مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ولسي جرګې په ټولټاكنو كې د خلكو ونډه

ګل آغا احمدي وردك
 ګل آغا احمدي وردك
 د روان كال د سنبلې د مياشتې په ۲۷ نيټه په ټول هيواد كې پارلماني ټولټاكنې په بريالۍ توګه سر ته و رسيدې او هغو ټولو انديښنو ته يې د پاى ټكى كيښود چې په دې هكله موجودې وې. خو يوه خبره چې د كورنيو او نړيوالو څارنكو پاملرنه يې خپلې خوا ته ور جلب كړې دا ده چې د اټكل خلاف په نوموړو ټولټاكنو كې د خلكو ونډه دومره زياته نه وه لكه چې تمه يې كيده بلكي داسې اټكل كيږي چې يوازې شپږ ميليونه رايه اچوونكو په ټولټاكنو كې خپله رايه كارولې ده . دا چې د پارلماني ټولټاكنو او ولايتي شوراګانو د ټولټاكنو په لړ كې د خلكو ونډه ولې كمه وه؟ دغه ليكنه نوموړې پوښتنې د ځواب د پيدا كولو هڅه كوي.
 د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو په ټولټاكنو كې د خلكو د لږ ونډې اخيستلو په هكله د لاندې احتمالاتو اټكل كيداى شي:
 لومړى: د كانديدانو په اړه انديښنې
 د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره دريو ډوله خلكو ځانونه كانديد او د سياليو ډګر ته را وتلي وو چې مومن ملت پال وګړي، پخواني كوماندانان او نا پيژندل شوې څيرې يې ګڼلى شو. د لومړي رديف خلكو په اړه بايد وويل شي چې د دې ډول كانديدانو شمير ډير كم وو او داسې سرشار امكانات يې په واك كې نه وو چې د خلكو تر منځ د خپل ځان د پيژندګلوۍ او خپلې اجندا د وړاندې كولو لپاره ترې كار واخلي بلكه يو لړ داسې محدودو تبليغاتو ته يې دسترسي درلوده چې د خلكو د زياتې پاملرنې په راجلبولو كې ډير اغيزمن نه وو.
 د دوهم رديف كانديدان داسې خلك وو چې په نږدې ماضي كې يې د وسلې، پيسو او فشار له لارې په ډول ډول نومونو او مختلفو شكلونو په سيمه ايزو خلكو خپله حكمراني تحميل كړې وه او د هماغه كړنو سلسله يې تر كانديدتوب پورې را وغزوله چې تبعا زيات هيوادوال ښه خاطره نه ځنې لري او د همدغه رديف خلكو زيات مالي امكانات په لاس كې درلودل او لري يې. همدې خلكو سره لدې چې ولس ته پيژندل شوې څيرې دي او د عمل په ډګر كې ليدل شوي خلك ګڼل كيږي خو بيا يې د خپلو ځانونو په اړه پراخ تبليغات وكړل څو خلكو ته ځانونه بې ګناه او خادم معرفي كړي.
 د دريم رديف كانديدان بيا داسې خلك وو چې پيژندل شوې څيرې نه وې بلكي تازه يې دې سلسلې ته زړه ښه كړى او د مختلفو مادي او معنوي امتيازاتو د لاسته راوړلو په موخه د ټولټاكنو د سياسي سياليو په ډګر ور ګډ شوي دي. دې ډلې د خپل انتخابي كمپاين په لړ كې داسې لويې لويې وعدې له خلكو سره كولې چې د كاري اجندا څخه يې بهر او يو ماشوم هم پرې پوهيده چې د ښاغلي كانديد موخه څه ده او آيا كانديد د هغه وعدو د سر ته رسولو وړتيا لري كه نه چې له خلكو سره يې كوي؟
 نو د غوره كانديدانو په هكله له خلكو سره د كره معلوماتو نشتوالى، د هغو كانديدانو ګډون چې په تيرو كلونو كې يې خپله حكمراني په خلكو تحميل كړې وه او د يوشمير داسې كانديدانو موجوديت چې د خلكو په منځ كې له ښه شهرت او زياتې پيژندګلوۍ څخه بې برخې وو د ډيرو شنونكو په آند د دې سبب شول چې په ټولټاكنو كې د ګډون كوونكو په شمير كې كموالى رامنځته او زيات خلك د خپلو رايو د استعمال څخه ډه ډه وكړي.
 دوهم: د ولسمشرۍ له ټولټاكنو څخه د خلكو تمه
 كله چې د ۱۳۸۳ هجري لمريز كال د ميزان په مياشت كې د ولسمشرۍ ټولټاكنې دايرې شوې نو د افغانستان زياتو وګړو په ډير شوق او رغبت سره په هغه كې ګډون وكړ. البته داسې ګډون چې د نړۍ زيات هيوادونه او ملتونه ورته حيران وو. بايد وويل شي چې له نوموړي پراخ ګډون څخه د افغانانو هيله دا وه چې ډير ژر به يې د ژوند په څرنګوالي كې مثبت بدلونونه رامنځته او د يوه روښانه راتلونكي سره به مخ شي. خو لكه څنګه چې د افغانستان خلكو او نړيوالو شنونكو تمه درلوده نو د هيوادوالو په ژوند كې د پام وړ، پراخ او مثبت بدلونونه رامنځته نه شول بلكي زياتو بنسټيزو غوښتنو ته يوازې د وعدو او ژمنو په وسيله ځواب وركول كيږي. له بلې خوا هغه وعدې چې د ولسمشرۍ د ټولټاكنو څخه مخكې شوې وې ډيرې كمې يې عملي شوي دي. له بل پلوه د هيواد په اداري چارو كې داسې بدلونونه رامنځته نه شول چې د هيوادوالو انديښنو ته روښانه او پريكنده ځواب ولري بلكي اداري فساد ورځ په ورځ د حكومت په ټولو ادارو كې د ورځې په اوږدو سره پراخوالى مومي. په همدې توګه هيوادوالو هيلې درلودې چې شايد د ژمنو سره سم حكومتي چارې او وزارتونه مسلكي خلكو ته و سپارل شي خو متاسفانه تر اوسه پورې سره لدې چې انتخابي حكومت لرو كارونه زيات د مصلحت له مخې اشخاصو ته سپارل كيږي او د وزارتونو په شمير كې هم داسې كموالى و نه ليدل شو چې د هيواد د راتلونكي په خير وي.
 همدارنګه د هيواد د آبادۍ او بيا رغولو چارې هم ډيرې په ټګنۍ توګه پر مخ درومي او څومره چې تمه كيده داسې و نه شول.
 پورتني دوه اساسي ټكي او داسې نور د دې سبب كيداى شي چې د ولسي جرګې په ټولټاكنو كې د خلكو ونډه كمه شي.
 د افغانستان خلك په هيواد كې د يوه اساسي او ريښتني بدلون غوښتونكي دي داسې مثبت بدلون چې د افغانانو هيلو ته يې غوره زيري په خپله لمنه كې راوړي وي او د آبادۍ په داسې يوه پسرلي يې ور ګډ كاندي چې په زرغونو او ښيرازه څپو كې يې د خوشحالۍ او نيكمرغۍ ګلونه سپړيدلي وي. كه خداى كول لرې نه ده چې هيواد به مو په نږدې راتلونكي كې د همداسې يوه روښانه پسرلي سره مخ كيږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery