ښاغلي بابر او حميدګل ته سر خلاصې وينا
دواړو ښاغليو بابر صاحب او حميدګل سر او غوږونه مو په دې ښه خلاص او سترګې مو پر دې ښې روڼې اوسه چې نن دی که سبا د افغانانو د سختې محاسبې سره مخ کېدونکي ياست ٠ تاسو دواړو د پنجابي استعمار د پايښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او لر و بر افغانان مو له تېغه تېر کړل ٠ که خدای وکړل هغه ورځ لېرې نه ده چې يوه ورځ به د خپلو کړو وړو يعنې اعمالنامو سره په محکمه کې ولاړ او د خپلو ټولو کړو جنايتونو حسابي به ذره په ذره ورکړئ ٠ دا يوه ملي محاسبه ده چې له تاسو سره کېدونکې ده او ځواب يې درنه غوښتونکی دی ٠ حق ړومبی وي که وروستی منځته راځي ، هسې د پنجابي استعمار لپاره بېځايه او بې مسوليته اوتې بوتې له خولې مه وباسه ٠ دا هرڅه درپسې ليکل کېږي او حسابېږي او هسې بېځايه په شهيد سردار محمد داؤد خان باندې دروغ مه وايه چې دا دې پخپله ښکاره دروغ او د دعوی رد ثابتوي ٠ دا خو خوا ډاکټر نجيب الله ته هم وړل شوې وه چې پرې امضا شي ليکن هغې دا کار ونه کړ او نه يې اصولا او مسووليتا دا کار کولای شو ځکه چې هغه خو د ملګرو ملتونو په دفتر کې نظربند وو او واک يې هم نه درلود٠ ايا دا کار د ټولو بين المللي اصولو سره برابر دی ، نه هېڅکله نه ، چې سر يې پرې هم کښېښود ٠ اګر چې د جهاد په دوران کې ډېری افغانان يې ايډيالوژيکي مخالف وو او زه هم وم او يم ٠
تاسو ولې هغه نه يادوئ چې دا مساله له ډاکټر نجيب الله حل وفصل شوې او يا پرې خبرې اترې شوې دي ځکه چې بيا خو په اصولي لحاظ پاکستان د هغې قصدي قاتل ګرځي او ځواب به يې ټول پاکستان ته د بين المللي اصولو له مخې ګران وي ٠ ړومبی وي که وروستی دا مساله به روښانه کېږي او ځواب يې پاکستان ته ګران دی ٠ نه يوازې دا چې افغاني اصولو ته يې په ډېره سپکه سترګه کتلي ، بلکې د ملګرو ملتونو په حريم يې مستقيما تېری کړی چې دا پخپله د ټولې نړۍ سپکاوی يې کړی دی ٠ هغه د ملګرو ملتونو پورې اړه لري چې په دې هکله ورسره څه معامله کوي .
د کشمير مساله هم همداسې ده هلته خو د هندوستان سره خبرې کوي چې بايد دواړه خواوې پرېښوول شي چې له چا سره يوځای کېږي او که نه او که ځانته خپله يو ازاد او خپلواک دولت جوړوي ٠ د هندوستان له وېرې خو په ښکاره کلمه نشي ويلی او اوس هغه دی دواړه خواوې دېته راضي شوي چې د تګ وراتګ د کلونو کلونو بنده لاره يې سره خلاصه کړه او خوشاليانې يې سره وکړې ٠ که د اصولو او ميراث له لحاظه وي خو هغه دی چې دواړه ځايونه د انګليسي استعمار نه ورته په ميراث پاتې دي ٠ هلته په کشمير کې له هندوستان سره خبرو ته لېواله دی د کشميريانو په سراو له موږ سره نه ٠ مانا دا چې دا يې ښکاره له موږه سترګه نه سوځي ځکه چې په افغانستان کې يو قوي باثباته حکومت د هندوستان غوندې نشته ٠ اوس چې يو حکومت منځته راځي په خولې خو وايې ، خو له زړه يې يو الله خبر دی چې حتی ښاغلي مشرف خو خپل ځان تر امريکې ښاغلي بوش ته هم ورسولو ٠ هغه هم په دې هيله که وکولی شي چې ښاغلی بوش له ځان سره ملګری کړي او يا يې اقلا دېته روادار کړي چې د ولسي جرګې د ټاکلو پر وخت د افغانستان د امنيت د خوندي ساتلو په خاطر اغزن تار د پولې په اوږدو کې وغځوي ٠ ولې دا کار خو بې له دې هم کېږي چې طالبان کښېنوي او ورته وسله ورنه کړي ٠
