لاروى
افغانان حيران دي چې څه وکړي که په هيواد کې د کورکالي ډوډۍ غږ پورته شو نو هم يوشمېر بې کوره، بې ډوډۍ او لغړو ورسره ملګرتيا وکړه او لښکر يې شول.
همدا راز که چا د اسلام غږ پورته کړ هم افغانانو ورسره لښکر جوړ کړ او له سر او مال څخه تېر شول ترڅو اسلام وګټي. همدې ته ورته د امنيت د نيشتوالي او ټوپکيانو د ورکولو له پاره يې هم د طالبانو لښکر پياوړى کړ خو له هيچا پوره نه شوه. ټول به بېلابېلو جامو کې د افغانانو دښمنان او هيوادپلورونکي وو. نور نو بله لاره نه وه پاتې بې له ډيموکراسۍ چې دا هم يو په زړه پورې شعار و او خلک يې ښه راجذبولى شول چې کرزي صيب له ځانه سره يو ځاى ډيموکراسي هم په چورلکه کې راوړه .
افغانان دې ته هم خوشاله وو او په پوره مينه يې ورته چکچکې وکړې حتى د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له ډېرو لرغونو دودونو څخه هم ورته تېر شول ( ښځو يې رايه ورکړه) او کرزى صيب يې د بشپړ اکثريت په ملاتړ دپنځو کلونو له پاره ولسمشر وټاکه خو ده هم څه ځواني ونه کړه. نه يې د ډيموکراسئ له پاره څه وکړل، نه يې دې هيواد شهيد ته شهيد وويل،نه يې مجاهد ته مجاهد او نه يې ملي شخص ته ملي وويل. خلک د ډيموکراسئ په چړو وهي، غل ته مل او مل ته غل وايي.
هغه کسانو ته يې شهيد ووايه چې تر خپلې وژنې مخکې يې دزرګونو بې ګوناه افغانانو وينې تويې کړې دي، هغه چاته يې مجاهد ووايه چې په ژبني،سيمه ايز او قومي بېلتونونو کې ښه تجروبه لري او دزرګونو افغانانو د کورونو ورانوونکي او قاتلان دي. هغه چاته يې ملي ووايه چې دمليتوب په نامه يې زمونږ ډېر دسر سړي وژلي او له منځه وړي دي.
په هر حال خبر له قانون څخه دسرغړونې او نقض کوم چې زمونږ ډيموکراټ حکومت تر ټولو پياوړى او زورور ناقض دى.
بېلګه يې په همدې لنډو ورځو کې ښه روښانه ده چې دشمالي ټلوالې هغه قومندان ته هم ملي قهرمان وايي چې د کابل په خپلمنځي جګړو کې يې د وژلو او ورانولو دپام وړ مهارت درلود.
دولتي ټلويزيون، وزيران او کرزى ټول له يوې مخې په نه ستړي کيدونکي توګه دملي اتل او ملي قهرمان رمباړې وهي.
زه وايم کوم قهرمان هغه د پښتنو په وژلو کې ماهر اتل؟
هغه چې بې شمېره هزاره يې وژلي؟
هغه چې په ٢٥ کلن جهاد کې د روسانو سره يوازې په سازشونو کې ښه اتل و؟
او هغه چې په خپلمنځي نښتو کې يې نه ستړي کيدونکې قهرماني کړې ؟
او هغه چې کابل يې ښه وران کړى؟
او هغه چې ....؟
شهيد يوه سپېڅلې کليمه ده چې هر چاته يې ويل ګوناه ده او قهرمان خو بېخي ځانګړى نوم دى او هغه چاته ويل کېږي چې په خپلمنځي جګړو کې يې ګډون نه وي کړى يوازې د بهرني يرغل پر وړاندې يې ميړانه او اتلولي کړي وي، قهرماني يې کړي وي.
نه احمدشاه مسعود چې ديرغلګرو سره يې سازش کاوه او په هيواد کې دننه يې ورور وژنه.
او مجاهد هم د سياف او رباني په څېر نه وي.
زه نه غواړم چې د دوى په کړنو رڼا واچوم ځکه د دوى څېرې او عملونه دومره بربنډ دي چې دروښانولو يې هيڅ اړتيا نشته.
خو که چېرې د کرزي کابينه همداسې سپېڅلو کليمو ته په سپکه ګوري نو همداسې به يې چورلکې غورځېږي.
دا دوى ته دخداى ج له خوا يو خبردارى و چې نور دې پوه شي له چاپړوسئ او غوړه مالۍ دې لاس واخلي او د مقدسو کلمو سپکاوى دې نه کوي. د يوه قاتل له پاره دې داسې يو ولايت چې شمېر يې د ولايت کيدو جوګه نه وي او دوى يې په شين زور شمېر زيات وښيي او ولايت يې کړي لاس واخلي او په راتلونکې پارلمان کې دې دا فرمان بېرته فسخه کړي.
زه دا هم نه وايم چې څوک ريښتونى شهيد،څوک ريښتونى مجاهد او څوک ريښتونى ملي کس دى. ځکه چې دا هم جوته ده او ډېرو چېړلو ته يې اړتيا نه ليدل کېږي خو هغه څوک چې په وژنه او ورانونه يې نړۍ خبره وي شل پنځه ويش کاله يې د څوکۍ،غنيمت،ژبې،سيمې،قوم او دپرديو دخوشالولو له پاره قتل عام کړى وي هغه نه مجاهد دى،نه شهيد دى ،نه قهرمان او نه ملي شخص.
اوس راځو دښاغلي کرزي سرغړونې ته چې له قانون څخه يې کوي:
د افغانستان داساسي قانون د تصويب پرمهال د ډېرو له پاره د ملي اتل،ملي قهرمان او ملي شهيد د القابو غوښتنې کيدې چې داحمدشاه مسعود او عبدلعلي مزاري نومونه هم په دې ليسټونو کې وو خو دا غوښتنې د ډېرو لږو په خولو کې زمزمه کيدى چې د غوښتنې سره به يې سر يو څه ښکته هم نيولى و او شرميدل به هم.
چې په پايله کې هيچا ورسره ونه منلې. نه يې مسعود ته ملي شهيد يا ملي قهرمان ووايه او نه يې مزاري ته.
مونږ نه پوهېږو چې ښاغلى کرزى،رهين او نور دولتي چارواکي ولې له قانون سرغړونه کوي. په راډيو ،ټلويزيون ،اخبارونو او غونډو کې هغه څه وايي چې د قانون د تصويب پر وخت پرې جوړه نه ده شوې او په قانون کې نيشته بيا هم دوى له قانون څخه سرغړونه کوي؟!
او هغه څه چې په قانون کې راغلي او منل شوي دي لکه ملي ټرمينالوژي نه يې مني چې بيا هم له قانون څخه سرغړونه ورته ويلى شو!
دوى بايد پوه شي او لومړى بايد دوى ډيموکراټ شي،دملي نفرتون پرڅاى ملي جوړجاړي ته لارې هوارې کړي ، دافغانستان په مليونونو ډالرو جوړ شوى قانون ومني او بيا يې په خلکو هم عملي کړي.
اوس همدومره