دخپریدو نیټه : 2005-09-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دپارلمان دټاکنو او پايلو په اړه د افغانانو اندېښنې
ډاکترمحمدظاهر حاذق - جرمني
دپارلمان دټاکنو او پايلو په اړه د افغانانو اندېښنې اول په هيواد کې په کافې آندازه امنيت نسته ،هره ورځ ترورستي حملی کيږي، بيګناه خلک وژل کيږي او تر اوسه پوري اوه نفره کانديدان وژل سويدي او نژدي زر نور افغانان وژل سويدي. دوهم پردولتی اداره خلک اعتماد نلری، اداری فساد بې حده زيات سويدې اوهم دولتی دواير په عمومی ډول د توپکسالارانو اويا د هغوی دپلويانو لخوا کنتروليږي، د جنګ دمجرمينولپاره يوه خپلواکه او با صلاحيته محکمه نسته، کوم کسان چی په جرم، جنايت او خيانت باندی مرتکب دي د عدالت منګولوته ته را کش کړی. ــ پښتنه داده چې آيا پداسي يوحالت کې آزاد،منصفانه او عدلانه ټاکنی هرګز امکان لری؟ زماله انده نه ، خوبيا هم دا ټاکنی تر هيڅ نه ښه او ګټوری بولم ځکه افغانان به يوه سياسي تجربه پيداکړې. ولی دا پارلمان به په اغلب ګمان دافغانانو ستونزی ورحل نکړای سي، بلکی دکارونو په مخکی به يو لوی خنډ وی، د ملی يوالی پرځای به په هغه کې ملی جلاوالی او ملی تفرقوته لمنه وهل کيږي، ځکه ددی امکان زيات دی چې پارلمان ته ډير توپکسالاران لاره پيدا کړې، کوم چی په عمومی ډول ښکاره خرڅ سوی ګوډاګيان دي ، څيری يې معلومی اوامتحان يې ور کړی دې، بيا ازموينې ته يې ضرورت نسته. دا ټاکنیبه بيا هم د دموکراسي د لسيزی غوندی يو سياسي سبق وي چی پايلي هيواد او ولس ته په ډېر درانده قيمت تمامی سوی ځکه چی په نتيجه کی يې د کمونستانو، توپکی تنظيمونو او طاليبانو واکداری را منځ ته سولی، هيواديې ويران او ولس برباد کړی اوس هم هغه هره ورځ د هغوی د منفی تاثيراتو نه کړيږي. هيله ده چی دهغونه افغانو داواری زدکړه کړی اوپند يې ځنی اخستې وي او بيا خپلې رايې و جکړه مارانو او ملی ضد عناصروته اوهمداسي نامعلومو اويا ازمايل سوو سياسي او توپکی ډولو ته ورنکړی، بلکی يوازی کارپوه او ملی صادقو کانديدانو ته ور کړی. د دولت او د انتخاباتو دشکايت د کميسون چارواکې اومسئولين پخپلو راديويې مرکوکې خپل کار آسانه کوی او ټول بار او مسئوليت د ولس پرغاړه ور اچوی چی هغه خپلواک دې خپله رايې دی يو سم کانديد ته ورکړی، چی داکار نه منطقی اونه منصفانه دی. پدی کار سره هغوی ثابتوی چې د کار وړتيا، صلاحيت،جرئت ا و صداقت نلرې چې د آزادو، منصفانه اوعدلانه ټاکنو لپاره مساعد شرايط برابر کړی او دا سر بيره پردی چې د ايسا ف اود نړيوالی ټولنې ملا تړ ور سره دی. پداسي شرايطو کې چې نه امنيت سته او نه يوه با صلاحيته محمکه، څوک دعرض او شکايت جرئت کولای سي او هغه کومه نتيجه ورکوی بيله دی نه چې لانور هم د توپکسالارانو دعذاب او خطر سره ځان مخامخ کړی؟ د کومو هيوادونو په محکمو کې چی اسنااو شواهدغوښتل کيږي، هلته خو امنيت وي، مجرمين پر قدرت او اوضاع باندی مسلط نه وي، خلک د ويری او ډار په فضا کې لکه افغانان ژوند نه تېره وي، يوه باصلاحيته او خپلواکه محکمه موجوده وي. په افغانستان کې د عرض او شکايت کونکو لپاره داپورته شرايط موجود ندې، ددی کبله هم بې ځايه خبره ده چی دخلکو نه دعرض اوشکايت انتظار ولرل سي او يا داسي نور. که څوک په رښتيا سره ملې يوالی، سوله، عدالت او دخلکو ملا تړ غواړی نو اړينه ده چې دپور ته شرايطو د برابرولو تر څنګه دا لاندی ګامونه واخلی: ۱- بايد د جنګ د مجر مينولپاره قانون او يوه ځانګړې محمکه جوړه سي. ددې کار ګټی ډېری دي: عدالت پر قراريږي کوم چې دسولی لپاره حتمی او ضروری دی، حق وحقدار ته رسيږي، دواقعيی مجاهيدينو توپيرد جنګ د مجرمينواو توپکسالارانو سره کيږي. پدی ډول دمجاهيدونوقدر او عزت پر ځای کيږي اود جنګ د مجرمينواو توپکسالارانو جرئت کميږي، ددولت د کارونو په مخکی خنډونه لری کيږي، اداری فساد کميږي، د سولی او امنيت په مخکی يو لویخنډ او خطر له منځه ځی اوتوپکيان په واقعيي ډول بی وسلی کيږي او داسي نوری ډېری ګټی لری. ۲- په هر ولايت کې د جنګ د مجرمينواو توپکسالارانوليستونه ترتيب سي. ۳- په هر ولايت کې يو دفتر دشکايت اويو څو دشکايت صندوقونه جوړسي چې خلک خپل شکايتونه په ليکلې يا ثبت سوي ( راديوکاذتونو) په ډول ور واچوی او هم د تلفون د لاری نه خپل شکايتونه اومعلوماتونه وړاندې کړل سي. دا معلوماتو نه بايد پرته د تحقيقاتو دهيئت او مربوطه محمکی نه د بل چالاس ته ورنسي. پدی ډول د خلکو اعتماد اوملا تړ تر لاسه کېداسي او ډېر ژر ډېر اسناد او شواهد را ټولېدای سي. که چيری د کوم چا جرم ثابتيږی هغه به جزا وينی او که څوک برائت اخلی هغه به په ټولنه کی په عادی ډول بيله وېری نه ژوند کوي. په اوسنی وخت کی يوازې افغان ولس بيله شکه مجاهد دې، د وسلوالو واقعيي مجاهيدنو حق تر پښو لاندی سويدی ځکه چې څوک يې د تو پکيانو سره توپير نسي کولای او يايې په قصدی ډول نه غواړی چی تو پير يې وکړې. ددی کبله د يوي ځانکړی محکمی جوړيدو ته ضرورت دی چی عدالت پرځای ، وبی ځايو بد ګمانيو ته د پای ټکی کښيښودل سي، و واقعيي سولی ته لاره خلاصه سي او د افغانانو تر منځ د ورور ګلوي فضا راپيدا سي او عادی ژوند بيرته دسره شروع سي. دا ټکې هم دپام وړ دي، دمجاهد کلمه ديوه فرد او يايوی ډلې په برخه کی يو ثابت امر ندې، هغه د زمان او عمل تابع ده. کېداسي چی يو نفر يو وخت ښه مجاهد وي، خو ورورسته يې بيا په غلا، جرم، جنايت او خيانت لاس پوری کړی وي، دخلکو پرځان او مال يې تېری کړی وي، ملی شتمنی يې چور او چپاول کړی وي، ددی کبله هغه نور مجاهد ندې، بلکې يو جنايتکار او ملی خاين دی او ولس هم و هغه ته نور د مجاهد په سترګه نه ګوری. موږ ولېدل اوهره ورځ يې وينو او اورو چی افغان مجاهد ولس تر هغه وخته پوری چې اولادونو يې د روسي يرغلګرو او د هغوی د ګوډاګيانو پر ضد جهاد او مبارزه کوله، هغوی ته يې په ښه سترګه کتل، عزت اودرناوی يې کاوه، هرډول ځانې او مالی مرستی يې ور سره کولی، خو کوم وخت چی روسي پوځ دهيوادنه وشړل سو، دکمونستانو رژيم سقوط وکړی او دمجاهيدنو توپکې تنظيمونو قدرت پلاس کې واخستې او دستی يې د توپک خوله پر ولس را واړول او هر ډول ناروا ظلمونه يې د هغه سره وکړل او کوي يې. ددې کبله ولس هغوی ته نور د مجاهد په سترګه نه ګوری بلکی دجنايتکارانو او ملی خاينانو په سترګه ورته ګوری او هم ددې کبله يې توپکيان اود هغوی مشران توپکسالاران بولې، کوم چی په ا صطلاحی ډول دجنايتکارانو مانا لری. د بده مرغه واقعيي مجاهيدين هم ددې جنايتکارانو تر سيور لاندی را غلی دي اودهغوی سره يې توپير په عمومی ډوډل سخت سوی دی. اړينه ده چې را تلونکی پارلمان دقانون په چوکاټ کې د واقعيي مجاهيدينو او توپکيانو اويا جنايتکارانو تر منځ توپير وکړی چی هر يو پخپل حق ته ورسيږي. سر بيره پر دی ټولو اندېښنو او ستونزو چې پورته يې يادونه وسول، هيله ده چی افغان ولس يواری بيا بريالی سي چی وپارلمان ته داسي وکيلان وټاکې چې ملې صداقت ولری، پاک وي، دکار پوه او وړتيا ولری. همداسي هيله لرم چی را تلونکې پارلمان دملی يوالی سمبول وګرځی، ضروری قوانين چې د کارونو دآسانتيااو روانتيا لپاره ورته اشدی ضرورت دی ژر تر ژره جوړ کړی او خپلی نوری ملی دندي په پوره امانتداری سره سرته ورسوی. دايو څرګند حقيقت دی چی پارلمان ددولت د درو ځواکونو يا قواوو نه يو ډېر مهم ارګان دې او اوس د هغه په ټاکنوسره د دولت جوړښټ بشپړه کيږي او اعتبار يې زياتيږي. که چيری پارلمان ته ملی صادقه او با مسئوليته وکيلان راسي، دسولی ټېنګولو او ددموکراسي په پلی کېدو کې ډېر ګټور تماميږي. هغه افعانانوته چی د ټاکنو دنده يې پرغاړه ده دخدای پاک نه ورته بری غواړم چې ملی صادقه او کارپوه وکيلان وټاکې او درا تلونکو وکيلانو لپاره پخپلو ملی دندو کې لوی بری غواړم.
ډاکترمحمدظاهر حاذق - جرمني
مسلک : ټولن پوهنه، سياست پوهنه