مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رنګارنګ سيالۍ او عجيب اتفاق

يادونه : لاندي درې مقالې چي پر يو وخت موږ ته رارسېدلي غواړو تر يو سرليک لاندي ئې نشر کړو . ( خپرنيزه څانګه )

ليکوال : ګل آغا احمدي وردك
لكه چې ګران لوستونكي خبر دي د افغانستان د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره ټولټاكنې د ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د وږي د مياشتې په ۲۷ نيټه صورت مومي او په دې لړ كې د كانديدانو رسمي انتخاباتي كمپاين يا مبارزې د روان كال د زمري د مياشتې په ۲۷ نيټه مخكې له مخكې په رسمي ډول پيل شوې او تر دې دمه پورې په خپل ټول شان او شوكت سره روانې دي چې د وږي د مياشتې تر ۲۶ نيټې پورې به دوام و مومي.
د انتخاباتي كمپاين يا مبارزې په لړ كې كانديدان خپلو ځانونو ته د خلكو د رايو د جلبولو لپاره ډول ډول كړنې كوي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
د لويو او وړو عكسونو نصبول
د افغانستان خلك د اوسني تاريخ په اوږدو كې له يوه لويې غميزې او سختو حالاتو څخه وروسته دا دي په خپل هيواد كې د دموكراسۍ يوه نوې نمونه تجربه كوي خو دا چې نابلدي له يوې خوا او څه ناڅه د ځينو عناصرو قصدي او عجيبو حركاتو تر سره كول له بلې خوا ځينې خنداوره او د انديښنې وړ صحنې را برسيره كړي دي. په دې سلسله كې بايد وويل شي چې د كانديدانو د عكسونو د نصبولو په هكله هيڅ ډول قانون نشته او نه هم كانديدان د هيڅ يوه داسې قانون پلوي كوي چې معنوي اخلاق پكې پراته وي بلكي خپل عكسونه په دولتي ودانيو، دخلكو په كورونو، د موسساتو په دفترونو، ژوبڼ، صنعتي فابريكو، سوداګريزو محلونو، د بريښنا په ستنو او هغو ړنګو ودانيو نصب كوي چې په ړنګولو كې يې د يو شمير كانديدانو مستقيم يا غير مستقيم لاس وو.
په همدې توګه له عكسونو سره د ۹۰ % كانديدانو د افغانستان ملي بيرغ او دولتي نښان كارولى دى چې نوموړ كار د نورو هيوادونو د انتخاباتي كمپاين سره توپير لري ځكه چې دولتي نښان او بيرغ يوازې هغه چارواكي په حكومتي امورو كې استعمال كولاى شي چې د حكومت رسمي چارواكى وي. خو زموږ په هيواد كې پر نورو سربيره يو شمير هغه كانديدان هم دا كار په لويه پيمانه كوي چې په حقيقت كې د هيواد د ملي يووالي، ملي بيرغ او ملي نښان سره د حساسيت ګمان پرې كيږي او يوازې په دوكې سره د خپل ځان د متعهد ګڼلو او د خلكو د تيرويستلو لپاره دا كار كوي. حكومت ته ښايي چې په نږدې راتلونكي كې د يوه قانون د وضع كولو فكر وكړي او هيچا ته دې د خپلو شخصي موخو د مخته بيولو له لاره كې د ملي بيرغ او ملي نښان د استعمال اجازه ور نه كړي.

