مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مشرف په مرسته په پاكستان كې طالبانو ځانته يو نوى حكومت جوړكړى دى

 ليكوال: خاور مهدي رضوي
ژباړن: عابد اكمل
 بيت الله محسود اوس د پاكستان په ځينو قبايلي سيمو كې ځانته بيل حكومت جوړ كړى او هغه هم د طالبانو په څير. او د دې لپاره چې د قوماندان بيت الله محسود په كارونو كې كوم خنډ پيدا نشي، جنرال مشرف ټول پاكستاني ځواكونه د محسود تر ولكې لاندې سيمو څخه ويستي دي.
 دا له هغو دوه مخې لوبو څخه يوه ده، چې مشرف د غربي نړۍ او په تيره بيا د امريكې متحده ايالتونو (چې د دغو ترهګرو د نيولو او له منځه وړلو لپاره له پاكستاني اردو سره د ميليونونو ډالرو مرسته كوي) د غولولو لپاره لوبوي. مشرف نه يواځې دا پيسې په جيب كې اچوي بلكې پيژندل شوي ترهګر دې ته پريږدي چې يو څل بيا اقتدار تر لاسه كړي.
 د ډيره اسماعيل خان يو قبايلي مشر وايي: "طالبان يو ځل بيا د سيمې ولكه (د پاكستان په خاوره كې دننه) په لاس كې لري. نوموړى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، د سيمې حالت خراب بولي او وايي چې د دوى سيمه له سپتمبر نه مخكې د افغانستان حالت لري، چيرته چې طالبانو حكومت كاوه.
 بيت الله محسود په تلويزيون، ستلايت ډيش، موسيقۍ او فلمونو بنديز لګولى او دغه شيونه يې ټول د اسلام ضد بللي دي. ماشومان په سيمه كې د كركټ لوبه نشي كولاي ځكه چې ويل كيږي دا لوبه د كافرانو ده. دوكانونه د لمانځه پر وخت تړل كيږي او ملايان خلك په زوره دې ته اړ كوي څو جومات ته لاړ شي.
 ښځو ته ويل شوى چې له سيمه ييزو كاليو پرته بل څه وا نه غوندي. د سيمې خلك بايد د خپلو ستونزو د حل كولو لپاره طالب قوماندانانو ته لاړ شي. وسله وال طالبان د خپلو مشرانو په امرليرې پرتو سيمو ته ځي. دغه طالبان په كليو كې جرګې را غواړي او د خلكو نافرماني نه شي زغملاي.
 مجرمانو ته ګواښ شوى "هر هغه څوك چې د غلا او يا د مخدره توكو په قاچاق كې ښكيل وي، لاس به يې د شريعت د قانون پر بنسټ پرې كړاى شي." ځينې راپورونه ددې خبرې څرګندوې دي چې له مجرمانو ځني يو تعداد يې نيول شوي او په كوڅو كې له ګرځولو وروسته نا مالومه ځاي ته ليږدول شوي دي.
 هغه څه چې د ځايي خلكو د هيښتيا سبب ګرځيدلى، دا دى چې د طالبانو د مشرانو ( د هغو د ملاتړ كوونكو او د هغه خلكو چې پرونه پورې يې د پاكستان پوځ په لټه كې وو) قسمت څنګه دومره ژر بدل شو، څنګه يې په سيمه كې قانونيت تر لاسه كړ او بيرته يې قدرت وموند؟
 پوځي عمليات په سويلي وزيرستان كې د سلګونو خلكو د مړينې با عث شو او له بلې خوا د پاكستان اردو ته هم ډير ځاني زيان ورواوښت. د تير اوړي په پوځي عملياتو كې د ميليونونو په ارزښت د خلكو جايداد له منځه ولاړ. په زرګونو خلك دې ته اړ شول چې خپل كور كلى پريږدي او په قبايلي سيمو او نژدې ښارونو لكه ډيره اسماعيل خان او ټانك كې ميشته شي.
 ژوند د محسود تر ولكې لاندې د جنوبي وزيرستان په سيمه كې تر هغې وروسته مخ په ښه كيدو شو، كله چې بيت الله او د نوموړي پلويان له پاكستاني اردو سره د جنرال پرويز مشرف د عمومي بخښنې له اعلان نه وروسته د سولې په باب خبرې آترې پيل كړې. د فبرورۍ په دويمه د يو لړ مراسمو په ترڅ كې چې د پيښور د قول اردو قوماندان او بيت الله محسود هم پكې ګډون درلود، د دوي تر منځ اوربند اعلان شو.
 دواړو خواو په يو بل باندې بريدونه بند كړل. د پاكستان پوځ خپل ځواكونه له سيمې څخه وويستل او بې ځايه شوي خلك بيرته خپلو كورونو ته ور ستانه شول. قبايلي مشرانو په خپلو سيمو كې د قانون د حاكميت ژمنه وكړه. قبايلي خلكو هم له بلې خوا ژمنه وكړه څو بهرنيانو ته پناه ورنكړي او تر څار لاندې مجرمان چارواكو ته وسپاري. تر دې دمخه پاكستاني پوځ په وزيري قبايلوكې د طالبانو او د القاعدې له پلويانو سره هم همدارنګه يو تړون كړى وو.
 وزيري اورپكو ته هم په ميليونونو روپۍ (د دوې له غوښتنې سره سم چې بايد دغه روپۍ چې د القاعدې له مشرانو څخه يې اخيستې وې بيرته هغوي ته وركړي) وركړل شوې. په دې ډول د پاكستان پوځ په غير مستقيمه توګه د القاعدې مشرانو ته هغه ميليونونه روپۍ وركړې چې كيداي شو په نورو ځايونو او وختونو كې ولګول شي.
 خو د دغو ټولو خبرو اترو پايله هيڅ وه. د قبايلي سرچينو په وينا له پاكستاني پوځ سره د دې ټولو تړونونو با وجود بيت الله محسود پيژندل شوي اورپكي عبدالله محسود سره له جنوبي وزيرستان نه د تيښتې لپاره مرسته كړې ده.
 عبدالله محسود، چې له ګوانتانامو څخه خوشې شوى، د محسود كورنۍ لومړى غړى وو چې د پاكستاني پوځ پر خلاف د جګړې لپاره له القاعدې سره يو ځاى شو. نوموړى د چينايي انجينيرانو په تښتولو هم تورن وو. له دغو انجينيرانو څخه يې يو د دوي د ازادولو د عملياتو په ترڅ كې ووژل شو.
 راپورونه وايي چې د بيت الله محسود تر ولكې لاندې سيمو كې ډيري هغه كسان چې د اوړي په عملياتو كې يې له پاكستاني پوځ سره مرسته كړې وه، وژل شوي دي. ۳۶ ديرش تنه دغسې كسان يواځې په جنوبي وزيرستان كې تر اوسه وژل شوي او نورو ته ګواښونه شوي دي.
 دې ته ورته پيښې په شمالي وزيرستان كې هم ليدل شوي چيرته چې د قربانيانو جسدونه د سركونو پر غاړه او په دښتو كې له دي پيغام سره چې "هغه خلک چې كافرو امريكاييانو ته جاسوسي كوي سزا به يې همدا وي
 " موندل شوي دي. قاتلان ټولو ته ښكاره وو، خو دولت يو كس هم ونه نيوه.
 بيت الله محسود د پوځ په مرسته لا نور هم پياوړى كيږي. عبدالله محسود لا تر اوسه ازاد ګرځي. القاعدې خپلې روپۍ د پاكستان په شمال كې د نورو ترهګرو بريدونو د تر سره كولو لپاره بيرته تر لاسه كړي. بهرني اورپكې چې تر تعقيب لاندې دي اوس مهال د جنوبي وزيرستان په مركز واڼه كې ليدل شوي.
 خو جنرال پرويز مشرف لا تر اوسه ادعا كوي چي د القاعدې او ترهګرو پر خلاف يې بريا موندلې. او دا يې لا هم اعلان كړ چې پاكستان د القاعدې له شره خلاص او له القاعدې څخه پاك شوى دى.
 دا چې هغه څوك غولوي څرګنده ده خو دلته په واشنګټن كې هغه كسان چې د پاكستان له مسايلو سره سروكار لري د جنرال مشرف په لوبه ښه پوهيږي، او له نوموړي څخه د غچ اخيستلو په انتظار كې دي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery