دخپریدو نیټه : 2005-09-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ټاکنو په ورځ د بوش سره د افغانانو کتنه
حميد وردګ
دسې شنبې په ورځ دامرېکې په سپنې ماڼۍ کې مازيګر مهال يو شمېر امريکا مېشتو افغانانو له ولسمشر جورج ډبليو بوش سره وکتل بوش دخپلې کتنې په ترڅ کې افغانانو ته په افغانستان کې دپارلماني ټول ټاکنو په بري سره تېرېدل مبارک وويل او ژمنه يې وکړه چې دوى به تر هغه پورې خپلو مرستو ته په افغانستان کې دوام ورکړي تر څو هلته يو په پښو ولاړ حکومت نه دى جوړ شوى .
دتېرې يکشنبې په ورځ په افغانستان کې دپارلماني ټول ټاکنو ورځ وه دافغان چارواکو په وينا دا يو لوى ګام وو چې په څه ناڅه ډاډمنه او سوليئزه فضا کې تر سره شو ،دپارلماني ټول ټاکنو په لاره اچول د١٣٨٠ کال دليندۍ د مياشتې دڅوارلسمې نېټې دبن دتاريخي کنفرانس وروستۍ پرېکړه وه چې عملي شوه ،دهېواد دسياسي چارو کارپوهان وايي چې ښايي نور په دې هېواد کې نړيوالې مرستې کمې او يا په نشت وشمېرل شي چې لامل يې همدا دبن دکنفرانس دپرېکړو پاى ته رسول بلل شوي ، خو بل خوا نړيوالې ټولنې په سر کې امريکې يو ځل بيا په خپلو مرستو باندې په ټينګار سره ويلي چې دا هېواد به هېر نه کړي جمهور ريئس جورج ډبليو بوش دسې شنبې په مازيګر په سپينه ماڼۍ کې له افغانانو سره په ناسته کې ويلي چې د دوى مرستې به دتېر په څېر روانې وي ، د امريکا د دفاع وزير ډونالډ رمز فېلد د دانګلستان لومړي وزير توني بليېر ،همداراز دجرمني دبهرنيو چارو وزير يوشکا فيشر ويلي چې افغانانو يو ځل بيا په ډاګه کړه چې دوى دسولې او ولسواکۍ پلويان دي دوى ټولو په خپلو ژمنو باندې په ټينګار سره ويلي چې دوى به افغانستان له ياده ونه باسي . له بلې خوا په افغانستان کې دامريکې دمتحده ايالاتو سفير ډونالډ نومن هم دپارلماني ټول ټاکنو نه يوه ورځ وروسته په کابل کې خبريالانو ته ويلي وو چې د نړيوالې ټولنې ماموريت په افغانستان کې پاى ته نه دى رسېدلى او دوى به تر هغه دلته پاتې شي تر څو دلته يو ځواکمن دولت په خپلو پښو ودرېږي.افغان دولت له پارلماني ټول ټاکنو نه وروسته په داسې حال کې يو ځل بيا خپل نړيوال ملاتړ تر لاسه کوي چې له يوې لنډې مودې وروسته به دبن دتړون کړنې په لندن کې دڅارونکو لپاره دغور په مېز کېښودل شي .
حميد وردګ