ساده ګي خو په دې کې ده چې دا کار خو دوې مخکې ولې نه کاوه ؟ لومړی دا چې دا پخپله ښيي د پاکستان سياسي پوهه د هندوستان او د افغانستان په پرتله له نشت سره برابره ده ځکه چې د دوې سياسي هويت خو لا تراوسه تر شپېتو کلونو نه رسي او افغانان خو له دې لوبو سره په پېړيو پېړيو اشنا دي او ډېرې سړې ګرمې يې د تاريخ په اوږدو کې له يوناني مقدوني رانيولې تر وروستي شوروي پورې چې حتی د نړۍ تر ټولو لوی قوت برېتانيا پکې دړې وړې شوه او تر نن ورځې پورې لا پوره په پښو نشي ودرېدلای ٠
دوېم دا چې اوس يې غوښتل چې په داسې حساس وخت کې د افغانستان حکومت له داسې خوګې ګوتې ونيسي چې ګوندې په اسانۍ سره خپل دغه شوم هدف لاس ته راوړي ٠ دا د دوې ډېره ساده ګي يا هوښياري ده چې نور څوک نه پوهېږي او د ماشومانو لوبې يې شروع کړي دي ٠ هر څوک په دې پوهېږي چې شپه شپه ده او ورځ ورځ ده ٠ پاکستان بايد نورې دوستانه لارې چارې ولټوي چې دواړو خواو ته په ګټه وي او سياسي پايښت يې هم پاتې شي ٠ په افغانستان کې د طالبانو او په کشمير کې د کشميري بېلتونپالو په روزنه مسايل نه حل کيږي ٠ پاکستان بايد د خپلې اسلامي روحيې له امله هم له داسې معاملو نه لاس واخلي او د اسلامي ورورولۍ لاره خپله کړي او همدا يې د حل يوازېنۍ لار ده چې خلک خپلې خوښې ته پرېښوول شي نه دا چې کله يوه پلمه او کله بله پلمه ٠ علامه اقبال د وخت ريښتينی پوه او شاعر پخپل شعر کې ورته اشاره کړې ده او د افغان ملت عظمت او شهامت موجوديت يې د وخت ضرورت بللی ٠ رښتيني طالبان چې زموږ يو تن او وجود دی د خپلې اسلامي او ملي روحيې په اساس د داسې سياسي پيچلو مسايلو سره اشنا اوسي داسې نه چې د سپېڅلې اسلامي روحيې په پلمه د نورو سياسي شومو هيلو ښکار شي چې دا به ورته په تاريخ کې معاف نه شي ٠
طالبان بايد پوه شي چي پاکستان په هېڅ يو بين الملي اصولو دا حق نه لري چې د يو مملکت دېپلومات دې يو بل بهرني هېواد ته لاس تړلی وسپاري ٠ هغه که طالب هم وو خو د همدوی د لاسپوڅي رژيم نماينده وو او هغه ديپلوماتيکې چارې مخې ته وړلې نه نظامي ٠ فلهذا د يو هېواد دېپلومات ورکول بل ته تراوسه هېڅ اصول نشته ٠ چې همدا اوس تازه هغه دی له بنده د افغانستان د فعلي حکومت په مرسته او همکارۍ راخلاص شوی ٠ که هغه يو جنګي مجرم وای بايد تراوسه هملته پاتې وای ٠ هيله ده چې ټول طالبان د ملا عمر په شمول په داسې مسايلو کې له سره غور وکړي او د سولې او مفاهمې لاره خپله کړي او نور هېچا ته اجازه ورنه کړي چې مو د خپل وطن د ورانولو او د ملي هويت د بربادولو لپاره تشويقوي بايد خپل دوست او دښمن وپېژنو ٠
د مرحوم ضياؤالحق په دوران کې دا مساله هم لږو ډېره راپورته شوې وه چې د جهادي رهبرانو څخه يو خو پکې ډېر لېواله وو چې حتی د يو شريک فدراسيون جوړولو غوښتنه يې کړې وه او د نورو په پرتله ډېر نازول کېده هم ، خو چې کله د هغې سترګې پټې شوې نو بيا هرڅه بل رنګ ول چې حتی سر يې پسې ايران ته هم ورسېد او هلته هم ورسره ښه چلند نه کېده ځکه چې هغه پښتون وو او حال دا چې اسلامي ايډيالوژي يې د دې سرچپه ده ځکه هلته بايد هرڅه په سپېڅلې اسلامي روحيه وڅرخي او حال دا چې ايران برالا د يوې خاصې ډلې پلوي کوله او تراوسه يې هم کوي چې دا خو بيا پخپله ضد ونقيض د اسلامي مدعا راځي ٠
