداۍ (مِنَ)له ( الْكِتَابِ)کتابه ،یعنی چی هغه  نازل  کرسوَی  عبارت دۍ له کتاب څخه دخدای چی تورات اوانجیل دۍ(وَ)او(يَشْتَرُونَ)اخلي ،رانيسي دوۍ ، ( بِ)په (هِ ) ده سره،یعني په کتاب سره چي تورات اوانجیل  دۍ (ثَمَنًا )عوض (قَلِيلًا)ليږ( أُولَئِكَ)هغه  کسان ،یعنی چی  دخدای کتاب  پُټوی( مَا)نه ( يَأْكُلُونَ)خوري دوی  ( فِي )په (بُطُونِ)نسوکښي (هِمْ )ددوۍ(إِلَّا)مګر(النَّارَ)اور( وَ)او(لَا)نه  به(يُكَلِّمُ)خبري کوي (هُمُ )له دوۍ  سره (اللَّهُ)خداۍ پاک( يَوْمَ )په ورځ کښي (الْقِيَامَةِ)دقيامت( وَ)او(لَا)نه به (يُزَكِّي)پاکوي دَي يعني خداۍ پاک (هِمْ )دوۍ،يعني له ګناوو(وَ)او سته (لَهُمْ دوی لره (عَذَابٌ ) عذاب( أَلِيمٌ) (174)دردناک یادردورکوونکَیْ  په دغودوو آیتو کښی الله پاک دهغوناروا اوشریروملایانوحالات  اوبدعواقب بیان کړی دی چی دوی ددنیوی مفاداتوپه خاطراودباطلواوناروا انسانانوامیرانو اوسردارانو دخوشحاله کولوپه وجه حق نه وایی اودخدای حکمونه پوټوی اودخدای دآیاتوغلط تفسیرونه کوی،په دغه آیت کښی چی کوم بدعواقب الله پاک دحق پُټونکوملایانو بیان کړیدی په د ې ډول دی،۱،داچی دحق دکتمان اوپوټولوپه بدل کښی چی کوم مفادات دوی ترلاسه کوی نوهغه به ددوی دپاره ددوزخ داوراولمبوسبب  جوړېږی ،۲،ددوی دغه ناروا عمل به ددې سبب ورته وګرځی چی دالله درحمت له خبرو اودالله له مهربانۍ به دقیامت په ورځ کښی محروم وی اوالهی غضب به ددوی په برخه وی،۳،داچی دقیامت په ورځ به له ګناووڅخه دخلاصېدوټولی دروازې پردوی باندی  تړلیې وی،۴،داچی سخت دردناک عذاب به ددوی په برخه وی،۵،دغه خلګ چی کتمان دحق کوی داسی ملایان دی چی هدایت یې دضلالت او دالله مغفرت یې دعذاب په بدل کی ورکړیدی اوپه ،۱۵۹،آیت کښی الله پاک دحق پوټونکو،حق نه ویونکو په باره کښی فرمایلی دی چی الله پردوی باندی لعنت کوی اوټول مخلوق پردوی باندی لعنت وایی
،شان نزول،له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دۍ چی دغه مبارک آیت په شان کښی دعلما وودیهودونازل سویدۍ دوی به له خپلوتردوی لاندی خلګوڅخه هدیې اخستې اودوی داامیدکاوه چی اخری مبعوث کېدونکَیْ نبی به هم له یهودوڅخه وی نوکله چی نبی علیه السلام له غیرددی څخه یعنی له عربوڅخه مبعوث سو نودوی ظالمانوپه تورات کښی دده مبارک صفتونه بدل کړل اووخلګوته بې دغه خودساخته صفتونه  په تورات کښی ورښکاره کول اوورته ویلبې چی داخیری نبی به دغه صفتونه وی  داددۍ دپاره چی څوک دنبی علیه السلام تابعداری څوک ونکړی اوله ابن عباس رضی الله عنه څخه داسی روایت هم سویدۍ

"چی ددوی ملوکوباچهانودنبی علیه السلام تربعثت دمخه له خپلوعلماووڅخه سوال وکړچی په تورات کی  تاسی کوم څه مومۍ  یعنی  داخیری نبی په باره کښی؟نودوی ورته وویل  چی په تورات کښی موږدامومويعني وينويې چي الله پاک له مسيح ،عيسی عليه السلام څخه وروسته يوني مبعوث ګرځوي چي محمدبه ورته ويل کيږي چي سوداوشراب او سرودونه،دسرودالې اوتويول دوينوبه حرام اونارواګرځوي نوبياچي کله رسول عليه السلام مبعوث سونو ديهودوباچهانو ويهودوته وويل چي داخوهم هغه نبي دۍ چي بيان دده تاسي په تورات کښي وينۍ نوددوۍ علماوو ددوۍ  دباچهانودمالودطمع  په وجه ودوۍ ته وويل چي داهغه نبي نه دۍ نوبياباچهانوودوۍ ته ددې خبري په  بدل کي مالونه ورکړل،نودغه مبارک آيت نازل سواوچاویلی دی چی  دغه آیت دهرپوټوونکی دحق  ددنیوی اغراضوپه وجه نازل سویدۍ که مومن وی که یهودی وغیره وی اوکه یې سبب  دنزول خاص هم سی نوهم حکم ددغه آیت وهرپوټوونکی دحق ته ورشامل دۍ ،ـ
تفسیربحرمحیط ،روح المعانی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery