مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

يا مې ودویء يا به ځمه ليونیء

  ډاکټر دوران فيضان

د افغانستان د خلکو له ارادې څخه مايوسه شوي پخواني ټوپکماران اوس د خلکو ارادې سره ډغرې وهي. کله چې ښاغلي قانوني د اولسمشريزو ټولټاکنو په پايله کې له شرمه ډکه ماته و خوړه، نو فوراٌ يې د ټولټاکنو په کميسون، حکومت، او حتی په خپلو نړيوالو دوستانو د خيانت تورونه ولګول. راځی د ښاغلي قانوني صاحب سره دا ومنو چې ګواکې هغه سره خيانت شوی، که دا خيانت نه وای شوی نو ښاغلي قانوني به د ۱۵٪ په ځای څو فيصده رايي تر لاسه کړې وای؟ زه خو فکر نکوم چې داسې لوی جعل به شونی وي چې د ښاغلي قانوني د رايو

فيصدي به د پنځوس نه پنځلس ته راکښته کړي.  ريښتيا خبره خو داده چې که په ټاکنو کې خيانت شوی وي، هغه به د ملي خاينانو پرته بل چا نه وي کړی نو په دی صورت کې خو ښکاره خبره ده چی د قانونی صاحب او د هغه د ايتلافيونو د اخيستو رايو فيصدي د خيانت نه کولو په صورت کې ډيريدو پر ځای صفر ته تقرب کاوه.

خو اوس چې د اولسي جرګې ټاکنې دي، ښاغلی قانونی چې د نهيلو او مرورو د شوری مشر دی، په اصطلاح هوښيارتوب يی وکړ او د ټاکنو دمخه يې ځانته لاره جوړه کړه. د ټاکنو نه څو ورځې دمخه د بي بي سي د ليز دوست سره په مرکه کې ښاغلي قانوني خپله ماته ومنله، دا ځل يې د ټاکنو څخه دمخه د ټاکنو په شفافيت شک ښکاره کړ او د هغه پايلې يې ناسمې وګڼلې. د ښاغلي قانوني او د هغه د متحدينو په آند د ټاکنو د قانوني کېدو لپاره د قانوني ګټل ضروري دي. ښايي هغوی دټاکنو د

قانونيت څخه همدا مانا اخيستې وي.

خو کاشکې خبره همدومره په لنډه سره خلاصه کېدای. کله چې دا په اصطلاح د سولی بنسټ ايښودونکی قدرت ته د رسيدو څخه نهيلی شي نو خپلو ستمي هم لاسو ته يی دنده ورکړه چی د دولت سياست يو توکميزه ښکاره کړي او په اصطلاح د اجتماعي عدالت پر بنسټ د ملي وحدت د سياست چيغې ووهي. دوی تر هغه وخته چپ پاتې کيږي چې خپله په قدرت کې وي، خو کله چې خلکو ته قدرت لاس ته ور شي نو د نفاق او ملی تضاد لپاره تبليغات پيل کړي. ښکاره خبره ده چې هيواد کې د عدم اعتماد فضا د ملي قهرمان احمد شاه مسعود د ناکاره فکر زېږنده ده، ځکه هغه قدرت ته د رسېدو لپاره

ورونه قومونه يو له بل سره په جنګ اچول او دی اصل ته په پام کې نيولو سره ملي قهرمان بلل کېږي. راځی د موقت حکومت ورسته لويې جرګې ته ځير شو.

هلته ښاغلي قانوني په ډېر ماهرانه ډول د کورنيو چارو له وزارت څخه استعفا ورکړه، تر څو خپل د سولې بنسټ ايښودونکي لقب نور هم پياوړی کړي، خو د پردې ترشا هڅه کېده چې يو بل مقام، چې يا صدارت وي او يا خو هم دماليې وزارت، لاس ته راوړي تر څو خپله ډله نوره هم د ملت په وينو مسته وساتي او د ملت شتمني نوره هم لوټ کړي. خو کله چې د ماليې وزارت لپاره ډاکټر اشرف غني ونومول شو، نو نهيلی شو او په لمړي وخت کې خو ورته د ښوونې وزارت هم د منلو وړ نه وو.

د  ولسمشريزه ټولټاکنو او اوس د اولسي جرګې لپاره ټولټاکنو څخه وروسته دا جلادان نور هم نهيلي شو او هڅې کوي چی ټولټاکنې غېر قانوني معرفي کړي او د اجتماعي عدالت تر شعار لاندې ورونه مليتونه يو د بل په مقابل کې راوپاروي او په اجتماعي عدالت او ملي وحدت سياسي تجارت کوي. او د عوامو په اصطلاح وايي چې (يامې ودویء يا به ځمه ليونیء)

ددوی په اند اجتماعي عدالت د دوی په لاس جوړ شوي حکومت کې ښه تمثيل کېدای شو دا ځکه چې په هغه کې د هيواد لږکيو پښتنو ته هم د هغوی د فيصدی په تناسب ۵-۶٪ واک ورکول شوی وو. او يا د دوی د اجتماعي عدالت يوه بله بيلګه د ښاغلي قانوني د نژدی ملګري او په هيواد مين شخصيت ښاغلي عبداللطيف پدرام هغه مصاحبه ده چې د خپل هم آنده فاشيستی تلويزيونی کانال له لاری يی اولسي جرګې ته د کوچيانو د څوکيو په هکله په غبرګون کی کړې وه. هغه کوچيانو ته په اولسي جرګه کی برخه ورکول

غير قانوني وبلل او کله چې په احساساتو کې راغی نو په اساسي قانون کې يی د ملت بابا لقب په ملنډو ونيوه. او بالاخره يی خپل اصلي هيوادپالنه راڅرګنده کړه: (تاجک امروز ديګر تاجک ديروز نيست، هزاره و ازبک امروز ديګر هزاره و ازبک ديروزنيست، آنها امروز مسلح اند. من از تاجک ها، ازبک ها و هزاره های شمال خواهش می کنم که ديګه نګذارند آنها (پشتونها) در مناطق شان جابجا شوند). اوس زه نه پوهيږم چې په هيواد کې د اساسي قانون په نامه هم کوم څيز شته او که نه؟ آيا د اساسي قانون ۳۹ مه ماده کې داسی ندي راغلي چې (هر افغان حق لري چې د هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي او استوګن شي)؟ آيا دوی ته اساسي قانو اعتبار لري او که نه دا ډلې ټپلې د ملي قهرمان (؟) او د شهيدانو د سپهسالار د فکري لارې پلويان دي او د قانون په نامه کوم څيز اصلاٌ نه پيژني. که دا د ملت دښمنان د ښاغلي کرزي په حکومت کې برلاسي نه وي نو آيا په هيواد کی نافذو قوانينو مطابق او د ښاغلي پدرام د اظهاراتو په رڼا کې د (ملي کنګرې) ګوند د فعاليت حق لري؟  د اساسي قانون د ۳۵مې مادې په يوه برخه کې راځي: (د قوم، ژبې او فقهي مذهب پر بنسټ د ګوند جوړول او فعاليت کول جواز نلري). آيا د ښاغلي پدرام ويناوې د هغه د ګوند د غېر قانوني کېدو لپاره کافي ندي؟ او آيا ښاغلی پدرام او د هغه هم آندي اولسي شوری ته د کانديدېدو حق لري؟

د اخواني مًشرًبه جميعت او فاشيستي ستميانو تر منځ د اړيکو په هکله ښاغلي رباني او قانوني خپله رڼا اچوي:

د آيينې ټلويزيون د (ګپ نګفته) پروګرام کې له ښاغلي رباني څخه وپوښتل شو چې خپل ډير پخوانې ملګری چی تر آخره ورسره ملګری پاتی شوی وي معرفي کړي. پروفيسر صاحب په خورا خوږه ژبه وايي (طاهر بدخشي د مکتب له وخته زما ملګری وو، هغه يو مسلمان شخصيت وو خو د يوې عقدی له مخه يې چپي جناح ته مخه کړی وه.)

له بله اړخه کله چې له قانوني صاحب نه ورته پوښتنه مطرح شوه هغه ښاغلې عبدالطيف پدرام په ګوته کړ.  فکر نه کوم چی د بدخشي او پدرام شخصيتونه به لوستونکو ته د پيژندلو اړتيا ولري.

حقيقت خو دادی چې رښتيا هم ښاغلی بدخشي ريښتينې کمونست نه وو لکه څنګه چې ښاغلی رباني او ښاغلی قانوني ريښتونې اخوانيان او مسلمانان ندي. دوی ټول د فاشيستي کړيو غړي دي چې د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړو لپاره يې بيلابيلې لارې خپلې کړې. که له يوه خوا رباني د اسلام څخه قدرت ته د رسېدو لپاره پوړی جوړه کړه، ها خوا بدخشي، کارمل، مزدک، او داسې نورو د زيارکښانو لپاره د کور کالي او ډوډۍ شعار په واسطه قدرت ته د رسېدو تکل وکړ. که له يو

خوا رباني د خپل زوم له لاری ځان په قدرت کې شريک کړ، له بله اړخه يې د جمعيت رسمي اونيزه (پيام مجاهد) د حکومت په ضد د تبليغاتو لپاره وګمارله او مشر يې ورته حفيظ منصور وټاکه.

که د آيينې ټلوېزيوني کانال خپرونو ته په خاص ډول د ښاغلي نستوه نادري لخوا وړاندې کيدونکې خپرونې (نظر سوم) ته ځير شو نو يو واقعيت په ډاګه کېږي چې ديموکراسي په افغانستان کې په ډېره چټکی خپره شوه ان تر دی چې د لويديځو هيوادو څخه هم څو ګامه وړاندې لاړه. دا ځکه چې په ټوله غربي نړۍ کې په فاشيستي خپرونو بنديز شته خو په افغانستان کې دی خپرونو ته هم په پراخه سينه آزادي ورکول شوی ده په دی شرط چې موخه يی د پښتنو پرته بل څوک نه وي. ښايی دا کار هم د چارواکو لخوا مصلحت وګڼل شي، ځکه کله چې پښتانه په واک کې وي، د مصلحت له مخې نورو ورونو قومونو ته خدمت کول خپله دنده ګڼي او پښتون ته هډو ګوري هم نه او کله چې بيا لږکي په قدرت کې راشي نو خپل قوم ته خدمت خپله دنده بولي او هغه په اصطلاح  د اجتماعي عدالت بنسټ ګڼي. نو همدا پښتون دی چې په دواړو حالاتو کې دوخت د چارواکو لخوا په څپېړه وهل کېږي او په اصطلاح د مصلحت او تعصب تر منځ پرې ظلمونه کېږي. د ملي مصلحت لپاره خو د اساسي قانون په لويه جرګه کې د پښتو ژبې له ملي کېدو څخه تېر شو. د ملي مصلحت لپاره په اساسي قانون کې د قومونو ذکر وتپل شو چې د ملي وحدت

پرځای ملي نفاق راپاروي، اوس ويره په دې کې ده چې بالاخره د ملي مصلحت په نامه خپل نور لوړ ارزښتونه هم له لاسه ورنکړو. نو دمخه تر دې چې پر ملي ارزښتونو نور تېری وشي، راځی چې يا دا د قدرت وږي واده کړو او يا خو هم د هغوی دليونتوب مخه يې ونيسو ځکه چې په اساسي قانون کې د داسې ليونو لپاره تداوي هم په پام کې نيول شوې ده، خو نه پوهيږم له هغه چا سره چې اساسي قانون اصلاٌ نه مني څه کول پکار دي، ځکه چې دوی خو اصلاٌ د اساسي قانون سره هيڅ توافق نلري.

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery