مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-06   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دمسلمانانودموجوده مشکلاتودحل اصلی لار،۲برخه

علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دمسلمانانودموجوده مشکلاتودحل اصلی لار،۲برخه
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم ،
 نحمده ونصلی علی رسوله الکریم
ګرانواسلامی وروڼوپه تېره برخه کی په دې اړه چی دمسلمانانودموجوده مشکلاتواساسی اواصلی  حل لاره به څه وی یومقدماتی  بیان وتاسی ته ما عرض کړَی وو،،اوس په دې برخه کی ددغومشکلاتوواصلې عواملوته تا سی متوجه کوم ددې دپا ره چی له بې ځایه وسوسواوتوهماتوڅخه خلاص اودمشکلاتوواقعی اسباب درک کړۍ ځکه ترټولومشکلاتولوی مشکل دادۍ چی سړَی دمشکل له اصلی عواملوڅخه غافل پاته سی ،،محترمووروڼودشریعت  اسلامی  مختلف هدایات اودقرآن پاک آیاتونه اونبوی حدیثونه اودارنګه داصحابو رضی الله عنهم اوداسلامی امت دامامانوقولونه اوتجربې اوتاریخی واقعات  په قاطعانه ډول پردې خبره باندی دلالت کوی  چی  دشرعی انحرافاتوپه وجه مسلمانان له قسم قسم مشکلاتوسره مخامخ کېږی ځکه یوله هغوعذابوڅخه چی دالله اودهغه درسول دپرله پسې نافرمانیوپه سبب  پرمسلمانانوباندی مسلط ګرځی دادۍ چی الله پاک ددوی دښمنان  پردوی باندی  زړه ورکړی اوددوی په زړوکی جبن ا و بزدلی ورواچوی  ترڅوچی ددښمن دښکنجواوتعذیباتوښکارسی لکه چی  دقرآن پاک دغه آیاتونه چی() وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا (4) فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولَاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُوا خِلَالَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَفْعُولًا (5)سورت اسراء
اوبل له هغوعذابوڅخه دادۍ چی  الله پاک پر مسلمانانوباندی دپاسه داسمان له طرفه عذابونه نازل کی لکه چی دلوط علیه السلام اودشعیب علیه السلام پرقومونوباندی یالکه په حا ضروخت کی ددشمن هوایې بریدونه پرمسلمانانوباندی  ويايې په مځکه کښي خسف کړي اويايې په خپل منځ کښی   په اختلافاتواوښخړواوجنګوکی  سره راګیر کی  لکه چی داقول دخدای چی، قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ (65)) پردې باندی ښکاره دلیل دۍ، اوبل له هغو عذابوڅخه  دالله پاک دادۍ چي دشرعي انحرافاتو په وجه  دطاعون په مرض اودارنګه په نورو نااشنااونابلده مرضو او په اقتصادي مشکلاتو مسلمانان مبتلا  کړي لکه چي    داسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي
« عن عبدالله بن عمر بن خطاب رضي الله تعالي عنه  قال، کنت عاشر عشرة  رهط  من المهاجرين  عند رسول الله  صلی الله عليه وسلم فاقبل رسول الله صلی الله عليه وسلم بوجهه فقال يامعشر المهاجرين خمس خصال اعوذبالله ان  تدرکوهن،ماظهر الفاحشة  في قوم  الا ابتلوا بالطواعين والاوجاع  التي لم تکن في  اسلافهم الذي مضوا، ولا نقص قوم في  المکيال والميزان   الاابتلوا بالسنين وشدة المؤنة وجو ر السلطان ، ومامنع قوم زکوة اموالهم الا منعوا القطر من السماء،فلولاالبهائم لم يمطروا، ولا خفر قوم العهد  الاسلط الله  عليهم عدوا  من غيرهم ، فأخذوا بعض مافي ايديهم، ومالم تعمل ائمتهم   بماانزل الله عزوجل  في کتابه  الا جعل الله بأسهم بينهم »
 اخرجه ابن ماجه  والحدیث  حسن
محترمو مسلمانانووروڼوددې دپاره چي داخبره  وتاسي ته په ښه توګه څرګنده سي اودپاخه اطمینان اويقين  مورد  مو وګرځي ،چي بدافعال بداخلاق دزهريلي شيانو په څيرخطرات په مسلمانوکی پیداکوی اوافراداومجتمعات دهلاکت  وکندي ته وراچوي، په دې برخه کښي دبشراودغیربشر دتاريخ دبيخي سابقو قرنونووځينو حوادثواووپېښوته  هم ستاسي توجه رااړوم  ـ
اول:
 مفسرينو اونوروعلماوو په خپلوکتابوکښي داخبره ذکرکړيده چي دحضرت آدم عليه السلام ترپیدايښت له مخه په ځمکه کښي پیرانان اوسېدل  اوپه همدغه ډول  لکه څرنګه چي انسان په ځمکه کښي تصرف کوي دوۍ په ځمکه کښي تصرف کونکي وو خوڅرنګه چي دوۍ په ځمکه کښي بداخلاقي  اوبدفعلي پيل کړه  اودکائناتوحقيقی واکدار اومالک الله جل جلاله   يې ناراضه کړ نوالله پاک ملائکه ورته راولېږل  اودوۍ يې وغرو،رغواووشېلوته پسي واخستل ـ
دوهم :
شيطان ملعون و الله جل جلاله   ته  ډېرقرب اونزدېکت درلودۍ  اوپه  عالم ملکوت  اوپه عالم ملک کښي ډېرمعزز اومحترم وو اوډېرعبادت ګذار وو خوکله چي  بداخلاق له ده څخه صادرسوه لکه   جاه طلبي حسد،عجب کبراوغرور او  دخپل حقيقي مالک الله جل جلاله   له حکم څخه ئې نېغ په نېغه مخالفت وکړنوعبادت اوسعادت اعزاز اواکرام يې  ختم سو له اسمانوڅخه وشړل سو، ملعون سواو  ظاهر اوباطن يې دواړه مسخه سوه ظاهري شکل يې  په بې مثاله قبيح اوبدشکل بدل سو  اوباطن يې  تر ظاهر  لاډېرشنيع اوبدوګرځېدۍ قرب  الهي ئې په بعدشيطاني بدل سو اودجنت په بدل کښي يې ابدي دوږخ په برخه سو اودتسبيح اوتقديس اوتهليل په بدل کښي په کفر اوپه شرک او په کذب اوپه فحشا ءمبتلا سو  ـ
دريم :
دنوح عليه السلام  پرقوم باندي   چي داسي طوفان داوبوراغلۍ چي دغروترسرولوړ سو اودوۍ په کښي غرق سول داهم  دبد اخلاقۍ نتېجه وه ـ
څلرم :
دعادقوم  چي دصرصر په باد سره تباه اوبربادسول او  کو رونه کښتونه  اوچارپايان يې  له خاوروسره خاور ي سول اودقيامت ترورځي پوري دټول بشردپاره  دعاد قوم  دعبرت درس وګرځيدۍ  داهم ثمره دبداخلاقۍ وه ـ
 پنځم:
دثموديانو زړونه چي په يوه چيغه دفرشتې سره ددوې په نسوکښي ټوټه ټوټه سول اوټول تباه سول ، اودلوط عليه السلام پرقوم باندي چي له اسمان څخه ډبري راواورېدلې  اوله تحت الثري څخه ئې دهستوګي ځايونه پربل مخ باند ی واوښتل ،اودشعيب عليه السلام پرقوم باندي چي دعذاب وريځ راغله اولمبووهونکې اور پردوۍ باندي راواورېدَی،، اوفرعون اودده قوم چي په  درياب کښي غرق سول اوارواحونه يې وجهنم ته نقل سول ،، اوقارون چي سر ه له خپله اهله اوماله اوسره له خپله سرايه  ژوندَيْ په مځکه کښي خسف  سو داهم دبداخلا قۍ پخوړ ووـ
شپږم:
  پربني اسرائيلو باندي چي بخت نصربابلی حمله وکړه اوددوۍ نارينه يې قتل کړل اوددوۍ اولادونه اوښځي يې په اسارت له ځان سره يووړې اوددوۍ کورونه يې وروسوځل دادبني اسرائيلو دفساد اودبداخلاقۍ محصول ووـ
اوم:
  په بني اسرائيلوکښي چي ځني بیزوګيان اوځني خنزيران سول لکه چي الله پاک فرمايلي دی«وجعلَ منهم القردة والخنازير» داهم دبني اسرائيلو دخبيثو اخلاقو په سبب وو
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery