دخپریدو نیټه : 2005-09-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
“ څه چي يې غوښتل خداي ورکړل (خو د پښتنو په رايو) ”
ډاکټر يونس خوږياڼی - اوسلو ( ناروې )
ډاکټر يونس خوږياڼی - اوسلو ( ناروې )
په دې تېرو څو مياشتو کې د افغانستان د جمهوري حکومت له لوړو چوکيو څخه پښتانه پوهان يو په بل پسې لرې کيږي . دا چې دوی په خپله خوښه چوکۍ پريږدي او که دې ته مجبوريږي، دا نو خدای اودوي ته پخپله ښه معلومه ده، خو يوه خبره د پام او سختې انديښنې وړ ده چې د پښتنو منلي او علمي شخصيتونه ګوښه کيږي او په ځاي يې يا ضعيف پښتانه راځي او يا خو ميراثي . . . . .٠
دجمهوري حکومت په پيل کې د اسيا منلي علمي شخصيت او اقتصادي تراتيژست ډاکټر اشرف غني احمد زي د کرزي له خوا ګوښه کړاي شو.
دکورنيو چارو وزارت مرستيال شاه محمود مياخيل استعفا ته اړ کړاي شو،
د مالي وزارت تکړه مرستيال غلام جيلاني پوپل صاحب نظر انداز شو،
-
دکورنيو چارو وزا رت وياند او د جنګ سالارانو پر ضد غږيدونکي لطف الله مشعل له مخې ا خوا شو او چيرته بهر وليږل شو.
د سوداګرۍ وزارت مرستيال فراهي استعفا ته مجبور کړاي شو.
اوس دادي دهيواد بله هستي او تکړه سيا ستوال او امنيتي ماهر ډاکټر علي احمد جلالي هم ګوښه کيدو ته مجبور شو. هسې خو جلالي صاحب په ظاهره واي چې پخپله خوښه روان دي، خو جلالي ته نږدې کړيو دا خبره په وار وار کړې چې د چارو پر مخ بيولو کې هغه څومره ستونزې لرلې . .!!
مارشال فهيم چې د دفاع له وزارته لرې کېدو، څو مياشتې ورته کرزي او خليلزاد زارۍ وکړي خوهغه نه منله او د کودتا (مقاومت پنجشير) دړکې به يې ورکولي.
خو نن يو پښتون وزير پخپله خوښه له مقام او منصب نه لاس اخلي . دا وړه خبره نه ده، دوي پوهيږي چې دلته د پښتون ملت او کلتور په ضد څه ناځوانې دسيسې روانې دي، دوي د پښتنو پر ضد دسيسي نه شي زغملاي، پکار ده چی دوي مقاومت کړي وي خو مقاومت هم په تش لاس نه کيږي، مليشې غواړي، ايراني او روسي مرسته غواړي او دمقاومتيانو غوندي متحد قام غواړي .
که د پښتنو دخوب او غفلت دا شرمونکې ا و زپونکې لړۍ همداسې روانه وي، ډېر ژر به ښه تراخه زيري واوري . هلته به خبر شې، چې تالو جبې له ور شې .
کرزي بيچاره خو ملامت نه دی، هغه چی له خدايه څه غوښتل هغه خداي ورکړل (خو د پښتنو په رايو)
هغه نور نه څه غواړي او نه نوره مبارزه کوي .
وای د پښتون قام په حال!! وای د هغو پښتنو نيکونو په هڅو چې دې نا ځوانه لمسيانو ته يې دا هيواد ګټلي او ساتلي٠ چې اوس ېی ترې نه ددوست په جامه کې پټ دښمنان لګيا دي وړي او دوی ورته غټو غټو ګوري . .!!!!
پريږده چې خړ سيلاب مې يوسي
په لامبوزن (جانان) به ډيره نازيدمه