دخپریدو نیټه : 2005-09-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
درنو هيواد والو يوه بله نوې ((ملي ضد توطيه ))
حبيب اله غمخور
دبي بي سي ويب پاڼي د تاجکستان لپاره دخپرونو په برخه کښي ديو تاجکي ورځپاڼه ليکونکې فخرالدين خال بيگ په قلم ليکل سوې مقاله خپره سوې ده .
مثلث فارسي : ايا اتحاد سه کشور فارسي زبان ممکن است؟
زه د مقالي شروع کټ مټ دلته را وړم : نورسلطان نظربایف، رئیس جمهوری قزاقستان اخيرا در اظهاراتی اندیشه تاسیس یک اتحاد جديد میان کشورهای آسیای مرکزی را مطرح کرده بود.
قزاقستان، ازبکستان و قرقیزستان سه کشور آسيای ميانه هستند که در طرح آقای نظربايف از آنها نام برده شده است.
آنچه که در طرح آقای نظربايف مشخص است، اين است که در این اتحاديه، "کشورهای ترک زبان آسيای ميانه" در نظر گرفته شده اند و به همين دليل نامی از تاجیکستان که فارسی زبان است، برده نشده است. اگر چنین است، پس آينده تاجيکستان در اتحاديه های منطقه ای چگونه می تواند باشد؟ بسياری بر اين باورند که همگرايی سه کشور فارسی زبان منطقه، يعنی ايران، افغانستان و تاجيکستان، يکی از بهترين راههای ايجاد يک اتحاد منطقه ای جديد با توانايی های بالقوه است.
داچي تر کي ژبي هيوادونه پخپلو کي يو فدراسيون جوړوي په موږ پورې اړه نلري .مهمه داده چي ليکوال دفارسي ژبوددريو هيوادو لکه ايران ،افغانستان او تاجکستان داتحاد او يووالي پر تاريخي پس منظر او راتلونکي باندي ځغلنده تبصره کړېده ، په دغو حساسو شيبو کي دداسي ليکنو را جوتيدل او په مطبوعاتو کي داسي را څرگنديدل چي هلته دنظر دورکولو غوښتنه سوې ده . د افغانانو سره يو لړ سوالونه پيدا کوې . ځکه وايي مارخوړلۍ له توري رسۍ نه هم ډاريږې . دامهمه نده چي هلته به لوستونکي خپل نظر څرگندوي ،ډيرو دا يو نوۍ زيرۍ بللي او خوښي يې ښکاره کړې ده خو دا دهر چا حق دۍ چي خپل نظر څرگند کړي . دپام را گرځونې او مهمه ددغي مقالي دوخت اوزمان ټاکل او دهغه څخه استفاده کول دي .
پدې دريو کلونو کي يو لړ هغو کسانو چي دواړي پښې يې په يو موزه کي اچولې دي او وا يي (( مرغ ما يک لنگ)) دارد، په عجيبو غريبو دلايلو تالاښ کوي چي زموږ هر څه او ټول علمي فرهنگي افتخارات په ايران پوري وتړي . دا ډول کسان دافغان دنامه سره په نفرت لرلو سره حاضر دي هر څه تر ايران قربان کړي . هغو له بده مرغه دا هيره کړېده چي زموږ دهيواد په تاريخ کښي هر عالم ،ليکوال ،شاعر ، اديب او انځور گر په هره يعني پښتو او دري ژبو اثار پرې ايښي دي او يا يې اوس انځوروې دا ټول دافغان ولس پخواني او اوسني افتخارات دي چي واک يې يوازي او يوازي دافغان ولس پلا س کښي دۍ . افغان ولس تاريخي مسوليت لري هغه دسترگي دکسي پشان وساتي دا دژبو او قومونو افتخارات نه بلکه دافغان ولس وياړني دي .
په همدي اساس ډيرو لوستونکو ته ددي مقالې نشر تصادفي نه برېښي ! زه يې اوس دلته رالنډوم په راتلونکي کښي به وگوروچي څه کيږي . مگر زموږ دهيواد ديوه غښتلي ،سرغندويه او پر افغانستان مين تاريخ پوه ،ليکوال او څيړونکي ډاکتر سيد خليل الله هاشميان صاحب هغه ليک چي په امريکا کښي يې د ((مردم افغانستان ))په نامه مشهوري درې اونيزي خپروني ته ليږلۍ او دهغي خپروني مدير ښاغلي رحيم وحدت صاحب هم دهمدغي خپورني د 91 گڼي په 13مخ کي نشر ته سپارلۍ دۍ تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوم ،تر څو ستاسو سره لومړنۍ درک پيداسي چي خبر څه ده ؟ او دکومه ځايه راشروع سوې ده ؟ .
پدې هليه چي د((مردم افغانستان )) مسول مدير او پياوړۍ ژورنالست وحدت صاحب داستاد سيد خليل الله هاشميان وړانديز ته مثبت ځواب ووايي اودواړي مقالي زموږ دهيواد والو دخبر تيا لپاره نشر ته وسپاري .
برادر محترم آقاي رحيم وحدت !
حتما خبر داريد که سه کشورترک زبان در مجاورت با افغانستان کنفدراسيون ترکستان بزرگ را تاسيس نمودند.دولت ايران با ستفاده از فرصت ،کنفدراسيون کشورهاي فارسي زبان را تحت عنوان ((ايران بزرگ)) پيشنهاد کرده وقرار است زعماي سه کشور در آينده نزديک بالاي اين ابتکار ايران ببينندوصحبت کنند.
ما افغانها از تا سيس فيدراسيون ترکستان بزرگ بخوبي و رواداري استقبال ميکنيم ،چون کشور هاي مذکور تا اين اواخرکه امپراطوري شوروي تجزيه نشده بود،هويت سياسي وملي نداشتند . اما افغانستان از دوهزار سال به اينطرف هويت سياسي وملي داشته وضرورت بيک هويت جديد ندارد.
يکعده هموطنان ماکه طرفدار اين نظريه ميباشند،بارتباط همين کنفدراسيون مجوزه مقالاتي بدست نشر داده اند،از انجمله است مقالۀ هموطني بنام دکتور پرويز که من انرا نميشناسم ،ولي مقالۀ او به تشويق داکتر رهين در کابل تکثير شده تا براي کنفدراسيون مجوزه ذهنيتي مساعد توليد کنند . من بايجاب مسلک خود چگونگي اين موضوع را با ارئه اسناد تاريخي تشريح کرده ام ويک نخسه آنرا با نقل مقالۀ دکتور پرويز خدمت تان ميفرستم ،باميد اينکه هر دو مقاله را بدقت بخوانيد . تصميم مربوط به نشر يا عدم نشر آن در جريدۀ وزين مردم کاملا بخود شما مربوط است . باتقديم احترامات دکتور سيد خليل الله هاشميان او دهغه لاسليک
پدي هيله چي افغانان دپرديو دسياسي حوسونو ښکار نسي او ددي مورنۍ خاوري دسپکاوي او خرڅلاو نه لاس په سر سي . هر چاته خپل وطن کشمير دۍ .
حبيب اله غمخور