دخپریدو نیټه : 2005-10-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
کانديدانو کمپاين وکړ خو ښارونه يي بدرنګ پرېښودل
ګل آغا احمدي وردك
ګل آغا احمدي وردك
د کندهار ښار د شهيدانو چوک د ولسي جرګې تر ټاکنو مخکي او وروسته
زموږ ژوند د زمانې په داسې يوه عجيب او غريب واټن كې قرار لري چې كه له يوې خوا خپل راتلونكي ته هيله من يو او د هغه كاروان په لاره ځان برابروو چې د ژوند په برياليو پړاوونو كې مزلونه كوي خو له بلې خوا له يو شمير داسې ناخوالو سره مخ كيږو چې زموږ د هيلو د كاروان خوبونه پيكه كوي. سره له دې چې نا اميدي د ژوند په هيڅ يوه پړاو كې ښه نه ده او نه بايد انسان د خپل ژوند په چارو كې ورته اجازه وركړي خو له دې سره سره د ځينو ناخوالو په ليدلو سره سړى له حده ډير خفه كيږي.
كه يوه هيواد له عامو وګړو څخه د ځينو سرغړونو نمونې وليدل شي نو د زغملو وړ ځكه وي چې د سواد كچه يې ټيټه او په چارو كې د زيات معلومات له شتون څخه بې برخې وي نو بيا خو ګيله په كار نه ده خو نن ورځ داسې ليدل كيږي چې عام وګړي د ژوند د قانون په چوكاټ كې تر ډيره بريده په ښه توګه حركت كوي او ډير ژر د مثبتو بدلونونو پلوي كيږي. خو له بده مرغه خبره ټوله د ټولنې د داسې طبقې اشخاصو ته متوجه ده چې زياتره يې د نسبي پوهې څخه برخمن، د اولس زيات مادي امكانات يې په لاس كې او د ملت د مشرۍ دعوه داران دي. نن ورځ زموږ په ټولنه كې هم له رشوت، اداري فساد او هراړخيزې ورانۍ څخه را نيولي بيا تر يوې معمولې سرغړونې پورې زياتره د همدې طبقې وګړو له خوا تر سره كيږي او نه غواړي چې دخپلو څو سطحي او شخصي ګټو څخه تير شي او د افغانستان وګړي په بشپړه توګه د ژوند د يوه بريالي قانون غيږې ته ورشي.
د دې ناخوالو څخه يوه هم د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو په ټولټاكنو كې د عكسونو د نصبولو موضوع ده او په دې هكله په ډيره بې پروايۍ هغه څه پيښ شول چې له لومړۍ ورځې څخه يې اټكل كيده، د هيواد پلازمينه او هغه د ګوتو په شمير څو ښارګوټي يې د سختې چټلۍ سره مخ كړه چې د خونړۍ كورنۍ جګړې د ظالمو توپونو مرميو يې ديوالونه ټپي ټپي كړي دي.
د عكسونو د نصبولو په اړه بايد وويل شي چې له هماغه لومړۍ ورځې څخه كانديدانو د هيڅ راز اخلاقي او ملي قانون پلوي و نه كړه او نه هم حكومت په دې اړوند يوه داسې پريكنده، قانوني او عملي تګلاره ورته په ګوته كړه چې كانديدان يې پلوي وكړي. بلكي هر چا په خپل واك د خپل زړه د غوښتنې سره سم له ښه ډير او ظالم سريښ سره يو ځاى د ښار په هغو ځايونو خپل عكسونه نصب كړل چيرې چې د نوموړي كار شونتيا ليدل كيده او د دې غم ورسره نه وو چې د دې لويې چټلۍ او د هغه د پاكوالي مسئووليت د چا دى؟
متاسفانه د كانديدانو د عكسونو د نصبولو له كبله د كابل ښار او د هيواد د ټولو ښارونو بڼه چې پخوا هم چندانې ښكلې نه وه له بد څخه بدتر شوې ده او د ښارونو د ودانيو تقريبا ټول ديوالونه، دروازې، ونې، د بريښنا ستنې كانتينرونه، چټل دانۍ، د سوداګريزو اعلانونو لوحې، ژوبڼ او پر هغو ټولو محلاتو باندې رنګارنګ او څيرې څيرې عكسونه لګيدلي دي چې ښاغليو كانديدانو پرې سريښ كړي دي. په دې هكله كه خپله كانديدان او حكومتي ادارې د يوه مشترك او بيړني پريكنده پروګرام په ترځ كې د ښارونو د پاكوالي لپاره لاس په كار نه شي نو اټكل كيږي چې د چټلۍ اغيزې به يې تر راتلونكيو پنځو كلونو پورې و غزول شي.
لازمه خو دا وه چې په دې هكله تو ټولو لومړۍ خپله كانديدان د ښارونو د پاكوالي له پاره لاس په كار شوي واى او د خپلې ملې وجيبې له مخې يې د ښارونو د ښارواليو سره د يوه ګډ تفاهم له لارې دا كار سر ته رسولى واى كه يې فرضا د خپلو عكسونو د چاپ او نصبولو لپاره لږ تر لږه ۵۰۰۰۰ افغانۍ لګولى په داسې حال كې چې زياتره كانديدانو خو شايد په لكونو افغانۍ پانګه لګولې وي نو چې هر كانديد يوازې ۵۰۰۰ افغانۍ له خپل هيواد سره د مينې، پاكوالي او خدمت په موخه د خپلو عكسونو د بيرته لرې كولو لپاره لګولې واى نو نن به مو د هيواد ښارونه د دې پيچلې ستونزې سره مخ شوي نه واى او نه به د ښارونو بڼه په داسې توګه چټله شوې واى. همدارنګه هغه مهال به بيا د افغانستان وګړو منلې واى چې رښتيا هم كانديدانو هيواد ته د خدمت په موخه انتخاباتي كمپاين ته زړه ښه كړى او دا چې د خپلو عكسونو له چټلۍ څخه يې ښارونه پاك كړل د خپلې هيوادنۍ مينې يوه غوره او لومړۍ نمونه يې څرګنده كړه.
خو په ډير تاسف سره يو ځلې بيا بايد وويل شي چې نوموړى كار د كانديدانو له خوا تر سره نه شو او نه هم د هغوى له خوا په دې اړه د ريښتنې هيوادنۍ مينې بيلګه وليدل شوه. په دې اړوند د كابل ښاروالۍ د چارواكو له خوا ځينې څرګندونې شوې دي چې د دې كار د سر ته رسولو لپاره يې نوې پانګه او مرسته غوښتې او ګيله يې كړې ده چې هيڅوك ورسره مرسته نه كوي چې ګواكي عكسونه پرې پاك كړي نو په دې اړه يې د نوو مرستو او پانګې غوښتنه كړې ده. بايد وويل شي لكه څنګه چې لازمه وه كابل ښاروالۍ او اړوندو حكومتي ادارو د ټولټاكنو څخه د مخه په ښه توګه خپله دنده سرته نه ده رسولې او نه يې په ښكاره او جدي توګه كانديدانو ته د عكسونو د لګولو ځايونه په نښه كړي او نه يې د يوه قانون له مخې په دې اړوند پراخ تبليغات او لارښوونې كړې دي. لازه خو دا وه چې د كابل ښاروالۍ په كابل كې يوازې د ګوتو په شمير ځايونه په نښه كړي واى او كانديدانو ته يې په جدي او ريښتنې توګه د ټولټاكنو د كمسيون دګډ دفتر له خوا اعلان كړى واى چې يوازې په هماغو محدودو ساحو كې د عكسونو د نصبولو حق لري او كه چيرې كوم كانديد په بل ځاى كې عكس نصب كړي نو د كانديدانو له كتار څخه ايستل كيږي او نوموړى بنسټ په ټول هيواد كې پلى شوى واى. متاسفانه د كابل ښاروالۍ اوسنۍ څرګندونې داسې مثال لري لكه په پخه ډوډۍ كې چې خالونه وهې او يا تر ورخ تيرې اوبه بيرته را ګرزوې. په هر صورت د كابل ښاروالۍ فكر كوي چې بيا دادى د ميلو وخت را و رسيد او داسې يوه غوښنه پروژه د دوى مخې ته راغله چې هيڅ ډول حدود نه لري بلكي د دوى په آند څومره يې چې پراخه كوې نو هومره شونتيا يې ليدل كيږي. كابل ښاروالۍ غواړي چې د دې پروژې په هكله نوى پروپوزل تيار كړي، په انګريزي ژبه يې و ژباړي، د كابينې مجلس ته يې وړاندې او د نړيوالو مرستندويو اړخونو له خوا پرې د منظورۍ موافقه ترلاسه كړي. د پروژې تر منظورۍ وروسته هغه د ښاروالۍ د چارواكو لپاره د يوه ښې درندې برخې سره يو ځاى بيډنګ ته وړاندې او د بيا رغونې يوې داسې ان، جي، او يا شركت ته يې و سپاري چې د پانګې يوه وړوكې برخه په اړوندو چارو او نوره پانګه د موسسې په دفتري او جيبي مصارفو و لګول شي. د پروژې ژوره مطالعه، د پلان جوړول، د وسايلو برابرول، د تخنيكي مسايلو څيړل او داسې نورو اړوندو كارونو سر ته رسول حد اقل دوو كلونو ته اړتيا لري او بيا به د دوو كلونو په جريان كې اړوندې چارې سر ته رسيږي او د بودجې د كموالي امكانات خو سل په سلو كې بايد په نظر كې ونيول شي چې د ښاروالۍ له خوا به يې بيا بيا كابينې او دولتي چارواكو ته وړانديز كيږي. اوس دې نو ګران لوستونكي پرې غور او قضاوت وكړئ چې څومره وخت او امكاناتو ته په دې هكله اړتيا شته ده؟
د دې ستونزې د آسانه او عملي هواري لپاره لاندې وړانديز كيږي چې د ښاغليو كانديدانو، د ټولټاكنو د سمون د ګډ دفتر او حكومتي چارواكو پاملرنه ورته را اړوم.
لومړۍ: په ټول هيواد كې دې له ټولو كانديدانو څخه په رسمي او شريفانه توګه غوښتنه وشي لكه څنګه چې يې عكسونه نصب كړي په همدې توګه يې بيرته پخپله او د خپلو پلويانو په لاس د دوو ورځو په اوږدو كې د پلازمينې او ټول هيواد له ښارونو څخه پاك كړي او نوموړى كار دې د يوې داسې اسلامي او ملي وجيبې له مخې تر سره كړي چې خپل خداى، هيواد او خلكو په وړاندې يې د مسئووليت احساس كوي.
دوهم: په رسمي توګه دې له ټولو كانديدانو څخه غوښتنه وشي چې حد اقل پنځه پنځه زره افغانۍ دې له خپلو اړوندو ښارواليو سره مرسته وكړي څو د دوى خپل نصب شوي عكسونه له ديوالونو او نورو ټولو ځايونو څخه د يوه ګډ او بيړني عملياتي پروګرام په لړ كې په يوه او يا دوو ورځو كې له ټول هيواد څخه پاك كړي.
دريم: كه محترم كانديدان له ياد شوو وړانديزونو سره موافقه نه څرګندوي او يا په دې اړه له زياتې سستۍ او لټۍ څخه كار اخلي نو د ټولټاكنو د سمون ګډ دفتر او حكومت دې د يوې ګډې پريكړې په نتيجه كې داسې اعلان وكړي: تر څو پورې چې د كانديدانو يو عكس د هيواد د ښارونو په كومه څنډه كې پاتې وي نو د ټولټاكنو پايلې نه اعلانيږي او هله به د رايو نتيجې اعلان شي چې په بشپړه او ريښتنې توګه عكسونه د هيواد د مركز او ولايتونو له ټولو ښارونو څخه پخپله د كانديدانو او د هغوى د پلويانو په لاسونو پاك شي. بيا به و ليدل شي چې عكسونه په څومره وخت او څومره بيړنۍ توګه له ښارونو څخه پاكيږي؟
د كانديدانو د عكسونو نصبولو د هيواد د مركز او ولايتونو ټولو ښارونو ته سخته بدرنګي او چټلي ور په برخه كړې او يوه لويه ستونزه يې رامنځه كړې ده چې په ټوليزه توګه د ښار د ودانيو ټول ديوالونه، سوداګريزې او ترافيكي لوحې، د بريښنا ستنې، ژوبڼ او ټول هغه ځايونه يې پرې چټل كړي چې د عكسونو د نصبولو شونتيا پرې ليدل كيده.
نوموړى كار اوس په يوه لويه ستونزه او بدرنګۍ بدل شوى. هيڅوك ځان پرې پوره مسئول نه ګڼي او نه داسې اړخ شته دى چې څوك ورته د انتقاد ګوته و نيسي. په همدې توګه له عكسونو څخه د پاكوالي هيڅ راز ريښتنى او عملي اقدام نه تر سترګو كيږي. په دې اړه د ښاروالۍ وړانديز يو بل خنداوره او غير عملي كار دى چې ګواكي د عكسونو د نصبولو د مخه يې څه توره وكړه چې اوس به يې د پاكوالي لپاره وكړي. لازمه خو دا وه چې د دې ستونزې مخنيوى د انتخاباتي كمپاين د پيل څخه د مخه شوى واى. د نوموړې ستونزې بيړني حل ته د اړوندو اړخونو او كانديدانو له خوا سخته اړتيا ليدل كيږي او بايد نوموړې ستونزې ته د يوه بيړني او پريكنده اقدام په وسيله ځواب وويل شي چې يوازې حكومت د دې پريكړې وړتيا لري او نوموړې مقالې د غوره اقدام لپاره څو محدود او ساده وړانديزونه ورته وړاندې كړل. كله چې په دې اړه د ښاروالۍ د محترمو چارواكو له خوا په يوه لويه پيمانه د مالي او تخنيكي مرستو د وړانديز اعلان كيږي نو سړي ته هغه متل ور په زړه كوي چې: ( پكه دا دې لا بله سپكه)..