دخپریدو نیټه : 2005-09-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
يو غشى دوه نښي
ماليار احمد زي
ماليار احمد زي
د پاكستان ولسمشر ښاغلى پرويز مشرف نن سبا د ملګرى ملتونو په كلنى غونډه كى د ګډون په موخه امريكا ته تللى او ددى وخت نه په ګټى سره امريكايي چارواكو سره په ليدنو كتنو هم بوخت دى. ددى ليدنو كتنو موخه د پاكستان د ترهګرى پر خلاف كارونو كى د امريكا د لازيات باور لاسته راوړل ښكاري.
مشرف د امريكا د بهرنيو چارو وزيرى ميرمن كانډوليزا رايس سره د ليدلو پر مهال دا خبره څرګنده كړه چى دى غواړى د افغانستان نه پاكستان ته د اورپكو او ترهګرو د مخنيوى لپاره د افغانستان-پاكستان په پوله ديوال جوړ كړى مشرف په دي توګه غواړي وښايى چى پاكستان د ترهګرى پر ضد جګړه كى لازياته برخه اخلي.
تاريخ دا خبره ثابته كړيده چى زموږ دا مسلمان ګاونډى د جوړيدو نه را په دى خوا تر اوسه پورى موږسره دتربور په رنګ چلند كوي او په افغانستان كى سولى او ثبات غوښتونكي ندي.
د دى تربګنى دليل دا دي چي پاكستان په دى ويريږي ګواكى په افغانستان كى سوله او ثبات د پاكستان د پښتنو او بلوڅو قامونو كى د خپل هويت او حقوقواو افغانستان سره دپيوستون لپاره د غوښتنود هسكيدو لامل نه شي او دا خبره رښتيا هم ده.
اوس به بيرته اصلى خبرى ته راشو چى هغه د افغانستان-پاكستان پر پوله د مشرف لخوا ديوال جوړولو وړانديز دى، مشرف وايي چى دى غواړى افغانستان نه پاكستان ته د ترهګرو د ننوتلو مخه ونيسى او په دي توګه غواړي نړى ته دا وښايى چى پاكستان د ترهګرى پرخلاف مبارزه كي رغنده ګامونه اخلى. خو خبره داده چي آيا په رښتياهم د ديوال جوړول د ترهګري پرخلاف يو ګام دي او كه د ډيورند كرښى ته د قانونيت وربخښلو او د لر او بر افغانانو په مينځ كښى د بيلتون رواستلويوه بله ظالمانه هڅه.
كه پاكستان په رښتيا غواړى چى د ترهګرى مخه ونيسى نو څرنګه چى تراوسه د القاعدى او طالبانو يو ډير شمير لوړ پوړي چارواكي اوغړي په پاكستان كى نيول شوي دي نه په افغانستان كى ، له دي نه څرګنديږي چى د ترهګرو او القاعدى جرړى په افغانستان كى نه بلكي په پاكستان كى دي ،نو بايد ددى جرړو د نابودول لپاره سم او بنسټيز ګامونه پورته كړاى شي نه دا چى پرپوله د ديوال په جوړولو ترهګرو ته د نړى د سترګو نه لرى يوه لاخوندي كلا جوړه كړي.
په پاكستان كي د ترهګري د جرړو د ايستلو خبره مى ځكه وكړه چى نه يواځى د پاكستان سخت دريځه ملايان دى جرړو ته اوبه وركوى بلكه ددوى آزاد خياله مشران هم په دى كى برابر شريك دى. كه ددى نږدى وخت مطبوعاتو ته يو نظر واچوو نو ليدل كيږي چي د شيخ رشيد په شان پاكستاني هم په راولپنډى كى يو تروريستى روزنيز كيمپ درلود، همدا رنګه په همدي راولپنډي كي يو بل كمپ هم موجود دي په كوم كي چي د لندن د بمى بريد پاكستاني الاصله برتانوي مسولين او همدا راز د امريكه د كلفورنيا په ښار كى يو پاكستاني الاصله امريكايي روزنه تر لاسه كړى.
بلى خوا د پاكستان د حكومت د مخالف اتحاد مشر ښاغلى مولانا فضل الرحمان هم دا خبره په ډاګه كړه چى د پاكستان د مانسهري په يو پوځي كمپ كي ترهګران روزل كيږي او د وزيرستان له لاري افغانستان ته ليږل كيږي
نو اوس دا بايد ووايو چى د ترهګرى مخه د ديوالونو په جوړولو نه تړل كيږى بلكه ددى ريښى د ديوال لاندى نه هم بلى خوا ته تيريدى شى لكه څنګه چي په كشمير كي يي موږ وينو هلته سره ددي چي دهند دولت يو ديوال جوړ كړي خو بيا هم د پاكستان نه ترهګري هاخوا اوړي.
جنرال صفدر حسين د وزير ستان په سيمه كي د يو شمير ترهګرو اوپه لويه كچه دوسلي د نيولو په هكله ويلي دي چي دي سره په طبعاً په افغانستان كي د ترهګري پيښي كمي شي ، نواوس دي نړي په دى پوه شي چى د ترهګرى جرړى چيرته دى او څرنګ يى بايد له مينځه يوسى. خو د پاكستان اصلي موخه د ترهګري له منځه وړل نه بلكي په دي توګه د امريكا فشار كمول اوهمدارنګه د ډيورنډ كرښه په افغانستان منل دي، يعني مشرف غواړي په يوغشي دوه نښي وولي