مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یقیناً دا پرالله تعالی باندې د ایمان قوت دی

ژباړه : عبدالرحمن فرقانی .


ملګری ئې ورته وویې ـ چې ده ورسره خبرې کولې ـ اې وروره . اجازه راکړه چې درته ووایم :  زه ستا په خبرو نه پوهیږم .. ته غواړی د جریان په وړاندې ودریږی ..ته غواړی خپل ځان په خپله ووژنې ..ستا له تصرفاتو ښکاري ، چې ته غواړی له ژوند نه ځان خلاص کړی .. راته ووایه : دچا لپاره ځان د دغو کارونو سره مخ کوی ؟ ولس خو دپوهې په ډګر کې دې مرحلې ته ندی رسیدلی چې ستا داهدافو پیروی وکړی ، او په هغه څه پوه شي ، چې ته ئې غواړی ..اوته غواړی د نړونکی اوجابر قوت سره مقابله وکړی ، هغه قوت ، چې کولای شي ولسونه ، ملتونه او هیوادونه واخلی . هغه قوت ، چې په هر ځای اوهر وخت کې ئې خپل جاوسوسان روزلی ، او داسې دستګاوې اوشبکې لری ، چې د دې کار لپاره ټرننګ شوی .. داقوتونه کولای شي ، چې د خپلو وطنوالو په سترګو کې دې متهم معرفی کړي .. کولای شي ، د خپل نامه اوشهرت څخه د بیل کړی ، اوخلکو ته  دې ځاین وروپيژني ، او په زرهاو شاهدان او د تبلغاتو شبکې پیدا کړی ، چې شپه او ورځ د دې کار لپاره په کاربوختې شي .. ته نه ثروتمند یې اونه ځوان ، ته هغه سړی ئې ، چې د زړتوب په نړی ورګډ شوی دی .. ته د کوم  سیاسی ګوند او ډلې سړی هم نه ئې  ، چې که ستا رزق قطع شي هغوی درباندې مصرف وکړي ، اویا ستا د کورنۍ غړوته نفقه برابره کړي ، چې د کوم  سبب په پایله کې  کیدلای شی ستا مرسته ورنه قطع شي ..اې وروره . زه نشم کولای پدې ورځو کې ستا په خبرو پوه شم !
ملګری ئې داجملې ،عبارتونه اوخبرداری د قهر، غضب ،ګرمی او شفقت نه په ډکو احساستو کې ده ته بیانول ، او ده ته ئې د خبرو او ځواب موکه هم نه ورکوله ، تر څو چې خبری ئې خلاصې شوې او په آرام د ځواب په لټه کې شو !
ده تبسم وکړ، او ورته ئې وویې :
اې وروره ، زه دا ټولې ویرې درکولی شم ، دا ټول ګواښونه لیدلی شم .  پدې هم پوهیږم ، چې ته څه وایی ریښتیا وايی ، او د وړکتوب د دوران په خپل ملګری باندې ستا د پاملرنې اوشفقت قدردانی هم کوم .. خومګر اې وروره ، تا ټول شیان یاد کړل ، خو هغه یوازنی لامل د هیر دی ، چې کیدای شي دا ټول شیان چې ته ئې وینی درته علتمن وبریښوي .. ولس دې یاد کړ ، وطن دې یاد کړ ، روغتیا دې یاده کړه ، ثروت او دارایی دې یاده کړه ، هغه قوتونه د یاد کړل ، چې کولای شي هیوادونه ، ملتونه او ولسونه واخلی ، اوبې لارې ئې کړی ، ترڅو د شریفانو او خاینانو ترمنځ توپیر ونه شی کولای ..دا ټول صحیح دی . خو تا الله تعالی هیر کړ.. ملګری ئې ورته وویې – چې ده ورسره خبرې کولې- نه باداره ما الله تعالی ندی هیرکړی .