د كانديدانو د عكسونو د نصبولو بله ستونزه دا ده چې په دې هكله د هيڅ ډول قانون مراعات نه كيږي بلكي د پلازمينې كابل او ولايتونو ناڅيزې ودانۍ او ديوالونه يې د سختې ككړتيا سره مخ كړي دي. شايد نوموړې ككړتيا كلونه كلونه د ښارونو په منځ كې دوام وكړي. له بلې خوا د سوداګريزو اعلانونو لوحې چې په ښارونوكې لګيدلې، د تيلفون او بريښنا ستنې، د ښارونو ترافيكې لوحې، د ښار په زينتي چوكونو او چې په كوم ځاى كې د عكس د لګولو شونتيا ليدل كيږي نوموړى كار سر ته رسيدلى او څو څو ځلې د ښه ډير سريښ سره يو ځاى يو د بل د پاسه پرې په زرګونو عكسونه لګول شوي دي. د كانديدانو او د هغوى د پلويانو له خوا په غير قانوني توګه په نوموړو تاسيساتو عكسونه په داسې ډول لګيدلي دي چې د هر يوه په شا باندې يې ښه زيات سريښ موښلى او داسې اټكل كيږي چې د څو راتلونكيو كلونو پورې به هم د دې چټلتيا اغيزې د ښارونو په هر ګوټ كې موجودې وي. ښاغلي كانديدان او د هغوى پلويان بايد پدې پوه شي چې د نړۍ په هيڅ يوه هيواد كې څوك د بريښنا په ستنو او داسې عامو او دولتي ديوالونو او دروازو عكسونه نه لګوي چې نوي رغول شوي او تازه يې رنګ وركړى وي ځكه چې رنګ يې په بشپړه توګه له منځه ځي او د بريښنا په ستنو دا كار د يوه مهذب ملت له اخلاقو سره اړخ نه لګوي. حكومت ته ښايي چې نوموړې مسئلې ته هم د قانون په رڼا كې د راتلونكي لپاره يو حل او حدود و لټوي.
عجيب او غريب القاب
كه سړى د ولسي جرګې او ولايتي شورى ګانو د كانديدانو تبليغاتي پاڼو ته ښه ځيرشي نو ۹۹،۹۹ كسانو هرو مرو د خپل ځان لپاره داسې القاب استعمال كړي دي چې د دوى په آند به د خپلو انتخاباتي سياليو په ګټلو كې ورسره مرسته كوي او ځانونه يې د هغه په بركت تر ډيره حده ګټونكي ګڼلي دي. د ساري په توګه ځينو داسې كانديدانو د خپل ځان لپاره په هيواد كې د سولې د بنسټ ايښودونكيو القاب غوره كړي دي چې د ډيرو په آند يې د هيواد په ورانولو كې تر وروستي كارتوس پورې ونډه درلودلې او د خپل خونړي ټوپك تر وروستۍ مرمۍ پورې يې د هيواد په ورانولو كې په لوى لاس برخه اخيستې او بيا هم غواړي چې د هيوادوالو په سترګو كې خاورې واچوي. خو هيوادوال په دې ښه پوهيږي چې د سولې بنسټ ايښودونكي او د هيواد ورانوونكي څوك دي؟
ځينې كانديدان بيا كه يو وخت يا استاد تير شوى، يا وزير، يا انجنير، يا څارنوال، يا ولسوال او يا داسې نور نو د خپل نوم سره يې هماغه لقب زيات كړى پداسې حال كې چې د كانديدو له شرطونو څخه يو دا دى چې بايد كانديد رسمي دنده و نه لري نو سړى نه پوهيږي چې د دې ډول الفاظو د استعمال څخه د دې ښاغليو موخه څه ده؟
ځينو كانديدانو ته چې بيا نور القاب په لاس نه ورځي او نه يې كله داسې دنده اجرا كړې ده چې د خپل نوم مخ او يا شاته يې ور زيات كړي نو د الحاج، آغا، حاجي، پير، ايشان،پاچا، خواجه، مولوي او يا داسې نور القاب خو په وړيا ډول ورته پيدا كيږي چې د خپل نوم سره يې اضافه كړي. ځينو بيا د خپل پلار دنده ورسره اضافه كړې، ځينو له خپل عكس سره د خپل لارښود، رهبر او يا داسې چا عكس رسم كړى چې شايد د خلكو په منځ كې يې پرې پيژندګلوي زياته شي. ځينو بيا په يوه پاڼه كې خپل عكسونه دوه ځلې چاپ كړي دي چې په يوه كې دريشي او په بل كې يې لنګۍ په سر ده او داسې يې جوته كړې ده چې ګواكي د دواړو دندو لپاره د كار وړتيا لري. ځينو بيا له خپل نوم سره د خپل پلار پخوانۍ دندې هم يادې كړې دي كه هغه فرضا وكيل او يا كوم مهم سړى تير شوى وي چې يو خنداوره او عجيب حالت يې را منځته كړى دى. بايد وويل شي چې د القابو استعمال هله خوندور ښكاري چې نور خلك يې پرې و نوموي نه دا چې يو يو څوك يې د خپل ځان لپاره و كاروي او خپل ځان پرې مهم و ښيي. له بلې خوا د هغو دولتي دندو القاب د سياسي قانون له مخې د كانديدانو لپاره قانوني بڼه نه لري چې اوس مهال نوموړې دندې نورو ته حواله شوي دي.
همدارنګه د انتخاباتي سياليو په لړ كې لاندې كارونه هم سر ته رسيږي چې هر يو د ځانګړي تامل وړ دي خو موږ يې يوازې په لنډه توګه ياوو:
د راديوګانو، تلويزيوني چينلونو او داسې نورو خبري رسنيو له لارې د كانديدانو د ويناوو خپريدل.
د ځانګړو انتخاباتي لنډمهالو دفترونو جوړول.
د موټرونو، لوډ سپيكرونو، ترانو او داسې نورو څيزونو استعمال او ځينې ځينې خو د خپل انتخاباتي كمپاين په لړ كې كله كله د قرآن كريم تلاوت هم خپروي.
غوړې غوړې او لويې لويې وعدې په داسې حال كې چې د ملت استازي د قانون جوړولو لپاره پارلمان ته ورغوښتل كيږي او د بيا آبادۍ د پروګرامونو پلي كول د حكومتي موسساتو كار دى او وكيل پكې مستقيم لاس نه لري . وكيل يوازې كولاى شي د خپلې سيمې ستونزې پارلمان ته ووايي.
خپلو پلويانو ته د نغدو پيسو او مبايلونو ويشل.
رنګارنګ ميلمستياوې او غونډې جوړول.
د خلكو تهديد، ويره او تطميع كول.
د دې ټولو سره سره د كانديدانو د مبارزې او انتخاباتې منډو ترړو په ترڅ كې د دوى تر منځ پر يوه ټكي په تصادفي او عجيب ډول يو غير پلان شوى اتفاق منځته راغلى دى هغه دا چې يوه كانديد هم د خپلې انتخاباتي سيالۍ په لړ كې د خپل ځان لپاره د قوماندان لفظ نه دى كارولى په داسې حال كې چې زياتره كانديدانو نوموړې دنده اجرا كړې او د هغه مزې يې لا اوس هم په ژبو ناستې دي خو د دې لفظ د استعمال سره يې بشپړه بې وفايي كړې او موږ ورته يو عجيب او تصادفي اتفاق ويلى شو.

له ټانكونو تر عكسونو

دا دى او ښه يې و ګورئ په هيواد كې د هغه رنګارنګ عكسونو د سيالۍ وخت را و رسيده چې يو وخت يې د افغان ولس زياتو وګړو يوازې په خوب كې ننداره كولاى شوه خو نن ورځ هغه آرمانونه او هغه خوبونه د عمل په ډګر كې پلي شوي دي چې د دې سياسي سيالۍ په ډګر كې ښكلى، لوى او رنګه عكس د يوه عجيب حالت او يو لړ ښكليو شعارونو سره يو ځاى د هيواد په پلازمينه او ولايتونو كې د هيوادوالو د سترګو په وړاندې د قضاوت انتظار باسي. نوموړي عكسونه په ديوالونو، د بريښنا په ستنو، لويو او وړو لوحو، دوكانونو كانتينرونو، ژوبڼ او يو لړ هغو ويجاړ شوو ځايونو هم لګيدلي دي چې د دې عكسونو د ځنې كركترونو د ټانكونو په خونړيو ډزو ټپي او په يوه غم لړلي، سپيره او خاورين حالت كې شپې او ورځې تيروي. نوموړو ويجاړ شوو ديوالونو هغه ټولې ژوندى كيسې له ځان سره ساتلې چې تير پرون پرې تيرې او په ډيره بې پروايۍ يې د ظالمو توپونو مرمۍ له سينو څخه يوې او بلې خوا ته وتلې دي. نومووړو ټولو عكسونو د درويزې لاس اوږد كړى او د ډول ډول هڅوونكو كليماتو په وسيله هڅه كوي چې د ملت د وګړو رايې د خپلې درويزې په كچكول كې واچوي.
كله چې دې رنګارنګ عكسونو او د هيوادوالو انتخاباتي سيالۍ ته سړى ګوري نو له ډيرو هغو سترګو څخه اوښكې روانې شي چې د تيرې غميزې بدمرغه صحنې يې ليدلې او د داسې يوه واقعي حالت راتلل ورته ګران ښكاريدل. هو، افغانان د لوى او مهربان خداى ج شكر باسي چې نور نو كه خداى كول د بدمعاشۍ، زور، غصب او د هيواد په سياسي ډګر ګې د هر ډول ناروا كړنو وخت پاى ته رسيدلى او پر هغو ټولو زهرجنو لعنتي وسلو پسې د ديپوګانو دروازې تړل كيږي چې د بدمعاشۍ كركترونو د خپلو شومو اغراضو، غوښتنو او موخو د لاسته راوړلو لپاره هيوادوال پرې وژل او د هيواد مادي او معنوي شتمني يې له منځه پرې ورړله.
رښتيا هم چې دا ډير لوى او حيرانوونكى بدلون دى. اوس هغه څوك د ملت د وګړو په وړاندې ځان ډير مهم ګڼي چې د ښو كارونو او خدمت يوه نمونه يې وړاندې كړې وي او كه داسې كومه نمونه و نه لري نو د يو لړ خوږو خبرو او شعارونو سره يې يو ځاى خپل تصوير د خلكو د قضاوت په وړاندې ځړولى او هيوادوالو ته يې د رايو د غوښتنو او زاريو كچكول په لاس كې نيولى دى.
د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره د ټولټاكنو په دې تاوده ډګر كې د ډول ډول خلكو عكسونه ليدل كيږي. يوه ډله هغه خلك دي چې واقعا مومن، ريښتنى افغانان او هيواد پال شخصيتونه دي او د دې لپاره يې د سياليو دې تاوده ډګر ته را منډې كړي څو د خپل ديني، ملي او افغاني احساس له مخې د خپلو خلكو په وړاندې خپل هر اړخيز مسووليت ادا كړي.
دوهمه ډله د منځنۍ طبقې يو شمير داسې وګړي دي چې د كافي سواد او زده كړو ونډه يې هم كوچنۍ ده او په دې نه ارزي چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو په مجلسونو كې دې په ښه توګه د خلكو استازيتوب وكولاى شي. خو په دې موخه يې د سياليو ډګر ته زړه ښه كړى دى چې څه نا څه مشهورتيا او مادي امتيازات تر لاسه كړي او د هيواد د خدمت جذبه يې دومره غښتلې نه ده بلكي هغه يې د خپلو موخو يوه وړوكې او جزئي مسئله ګڼل كيږي.
د دريمې ډلې په هكله داسې شك كيږي چې تر پرون پورې يې د افغان ولس وګړي وژلي، ترټلي او په راز راز مصيبتونو يې اخته كړي دي. همدارنګه د خلكو په آند دې طبقې د هيواد، ملت، ملي ارزښتونو او خلكو په وړاندې له هيڅ راز بې انصافۍ، ظلم او جفا څخه ډډه نه ده كړې بلكي د هيواد مادي، معنوي او بشري شتمني يې په مختلفو نومونو له منځه وړې او هيواد يې د يوه نامعلوم برخليك سره مخ كړى وو. په همدې توګه د دې طبقې په يو زيات شمير كانديدانو اوس هم دا شك كيږي چې د وسلو ښې زياتې زيرمې لري او د هيواد په چارو كې د ناوړه پيښو په رامنځته كولو كې لوى لاس لري.
له ملت څخه د يادو شوو ټولو طبقو د كانديدانو غوښتنه همدا يوه ده او هغه د رايې غوښتنه ده. دا ټول نصب شوي عكسونه ملت ته په زاريو لګيا دي، هيوادوالو ته يې د جګيو لمن غوړولې او د هغه چا په وړاندې يې د درويزې كچكولونه غاړې ته اچولي دي چې لوى خداى ج حقيقي ځواك ورته بخښلى دى. كه پرون د دې ښاغليو يوې طبقې د ملت د وګړو په وړاندې له زور زياتي څخه كار اخيست او د ځواك په وسيله يې خپل شوم اغراض پر هغوى تحميل كول، هره لحظه به يې د دې وياړلي ملت په وړاندې د خپل خونكار ټوپك نوى شاجور خالي كاوه خو نن دومره عاجز شوي دي چې ملت ته په زاريو، جګيو او درويزې لګيا دي، په خپلو اعمالو او تير پرون لعنت وايي او په ډير مهارت سره هڅه كوي چې هغه هر څه د ملت په وړاندې پټ كړي.
خو افغان ملت بيدار دى او د دې ملت هر يو بچى د دې توانايي لري چې د خپل برخليك لپاره زړه سواندي استازي انتخاب او د هغه چا په هكله يې لا د وخته خپل عادلانه قضاوت كړى دى چې دغه وياړلى ملت يې د سترې غميزې لومو ته ورغورزولى وو.
افغان ولس غواړي چې له يوه غار څخه دوه ځلې و نه چيچل شي بلكي د خپل برخليك او روښانه راتلونكي لپاره داسې مشران غوره كړي چې غښتلي مومن، هيوادپال، سوله خوښوونكي، ريښتيني افغانان، روڼ آندي او د هيواد د هراړخيز پرمختګ پلوي وي.
په آخر كې بايد ووايو چې د هغه ټولو ناخوالو سره سره چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو په ټولټاكنو كې سر راپورته كوي او يا تر اوسه پورې ليدل شوې دي، نوموړي بهير ته د يوه نيك پال او غوره ګام په توګه كتل كيداى شي. همدارنګه نوموړى بدلون د افغانستان په اوسني سياسي تاريخ كې يو داسې ګام ګڼل كيږي چې افغان ولس پرې وياړي او دغه كرښې ته د خپل زړه په زرينو پاڼو كې ځاى وركوي چې: له ټانكونو تر عكسونو.

اى د رايو درويزګرو!

شكر چې تاسو خو خداى پاك دې ملت اړ كړى او هغه وخت را ورسيد چې د عاجزۍ لاسونه مو ورته اوږده كړل. اوس تاسو د يوه داسې بهادر ولس د فيصلې انتظار باسى چې لوى خداى (ج) په واقعي او ريښتنې مانا ځواك ورته بخښلى دى. ښه شو چې د خپلې كمزورتيا او د ملت پر پياوړتيا مو اعتراف وكړ چې ګواكي افغان ولس پياوړى، ځواكمن او توانا دى. له ولس څخه ستاسو غوښتنې او تصويرونه د دې ادعى د ثبوت لپاره يو غوره دليل دى چې ملت پياوړى او اشخاص كمزوي دي. ښه شو چې د مشرۍ غوښتونكي او دعوه داران اوس خپله مشري د زر، زور، ټوپك، توپ، ټانك او نورو ناروا لارو څخه په لاس نه راوړي بلكي غواړي چې د افغان وياړلي ملت هغه رايه په لاس راوړي چې د ځمكې او آسمانونو پروردګار حقيقي ځواك ورته بخښلى دى. ښه شو چې د زر او زور په ټولو ناروا لارو چارو او كركترونو د بطلان كرښه راكش او كانديدان په ډيره عاجزۍ، غوړو غوړو وعدو او د معصومو څيرو په څرګندولو سره غواړي چې د ملت د قضاوت په تله كې د خپلې وړتيا اندازه معلومه كړي. هيڅوك نه وايي چې ما د دې ملت په خلاف جګړه كړې ده. هيڅوك نه وايي چې ما د دې خلكو په وړاندې په ناروا كړنو كې لاس درلودلى. هيڅوك نه وايې چې زه جنګسالار يم بلكي د نوموړي لفظ څخه كركه څرګندوي. هيڅوك نه وايي چې ما د دې ملت د مادي او معنوي ارزښتونو سره جفا كړې ده بلكي زياتره كانديدان هڅه كوي چې د خپلو يو شمير داسې كړنو عملي ليست د ملت وګړو ته څرګند كړي چې د افغانستان مادي او معنوي بيا رغونه پرې رامنځته كيداى شي.
اى د رايو درويزګرو!
له ټولو څخه د مخه د كائناتو د هغه لوى ذات څخه وويريږئ چې د هر څه قضا او فيصله د هغه په لاس كې ده او د ټولټاكنو په دې ښكلي بهير كې يوازې پر خپل ځان، شخصيت، پوهه، تجربې، خدمت، غوره اعمالو او كلك هوډ باندي متكي اوسئ. همدارنګه د ټولو هغو ناروا چارو له ككړتيا څخه ځانونه وژغورئ چې د تقلب په لومو كې نغښتي وي. خپلې پيسې بيځايه مه لګوئ بلكي ستاسو شخصيت او عمل ستاسو د راتلونكي لپاره تو ټولو ښه سند او په دې لاره كې بهترين ملاتړي ګڼل كيږي.
اى د رايو درويزګرو!
په دې پوه شى چې ستاسو هر عمل او هره خبره د لوى خداى ج په دربار كې ليك ده او ليكل كيږي به. تاسو ته ښايي چې يوازې د لوى خداى ج رضا او د ملت سترې ګټې له هر بل څه څخه مقدم و ګڼئ او د خپل توان او وړتيا سره سم له خلكو سره ژمنې وكړئ. تاسو ته نه ښايي داسې لويې ژمنې له خپلو خلكو ته سره وكړى چې له وس او د برياليتوب په صورت كې ستاسو د كار له اجندا څخه بهر وي بلكي د خپل كاري چوكاټ او د كاميابيدو په صورت كې د خپل توان په انډول مو د خپلو وعدو او ژمنو سلسله برابره كړئ.
اى د رايو درويزګرو!
تاسو د داسې يوه ملت د راتلونكي برخليك د ټاكلو او مشرۍ لپاره خپل ځانونه كانديد كړي دي چې سخت ځوريدلي او د سترې غميزې په ترڅ كې يې د ژوند زيات وړ معيارونه له لاسه وركړي دي. په همدې توګه د دې ځپل شوي ملت د وګړو زياتره مادي، معنوي او هر اړخيز ارزښتونه د بيلتون د پلويانو د اور خوراك شوي دي. نو تاسو ته ښايي چې د خپل برياليتوب په صورت كې تر ټولو لومړى د خپل ځوريدل او تيت پرك ملت د يو ځاى كيدلو هڅې وكړئ او اوس په خپلو تبليغاتو كې داسې څه خواره نه كړئ چې دغه ځپل شوى او ځوريدلى ملت نور هم تيت پرك كاندي.
اى د رايو درويزګرو!
تاسو د داسې يوه ملت د برخليك د ټاكلو د مشرۍ لپاره بډې وهلې دي چې د اداري فساد په ژور تل كې د خلاصون لاس او پښې وهي. د افغان وياړلي ملت د ژوندانه زيات بنسټونه د تحميلي خونړۍ معركې په ترڅ كې له منځه تللي چې بيا رغولو ته سخته اړتيا لري. د دې وياړلي ملت اقتصاد د يوه ژړونكي ركود په پښو كې رغړي. د دې ځوريدلي ملت كرنيزه او طبيعي پانګه د وچكالۍ او داسې نورو آفتونو له كبله د نابودۍ سره مخ ده او د اوبو ښكلي سيندونه يې د نورو د ميوو، كرنيزو توكو او بريښنا فابريكو ته اوبه وركوي. خو افغان وياړلى او ځوريدلى ملت د هغه بهير ته د حيرانتيا په ژړيدونكو سترګو ګوري چې يوازې د ګاونډيو هيوادونو د ګټو وړ ګرزي.
بدمرغې وچكالۍ له دې وياړلي ملت څخه هر څه غلا كړي او زموږ پتمن خلك د لوږې او دربدرۍ له يوې سختې څپې سره مخ كړي دي.
اى د رايو درويزګرو!
تاسو د داسې يوه ملت د برخليك د ټاكلو د مشرۍ لپاره زړه ښه كړى دى چې د ترياكو د كروندې او قاچاق تر يوې زهرجنې حملې لاندې شپې او ورځې تيروي او د دې وياړلي ملت يو زيات شمير زامن له ځينو ګاونډيو هيوادونو څخه په الهام اخيستنې سره د پوډرو او نشې په لعنتي لوګيو كې راګير شوي چې له خپل حكومت او مشرانو څخه د خلاصون او نوموړې ستونزې د بيړني حل تمه لري.
اى د رايو درويزګرو!
تاسو د داسې يوه هيواد د برخليك د ټاكلو لپاره زړه ښه كړى دى چې غښتلې ملي اردو، ريښتينو ملي پوليسو، پرمختللې ښوونې او روزنې او هر اړخيز پرمختګ ته اړتيا لري اوس به نو وګورو چې تاسو په كومه يوه لاره باندې سفر ته زړه ښه كوى؟ بې ادبي معاف

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery