مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسلاموکراسي (اسلام، ډيموکراسي او سيکولاريزم)

سيف الله مستنير

 

اسلاموکراسي هغه مفهوم دى چې نن سبا د اسلامي امت د هويت د مسخ کولو اصلي لامل ګرځېدلى او غرب غواړي دغه مفهوم ته په اسلامي نړۍ کې لا پراختيا ورکړي، ترڅو د اسلامي امت سترګې له هغه هېښوونکي راز څخه پټې کړي کوم چې اسلام د يوې ايډيالوژۍ په توګه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولى شي، مسلمانان خپل پخواني عزت او قوت ته ورستنولى شي او کفر په نړيواله توګه يوځل بيا مغلوب او ذليل کولى شي. په دغه مقاله کې تاسو ته دا ثابتېږي چې:
• ډيموكراسي او سيکولريزم د خداى له لوري نه، بلكې د بشر د عقلونو پنځونه ده. پر الهي وحې هېڅ اتكا او له الهي دينونو سره هېڅ تړاو نه لري.
• ډيموكراسي او سيکولريزم له هغې عقيدې څخه راوتلي دوه مفاهيم دي چې دين له ژوندانه يا دولت څخه بېلوي.
• ډيموکراسي د کليسا د ظلم په وړاندې عکس العمل دى.
• ډيموكراسي د دوو مفكورو پر بنسټ ولاړه ده:
١. ولسواكي.
٢. ولس د واك مصدر.
• ډيموكراسي د اكثريت حكم دى، د حاكمانو او جرګو د غړيو ټاكنه د رايه وركوونكو د اكثريت له مخې ترسره كېږي اوټولې پرېكړې د ډېرو رايو د اخيستلو پر بنسټ ترسره كېږي.
• ډيموكراسي لاندې آزادۍ تضمينوي:
١. د عقيدې ازادي.
٢. د بيان ازادي.
٣. د ملكيت ازادي.
٤. شخصي ازادي.
• اوس مسلمانان په عقيدوي لحاظ مسلمانان دي خو د عملي ژوندانه په ډګر کې سود خوري، احتکار کوي، په غيراسلامي طريقې سره د منفعت لپاره هڅې کوي او عملا د ژوندانه مفاهيم يې يا کپيټاليستي وي او يا هم کمونستي. دوى د کفارو جمهوريت ته اسلامي نظام وايي. د دين په يوه برخه ايمان لري او په بله برخه کې کفر کوي، د همدې ګناه له مخې دومره ذليل او وروسته پاتې شوي دي.
• د اسلامي امت لپاره وروستى حل دا دى چې اسلام ته بشپړه غاړه کېږدي او ټول دين ومني، نه دا چې يوازې هغه برخې يې ومني په کومو کې يې چې مادي ګټې وي. د دغه دين د قوانينو د تحکيم لپاره د رسول صلى الله عليه وسلم د طريقې سره سمه مبارزه وکړي او دين د ټول ژوند، اقتصاد، سياست، ټولنې، آخرت او په پاى کې د الله جل جلاله د رضا لپاره عملي کړي، د جهاد (د اسلام د بهرني سياست له مخې) يې ټولې نړۍ ته ورسوي او د اسلامي قلمرو پر بنسټ يې په خلکو پلى کړي.
دا د کپيټاليزم د ايډيالوژۍ د فکرې او د نظام (ډيموکراسۍ) منفور لرليد دى چې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې يې جګړې ته رادانګلي دي او غواړي د اسلامي امت هويت د تل لپاره د سيکولري افکارو په واسطه مسخ کړي او د نوي دين په توګه يې په اسلامي نړۍ کې ترويج کړي.
اسلاموکراسي:
هغه مفهوم دى چې کفارو له اسلام سره په جګړه کې د اسلامي ثقافت په وړاندې د تيري لپاره د مسلمانانو د مفاهيمو د له منځه وړلو په موخه رامنځ ته کړى. دغه مفهوم يو نوى دروغجن، د انسان په لاس جوړ شوى دين او نظام دى چې د اسلام، ډيموکراسۍ، سيکولاريزم، بشري حقونو او ځينو نورو مفاهيمو څخه د ماکياولي سياست له مخې جوړ شوى سياسي معجون دى. په داسې حال كې چې مسلمانانو ته يې ځينې برخې اسلامي او ځينې د بشري حقونو ملاتړ كونكې ور په ګوته كوي او بالاخره ناورين ځپلو هېوادونو ته وايي چې د دغه اصولو او مفاهيمو د نه عملي کولو له امله تاسو په دغه ناورين اخته ياست.
ډيموکراتانو او سيکولريستانو د دا ډول استدلال له مخې د اسلامي مفاهيمو په له منځه وړلو کې پوره رول لوبولى او له اسلام سره په جګړه کې يې نوى دين (اسلاموکراسي) رامنځ ته کړى دى.
ټولې خواوې ادعا لري چې دوى په حقه دي او خپل مقابل لورى باطل بولي. دا د حق او باطل مقابله له آدم نه تر دې دمه روانه ده. خو حق هغه دى چې د الله جل جلاله له لوري وي، د انساني فطرت سره سمون ولري، عقل ورباندې قانع او د انسان زړه ورباندې ډاډه شي. د انسان د ژوند ټولو برخو ته بشپړ ځواب ووايي او يو داسې سالم نظام وړاندې کړي چې په هغه کې په حقيقت سره د انسان کرامت ته درناوى وشي او د تاريخ په اوږدو کې يې ثابته کړې وي چې که په بشپړ ډول حق نظام عملي شي، د انسانانو ستونزې حل کيږي. اسلام د خپل څه باندې څوارلس سوه کلونو په اوږدو کې ډېرې داسې نمونې درلودلې دي چې د انسانانو د ټولو اقشارو ستونزې يې په عدالت سره حل کړې دي او بشريت يې د اخلاقي، انساني او علمي معيارونو لوړو پوړيو ته رسولى دى.
په اسلامي امت کې لويه ستونزه داده، چې استعمار له دوى څخه (ډيموکراتان او سيکولرستان) جوړ کړي دي او د ځينو ټولنو، موسسو او نورو ارګانونو په بڼه کار کوي، چې له حقيقي اسلام څخه لرې شوي دي، دوى فکر کوي چې متدين دي او دين ته کار کوي، خو دوى په غير مستقيم ډول کپيټاليزم، ډيموکراسۍ، سيکولاريزم او د کفارو نظامونو ته خدمت کوي او په خپلو خاورو کې ورته لا مشروعيت وربښي.
د دې لپاره چې په دې ځان ونه غولوو او په (اسلاموکراسۍ) باندې معتقد نشو، لومړى بايد په شفاف او دقيق ډول اسلام، ډيموکراسي، کپيټاليزم او سيکولاريزم وپېژنوو بيا کولاى شو چې د دغه مفهوم (اسلاموکراسۍ) په تعريف بريالي شو. دغه مفهوم د هغه چا د هڅو لپاره کارول کېږي چې غواړي ډيموکراسي، سيکولاريزم او کپيټاليزم ته اسلامي رنګ ورکړي.
د غرب مشهور مفکر فوکوياما وايي چې يو وخت به بشر په خپل ترټولو غوره ممکنه سياسي نظام لاسبرى شي او تاريخ به په ټپه ودرېږي، چې دغه فکر ته د تاريخ پاى هم ويل کېږي. په دې اړه ځينې اسلامي مفکرينو هم خپل موقف بدل کړى او ويلي يې دي چې د ډيموکراسۍ جوهر په اسلام کې شته او هغه څه چې ډيموکراسي وايي، هغه په اسلام کې لا له پخوا موجود دي. آن تردې چې فکر کوي چې ډيموکراسي اسلام دى، د بېلګې په ډول د اسلامي نړۍ مشهور عالم ډاکټر يوسف قرضاوي رحمة الله عليه وايي، چې (الواقع الذي يتامل جوهر الديموقراطية يجد انه من صميم الاسلام) هغه واقعيت چې د ډيموکراسۍ جوهر بلل کيږي، په حقيقت کې په اسلام کې دى. دې ته ورته ډېرو نورو عالمانو هم خپل نظرونه څرګند کړي دي. دوى په دې فکر کوي چې اسلامي موخو او اهدافو ته په ډيموکراتيکو لارو چارو ځان ورسوو. دوى ډيموکراتيکو هڅو ته د يوې وسيلې فکر کوي، دوى په دې اند دي چې په کوم موټر کې چې مسيحى کليسا ته تللى شي په هماغه کې مسلمان هم جومات ته تللى شي، نو مسلمانان هم کولاى شي چې د ډيموکراتيکو اصولو له مخې اسلامي موخو ته ځانونه ورسوي. حال دا چې دا ډول استدلال له کوم فقهي اصل او دليل (قرآن، سنت، اجماع او قياس) څخه نه بلكې له ټولنيزو واقعيتونو څخه سرچينه اخلي او شرعا مردود ګڼل کيږي.
دوى همدې ته اعتدال او منځلاري وايي او وايي چې اسلام هم يو منځلارى دين دى. نن ورځ اسلاموکراتان د اسلام مبارک دين په غلط ډول تعبيروي، دوى له اسلام سره د غرض او کينې له مخې معامله کوي او د حق او باطل تر منځ، د اسلام او کفر ترمنځ، د بنيادګرۍ او منځلارۍ، افراط او تفريط ترمنځ نوى دين جوړوي چې اسلاموکراسي ورته ويلاى شو.
دا چې كافر لويديځ څنګه وكولاى شول، د خپلو هغو كافرو ډيموكراتيكو افكارو لپاره بازار پيدا كړي، چې له اسلام سره يې هېڅ تړاو نشته، علت يې دا وو چې مسلمانانو خپل عزت له هغه څه پرته چې الله جل جلاله نازل کړي دي، په ډيموکراسۍ کې ليدلى او د دوى مفاهيمو ته يې غاړه ايښې ده. غربي كافر هېوادونو د اسلام او مسلمانانو پرضد د لويې دښمنۍ ملا تړلې ده او د اسلام او مسلمانانو پرضد يې ناوړه كينې لړمون خوړين كړى، په همدې اړه خداى جل جلاله څومره ښه فرمايلي: (قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ) د آل عمران سورت ۱۱۸ آيت. ژباړه: په تحقيق سره ښکاره شوې، د دوى د دښمنۍ خبرې د دوی له خولو څخه او هغه کينه چې دوی يې په خپلو سينو کې پټوی تردې هم ډېره ده.
کفار په دې پوه دي چې د مسلمانانو د قوت راز په اسلام كې دى، ځكه چې اسلامي عقيده د مسلمانانو په نزد د يو لوى قوت سرچينه ده. نو دوى پراسلامي نړۍ د داسې يرغل لپاره دوزخ ډوله ځمكه جوړه كړې ده، چې مذهبي تبليغات خپاره، د مسلمانانو ثقافت سلب او خپل ثقافت، فرهنګ، افكار او په ژوندانه كې د نظر ټكي (مفاهيم) چې له دې څخه يوه ډيموكراسي هم ده، ځايناستي كړي او مسلمانان يې په دې موخه ورته رابللي، چې د خپلو افكارو اساس او په ژوندانه كې يې د نظر بنسټ وګرځوي او له اسلام او پراسلام له ټينګو منګولو لګولو او د احكامو له تطبيق او التزام څخه يې لرې وساتي، ترڅواسلامي دولت (اسلامي خلافت) له منځه يوسي او وروسته بيا په ژوندانه، دولت او ټولنه كې اسلام او د اسلامي احكامو تطبيق له منځه يوسي او مسلمانان دې ته تيار شي چې د كفري نظام، افكار او قوانين خپل او د اسلام پرځاى يې د تطبيق او تنفيذ وړ وګرځوي، ترڅو اسلامي امت له اسلام څخه لرې پاتې شي او تسلط ورباندې آسانه شي. الله جل جلاله څومره ښه ويلي دي: (وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ) د البقره سورت ۱۲۰ آيت. ژباړه: او هېڅکله به يهوديان او مسيحيان له تاڅخه راضي نه شي، تر هغو چې د دوی د دين پيروي ونکړې، ورته ووايه هدايت الهي دی او که چېرته له هغه علم څخه وروسته چی پرتا نازل شوی دی، د دوی پيروي وکړې، د خدای په وړاندې ستا ملګری او مرستندوی نشته.
دا تبشيري يا مذهبي تبليغاتي يرغلونه، هغه وخت زيات شول، كله چې د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي كې د عثماني خلافت او دولت د وروستيو ورځو پرمهال د مسلمانانو فكري او سياسي انحطاط او زوال مخ په ډېرېدو شو. هغه وخت چې په اروپا كې له فكري او صنعتي انقلاب وروسته د قوت د تلې دروندوالى د اروپايي هېوادونو د مصالحو او ګټو پر لور روان وو او اروپايانو علمي اختراعات او اكتشافات پيل او په ګړنديو ګامونو د پرمختګ پر لور روان وو او بلې خوا عثماني دولت جامد پاتې او ورځ په ورځ يې كمزوري زياتېده. دې ټولو غربي ثقافت، فرهنګ، افكارو او لويديځ ډوله نظام ته يې لاره اواره كړه، ترڅو د مسلمانانو هېوادونو ته ننوځي.
په دويمه هجري پېړۍ کې اسلامي امت ته د يونان، هند او فارس د فلسفو ننوتل د دغه امت د انحطاط او زوال ترټولو عمده عوامل وو، په څلورمه هجري پېړۍ کې په اسلامي امت کې د اجتهاد د دروازې تړل وو، په اوومه هجري پېړۍ کې په اسلام کې د دعوت او علم په لارو چارو کې د عربي ژبې د ځواک بېلول وو او په يوولسمه هجري پېړۍ کې د غرب کولتوري او ثقافتي يرغل وو، چې وروسته يې په سياسي او نظامي توګه هم يرغل پيل کړ.
ډيموکراسي:
ډيموكراسي د حكومت كولو يو داسې نظام دى، چې د ظالمو حاكمانو د ستم د خلاصون په پلمه انسانانو وضعه كړى دى او د دين په څېر پر انسانانو حكومت كوي. داسې نظام دى، چې منشأ يې بشر دى، پر وحې او دين پورې هېڅ اړه نه لري او د پيلېدو بنسټ يې په اروپا كې هغوحاكمانو كړى، كوم چې په دې اند وو چې حاكم په ځمكه كې د خداى وكيل او استازى دى، ترڅو پر بشر باندې د خداى له امر سره سم حكومت وکړي او په دې فكر وو، چې ګواكي خداى جل جلاله د قانون جوړونې او د تنفيذ واك ( هغه واك چې د حاكم په وسيله د جوړ شوي قانون له مخې پرخلكو حكومت وكړي) لري، ځكه چې له خداى پاك څخه د حكم واك اخلي، نه له خلكو څخه، نو د دغه اصل له مخې به يې پر خلكو ظلمونه كول، او په زور به يې حكومت پرې كاوه، هغه هم په داسې شان سره لكه څنګه چې بادار پرخپل مريي باندې تصرف لري.
نو د چارواکو او خلكو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، فيلسوفان او فكري خلك راپورته شول او د حكومت كولو موضوع يې وڅېړله او پرخلكو د حكومت كولو هغه نظام يې جوړ كړ، كوم چې اوس ورته ډيموكراسي وايي. په دې نظام كې د سلطې او واك مصدر ولس دى، چې د حاكم د سلطې او واك وركوونكى دى، سياست او واک ټول د ولس وي او خپلې غوښتنې يې په خپل واك كې وي، هرڅه چې غواړي هماغسې كوي او پر ځان هېڅ لاسبري څوك نه لري، پخپله ځانته داسې شريعت او قانون جوړوي چې پر اساس يې حكم كوي، د هغه سره سم روان وي او د خپل ځان لپاره استازي ټاكي، ترڅو خپل جوړ كړى شريعت او قانون پلى كړي. نو له دې كبله (ډيموكراسي) يو غربي لفظ او اصطلاح ده، چې (د ولس لپاره د ولس د شريعت او قانون سره سم پر حكم كولو) يې اطلاق كېږي. په دې نظام كې ولس مطلق واكمن او د واک څښتن وي، واګې يې په خپل لاس كې وي، خپلې غوښتنې پخپله پوره كوي او له ځانه پرته د هېچا په وړاندې هېڅ ډول مسووليت نه لري، له دې امله چې د نظام واګې يې په لاس كې دي، نظامونه او قوانين پخپله د ټاكل شويو استازو له خوا رامنځ ته كوي. هغه نظام او قوانين چې د حاكمانو له خوا په کار ګومارل شويو قاضيانو د قضا له امله مشروعيت مومي، پلي كوي او هر يو دا حق لري چې نور خلك يې نه لري، ترڅو يو ځانګړى ايالت جوړ كړي، خپل مشر ودروي او د ځان لپاره نظام او قوانين تيار كړي. په ډيموكراسۍ يعنې د ولس لپاره په ولسمشرۍ كې دا اصل دى، چې ټول خلك د يو نظام جوړولو او پلي كېدونكو قوانينو او د هغو چارو لپاره چې قضاوت ورباندې كېږي په يو عام ځاى (پارلمان او لويه جرګه) كې راغونډ شي.
دا چې دا عادتاً شونې نه ده، چې ټول ولس په يوه ميدان كې راغونډ او ټول يو تشريعي يا تقنيني هيئت وګرځي، نو له دې كبله ولس خپل وكيلان ټاكي، ترڅو دوى تشريعي يا تقنيني ډله شي. په ډيموكراتيک نظام كې دا ډول جرګه د هغو عامو غوښتنو استازيتوب كوي، كومې چې د ولس د عامو وګړو سياسي غوښتنو ته بڼه وركوي او هغه د حكومت او جمهور رئيس ټاكل دي، ترڅو د عامه غوښتنې حاكم او وكيل وي، خپل واك له هغه ولس څخه چې دى يې ټاكلى دى اخلي، ترڅو پرې د وضعه شوي نظام او قوانينو سره برابر حكومت وكړي.
ولس پخپله حاكم دى او قوانين پخپله جوړوي، همدا ولس دى چې قانون پلى كوي او حاكم ټاكي، ترڅو ولس د خپل واك څښتن شي او د دې وړتيا ومومي چې خپل واك په كار واچوي او د قوانينو په رڼا او د ژوند په تنظيمولو كې په پوره توګه خپلې غوښتنې پوره كړي او له فشار او اجبار څخه پرته خپل حاكم وټاكي. عامه ازادۍ د ډيموكراسۍ هغه بنسټ دى چې د ولس هر وګړي ته دا وړتيا وركوي چې خپل واك په خپل لاس كې واخلي او خپلې غوښتنې په پوره ازادۍ سره له هر ډول فشار او اړېستنې پرته ترسره كړي.
د دې عامه ازاديو استازيتوب لاندې څلور آزادۍ كوي:
د عقيدې آزادي.
د نظر آزادي.
د ملكيت آزادي.
شخصي آزادي.
ډيموكراسي له هغې عقيدې څخه راولاړه شوې چې دين له ژوند څخه بېلوي، دا داسې عقيده ده چې د پانګوالۍ يا Capitalism بنسټ پرې ولاړ دى. پانګوالى يو داسې مخ پرځوړ روان وسطي حل دى، چې په اروپا او روسيه كې د پاچاهانو او د كليسا د واكمنانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، هغه وخت پاچاهانو په دې پلمه چې دوى پر ځمكه د خداى استازي دي، له ولسونو څخه د ناوړه ګټه اخيستلو لپاره يې دين يوه وسيله وګرځوله او د خپلو غوښتنو د ترسره كولو په موخه يې له ديني خلكو څخه د سپرلۍ كار واخيست.
همدا وو چې د دوى او د دوى د ولسونو ترمنځ وېروونكې او ناوړې شخړې او مخالفتونه رامنځته شول، آن په دې بهير كې فلاسفه او فكري خلك راپورته شول، چا د دين وجود مطلقاَ نه مانه او چا يې پر وجود اعتراف كاوه، خو دين يې له ژوند بېل انګېرلو او وروسته يې بيا دين له دولت او حكم څخه بېلاوه.
د وسطي حل له مفكورې څخه چې دين له ژوند څخه بېلوي، دا نزاع راڅرګنده شوه چې په طبيعي توګه يې پايله دين له دولت څخه جداكول وو.
دا هغه مفكوره وه چې د كپيټليزم بنسټ پرې ولاړ و او د دوى دستور العمل داسې فكري قاعده وه، چې ټول افكار يې پرې څرخېدل، هغه افكار چې په رڼا كې يې خپل فكري پام او په ژوندانه كې يې د نظر ټكي (مفاهيم) وټاكل او د دې په اساس يې په ژوندانه كې ټولې ستونزې حل كړې. دا هغه فكري قيادت دى، چې واګې يې د لويديځ په لاس كې دي او نوره نړۍ ورته رابولي.
هغه وخت چې دې عقيدې، دين او كليسا له ژوندانه او دولت څخه بېل كړل، وروسته يې د نظامونو او قوانينو له تشريع يا تقنين او حاكمانو له درولو او په حكم كې له مرسته كولو څخه لرې كړل، نو دې ته لاره اواره شوه چې ولس بايد خپل نظام پخپله ټاكلى واى، خپلې تګلارې او قوانين يې پخپله وضعه كړي واى او خپل هغه حاكمان يې درولي واى، چې د نوموړو تګلارو او قوانينو په رڼا كې يې حكمونه كولاى او د ولس د عامو وګړو له ارادو او غوښتنو سره سم يې خپل واك چلولى واى. نو له دې ځاى څخه د ډيموكراسۍ نظام سرچينه اخلي، مفكوره يې دا وټاكله چې دين له ژوندانه څخه بېلوي او د هغه څه لپاره يې فكري قاعده وګرځوله چې د ټولو ډيموكراتيكو افكارو بنسټ ورباندې ولاړ دى. نو ډيموكراسي پر دې دوو مفكورو ولاړه ده:
ولس واكي.
ولس د واك مصدر.
دا هغه مفكورې دي چې په اروپا كې فيلسوفانو او مفكرينو له پاچاهانو او قاضيانو سره د الهي حق د مفكورې په اړه، چې هغه وخت يې په اروپا كې رواج درلود، د نزاع لپاره رامنځته كړې دي، چې په هغې سره پاچاهانو خپلو ځانونو ته پر ولس باندې د حكم كولو الهي حق وركاوه، چې ګواكي يوازې همدوى د تشريع يا تقنين، حكم او قضاوت حق لري او همدوى پخپله دولت دي او ولس د دوى رعيت دى، چې نه د تشريع نه د قضاوت، بلكې د هېڅ شي حق نه لري، دوى د غلامانو په شان دي، چې نه رايه او نه غوښتنه درلودلاى شي، دوى بايد يوازې د امر منلو او پلي كېدلو ته غاړه كېږدي. نو دا د کليسا د کړنو يو عکس العمل دى.
د الهي حق د مفكورې د بشپړ لغوه كولو په موخه نوموړې دوه مفكورې رامنځته شوې، چې تشريع (قانون جوړونه) او سلطه (قدرت او ځواك) يې د ولس حق وګرځول. له دې امله چې ولس حاكم وي او د پاچاهانو غلام نه وي، بلكې د خپل ځان د واك او ځواک درلودونكى وي، هېڅوك ورباندې واك ونه لري، بايد د خپلو غوښتنو مالك او پرمخ بېوونكى وي او ګني نو مريى يا غلام بلل كېږي، ځكه چې مرييتوب د بل چا په خوښه كار كولو ته وايي. كه د خپلې خوښې مطابق كار ونكړي نو مريى بلل كېږي، له غلامۍ څخه د ولس د ازادۍ لپاره بايد ولس يوازې د خپل ځان د غوښتنو واك ولري، نو په دې سره به د داسې تشريع (قانون جوړونې) د مشروعيت حق ولري چې خوښه يې وي او د داسې تشريع (قانون جوړولو) د لغوه كېدو او بطلان حق به ولري چې خوښه يې نه وي، همدوى پخپله د بې پولې سيادت څښتنان وي او د شريعت (قانون) د پلي كېدو حق يې په خپل لاس كې وي، د خپلې خوښې حاكم ټاكي او د تشريع (قانون جوړونې) د تطبيق لپاره د خپلې خوښې قاضي ټاكي، نو په دې اساس ولس د ټولو واكونو مصدر ګرځي او د حاكم واك ورڅخه سرچينه اخلي. د پاچاهانو او واك څښتنانو پرضد د بغاوتونو په برياليتوب او د الهي حق د مفكورې په سقوط سره دوه مفكورې رامنځته او د تطبيق او تنفيذ وړ وګرځېدې:
يو د ولس واك او بل ولس د سلطې او واك مصدر.
نوموړې مفكورې د ډيموكراتيك نظام بنسټ وګرځېدې او له دې كبله چې واك له ولس سره دى، قانون جوړوونكى هم ولس و بلل شو او وروسته بيا همدا ولس د سلطې او واك د مصدر پر اساس پلي كوونكى (حاکم) هم وګرځېد.
ډيموكراسي يعنې د اكثريت حكم:
د تشريعي او تقنيني تشكيلاتو غړي د ولس د اكثريت په رايه وركولو ټاكل كېږي او د نظام او قوانينو رواجول او د حكومت اعتماد، په شوراګانو كې د اكثريت د رايې او نظر له لارې ترلاسه كيږي. په شوراګانو، د وزيرانو په شورى او نورو ټولو غونډو او ارګانونو او هيـأتونو كې ټولې پرېكړې د اكثريت د رايې د لاسته راوړلو له مخې ترسره كېږي او له ولس څخه په هميشني ډول، د استازو په واسطه د حاكمانو ټاكنه هم د ولس د عامو وګړو د اكثريت رايو د وركولو له لارې ترسره كېږي، نوله دې كبله په ډيموكراتيك نظام كې اكثريت يو اساسي معيار دى او د ډيموكراتيك نظام د نظر له ټكي سره سم د ولس د رايې ريښتينى معيار د اكثريت رايې، غوښتنه او نظر دى.
دا د ډيموكراسۍ د معنا، مصدر، د څرګندېدو څرنګوالى او هغه عقيده چې ډيموكراسي پرې ولاړه ده او هغه بنسټ چې ډيموكراسي ورڅخه سرچينه اخيستې ده او هغه چارې چې ولس ته د اجرا او تطبيق امكان وركوي، د هغو لنډ توضيح او بيان دى.
سيکولاريزم: Secularism چې په فرانسوي او انګليسي کې يو لفظ لري، نه له علم سره تړاو لري او نه له ايمان سره او صحيح لفظي ژباړه يې بې ديني او دنياپالنه ده. په بريتانوي دايرة المعارف کې سيکولاريزم هغه ټولنيز حرکت ته ويل شوى دى، چې د خلکو پام يې له آخرت څخه د دنيوي ژوند لوري ته را اړولى دى نو له همدې امله صحيح مدلول يې له دين څخه پرته ژوندانه ته ويل کېږي.
د اسلامي امت په منځ کې د سکولريزم يا علمانيت اصلي معنى دومره روښانه نه ده، له اسلام سره د دغه فکر دښمني په ظاهره او سطحي ليدنه سره نه جوتيږي، خو په اوږدمهالې توګه ډېر شعارونه چې د مسلمانانو له خوا وړاندې کيږي د سيکولاريزم د ريښو د ټينګښت لپاره لاره اواروي. د دوى په زړونو او عقلونو باندې واکمني ترلاسه کوي او بالاخره د اسلام د اصلي معنى د له منځه وړلو سبب کېږي او له امت څخه د خپل عزت او کرامت عوامل پټوي او نشي کولاى له خپلې اسلامي فکرې سره سم ترقي وکړي، بلکې د اسلام تر نوم لاندې خپله سيکولاريستان کېږي.
له کليسا سره د علم او روڼ اندۍ مبارزه وه، چې بالاخره د سيکولاريزم د اعلان او زيږون سبب شوه. د اسلامي امت سيکولريستان هم وايي چې اسلام خو مو عقيده ده او په عمل کې د پانګوالۍ نظام (کپيټاليزم يا ډيموکراسۍ) ښه نتيجه ورکړې ده، نو د مُډل په ډول به يې له دوى څخه راواخلو چې دا خپله علمانيت يا سکولريزم دى. دوى هم په دې باور دي چې اسلام بايد يوازې په تصوف، جومات او د خلوت په کنج کې وي نه دا چې د ژوند په نورو چارو کې يې له مخې قضاوت وشي. دوى هم ملايان او سياستمداران د دوو بېلابېلو فکرونو خاوندان بولي لکه اروپا چې د کليسا مشران او روڼ اندي سره بيل کړل. په اسلام کې دا ډول وېش ناروا او ناوړه عمل دى.
اسلام د تجزيې وړ نه دى، چې ووايو اسلام يوازې عقيده ده او له خداى جل جلاله سره هم بل شريک نه شو نيولاى، چې هغه کپيټالست يا پانګوال ولسمشر دى. چې د دوى په رضا به قانون جوړېږي او له منځه به ځي. په اسلام کې قانون د خداى پاک له لوري دى. حکم د خداى جل جلاله دى. توحيد د هرڅه اساس دى او په هغه کې (لا اله الا الله) په داسې الله جل جلاله باندې ايمان دى چې هغه يو، مدبر، قانون جوړوونکى او د طاعت وړ دى. په دغه برخه کې چې بل هرڅوک دخيل و ګڼل شي، شرک او ناروا عمل دى. قرآن هغه آسماني کتاب نه دى چې تش په نامه مسلمانان (سيکولريستان) يې يوازې په مړو تلاوت کړي، بلکې قرآن هغه کتاب دى چې د بشريت د ټولو ستونزو حل ورڅخه استنباط کېداى شي، هغه که د نظام په برخه کې وي، که په اقتصاد، سياست او ټولنه کې.
شرک د تاريخ په اوږدو کې په دوو برخو کې و:
١- په اراده او قصد کې
٢- په پيروى او اطاعت کې
په لومړي کې خو غير له خداى پاک څخه بل چاته پام اړول، بل چا ته غږ رسول، د بل چا عبادت کول او د طاغوت او بتانو عباد بلل شوى.
په دويمه برخه کې د هغه څه نه منل چې الله جل جلاله د پيروۍ لپاره د قانون اوشريعت په توګه را استولي دى، په دې برخه کې طاغوت حکام او دولتي مسوولين دي، يعنې د اجرايه، مقننه او قضائيه قواوو مسولين. په اسلام حکم نه کول کفر بلل کېږي، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايي:" و من لم يحکم بما انزل الله فاولئك هم الكافرون" (ژباړه: څوک چې په هغه څه حکم او فيصله نه کوي، چې الله سبحانه و تعالى نازل کړي دي، هغوى کافران دي).
همداراز خداى پاك فرمايي: (أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْماً لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ) د المائدة سورت ۵۰ آيت. ژباړه: آيا دوى د جاهليت حكم غواړي او كوم دى د الله جل جلاله له حكم څخه غوره حكم د هغه قوم لپاره چې يقين او باور كوونكي دي. د جاهليت له حكم څخه مطلب هغه حكم دى چې رسول صلى الله عليه وسلم له خپل رب څخه نه دى راوړى، يعنې بشر وضعه كړى او كفري حكم دى، الله سبحانه و تعالى فرمايي: (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ) د النورسورت ۶۳ آيت. ژباړه: پس ځان وساته له هغه كسانو څخه چې د الله جل جلاله له امر څخه سرغړونه كوي چې يا به دوى ته فتنه او يا به هم دردوونكى عذاب ورورسيږي.
دا ټول له دې امر سره مخالفت دى، چې د بشر له خوا د وضعه شوي شريعت متابعت ونه كړي او د هغه څه له پرېښودلو څخه ډډه ده، چې رسول صلى الله عليه وسلم راوړي دي. رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد (څوك چې داسې عمل وكړي، چې په هغه کې زموږ امر (اساس يې په دين كې) نه وي، هغه مردود دى) او په حديث كې له (أمرنا) څخه مراد اسلام دى.
د سيکلوريزم يو اساس او بنسټ د الله جل جلاله د نازل شوي شريعت نه منل دي. په علمانيت او سيکولريزم کې د خداى پاک له وجود څخه د انکار امکان هم شته. خداى پاك فرمايلي: (إن الحكم إلا لله).ژباړه: نشته حكم مګر الله جل جلاله لره. او وايي:(فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إلى اللّهِ وَالرَّسُولِ) د النساء سورت ۵۹ آيت. ژباړه: كه مو په څه كې منازعه راتله نو الله جل جلاله او د هغه رسول ته يې محول كوئ. او فرمايي:(وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ) د الشورى سورت ۱۰ آيت. ژباړه: او په هغه څه كې مو چې اختلاف كړى د هغه حكم له الله جل جلاله څخه دى.
اسلام: په اسلام كې سيادت او حكميت د شريعت دى نه د ولس او امت، يوازې الله شارع او قانون جوړوونكى دى، په مجموع كې ولس او امت د هېڅ ډول حكم د تشريع او قانون جوړونې حق نه لري، ولو كه يو حكم هم وي، كه ټول مسلمانان سره راغونډ شي او د اقتصادي حالت د بياژوندي كولو په موخه سود يا (ربا) په اجماع سره مباح وګرځوي او يا د زنا لپاره خاص ځايونه مباح وټاكي، ترڅو د خلكو ترمنځ زنا خپره نشي او يا د فردي ملكيت په لغوه كولو او يا د روژې د فرضيت په لغوه كولو په اجماع سره پرېكړه وكړي، ترڅو زيات توليد ترلاسه كړي او يا پر هغو عامه ازاديو پرېكړه وكړي چې مسلمان بايد آزاد وي، هره عقيده يې چې خوښه وي د هغې معتقد واوسي او په هره طريقه چې كولاى شي خپل مال او شتمني ډېره كړي، ولو كه د حرامو وسايلو له لارې هم وي او شخصي آزادي ورته مباح كړي، ترڅو په خپل ژوند كې خپل خوندونه د شرابو له څښلو، د زنا له ارتكاب او نورو څخه واخلي. دا ډول اجماع هېڅ ارزښت نه لري او د اسلام له نظره د يوې غوماشې له وزر سره هم مساوي نه ده. كه د مسلمانانو كومه يوه ډله د دې ډول ماجرا موندنې په موخه او ملاتړ سره راپورته کيږي، نو قتال ورسره واجب دى، ترڅو خپل اولني حالت ته راوګرځي. مسلمانان د ژوند په ټولو اعمالو كې د خداى پر اوامرو او نواهيو پورې مقيد دي، دوى ته هېڅ جواز نشته چې د اسلام مخالف كار ترسره كړي، لكه څنګه چې د هېڅ ډول حكم د تشريع جواز هم نلري، يوازې خداى پاك شارع او قانون جوړوونكى دى.
خداى پاك فرمايي:( فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ) د النساء سورت ۶۵ آيت. ژباړه: ستا په پروردګار قسم چې دوى نه مومنان كيږي ترهغه چې ته حكم وكړې د دوى تر منځ په هغه شخړه سره چې د دوى ترمنځ ده. او وايي:(إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ) د الانعام سورت ۵۷ آيت او د يوسف سورت ۴۰ آيت. ژباړه: نشته حكم مګر الله جل جلاله لره. او خداى پاك فرمايي:(أَلَمْ تَرَ إلى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إلى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ به) د النساء سورت ۶۰ آيت. ژباړه: آیا ته نه ګورې هغه کسان چې ګومان كوي دوى ايمان لري په هغه څه سره چی رالیږل شوي دي (قرآن) او په هغه څه چې مخکې له تا رالیږل شوي دي (تورات او انجيل) ایمان لري، دوی غواړي چې د طاغوت حکم عملي کړي او دوی ته امر شوی چې په دې سره کافر شي او شيطان غواړي چې دوی بې لارې کړي نو د طاغوت او كفر حكم غوښتنه د هغه څه احتكام يا اجرا ده چې خداى پاك نه دي نازل كړي، يعنې د كفر د احكامو غوښتنه ده چې بشر يې وضعه كوي.
بالاخره:
اسلاموکراسي داسې يو مفهوم دى چې ځينې برخې يې د ډيموکراسۍ څخه را اخيستل شوي، ځينې يې له اسلام او ځينې يې له ځينو نورو نظامونو څخه اخيستل شوي دي او اسلامي امت هم ورباندې خوښ دى، چې اسلامي نظام لري او په داراسلام کې ژوند کوي، خو نه داسې نه ده. د دوى د حال مصداق د قرآن کريم دغه آيت شريف دى، چې د الله جل جلاله په احکامو کښې توپير کوي. يا دا چې په ځينو ايمان لري او ځينې نور بيا نه مني. وايي: (افتؤمنون ببعض الکتاب و تکفرون ببعض فما جزاء من يفعل ذلک فيکم الاخزي في الحياة الدنيا و يوم القيامة يردون الی اشد العذاب) يعنې: آيا تاسو د كتاب په ځينو برخو ايمان راوړئ او په ځينو نورو كافر كيږئ؟ پس څه ده جزا د دا ډول چارو د سرته رسوونكو له تاسو څخه، نه يوازې دا چې د دنيا په ژوند كې به زيانكار وي، بلكې د قيامت په ورځ به ترټولو سخت عذاب ته وړاندې كېږي.
اوس هم مسلمانان په عقيدوي لحاظ مسلمانان دي، په عمل او د ژوندانه په ډګر کې سود خوري، احتکار کوي، په غيراسلامي طريقه سره د منفعت لپاره هڅې کوي او عملا د ژوندانه مفاهيم يې يا کپيټاليستي وي او يا هم کمونستي. دوى د کفارو جمهوريت ته اسلامي نظام وايي.
نو د سيکولريستانو د بشر حقونه، د دوى مدني ټولنه د دوى ثقافت او فرهنګ ټول په اساسي او بنسټيزو برخو کې له اسلام سره تناقض لري او دغه نوى دين په اسلامي خاورو کې د اسلاموکراسۍ په نامه يې تر تطبيق لاندې نيولى دى.
خداى پاك په دې امر كړى چې هرڅه چې د رسول صلى الله عليه وسلم له خوا موږ ته راغلي، بايد عمل پرې وكړو او هر هغه څه چې ترې منع كړي يې يوو، ځان ترې لرې وساتو. خداى پاك فرمايي: (وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ) د الحشر سورت ۷ آيت. . ژباړه: په هغه څه چې رسول صلى الله عليه وسلم راتګ كړى هغه واخلئ او عمل پرې وكړئ او له هغه څه نه چې يې منع كړې ده، له هغې ډډه وكړئ او له الله جل جلاله څخه و وېرېږئ په تحقيق سره الله جل جلاله د سخت عذاب خاوند دى. په دې آيت كې د (ما) له لفظ څخه مراد عام حکم دى، پر هغو احكامو د عمل وجوب ترې مراد دى، چې رسول صلى الله عليه وسلم موږ ته راوړي دي او له هغو احكامو ابتعاد او لرې والى دى چې ترې منع كړي يې يو او د آيت مفهوم دادى هغه څه چې موږ ته رسول صلى الله عليه وسلم نه دي راوړي بايد وانه خيستل شي.
خداى پاك مسلمانانو ته د ځان او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د اطاعت امر كړى دى، وايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّه وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ) د النساء سورت ۵۹ آيت ژباړه: اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم پيروي وكړئ. د خداى تعالى او د هغه د رسول اطاعت د هغه په احكامو او د هغه په شريعت عمل كول دي، چې پر خپل رسول صلى الله عليه وسلم يې نازل كړي دي.
