مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راتلونكي پارلمان،انديښني اووړاندويني

حبيب صادق _ كابل
 حبيب صادق _ كابل
 لكه څنګه چي خبرياست دهيواد پارلماني ټاكني دروان كال دوږي دمياشتي په ۲۷نيټه په ټول هيوادكي په بريالي توګه ترسره شوي ، كه څه هم وسله والومخالفينوڅوڅوځلي ګوت څنډنه كړي وه چي دپارلماني ټاكنوبهير به له خنډونوسره مخ كوي اونه به پريږدي چي دا ټاكني په سوله ييزه توګه ترسره شي ،خودمخالفينوداخطارونوسره سره هيوادوالوپه دي ملي بهير كي دپاملرني وړونډه واخيسته اوپرته له كوم لوي خنډ او پيښي نه دټولټاكنودابهير په ټول هيوادكي په سوله ييزه اوآرامه توګه ترسره شو.
 كه څه هم چي دټاكنوپه بهير كي ځيني تخنيكي اونوري ستونزي اوشكايتونه موجود وو،خوله دي سره سره پارلماني ټاكني په ډيره ښه توګه ترسره شوي چي يوه لويه لاسته راوړنه بلل كيداي شي.
 اوس پوښتنه دراتلونكي پارلمان په كار اودندو ده چي آياراتلونكي پارلمان به ددي جوګه شي چي خپلي دندي دولس له غوښتنوسره سمي په داسي توګه ترسره كړي څنګه چي ديوه پارلمان لپاره لازمي دي
 څرګنده ده چي دراتلونكي پارلمان په وړاندي له مسئوليته ډكي دندي اوستونزي پرتي دي ،چي په دي ستونزوباندي لاس بري رغنده كار اوهڅوته اړتيالري
 له وړاندي لادراتلونكي پارلمان په هكله بيلابيلي څرګندوني اووړاندويني كيږي
 ځيني كسان په دي عقيده دي چي داپارلمان به يوډير ناندريزپارلمان وي اوټول وخت به يي ولس ته دخدمت په ځاي پخپلوسليقوي ،اوسياسي مخالفتونواوناندريو تير شي
 ځيني بيا په دي اند دي چي شايد په پارلمان كي ددولت دپلويانوكچه ټيټه وي همدارازدنوروآزادخيالوشخصيتونودشمير كموالي به ددي كارسره نوره هم مرسته وكړي ترڅو پارلمان ددولت داپوزيسيون په يوه فعال ماشين واوړي چي ټول وخت به يي په دولت باندي په نيوكواوانتقادونولګيږي اوولس به ددي پارلمان له لوري دځان په ګټه هيڅ كارهم ونه ګوري
 داچي راتلونكي پارلمان ته به كوم كسان اوكومي څيري لاره ومومي ،په دي هكله همدااوس دسياسي څيړونكواودنظردخاوندانوله لوري تاوده بحثونه روان دي اودراتلونكي پارلمان دجوړښت په هكله بيلابيل انځورونه وړاندي كوي
 يوعمومي اوكلي نظر خودادي چي راتلونكي پارلمان به دبيلابيلونظرونو،ايډيالوژيو اوراز،رازقومي اوسيمه ييزوتمايلاتولرونكوكسانونه جوړوي ،دا چي په ټاكنوكي دمختلفونظرياتولرونكوكسانو برخه اخيستي ،اودبيلابيلوسياسي ډلونه كسانوځانونه كانديدكړي ،نوپارلمان به هم دمختلفونظرياتودرلودونكوكسانونه جوړ يوپارلمان وي
 ځينوته دا انديښني پيدا شوي كه چيرته په پارلمان كي د اپوزيسيون ډله زياتي څوكي ترلاسه كړي نودولت ته به زياتي ستونزي راولاړي شي .
 خويوشمير بيا ددي وړاندويني سره ورته نظر نه لري ،هغوي په دي عقيده دي چي اپوزيسيون په اوسني دموكراتيك بهيركي ډيررغنده اوجوړونكي كرداراداكړي دساري په توګه دولسمشري په ټولټاكنوكي داپوزيسيون كردارډير دپاملرني اواهميت وړو، دغه رازپه پارلماني ټاكنوكي اوسني اپوزيسيون خپل ډير ښه اوپرځاي رول لوبولي دي اپوزيسيون به هيڅكله دي ته غاړه كښي نږدي چي په هيوادكي دروان دموكراتيك عمل په وړاندي دي خنډونه راپيداكړي
 ځيني سياستوال اوسني اپوزيسيون ،داپوزيسيون په واقعي مانا نه پيژني ، هغوي په دي اند دي چي داپوزيسيون دتعريف اومفهوم له مخي اوسني اپوزيسيون داپوزيسيون ماهيت په ځان كي نه لري ،ځكه چي اوسني اپوزيسيون له هغوافرادواواشخاصوڅخه جوړشوي چي په لنډمهاله اوانتقالي دوره كي يي دولتي لويي څوكي او مقامونه لرل خوكله چي يي څوكي له لاسه وركړي ،داپوزيسيون په نوم يي د يوي ډلي دجوړيدو هڅه پيل كړه چي داداپوزيسيون داصلي تشكيلاتواوجوړښتونوسره په تله برابر اويوشان نه ښكاري .
 خوځيني نورسياستوال په دي عقيده دي چي :
 دابه ډيره ګرانه وي كه موږ وغواړوچي يوايده آل اپوزيسيون اوايده آل دولت ولرو،هغوي زياتوي چي همدااوس په هيوادكي يودولت شته ،شايد دادولت ډير نواقص ولري ،اوپه كارونوكي يي هم ډيري ستونزي موجودي وي ،ولي ديوه دولت حيثيت اومقام يي ترلاسه كړي اوبايد ديوه دولت په توګه وپيژندل شي اودرنښت يي وشي
 همدارازځيني سياسي ډلي يوځاي شوي اوداپوزيسيون په نوم يي يوسياسي جوړښت جوړكړي ،يوشميرنوري ډلي هم شته چي په دولت نيوكي لري ددولت پلوي نه كوي خوداوسني اپوزيسيون په ډله كي هم ګډون نه لري خويواپوزيسيون دي.
 ددي اړتياشته چي دغه ټولي سياسي ډلي بايد په راتلونكي پارلمان كي ديوي ځانګړي اجندا اوتګلاري لاندي يورغنده اوجوړونكي اپوزيسيون جوړكړي اوددولت دكړوپه اړوند دولس دخير اوښيګڼي په لاره كي خپل اغيزمن رول ولوبوي نه داچي ددولت په وړاندي ستونزي او مشكلات راپيداكړي
 ځيني دااندنيښنه لري كه چيري دپارلمان لپاره كومه ځانګړي لايحه اوددندوداجراكولو ټاكلي دستورالعمل موجودنه وي ،نودپارلمان غړي به په غيرضروري اونوروكارونولګيا وي ،ښه به داوي چي دپارلمان ددندولپاره يوه منظمه اوهراړخيزه كاري لايحه جوړه شي ترڅودپارلمان غړي دولس دغوښتنودپلي كولوپه منظور ديوي لايحي په چوكاټ كي دخپلودندولوري وټاكي اوخپل كارونه مخ په وړاندي يوسي
 دپارلمان دغړوددندوداجراكولولپاره ډير پرځاي اوښه طرزالعمل دهيواداساسي قانون دي دپارلمان غړي بايد داساسي قانون دموادوسره سم خپلي ملي اووطني دندي مخ په وړاندي يوسي ،نه داچي دخپلوځانګړوګټواوغوښتنودپلي كولوپه خاطر دهيوادپارلمان دلوبي ديوه ميدان په توګه وكاروي
 موږ هيله من يوچي دهيوادراتلونكي پارلمان به په ډيروهغوستونزوبري ومومي چي تراوسه دولتي اداره نه ده توانيدلي ترڅودغوستونزوته دحل اساسي اولازمي لاري ومومي
 زموږ جګړه ځپلي ولس له خپل دولت اوپارلمان نه يوه غوښتنه لري هغه دولس دسوكالي اوآرامي لپاره كاركول دي له همدي امله يي درايوپه صندوقونوكي خپلي رايي اچولي اوخپل دنظروړكانديدانوته يي خپله رايه وركړي ده ،دهمدي رايي په وركولوسره ولس له خپلونماينده ګانواواستازونه دخدمت هيله لري ،په پارلمان كي دخلكو داستازوملي اوتاريخي دنده ده ترڅودهيواددبيوزلوولسونودخدمت په لاره كي په پوره ايمانداري اوصداقت سره له هيڅ رازخدمت كولواوتيريدني نه ډډه ونه كړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery