دخپریدو نیټه : 2005-09-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ځواب نيونه په كلكه غندو
بسم الله ( پښتون مل )
اوروي چي د مرګ كاڼي نن پر ګلو – خدايه غبرګ لاسونه مات كړي د هغو
د زابل په ولايت كي ټول ځوانان ، فرهنګپال ، د هنر او ادب مينه وال او د زابل ټول ولس او په خاص ډول د ترنك ادبي ټولني غړي د ځوان او څپاند شاعر ، ليكوال او تكړه ژورنالست ښاغلي عزت الله ځواب پر نيونه او اختطاف باندي سخت خواشيني او مايوسه دي.او دا دټولو ليكوالانو سپكاوي بولي، پداسي حال كي چي نن ګرانه پښتو په افغانستان كي د پرديو ژبه بلل كيږي ، پښتو د محكومو قومونو ژبه شميرل كيږي ، پښتو په دفاعي حالت كي قرار لري او پښتو نن د هغو خلكو ژبه شميرل كيږي چي تروريست ، طآلب ، قاتل او د ياغي په نوم ورته خطاب كيږي خو څو روڼاندي، دپښتو ريښتني خواخوږي ، او د پښتو واقعي خدمتګاران را ولاړ سوي او پښتو يو ځل بيا خپل مقام ته رسول غواړي نو دداسي كړنو تر سره كيدنه د پښتو او پښتنو سره د دښمني او تربګني څرك لري . په همدي اړوند تيره ورځ د ترنك د ادبي ټولني په مركز كي له ټول زابل څخه قلموال راغونډشوي و او د ښاغلي ځواب د نيول كيدو په غبرګون كي ئي لانديني پريكړه وكړه.
0- موږ د زابل ولايت د ترنك ادبي ټولني غړي د ټول زابلي ولس په نماينده ګي د عزت الله ځواب نيونه او اختطاف په كلكه غندو.
1. د ترنك د ادبي ټولني ټول غړي په يوه ږغ سره له دولت څخه دا غوښتنه لري چي د ښاغلي ځواب د خوشي كيدلو په لاره كي ټوله هڅه او هاند وكړي.
2. له دولت نه زموږ دا هيله ده چي ددي ناځوان مردانه او فرهنګ ضد عمل عاملان ونيسي او د قانون منګلو ته ئي وسپاري .
3. موږ له دولت نه داهيله لرو چي دداسي وطن پالو ليكوالانو پوره درنښت په پام كي ونيسي .
4. له حكومتي چارواكو په كلكه دا غوښتنه كوو چي په راتلونكي كښي ددي ډول غير قانوني پيښو مخه په كلكه ونيسي .
5. له ټولو قلموالو نه داهيله لرو چي د ښاغلي ځواب لاره تعقيب كړي او د خپلي پښتو په خدمت كي له ځوابه ډيره قرباني وركړي.
6. د ښاغلي ځواب كورني ، ملګرو ، ليكوالانو ، د پښتو خدمتګارانو او ټولو پښتنو ته د زابل ولايت د ځوانانو د پوره همكاري ډاډ وركوو.
7. او له لوي څښتن څخه د ښاغلي عزت الله ځواب د هر څه ژر روغ رمټ خلاصيدو هيله كوو او خپل لاسونه يوځل بيا د خداي دربار ته اوچتو كي په راتلونكي كي داسي ريښتني د پښتو مينان د ژوند په ډګر كي پر هر راز مشكلاتو لاس بري ولري.
په ټوله پښتنه مينه
بسم الله ( پښتون مل )
د زابل ولايت د ترنك ادبي ټولنه