مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپېژ نئ ! ٧١ برخه( سهاک)

دکتور لطيف ياد- استر اليا


سهاک يا ساک دپښتنو هغه قبېله ده چې دنا مه رېښه يې ډېره لر غو نې او د حضرت مسيح عليه السلام د زېږېدو نه ٥٠٠ کلونه وړاندې هغو سا کانو ته رسيږي چې دسيستان او هيلمند په حوزه کې او سېدل چې ددوی اصلي ټا ټوبی ساکستان ياسګستان وچې عر بو ورته سجستان وايه او په فارسي کې ورته سيستان ويل کيږي ٠ دغه ساکان په اصل کې کو چيان وو او دمسيح دمېلاد نه ٦ پېړۍو ړاندې د امو دسيند، فر غانې او دچيني تر کستان دسنکيانګ دحوزې نه يې په لېږد پيل وکړ او دسيستان سيمې ته يې ځا نونه ورسول چې وروسته دافغا نستان په نورو سېمو کې هم خواره شول٠
په پښتني دودېزه شجره کې ساک ( سهاک) دموسی زوی،دابراهيم لمسی او دغلجي کړوسی دی چې دنسب دشجرې پر بنسټ يې اندړا و تر ه کي وروڼه ګڼل کيږي٠ (١)

دسهاک دقبيلې ښا خو نه :
دساکو يا سهاکو قبېله په لا ندنيو ښا خو نو با ندې ويشلې شوې ده :
حسن خېل،يعقوب خېل، خدر خېل، بختو، يو سف خېل، الوزي، تو تا خېل، اوريا خېل، ګدا خېل،اسما عيل خېل او چغ پای(٢ ) ٠ دتاريخ حيات افغا ني په قول چې له نن نه ١٤٥ کلو نه وړاندې کښل شوی دی ددوی مجمو عي شمېر اووه زره کو رنۍ ښودل شوي دي چې ښا يې داشمېر به اوس ډېر زيا ت وي٠
د سهاکو په قبېله کې د يو سف خېلو دښاخ شمېر د سها کو دقبيلې دپا تې ښا خو نو په پر تله زيا ت دی٠
دسهاکو دقبيلې داستو ګنې سېمې :
١- دپکتيا ولايت دزرمت په ولسوالۍ کې٠
٢-دلو ګر د ولايت په خروار نو مې سيمه کې ٠
٣- دننګر هار ولايت دحصارک غلجي او د سره رود په ولسو اليو کې چې په دغه ولسوالۍ کې يې شمېر ٢٢٦٨ تنه ښودل شوی دی٠
٤- دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په بيکتوت کې ٠
٥- دکابل ولايت دسروبي په ولسوالۍ کې او همداراز ددغې ولسوالۍ داوزبين په سېمه کې٠
٦- دکابل ولايت د بګر امي دولسوالۍ په شيو کيو اوسهاکو کې٠
٧- دکا پيسا ولايت دتګاب په ولسوالۍ کې٠
٨- دلغمان ولايت په مرکزد ګل بېله په کلي کې٠
٩- دپروان په ولايت او په تېره بيا د هندو کش د غره دلړۍ په سهيلي دروکې٠
کله چې زه ددې مقالې لېکوال په ١٣٥٦ لمرېزکال کې دفارياب ولايت مر کز ميمنې ته تللی وم نو ددغه ښار په شمال لويدېز پنځه کيلو مترۍ کې مې دپښتنو کو چيا نو کيږدۍ وليدلې او کله چې هلته ورغلم او ددوی نه مې وپو ښتل نو ځانونه يې ساک يا ساکزي کو چيان را وپيژندل ا و ويل يې چې دوی اوړی او ژمی همد لته تيروي او دنورو کو چيانو په څېر نورو ځا يو نو ته لېږد نه کوي ٠(٣)
سهاک ميلمه پالو نکي، غير تمن ، په هيواد او علم او پو هې مين او په پښتني ننګ او غيرت باندې ټينګ او ولاړ خلک دي٠ د انګريزي ير غلګرو سره په درې ګو نو جګړو کې يې له ځا نه ډېره مېړانه ښودلې اودسره روسي ناتارپه وړاندې په زړورتيا سره جنګيدلي دي اود خپل هيواد دژغورنې له پاره يې ډېرې قر بانۍ ورکړيدي ٠
-------------------------------------------------------------
ماخذونه او منابع :
١- پښتني قبيلې ، ١٥٨ مخ دپېښور چاپ٠
٢- تاريخ حيات افغاني، ٢٩١ مخ، دپېښور چاپ٠
٣- دمقالې دليکوال شخصي يادښتونه ٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery