لیکوال:کاندید اکادمیسین سیستانی/سویدن 11/ 6/ 2010
ژباړن:رحمت آریا
څو موده وړاندې په امریکا کې مېشت یوه دوست او د هیواد یوه هڅاند بچي ښاغلي « علي محمد کرزي» د « انگور» تر سرلیک لاندې خپل کتاب ماته د لوستنې لپاره راولیږه او غوښتي ېې ول چې پر کتاب یوه کتنه ولیکم.
په خواشېنۍ چې په فرهنگي چارو کې د بوختوالي او هم د ناروغۍ له امله مې ونه شوای کولای دغه کتاب په لنډه موده کې ولولم او په دې اړوند خپله اخیستنه د یوې کتنې په توگه ولیکم، خو اوس چې ددغه اثر په اړه وخت را سره یاري کړې غواړم خپله کتنه دلته په څو کرښو کې رالنډه کړم: نوموړی کتاب په ۱۴۰ پاڼو کې د « A 5 » په پاڼیز سکښت په ۲۰۰۸ ز کال کې د « علامه رشاد د خپرندوېې ټولنې / کندهار» له پلوه په پينځه سوه ټوکو کې خپور شوی دی. کتاب د علامه رشاد د خپرندوېې ټولنې په یوه یادښتلیک پیل کېږي او ورپسې په ۳۲ توکو کې نوم لیکلړ،لکه:
«1-پیل، 2- دانگورو تاریخچه،3- دانگوروتاک،4- آب وهوایا اقلیم، 5- موقعیت، 6- خاوره، 7- دانگورو دډولوخوښول،8- دتاک ډیرول(تکثر)،9- پیوند،10-للمی اواوی( آبی) انگورایشول،11- دبڼ ایښودل، 12-دتاک روزل اوبڼه ورکول، 13- دتاکبیری اوبڼه ورکولو ترمنځ توپیر،14- تاکبیری، 15- تاکبیری مقدار یا اندازه،16- دتاکبیری ډولونه،17- پوجی، 18- اگروتحنیک، 19- کود اوسره، 20- خړوبول یا اوبه کول، 21- دشډلویا مضرو وښولیری کول،22- دباغداری میکانیزه کول،23- خزندې اوناروغی،24- خزندې، 25- ناروغی، 26- دانگوروتولول، 27- دانگوروساتل، 28- دانگوروچول،29- کیمیاوی لاری چارې، 30- دانگورووچول په دباندنیوهیوادوکی، 31- دکشمشی انگورووچول په استرالیاکی، 32- د انگور ومرکبات یا جوړښت.» اوانځورونه، لښتنلیکونه او د تاکستانونو د مډرونولو رسمونه راځي چې د پښتو لیکنېزه بڼه ېې د کندهار خواږه گړدود(پښتو)، لا ور خوږه کړې ده.
د کتاب موضوع هماغسې چې له نامه ېې ښکاري زموږ د هیواد د یوې خوږې میوې انگورو په اړه ده. په کتاب کې رانغاړل شوې خبرې د سرو لعلي ، یا حسیني یا د کندهار د شندوخاني انگورو د دانو په څیر له خونده ډکې دي چې په لوستلو ېې د لوستونکي تنده لا زیاتیږي ، د کتاب د لوستنگ خوند هغه مهال زیاتیږي کله چې لوستونکی پوه شي دا کتاب د میوو په ځانگړې توگه د انگورو په برخه کې د یوه کارپوه له پلوه چې په همدغه لاره کې ېې ځانگړې زده کړې تر لاسه کړې لیکل شوی دی، دغه علمي او اکاډیمیک کتاب د یوه څیړنېز کتاب په توگه د انگریزي، فارسي او پښتو علمي سرچینو پر بنسټ لیکل شوی چې په کې د انگورو د زیاتولو علمي او تخنیکي لارې چارې، د هغوی د پراختیا او دودولو لارې چارې او له نباتي ناروغیو څخه د هغوی د مخنیوۍ لارې چارې ټولې په علمي او فني ډول تر څېړنې او پلټنې لاندې نیول شوې دي.
د ونو د محصولاتو یعنې میوو په منځ کې، انگور یوه ډیره خوندوره میوه ده چې په افغانستان کې بیلابېل ډولونه لري، دعروضی سمرقندی په شهادت اود ارشاد الزراعت د کتاب پر بنسټ چې ابونصر هروي هغه په نهم هجری پیړی یعنی 500 کاله دمخه لیکلی دی، یوازې په هرات کې یو سلوشل ډوله انگور موندل کیږي چې ښايي د کندهار او پروان دولایتونو انگورو ډولونه د هرات د انگورو له ډولونو څخه لږ نه وي.
انگور هم په تازه ډول خوړل کیږي او هم په وچ ډول چې ورڅخه ممیز جوړیږي او هغه مهال چې تازه میوه نه موندل کیږي نو له ممیزو څخه د خوښیو او میلمستیاوو په غونډو کې گټه اخیستل کیږي. ددې ترڅنگ چې انگور په ځانگړې توگه ممیز د هیواد د صادراتي اقلامو په ډله کې راځي نو د هیواد په زرگونو تنه سوداگر ېې له هیواده دباندې په ځانگړي ډول هندوستان او فدراتیفې روسیې ته لیږي او له دې لارې په میلیونونو ډالر هیواد ته راوړل کیږي.
له دې چې په میوو په ځانگړې توگه په انگورو کې پراخه اقتصادي گټه نغښتې ده او له دې لارې د هیواد یو شمیر وگړي گټه تر لاسه کوي او هم د دولت او ولسي اقتصاد د بنسټ په پياوړي کولو کې ټینگه اغیزه لري نو دا ددولت او د کرهڼې او اوبو لگولو د وزارت د چارواکو دنده ده چې د هیواد د تاکستانونو او باغونو روان وضعیت ته کلکه پاملرنه وکړي او په هیواد کې د تاکستانونو او بڼونو د ساتنې او د هغوی د پراختیا لپاره د هیواد کروندگر او مالیاران د خپلو مرستو تر پياوړي پوښښ لاندې راولي او په اړینو وختونو کې کروندگرو ته د اوبو، کیمیاوي سرې او نباتي امراضو ضد درملو په برابرولوکې اغیزمنې مرستې وکړي تر څو د هیواد باغداران اومالیاران په ډاډه زړه د خپلو باغونو اوبڼونو پراختیا ته لا لیواله شي او د خپل د لاس د تڼاکو حاصل په مناسبه بیه هیواد والو ته وړاندې کړي او پاتې برخه ېې له هیواده دباندې ولیږي. په دې کې هېڅ شک نه شته چې د کروندگرو لپاره د کوپراتیفونو جوړل او د میکانیزه کروندگرۍ رواجول په هیواد کې د کرهڼېزو محصولاتو د پراختیا او پرمختگ او له بزگرو او باغونو دخاوندانو سره د مرستې یوه اغیزمنه لاره ده .
په داسې یوه هیواد کې چې د وگړو ۷۰ سلنه ېې نالوستې ده او د ډیریو د ژوندانه بنسټیزه دنده بزگري اومالیاری یعنی باغداری ده (او د کرزي د واکمني په پیر کې ډیري ېې د نېشه ېې توکو په کرلو کې ښکېل دي) ، د هیواد ډیري وگړي د کروندگري او مالیارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیايي ؛ دا د خواشینۍ ځای دی چې په هیواد کې د میکانیزه کروندگرۍ د نه رواج موندلو له امله د کرهنیزو تولیداتو کچه که هغه د ونو محصولات « سردرختي» وي یا دپټیو محصولات"زیردرختی" (غله جات) ډیره ټېټه ده او د خلکو د خوراکي توکو لومړنیو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای، همدا لامل دی چې د هیواد د ولس ډیرې برخه له لوږې او قحط سره مخامخ ده، د رسنیو د گزارشونو پر بنسټ اوس د هیواد څلویښت په سلو کې د بې وزلۍ او فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، که د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼې د سازمان له لارې د نړیوالې ټولنې مرستې د افغانستان شمال لویدیزو او مرکزي سیمو ته ونه رسیږي ښايي هر کال په افغانستان کې ستر بشري ناورین رامنځته شي او په زرگونو ناروزگار، بیکار او بې وزلې وگړي به د مرگ په لومو کې راښکیل شي. په دغو وروستیو کلونو کې چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ولس لپاره د مرستې ملا تړلې او دغه هیواد ته په میلیارډونو ډالر راغلي بیا هم د هیواد د بې وزلو وگړو په ژوندانه کې د کوم ښه والی او بدلون نښه نه په سترگو کېږي، ان په ډیریو ځایونو کې بې وزلي وگړې دې ته اړ شوي چې د ډیرو کمو پیسو په بدل کې خپل د سترگو تور بچیان و پلوري تر څو د کورنۍ پاتې غړي ورباندې د مرگ له لومې و ژغوري.
ډېره شوني ښکاري چې یو شمیر بې وزلې کورنۍ خپل ځوان بچیان د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو کرښو ته و لېږي چې له دې لارې ځانونو ته د ژوندي پاتې کیدلو لاره ومومي. طالبان هم تر وسې وسې له دغو ځوانانو څخه د ځان وژنې په بریدونو کې گټه اخلي، د یو شمیر ځانمرگو بریدکوونکو اعترافات چې د هیواد د امنیتي ځواکونو له پلوه نیول شوي ددغه بوږنوړي او خواشینوونکي وضعیت روښانه څرگندویه ده.
لنډه دا چې که د افغانستان دولت د کرهڼې حالت او د گروندگرۍ د تولیداتو د کچې لوړوالي ته په پازواله توگه پاملرنه ونه کړي نو د خوراکي توکو د کمښت له ناروین ډکې ستونزې لمن به تر ډیرو کلونو پورې و غځیږي.
• * *
ددغو کرښو د لیکوال څلورکلنه اشناﺋـي د کتاب له لیکوال ښاغلي علي محمد کرزي سره هغه مهال رامنځته شوه چې د داؤود خان د جمهوریت د کلونو پر مهال مې د کرهڼې او اوبو لگولو په وزارت کې کار کاوه او له نېږدې ېې پیژنم، له دې امله پر ځای بولم چې د لیکوال په اړه هم څو کرښې ولیکم چې لوستونکي ورسره لا پیژندگلوي تر لاسه کړي.
علي محمد کرزی په خپله د کندهار دی او د کندهار د یوې پيژندل شوې او نوموتې کورنۍ « حاجي اختر محمد خان پوپلزي» په کورنۍ پورې اړوند د ډنډ د ولسوالۍ د « کرز له کلي» څخه دی او له همدې امله ېې کورنی نوم «کرزی» دی. نوموړی ۷ کلن وو چې د سردار جمال خان بارکزي په لومړني ښوونځي کې ېې ښوونځی پیل کړ او بیا د کندهار احمد شاهي لیسې ته ولاړ او تر ۱۲ ټولگي پورې د مستعدو زده کوونکو په ډله کې وو او د بکلوریا دوره ېې دلته پای ته ورسوله ، له هغه وروسته د کابل پوهنتون ته راغی او د پوهنتون له لارې د کرهڼې په چارو کې امریکا ته د لوړو زده کړو لپاره ولیږل شو ؛ په امریکا کې ېې خپله کارپوهنیزه برخه د میوو په څانگه کې د لیسانس په کچه بشپړه کړه او په بریالیتوب هیواد ته راستون شو چې د کرهڼې او اوبو لگولو د وزارت په اړوندو څانگو کې ېې په کار پيل وکړ ؛ بیا د ننگرهار ولایت د کرهڼې د عمومي مدیر په توگه په کار و گومارل شو. په ننگرهار کې له یوې کاري مودې وروسته د وزارت مرکز ته راغی او د خاورو پيژندلو دعمومي مدیر په توگه و ټاکل شو او وروسته د کندهار د کرهڼې د عمومي مدیر په توگه ولیږل شو، له هغه وروسته د اروزگان، زابل، فراه او نیمروز په ولایتونو کې د کرهڼې د تخنیکي آمر په توگه ېې د هیواد په سویل لویدیزه برخه کې د کلک ایمان او هیواد پالې هڅې په رڼا کې کار وکړ او بیا د وزرات په مرکز کې د اوبولگولو د رﺋـیس په توگه و ټاکل شو، نوموړی تر یوې مودې پورې د نباتاتو د ساتنې او قرنطین د مسؤول په توگه د وزارت په مرکز کې پاتې شو، د داؤود خان د جمهوریت په دوره کې د پينځو کالو لپاره د کرهڼې او اوبو لگولو په وزارت کې د نباتاتو د ساتنې د رﺋـیس په توگه ېې کار وکړ.
د همدغې مودې په لړ کې زه هم د هلمند د وادۍ له ریاست څخه د کرهڼې وزارت ته راغلم او له ډیرو سرگردانیو وروسته په دغه وزارت کې د اجراﺋـیه مدیر په توگه د هغه تر لاس لاندې په کار و گومارل شوم. له محمد علي کرزي سره زما د پیژندگلوۍ موده د ۱۳۵۳ زکال د لېندۍ له مېاشتې را پيلیږي او د غوايي تر کودتا ېې دوام وکړ او د غوايي له کودتا وروسته د نورو هیوادوالو په څیر، هریومو یوې گوښې ته پناه یوړه. خو زما ارادت او اخلاص دمحترم علی محمدکرزی سره تر اوسه په هغه شان پاته او ادامه لری.
د هغه د کرکتر، اخلاقو او تر لاس لاندې کسانو سره د چلند په اړه باید ووایم چې نوموړی لوړ شخصیت لري او له پياوړي نفسي مناعت څخه برخمن دی او تر خپل لاندې کسانو سره ېې د درنښت او درناوي چلند درلود. هغه د کرهڼې په وزارت کې د بریالیو او سر لوړو رﺋـیسانو په کتار کې وو او د نباتاتو د ساتنې او له نباتي ناروغیو سره د مبارزې چارې ېې په ډیرې پوهې او زړورتیا پرمخ بیولي دي. نه یوازې دا چې د ریاست د کارمندانو په منځ کې د تحصیلي بورسونو په اخیستنه کې له ټولو مخکښ وو، بلکه د خپل ریاست د دتشکیلاتو او بودیجې په سمبالولو کې تر ټولو غښتلی او بریالی رﺋـیس هم وو. له دې چې کرزی یو پاک نفسی سړی وو او د هیواد په ښیرازۍ او پرمختگ کې ېې په سرښندویه توگه کار کاوه نو تل به ېې وړ، هڅاند او زیارگالي کارمندان هم په دغه لاره کې هڅول او هغوی به ېې تقدیر او تحسینول.
کرزی له سیاسي او ایدﺋـولوژیک اړخه له هېڅ ښي لاسي یا کیڼ لاسي سیاسي لړۍ، گوند اوټولنې سره تړلی نه وو او نه ېې ور سره اړیکه درلوده، هغه په خپله، ځانته خپلواکه او له سرلوړی ډک شخصیت درلود او له هغو کسانو څخه به ېې کلک ملاتړ کاوه چې فکري خپلواکي او د هیوادپالنې احساسات ېې درلودل او له هېڅ ډول ملاتړ څخه به ېې سپما نه کوله. علي محمد کرزي هېڅ ډول ژبنیزه او مذهبي تعصب اوتنگ الواکي نه درلود، افغاني ارزښتونو او ملي شـﺋـوناتو ته ېې کلکه گروهنه درلودله ، دا د هغه د ژوند ، فکر او چلند تومنه وه، دغو ځانگړتیاوو هغه ته د تر لاس لاندې کارمندانو او د کرهڼې د وزارت د لوړ پوړو چار واکو په منځ کې جلا دروندوالی او پرتم ور په برخه کړی وو.
د هغه تر لاس لاندې د مسلکي کارمندانو په پرتله زما کاري اړیکه ورسره ډیره وه، په وزگارو وختونو کې به ېې د خپلو تجربو په اړه چې د خپل مأموریت پر مهال ورته د کرهڼې له وزیرانو او د کرهڼې د بیلابیلو چارو له رﺋـیسانو او همکارانوڅخه سره تر لاسه شوې وې، کولې، دغو کیسو نه یوازې ماته د نویو تجربو کړکۍ را پرانیستله بلکه دا به ېې په دومره خوند او خوږې پښتو را ته کولې چې ما به ورڅخه ډیر خوند اخیست او هیڅکله ددغو کیسو له اوریدلو نه ستړی کیدم. په افغانستان کې د سیاست او دولت کولو په برخه کې ېې پراخ مالومات درلودل، هغه به د ملي او توکمیزو مشرانو هغه کیسې هم راته کولې چې هغوی ورسره مخامخ شوي ول او ویل به ېې چې څنگه ددغو ربړو له ډنډ څخه د زیار او ستونزو په گاللو په بریا راوتلي ول، دا کیسې ماته په زړه پورې او د حیرانتیا وړ وې. هرگوره، زه نوموړی د یوه هیواد پاله شخصیت په توگه پيژنم چې شتون ېې د افغانستان د کرهڼې او اوبولگولو په وزارت کې خورا زیات گټه ور وو. خو په خواشېنۍ چې اوس د ناورغۍ په لرلو له هیواده لیرې په امریکا کې ژوند کوي او کله ناکله د ټیلفون له لارې د زړه خواله کوو، بیا هم له پخوا وختونو ، له هغو وختونو چې په هیواد کې مو سوله او امن وو یادونه کوي او له دې چې د هیواد د مشرتابه چارې د حامد کرزي غوندې سړي په لاس کې دي، تل او ډیر افسوس کوي.
په پای کې له لوی څښتن څخه غواړم چې لیکوال ته د روغتیا ترڅنگ اوږد ژوند ور په برخه کړي او د هیواد مالیارانو ته ددغه کتاب د لوستلو سپارښتنه کوم. پاي. ۲۰۰۶/۶/۱۱
یادشت: د دی مقالی ، فارسی متن په افغان- جرمن پورتال کی خپره شوی ده.