خداى پاك مسلمانانو ته پر هغه څه د التزام او رعايت امر كړى چې ده او د ده رسول قضاوت ورباندې كړى، لكه څنګه يې چې د تنازع، مجادلې او اختلاف پرمهال د خداى او د هغه د رسول حكم ته د رجوع امر كړى دى. فرمايي: (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالاً مُّبِيناً) د الاحزاب سورت ۳۶ ايت.ژباړه: او نشته د هېڅ مومن او مومنې ښځې لپاره، كله چې الله جل جلاله او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم حكم وكړي د يوې چارې، چې دوى ته د دغه چارې اختيار وي، څوك چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم نافرماني كوي، بېشكه چې بې لارې شو په ښكاره ګمراهۍ سره.
همداشان فرمايي: (فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إلى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً) د النساء سورت ۵۹ آيت. ژباړه: كه مو په څه كې منازعه راتله نو الله جل جلاله او د هغه رسول ته يې محول كوئ، كه تاسو په الله جل جلاله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دا خير او تر ټولو ښه تاويل دى.
خداى پاك خپل كريم رسول صلى الله عليه وسلم ته امر كړى چې د خلكو ترمنځ پر هغه څه حكم وكړي چې خداى جل جلاله له شريعت څخه پرې نازل كړي دي او له انحراف څخه يې منع كړى دى. فرمايي:(وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِناً عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ) د المائدة سورت ۴۸ آيت. ژباړه: او نازل كړى مو دى تاته كتاب په حق سره، چې ستا په لاسونو كې د هغه تصديق كوي له كتاب څخه او مهيمن، مسيطر، ناسخ او مسلط دى په هغه باندې، پس حكم وكړه د دوى ترمنځ په هغه څه چې الله جل جلاله نازل كړي دي او د دوى د نفسونو د غوښتنو متابعت مه كوه، له هغه څه پرته چې د الله جل جلاله له لوري درته راغلي دي.
او فرمايي: (وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ) د المائدة سورت ۴۹ آيت. ژباړه: او حكم وكړه د دوى تر منځ په هغه څه چې الله جل جلاله نازل كړي دي او د دوى د نفسونو د غوښتنو متابعت مه كوه او ځان وساته له دوى څخه چې په فتنه كې به دې واچوي په هغه څه كې چې الله جل جلاله په تا نازل كړي دي
دا نصوص ټولو هغو څيزونو او احكامو ته په غاړه ايښودلو ښكاره دلالت كوي، چې رسول صلى الله عليه وسلم راوړي دي. موږ هېڅ شى نه حلالوو مګر چې خداى پاك حلال كړي وي او نه يې حراموو مګر چې خداى پاك حرام كړي وي. هر هغه شى چې رسول صلى الله عليه وسلم نه دي راوړي موږ يې نه اخلو او هر څه يې چې نه دي حرام كړي موږ يې نه حراموو.
كه د خداى پاك په دې قول كې چې وايي: (وما آتاكم) او (ومانهاكم) د (ما) لفظ له دې قول سره چې وايي:(فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ) ژباړه: پس ځان وساته له هغه كسانو څخه چې د الله جل جلاله له امر څخه سرغړونه كوي چې يا به دوى ته فتنه ورسيږي او يا به هم دردوونكى عذاب ورورسيږي. د النورسورت ۶۳ آيت سره پرتله كړو، نو د هغه څه د حصر وجوب به ښكاره شي چې رسول صلى الله عليه وسلم راوړي دي او له دې پرته د نورو څيزونو اخيستل او عملي كول ګناه ده او فاعل ته به يې عذاب وركول شي.
او خداى پاك له هغه چا څخه ايمان نفې كړى، چې له رسول صلى الله عليه وسلم څخه پرته په خپلو افعالو كې بل څوك حاكم ګرځوي، چې وايي:(فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ)، د النساء سورت ۶۵ آيت. ژباړه: ستا په پروردګار قسم چې دوى نه مومنان كيږي ترهغه چې ته حكم وكړې د دوى تر منځ په هغه شخړه سره چې د دوى ترمنځ ده.
اسلام هم فکره دى هم طريقه، اسلام هم عقيده ده هم د ژوند د لارو چارو سمبالوونکى دى، او هم د خلکو د ستونزو د حل لاره ده. اسلام دى چې نظام يې نه جمهوري دى، نه فدرالي، نه شاهي او نه امپراطوري بلکې اسلامي خلافت دى. چې په سنتو او د صحابه وو په اجماع يې بشپړه طريقه ثابته ده.
نو پرمسلمانانو دا واجبه ده چې له کفري مفاهيمو څخه په كلي توګه ځان لرې وساتي، ځكه چې دا يوه مرداري ده، د طاغوت حكم دى، كفر دى، د كفر افكار دي، د كفر نظامونه او مفاهيم دي، د كفر قوانين دي او پر اسلام پورې هېڅ ډول اړه نه لري. لكه څنګه چې پرمسلمانانو واجبه ده، چې په خپل ژوند، دولت او ټولنه كې اسلام په بشپړ ډول تطبيق او تنفيذ كړي.
خو که څوک له دومره معلومات او علم الهي هداياتو وروسته هم سرغړونه کوي نو: (وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيراً) د النساء سورت ۱۱۵ آيت. ژباړه: او هغه څوك چې له رسول صل الله عليه وسلم سره مخالفت وكړي، وروسته له دې چې د هدايت لاره ورته معلومه شي او د مومنانو له لارې پرته د بلې لارې پيروي وكړي، نو پرېښودل به شي په همغه لاره او دوزخ ته به وليږل شي او بد ځاى د ورتګ دى.
والسلام على من اتبع الهدى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery