دخپریدو نیټه : 2005-09-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
رنګين دادفر ته د پښتنو پر ضد دتعصب ډکو خبرو حق چا ورکړی ؟
ډاکټر مريم اولسي
د افغانستان بعضي سويلي سيمي تر سعودي عربستان لامتعصبه او محافظه کاره دي.
د کرزي مرستيال ډاکټر رنګين دادفر سپانټا
د اولس مشر حامدکرزي د باندنيو چارو مرستيال ښاغلي دادفرسپانتا د يوې المانۍ ورځپاڼي فرانکفرتر غونډشاو سره د جمعې په ورځ خپره شوې يوه مرکه کي ويلي چي دافغانستان د ټولټاکنو اوسنی سيسټم د ګوندونو پر ځای و اشخاصو ته لومړيتوب ورکوي. پدغه مرکه کي ده زياته کړېده چي اولس مشر حامد کرزي، د ده او د نورو ډيرو کسانو د وړانديزونو پرضد داوسني ټولټاکنو و سيسټم ته غوره والی ورکړی. ښاغلی سپانتا دټولټاکنو اوسنی سيسټم د اولس مشر يوه ستره تېروتنه بولي. دټولټاکنو دغه سيسټم ښاغلی سپانتا د شوروي د پخوانيو وختونو او د هغه اسلامي ګوندونوپر کومو چي ښاغلی سپانتاپه دغه مرکه کي د افغانستان د خرابېدلو پړه اچولې، يوه پاته شونې بولي.
ښاغلی سپانتاچي د افغانستان په ولايت هرات کي ږېږېدلی د لسيزو راپدېخوا د افغانستان نه وتلی دی، خپله ځواني يه په اېران او ترکيه کي تېره کړېده. ښاغلی سپانتا د ډېر پخوا نه د چين و کمونستي وريانت ته عقيده لري. د ډيرو کلونو راپدېخوا ښاغلی سپانتا په المان کي ژوند کوي. ښاغلی سپانتا چي د الماني پاسپورټ څښتن هم دی، دالمان د ګريونو يا زرغون ګوند غړيتوب لري. داولس مشر کرزي دغه مرستيال د شعليانو او ستميانو د شورا شورای ديموکراسي او اوسنۍ حزب ديموکراسي په پلرونو کي شميرل کيږي. ګرچه دی ځان د افغانستان په روشنفکرانو او دېموکراسي غوښتونکو کي شميري خو پر ده تنقيد کونکي دی دهغو کسانو نه ګڼي چي ايتنيکي او سيميز سياست ته لېوال دي. پداسي حال کي چي ښاغلی سپانتا په مجمعو کي د اسلامي ګوندونو نه ښه نه وړي، دی د هرات د پخواني والي او اوسني دبرېښنا وزير ښاغلي اسمعيل خان اوهمدارنګه د جميعت د ګوند د لېوالانو نه دی.
ښاغلی سپانتا چي ځان ته افغانستاني وايي او د افغانستان يوازنی ښه سباوون په فيدرالي سيسټم کي ويني د افغانستان نوم د ډېر پخوا نه تر پوښتني لاندي راولي. قدرمن سياست پوه ښاغلی سپانتا د افغانستان د شاته پاته والي په لويو عواملو کي د افغانستان په سويل کي اوسېدونکي ״لږکۍ״ ״افغانان״ يا پښتانه او د هغوی کړه وړه بولي. ګرچه ښاغلی سپانتا دغه څرګندوني په ډاګه اوس په افغانستان کي نه کوي خو ددې معنٰی دا نده چي ښاغلي مرستيال د خپلو دغو نظريو سره مخه ښه کړې. لکه د جمعې په ورځ په خپره شوي يوې مرکې کي چي دی وايي:
Frankfurter Rundschau 16.09.2005 Interview: Martin Gerner
سوال: ورځپاڼه
د افغانسان د اولسي جرګې ټاکني په المان کي دڅلورکاله وړاندي لاس ليک شوي پېتر برګ د تړون وروستی ټکی دی. ستاسو په آندنړيواله ټولنه تر کومي پولي د افغانستان په ډيموکراټيک کولو کي بريالۍ شوېده؟
جواب: رنګين دادفرسپانتا
په ١٩١٩ مېلادي کال کي دافغانستان پاچا امان الله خان د افغانستان د ماډرن نايزېشن يا نويکېدو بنسټ کښېښوده. پداسي حال کي چي ډيري ستونزي وروسته منځ ته راغلې خو د هغه اېښودل سوی د نوښت او ماډرن کېدو بنسټ تر اوسه لا څوک حسولای شي. ښکاره خبره ده چي داسي انساني حقوق شته کوم چي نړۍ واله بڼه لري، بېزياته بيا د ښځو حقوق، د کومو د پلي کېدو لپاره چي موږ بايدډېرکاروکړو. زه پخپله په دغه برخه کي ډېري هلي ځلي کوم. د افغانستان په نوي اساسي قانون کي هم انساني حقوق او د ښځو دحقوق خوندي سوي. خو زموږ هيواد په ډيرو شيانو کي لا ډېر شاته پاته دی. د بېلګي په توګه د هيواد په سويل کي داسي سيمي شته دي کومي چي تر سعودي عربستان لا متعصبه اومحافظه کاره دي. د دغو محافظه کاره سيمو په پرتله په ښارونو کي حتٰی د ښځو د حقوقو په برخه کي ډېر سمون شته دی. زه پدې ايمان لرم چي يو وخت به په افغانستان کي يوه لوېديځه ديموکراسي شته والۍ ولري. کېدلای شي چي زه هغه وخت ژوندی ونه اوسم خو زما اولادونه به دغه ورځ ويني. په فرانسوي پاڅون کي هم يعقوبيانو دهغه څه مېوه ونه خوړلې شوای کوم چي د دوی په زيار او قربانيو منځ ته راغلي وه.
ډاکټر مريم اولسي