خو زه پوهیږم ، محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم کله چې دهغه څه سره مخ کیده ، چې ته ورسره مخ ئې ، هغه د الله تعالی سپیڅلی پیغمبر ؤ ، هغه ته وحی راتله ، هغه ته لارښونه کیدله ، هغه ته دالله تعالی له لوری نصرت او تایید راته ، هغه ته پنځه زره ملائیکې د الله تعالی له لوری رالیږل کیدې .. خوته څه ئې ؟
بیا ده د رضایت په حالت کې تبسم وکړ او ورته  ئې وویې :
اوس اې ملګریه ، نیږدې شوو ، چې سره هم نظره شوو ..زه نه نبی یم اونه هم رسول ، نه وحې راته راځي نه ملایکې .. خو زه په الله تعالی باندې ایمان لرم ، اوهر هغه څوک چې پدې ځمکه کې په الله تعالی باندې ایمان لری ، که هغه په هره زمانه کې وی اوکه په هر ځای کې ، کولای شي ، چې پدې انتظار وی ، چې پرته له وحې او ملائیکو څخه هر هغه څه چې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پدې هکله ورکړی  دي ، ده ته ئې هم ورکړی ، ترکومه چې دی د پیغمبر(ص) اود هغه مومنانو چې د پغمبر(ص) دلوی میراث وارثان دی ، او د هغوی مبارک په  هدایت اولارښونه روان دي ، روان وي ..زما ګرانه دوسته ! دا لوی میراث د ابتلاء او روغتیا او د مبارزې او نصرت او دفراخۍ او تنګسۍ څخه جوړ دی . خو عاقبت څرګند دی :
﴿لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا أَذىً كَثِيراً , وانْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ﴾ ﴾ .
وَلاَتَهِنُو اوَ لاَتَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كنتُم مُّؤْمِنِين   .
إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ القَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ وَتِلْكَ الأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ . وَلِيُمَحِّصَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ . أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ . وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ. ))
ملګری ئې پری نه ښود ، چې د قران کریم بل مبارک آیات تلاوت کړی ، او دلاس په اشاره ئې چپ کړ، پداسې حال کې چې ویل ئې : پوه شوم . پوه شوم . نوته غواړی چې مړشي .
ده ورته وویی . نه ګرانه ، ته لا تر اوسه زما په مطلب پوه نه یی . زه نه غواړم ، چې مړشم . زه په کلکه غواړم ، چې ژوندی  وم ، غواړم چې اوږد ژوند ولرم . زه لا تر اوسه لدې ژوند څخه نه یم موړ شوی . او ما لا تر اوسه ډیر لږ هغه کارونه کړی ، چې باید تر سره ئې کړم ..اوبله خبره دا چې ، زه د ژوندانه په یوه برخه کې د الله تعالی نه لیری شوی وم . زه هیله من یم ، چې ژوندی وم ، تر څو د خپل  ژوند پاتي برخه  د الله تعالی دقربت د حاصلولو په لاره کې تیر کړم .  هغه برخه ، چې د تلې پلې برابرې کړی .
او زه په پای کې نه هیروم ، چې زه د بل د غاړې سړی یم .
ملګری ئې بیا بیړه وکړه ، خبره یې ورغوڅه کړه ، اوچپ ئې کړ .
زه ستا د خپل شخصت  اړوند اندیښمن نه یم  ،هر څه چې پرې کوی پرې ویی کړه ، خو زه ستا د روغتیایی حالت اړوند اندیښمن یم ، ته داسې سړی ېې ، چې روغتیایی حالت دې  کړاو نشي زغملی ، او مرګ دې تر ټول شیانو لنډ ښکاري . ته به خپل اولادونو ته څه مالي کردت پریږدی ، ترکومه ځایه چې ماته ستا مالي کردت مالوم دی د صفرونو مجموعه ده .
ده په مطمینه ټوګه ورته وویې :
زما دا اولادونه به څه وکړی ، که زه همدا اوس په خپل ځای کې مړشم ، څرنګه چې اوښ مري ؟  ژوند خو ټول ساګانې دی : یوه سا ننوځی خو بیرته نه راوځی ، او یوه سا ووځي خو بیرته نه ننوځي !
قل لو كنتم في بيوتكم لبرز الذين كتب عليهم القتل إلى مضاجعهم ))
اوزه زما دوسته ! نه غواړم څرنګه چې ته وایی ،  چې مړ شم ... مګر مرګ او ژوند د الله تعالی د غیبونو څخه یو غیب دی . او پکار نده چې د هغه چا په حساب کې وی چې غواړی ، کوم مسولیت پرځای کړی ، او کوم منکر بدل کړی ، آن تر دې چې هغه کسان چې  تجارت کوی  ، اوځي او راځي .
(( وما تدرى نفس ماذا تكسب غدا وما تدرى نفس باى ارض تموت ))
ملګری ئې بې واره ورته وویی :
وا وره ! زه به یوکیسه درته وکړم ، چې  په ریښتیا پیښه شوی او ستا نظر تائیدوی .. په کال ۱۹۳۰ م د ښونکو یوبحران را منځ ته شو ، سرچپه بحران . هغه ښونکي چې د دارلمعلمینینو نه فارغیدل ، نه د پوهنې په وزارت کې ورته ځای پیدا کیده ، او نه هم په خصوصی ښونځیو کې ، پرته له یوه کم شمیر نه . او د خاصو ښونځیو څیښتنو د دغه لوی شمیر بې کاره ښونکو څخه ناروا ګټه اخیسته ، او بې ځایه شرطونه ئې پری وضع کول ، چې د معاشونو ستونزه ئې د یادونې وړ ده ، او ښونکي به ئې د اوړی په میاشتو کې  له معاشونو څخه محرومول ... د موږ یو ملګری چې ته ئې  هم پیژنې ، فلانی د عیالونو څیښتن ، لدې کبله اندیښمن و : چې د اوړی په میاشتو کې به د خپلو عیالونه نفقه له کومه کوی ، او دا راز ښونکی دا هم نه شي کولای ، چي د کال په اوږدو کې د خپل نا چیزه معاش نه څه ټول کړای شي .. یو ځل ئې خپله  دا ستونزه او تنګسي یوه ساده کلیوال سړی ته بیانوله .   کلیوال اوساده سړی د غندنې اوسادګۍ په حالت کې وپوښتل ؟ ،  وروره ! چیرته زموږ رب (الله تعالی) مړ ؤ ؟
دواړه چپ شول ...ژوره چپتیا خوره شوه ...  داسې چپتیا او معنی چې کلیمې نه شي کولای ورڅخه تعبیر وکړای شي ...
                      «««              ««««             ««««
ما دا خبرې پرته له تجسس په ډیرغوراوریدلی ، اوپه ډیردقت مې دې مناقشې ته غوږ نیولی و ، او دا خبری پدې ټولنه کې چې عادتا ملګری او دوستان پکې را ټولیږی ،  ټولو خلکو اورېدلې ...د  دغو دوملګرو د چپتیا اثر تر ما هم راورسید ..  په ریښتیا . آیا الله تعالی مړشوی ؤ ؟ سبحانه وتعالی ... تل ژوندی دی ، هغه ذات چې نه مری ...
بیا  په چورتونه کې ورک شوم  ، دا چې مبارزه کونکی  د خپلې مبارزې لپاره قوت له کومه ځایه په لاس راوړي ؟
 آیا د وطن پالنې او ولسپالنې څخه ئې په لاس راوړی ؟ دا ګرنټي شوی سند نه دی . ځکه چې ولسونه کله نا کله د پوهې په هغه درجه کې وی ، چې اجازه نه ورکوی څوک ئې وپالی او احترام ئې وکړی ، بلکې هغه خلک له منځه وړی چې دوی ته د خیر اوښیګڼې غوښتونکی وي ، او فاسقانو، فاجرانو او بې بندبارانو ته لاسونه پړکوی  .
 آیا پرځان باندې د اعتماد نه ئې په لاس راوړی ؟ دا هم ګرنټي شوی سند نه دی . ځکه چې نفس د هوس او ګواښ په وړاندې بې ثباته کیږی  . که د هوس او کواښ په وړاندې مقاومت هم وکړی ، کیدلای شي د وطن او ولس سره دنکران او خیانت اړوند د مبارزې په لارکې ، او دهغه چټل تزویرسره د مبارزې په لار کې  چې د سړی کرامت تر پښوو لاندې کوي ، ثابت قدمه پاتی نشی .
نود یوه ثابت اوراسخ سند نه پرته چاره نشته ، یوه داسې قوت ته اړتیا ده ، چې د ځمکې له قوتونو نه لوی قوت وی ، تر څو مبارزه کونکی د ګواښ په وړاندې ودریږي ، یوې داسې جزا ته اړتیا ده ، چې د ځمکې د ټولو اطماعو نه لویه وی ، ترڅو مبارزه کونکی د هوس په وړاندې ودریږي ، یوې داسې رابطې ته اړتیا ده ، چې د ځمکې پر مخ له ټولو موجودو رابطو څخه ژوره وی ، ترڅومبارزه کونکی د ولسونو او وطنونود نکران په وړاندې مقاومت وکړلای شي  ...
اوهغه راسخ اوثابت سند ، چې نه بې ثباته کیږي ،  هغه جابرقوت ، چې نه کمزوری کیږی ... یقیناً هغه پرالله تعالی باندې د اعتقاد او ایمان سند دی .

لیکنه : سید قطب .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery