دخپریدو نیټه : 2005-09-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غير رسمي ارزيابي کانکور او تعصب ځپلي پښتانه
ګل اغا احسان-کندهار
ګل اغا احسان-کندهار
د افغانستان د پوهنيز يون سلنه د نړۍ په سطحه د بيخي هيڅ لامل بيا هم همهغه د دريو لسيزو ميرات مړى تعصب-تعصب او تعصب وو او دى؛ او ددې تعصوبيزو تېريو ښکار په سيمو کښي زياتره پښتانه او پښتني سيمي دي؛ خو بيا هم ددې هرڅه سره-سره اخر پښتانه هم يو څوک دي ....!؛ او په دې حساسو وختو کي ئې د خپلو حقوقو دفاع کړې او کوي به يې.
په افغانستان کي لا اوس هم د دريو لسيزو را وروسته ژبني، نژادي، قومي او ......تعصوبونه پر هر ډګر فعاله ونډه لري؛ چه د نورو ډګرونو تر څنګ ئې د پوهني او معارف هغه هم سخت ځپلى دى؛ کنه څه ډول له تخاره چه د کندهار د يوې غټي ولسوالۍ په کچه دى د ۱۵۰۰ يو نيم زر په شاوخوا کښي او له کندهاره څخه چه د هيواد د لويو ښارونو څخه دى د ۱۵۰ يونيم سل په شاوخوا کښي د کانکور فارغين کاميابه کيږي؟!؛ دا يواځي په کندهار نه بلکي په زياتره پښتني سيمو کښي دا ډول درغلي سوې ده؛ او د اړوند وزارت په کچه ئې د ( ولي؟؟؟ ) ځواب ته بس همدا يوه خبره تر اوږو نيول سوې چه (( د پښتنو خو د کانکور ميتود ندى زده....)) دا خبره به تر يو ځايه پر ځاى وي؛ خو نو پښتانه د کانکور ميتود په مريخ کښي زده کړي او بيا راسي ازمووينه ورکړي...؟!؛ خو ددې پر ځاى چه دولت او اړوند وزارت په دې اړه اړين ګامونه اوچت کړي، دادى له نېکه مرغه همدا تعصب ځپلي پښتانه دا ګام په خپل نوښت اوچتوي او د رسمي کانکور په کچه د غيررسمي ارزيابي کانکور په نامه خپل نوښت ته د عمل جامې ور اغوندي .
غيررسمي ارزيابي کانکور به د رسمي هغه په کچه يواځي د رسمي کانکور په ځانګړې اماده ګۍ کښي د ګډون کوونکو سره هر اړخيزه پوره مرسته کوي؛ د غيررسمي ارزيابي کانکور نوښت له وردګ ولايت څخه د يو شمېر هڅاندو ځوانانو په ځانګړې پاملرنه او هيوادنۍ مينه ولاړ دى، د غيررسمي ارزيابي کانکور پروسه به تر نورو ورته ځپل سويو سيمو پوري د دولت په همکاري او د پروسې د ښاغليو په شخصي لګښت غځيږي، ددې پروسې د ښاغليو شمېر د ۲۰ شلو په شاوخوا کښي دى؛ ددوي د ملګرو څخه د ښاغلي انجينر محمدخالد (د کندهار پوهنتون د انجينرۍ بوهنځۍ د دوهم کال محصل) په وينا ((غير رسمي ارزيابي کانکور به نور دولت او ... ته د درغليو هيڅ ځاى ځکه پرې نه ږدي چه؛ د درغليو د تر سترګو کېدو پر مهال به د دوي د ازمووين-پايلو څخه اړوندي پايلي د دولت د اړوند ازمووين-پايلو سره مقايسه کيږي.....او په نتيجه کښي به د درغليو مخه نيول کيږي او د ځپل سويو حق به نو نور را خوندي کيږي....))
غيررسمي ارزيابي کانکور په دولت او هيڅ ډول ارګان پوري تړاو نه لري، موخه ئې يواځي او يواځي د رسمي کانکور په وړاندي د زده کوونکو پياوړې اماده ګي ده او په ګډون کښي ئې هر ډول (د ۱۰، ۱۱، ۱۲، ... ټولګيو فارغين) ګډون کوونکي خپلواکه دي د نوم ثبتولو نېټه : دوشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د تلې ١١ څخه تر پنجشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د تلې ١٤ او د ازموويني نېټه جمعه د ١٣٨٤ لمريز کال د تلې ۱۵، او کولاى سي چه د همکارۍ په ډول يواځي د ۲۰۰ دوه سوه افغانيو په مقابل کښي د ګډون کارټ تر لاسه کړي؛ دا ځکه چه له يوه لورى به ئې له دې پروسې په پياوړتيا کښي مرسته کړې وي او له بل لوري به ئې د پروسې ژوند ته لا بقا بخښلې وي؛ ګډون کوونکي په دې اړه په سهيلي سيمو کښي د اړونده سيمو د پوهني د رياستونو او اړونده سيمو د مرکزي لېسو څخه اړوند مالومات تر لاسه کولاى سي.
پاته دي نه وي چه په دې پروسه کښي د نارينه ګډون کوونکو تر څنګ ښځينه هغه هم په ځانګړي ډول ورته ګډون کولاى سي.
د ۱۲ دولسو او ۱۴ څوارلسو کلونو زده کړو وروسته د مسلکي هغو په وړاندي د ازموويني ځانګړې، ستره او وصلوونکې کرښه همدا کانکور دى چه د تيرو زده کړو مثبتي پايلي د نويو هغو په لوري وصلوي؛ او وخت ئې په وړاندي طلائي حيثيت لري.