دخپریدو نیټه : 2005-09-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په زابل کي څه تېرېږي !؟
ب- پښتون مل – كلات
ب- پښتون مل – كلات
په زابل كي دناامني اصلي عاملين دولتي چارواكي دي
د زابل ولايت چي يو د افغانستان له ډيرو خوارو ، ويجاړو او له پامه لويدلو ولايتونو څخه دي د افغانستان په جنوب لويديځ كي موقعيت لري او له ګاونډي هيواد پاكستان سره ۱۲۴ كيلومتره اوږد سرحدلري ، او د نوي اداري له را منځ ته كيدلو سره پدي ولايت كي تل د وژنو ، تښتونو ، حملو ، او وسله والو غلاو راپورونه تر لاسه كيږي او اوس مهال په افغانستان كي زابل يو له ډيرو نا امنو ولايتونو څخه شميرل كيږي ، د زابل په ولايت كي د خلكو تعليمي سطحه ډيره كښته ده او زراعت ، اقتصاد ، روغتيائي اسانتياوي او امنيت ورڅخه تيرو جګړو او وچكاليو اخيستي او اوس د زابل غريب او بيچاره ولس په يوه ګوله ډوډي پوري حيران او انديښمن دي. د موقتي اداري له جوړيدو او د طالبي نظام له ړنګيدو سره زابل هم د نورو ولايتونو په شان ارام و او امنيت وجود درلود ، خو كله چي دري _ څلور مياشتي تيريدلي نو د زابل عام ولس وكتل چي نه ولايتي چارواكي او نه هم مركزي دولت د زابل د جوړيدو او د خلكو د ستونزو د له منځه وړلو فكر لري ، بلكه هر يو د خپل جيب د ډكولو په لټه كي دي ، د زابل له ولايت او ولسواليو څخه په وارو ، وارو قومي سپين ږيري ، مشران او عالمان په دي هڅه كي شول چي ولايتي چارواكي او مركزي حكومت په زابل كي خپلو تيروتنو ته متوجه كړي ،خوڅه نتيجه ئي ورنكړه بلكه قومي مشران ئي نور هم دولت څخه مايوسه او خوابدي كړل ، دي كړنو پخپله د زابل د با احساسه خلكو احساسات را وپارول او هغوي پدي هڅه كي سول چي خپل حقوق پخپل مټ په لاس راوړي.
كه وګورو د كرزي د حكومت له منځه ته راتلو سره تر اوسه پوري زابل ته څلور ۴ واليان راليږل شوي چي هر يوه د خلكو د ستونزو د هواري پر ځاي د خلكو ستونزي لا زياتي كړي ، ائتلافي يرغلګر ځواكونه په زابل كي دومره بي رحمي او زور ظلم سره خپل استثماري حركت مخ ته بيائي چه هيڅكله يو مسلمان ، پښتون او د عقل خاوند ته د منلو وړ ندي ، په هواي بريدونو كي د بيګناه خلكو وژنه ، د خلكو وهل ، بندي كول ، د كورونو او مالونو چورول اوخپلسري له پښتني او افغاني قوانينو مخالفي تلاشي او پلټني ددي لامل ګرځيدلي چي خلكو اوس ددوی استثماري او له دښمني ډك مقصدونه فهمولي دي او اوس د دوي پر بي معني نارو سورو غوږ نه نيسي ، او د دوي په مخالفت كي جهاد يوه اسلامي او افغاني وجيبه بولي. اوس كه زابل امنيتي حالاتو ته په ښه ډول ځير سو نو د زابل ولايت له يوولسو ۱۱ اداري واحدونو څخه په يوه كي هم ددولت واك نسته ، د كابل كندهار پر لويه لاره داسي ورځ نه وي چي طالبانو او د دولت مخالفينو دي پر حكومتي كاروانونو بريدونه نه وي كړي، د كلات ښار چي د زابل د ولايت مركز دي په يو كيلومتري ساحه كي د مخالفينو د شتون احساس كيږي او د شتون نښي او علامي موجودي دي ، د كلات ښار د شهرصفا د ولسوالي نه سيوا نور له يوي ولسوالي سره هم منظم ترانسپورتي ارتباط نلري او اكثره وخت ئي اكمالات له هوائي لاري كيږي . د زابل اداري هم ددي پر ځاي چي د خلكو سره مرسته وكړي خلك ئي كړولي دي ناحقه د شخصي غرضونه او دښمنيو په خاطر ئي ګڼ شمير بي ګناه زابليان د سرو – شين سترګو په لاس وركړي چي ان د ځينو سرحد خو تر كيوبا او ګوانتانامو پوري رسيدلي . د زابل ولايتي چارواكو ته چه كومي پيسي د بيارغوني لپاره راځي هغوي ئي په زابل كي نه مصرفوي او په كابل او نورو ولايتونو كي د ځانونو لپاره بلډينګونه او ماركيټونه اخلي او جوړوي ، چي ان تراوسه پوري د كلات ښار چي زابل د ولايت مركز دي او يو كيلومتر اوږدوالي لري نه ئي بازار او نه ئي هم څلور كوڅي قير شوي او حتي جغل لا هم ورباندي نه دي اچول شوي ، په زابل كي د اداري فساد ريښي دومره پراخي شوي د دروازي له څوكيدار ونيسه بيا تر والي صاحب پوري بي له رشوته دي د كار خلاصيدل ناشوني دي ، د غريبو خلكو كارونه په اونيو اونيو بند وي ، په ادارو كي د اسناد وركيدل (غلا) خو عام دي . حكومتي واك د څو نا اهلو او ناپوه كسانو سره دي چي هغوي ئي يواځي د شخصي ګټو لپاره استعمالوي او نور د زابل د غريب ولس د دردونو او كړاونو غم ورسره نشته. ولسوالي خو پريږده چي د ولايت په مركز كي هم د اوبو او برق سيستم دومره خراب دي چي اكثره د كلات ښاريان ئي له استفادي څخه په نه استفادي خوشحاله دي . په زابل كي قومي مخالفتونه د دولت په لمسون دومره ډير شوي چي په ټوليز ډول ټول زابل ئي تر خپل سيوري لاندي راوستي. په ولسواليو كي سرو يرغلګرو او د هغوي بې . . . . . او بې . . . . . كورنيو. . . . . . داسي كړنو ته ملا تړلي چي حتي په ځينو ځايونو كي د جنسي تيريو راپورونه هم تر لاسه سوي دي نور خو لا پرځاي پريږده. د زابل چارواكو خلكو ته د كارموندلو لپاره يو ګام هم ندي اخيستي او هغه څوك چي په زابل كي د شخصي كارځايونو او شركتونو د جوړولو نيت لري له دي كاره منع كوي . د بيا رغوني په لاره كي هڅي هم د نيشت برابر دي او عام وګړي د يوي ګولي ډوډي لپاره ګاونډيو ولايتونو او بهرنيو هيوادنو ته مخه كوي . د ملي اردو پوځيانو؟؟؟ !!! ( خوپه اصل كي لنډغرانو او لوچكان) چي د هيواد ريښتني ساتونكي ؟ بلل كيږي د خپلو بهرنيو بادارانو د خوښي لپاره په عام بازار كي د شرابو څښلو ته ملاتړلي . په زابل كي بي دريغه او له اسلامي ،پښتني او افغاني كلتور څخه مخالفي او خپلسري تلاشي د هيواد د خدمتګارانو؟؟؟؟؟ له خوا كيږي. چي ښه بيلګه ئي تيره سې شنبې چي د وږي د مياشتي پر ۲۲ او د سپتمبر د مياشتي له ۱۲ تاريخ سره ئي سمون درلود د كلات د ښار عمومي تلاشي وه ، چي څو بې . . . . ، بې . . . . . ، نا اهلو او كم عمرو كسانو له خوا ترسره شوه چي ځان ته ئي د ملي اردو؟؟ خطاب كاوه .
دوی هغه كم عمره ، بي تجريبي او له قومي تربګني ډك ځوانان و چي اكثرو ئي په هزاره او تاجك قومونو پوري اړه درلوده او له ټولو سره د هغه كارونو د غچ اخيستني فكر و چي د طالبي رژيم په وخت كي د دوي په منطقو كي سرته رسيدلي و. هغوي په ډيره بي شرمي او سپين سترګي سره د پښتنو وروڼو د كورونو دروازي ، كړكي ، اوصندخونه مات كړل او په ډيره بې . . . . . . ئي د خپلو سرو بادارانو ( امريكايانو) په وينا د ښځو كالي او صندخونه وپلټل چي دا پخپله په پښتني جامعه كي يو ستر جنايت او جرم بلل كيږي . چي دي د هيواد ، كلتور ، امنيت ، او صلحي دښمنانو سرته ورساوه . پدې بي رحمانه او له ظلمه ډكه تلاشي كي ښوونځي ، او زده كوونكي هم په ډيره بي اخلاقي سره د يرغلګرو او كورنيو غلامانو له خوا وپلټل سول . د امنيتي ساتونكو؟؟؟؟!!!!! له خوا د هغو بي ګناه ښځو او ماشومانو چيغي په كوڅو كي اوريدل كيدلي چي د پلټني پر وخت سره لمر ته د انسان دښمنو له خواكښينول شوي و، او تهديدل . چي زه پخپله ددي صحني عيني شاهد يم . ددي ناوړه او بي رحمانه كړنو انځور به تل د زابليانو په ذهن وي . پداسي نازكو حالاتو كي دداسي وحشت او دهشت رامنځ ته كول فكرنه كوم چي د ګوډاګي رژيم په ګټه به وي اوس چي د ولسي جرګي او ولايتي شوراګانو لپاره ټاكني كيږي نو په زابل كي داسي غم ناكه پيښه كيداي سي اكثره زابليان له رايه وركولو را وګرځوي او احتمال لري چي هغوي ددي ډول مجرمينو او جنايتكارانو د ظلمونو د مخنيوي په خاطر له مجاهدينو سره لاس يو كړي .
پداسي حال كي چي په زابل كي د حكومت دي ناروا او بي مسئوليته كړنو ته سړي ځير سي نو له ورايه څرګنديږي چي په بې امنيتي كي له ټولو څخه ستر رول د ولايتي چارواكو، ائتلافي استثمارګرو ځواكو، او د هغوي د بي غيرته او بي ننګه غلامانو ( امنيتي كسانو) دي .
چي پدي هكله موږ خپل ږغ ټولو لوړرتبه چارواكو ، د بشر د حقوقو ادارو ،د ملګروملتودفتر او اروپائي اتحائي ته رسول غواړو چي په زابل كي د داسي بي قانونيو ، خپلسريو ، او تاړاكونو مخه ونيسي كه نه په زابل كي د ګوډاګي دولت او د هغوي د بهرنيو بادارانو په مقابل كي ملي پاڅون په شروع كيدو دي .
. . . . . . . . ( بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي )