دخپریدو نیټه : 2005-09-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د مولانا فضل الرحمن خوله تړل شوي
حسيب الله مومند
حسيب الله مومند
حافظ حسين احمدد قاضي حسين احمد او مولانا فضل الرحمن په كتاركي ولاړ يو سخت دريزه بنسټ پالي دي چي د پاكستان د آيي ايس آيي سره په همكاري كي يي دافغانانو په وينو لاسونه سره دي، د آيي ايس آيي سره د پخواني اړيكو پرته اوس د مشرف سره سياسي ملګرتيا هم لري او ښايي له همدي امله اړ شوي چي دمشرف د وياند دنده هم پرغاړه واخلي، او دمشرف مخ چي د مولانا فضل الرحمن څرګندونو تور كړي، د بيرته سپينولو هڅه وكړي.
حافظ حسين احمد تيره سه شنبي ورځ د پاكستان د پارلمان دوداني نه بهر د يوعربي تلويزيون سره د ښاغلي حامد كرزي ديوي مركي په هكله ژورنالستانو سره په خپلو خبرو كي وويل چي حامد كرزي د مولانا فضل الرحمن خبري سمي ندي تعبيركړي، د حافظ حسين احمد په خوله مولانا فضل الرحمن يواځي دومره ويلي دي لكه څرنګه امريكا په عراق كي ونشول كولاي امينت روالي همداسي په افغانستان كي هم حالات ښه نه دي.
حافظ صاحب دا سمه ده چي ته اوس د خپلو سياسي مصلحتونو له امله د پرويز مشرف په دين مشرف شوي يي او خپله دنده بولي چي هغه نه دفاع وكړي، خو په دومره ښكرورو دروغو تا يواځي ځان شرمولي ، يو ديني عالم او دومر لوي دروغ ؟ د حيرانتيا خبره ده، البته څوك چي د پاكستان كي دمذهبي سياستوالو د كړو وړو نه خبر دي هغي پري حيران ندي .
حافظ صاحب كه كرزي د مولانا فضل الرحمن خبري سمي نه وي تعبير كړي نو آيا تاسو كولاي شي چي دمولانا فضل الرحمن لاندني څرګندوني سمي تعبير كړي،
مولانا فضل الرحمن په ښكاره ويلي دي چي اوس هم ترهګري د مانسهري په پوځي كمپونو كي روزل كيږي او د وزيرستان له لاري په شخصي موټرو كي افغانستان ته ليږل كيږي مولانا خو داهم ويلي وو چي ما سره نورهم ډير رازونه شته خولاتراوسه ما د رازونو دا صندوقچه نده پرانستي.
اوس نو ستاسو خوښه ده چي دا خبري څرنګه تعبير كوي او څه مانا ګاني تري اخلي، خو بل سوال دادي چي د مولانا د خبرو وضاحت تاسي ولي كوي؟ مولانا صاحب سره خوله نشته اوكه څرنګه ؟ ښكار ي خو داسي چي د مولا نا رښتيا ويلو نه ،ته او مشرف ويريدلي يي اونور موپه هغه خوله تړلي ده، نوځكه د هغه د برخي او دهغه دخولي خبري هم تاسي كوي. څه موده دمخه د افغانستان ديوي شخصي تلويزيوني شبكي دوه تنه خبريالان د مولانا فضل الرحمن سره دمركي لپاره پاكستان ته تللي وو، مولانا نه يواځي دا چي مركي ته حاضر شوي وو بلكي د مركي لپاره يي وخت هم هغه دوه تنه خبريالانو ته وركړي ووخو كله چي خبريالان د مولانا كورته ورسيدل د ډير انتظار نه وروسته يو پوليس افسر چي يونيفورم يي په تن وو خبريالانو ته وويل چي مولانا نه غواړي تاسو سره مركه وكړي. ښكاره ده مولانا د خپلو څرګندونو نه وروسته چي له امله يي د آيي ايس آيي اومشرف لمن پر شا واوښته په يوډول د نظارت لاندي دي او آيي ايس آيي ورته اجازه ورنكړه چي د افغانستان د يوي تلويزيوني شبكي سره مركه وكړي، او اوس ته خواركي لګيا يي دهغه خبري ترميموي، خو تا له ياده ايستي چي له ورخ وتي اوبه بيرته نه جار وځي، فضل الرحمن چي څه ويلي هغه ټولي دنيا اوريدلي اوس كه ته هرڅه وكړي نو ګټه نلري. البته زه په دي ويريږم چي ته د پورتني پيښي په هكله دا ونه وايي چي نوموړي سړي پوليس افسرنه بلكي د مولانا پرسنل سكرتري وو چي د شوق له مخي يي د پوليس يونيفورم په تن كړي وو. مولانا صاحب يوه مرسته به درسره زه وكړم، ته په شوق كولاي شي دورغ ووايي خو ډاډه اوسه څوك پري باور نكوي