دروغ ويل پر مړي نه يواځې دا چې دا يوه اسلامي ګناه ، خطا يا تېروتنه ده ، بلکې اخلاقا يوه ډېره غټه کمزوري ده ٠ زه نه پوهېږم چې دوې ولې دومره سپک ، بې حيا او بې شرم دي چې حتی په هېڅ لحاظ د خپلې خبرې ارزيابي هم نه شي کولای چې زه څه وايم او څه کوم ٠ د پنجاب بادار يې لاتراوسه برالا نه شي ويلی ، خو ولې خپل تش په نامه پښتانه يې رامخې ته کړي ٠ دا نران دوې دي بل څوک نه دي ٠
که ترې وپوښتل شي صحيح ده مرحوم شهيد سردار محمد داؤد خان دا خبره درسره فيصله کړې ، نو بيا مو ډاکټر نجيب الله ته د څه لپاره وړې وه ؟ هغه فيصله چېرته ده ، ولې يې نه رامنځته کوئ چې وکتل شي ٠ ايا دا صحيح ده او کنه او چا لاسليک کړې ده ، څه وخت لاسليک شوې او څوک پکې د شاهد يا ګواه په توګه شته او کنه ؟ د رښتينو فيصله هېڅوک نشي ماتولای او نه يې څوک پټولای شي ٠
داسې معلومېږي چې لږو ډېره ناسته ولاړه يې د ملايانو سره کړې او ممکن داسې مساله يې ترېنه اورېدلي وي چې سړی د خپلې ناروا ادعا لپاره پر مړو هم پر حقوقي يا ميراثي مسايلو کې د شاهد په توګه ادعا يا حواله ورکولی شي ، ولې دا مساله به د يوې ملي او سياسي مسالې سره سمون ونه لري ځکه چې د داؤد خان په وخت کې خو حکومت موجود وو حتمي او ضروري هرڅه اصولي شوي وي نه شفاهي ٠ په حکومتي او رسمي معاملو هېڅ يوه پرېکړه بې اصولو او په دروغو نه کېږي او شهيد داؤد خان يوسياست پوه سردار و ، هغه هېڅکله داسې فيصلې نه کړي او نه يې کولې ٠ پر مړي دروغ ويل دا يوه نه بښونکې ګناه او ډېره سخته اخلاقي کمزوري ده چې څوک يې هېڅ احساس نشي کولی ٠
پاکستان اوس د خپلې بقا لپاره په ترکيه کې د اسرائيلو له سفير سره اړيکې خوږې کړې ٠ هغه هم په دې تمه چې ځان د دې لارې پنتاګون او سپينې ماڼۍ ته ورنږدې کړي په دې تمه چې خپل هغه د لاسه ورکړی اعتبار بېرته ترلاسه کړي ٠ دا يوه ښه خبره ده چې په منځني ختيځ کې د دواړو لورې سوله وشي او فلسطينيان خپل واک او خپل حکومت ولري چې د وينې تويېدو مخه ونيول شي او پر دې کار هرڅوک خوشاله دي ٠ خو پاکستان پکې دوه موخې لري چې يو يې بېرته د اعتبار لاسته راوړنه او بل د دې لپاره چې وکولای شي چې د امريکا په پلوۍ د پولې دواړو خواو ته اغزن تار وغځوي ، ولې داسې اټکل کېږي چې کوم برياليتوب يې لاسته راوړی نه دی ٠ ځکه دا د ډېر عمر يوه ملي حقوقي او سياسي مساله ده او امريکا د دې حق نه لري چې بې له خلکو د پوښتنې دې د يو ژوندي ملت حقوق بل چا ته ورکړي ، که يې وکړي دا به يې يوه ستره تېروتنه وي او خپل ځان ته به پخپله مشکلات جوړ کړي ٠
مولانا د اکوړې خو درسره نزدې دی ترې پوښتلی شې او په قران پاک کې خدای ويلي چې زما لعنت په دروغجن يعنې دروغګو دی ٠ باور لرم چې مولانا به دې په دې سياسي لوبه کې ملاتړ ونه کړي ځکه د حق پټول د عالم دين د شان سره نه ښايي ٠ هلته درسره نزدې خوا پرخوا نور دين پوهان هم شته لکه شيخ صاحب حسن جان د پېښور صدر او مولانا صاحب حمدالله د ډاګۍ هغوې هم درته ويلی شي چې دروغګو د خدای ملعون دی ٠ دا پښتانه عالمان به موپه پښتو پوه کړي او نور به مو په اردو او پنجاپي پوه کړي ځکه پاکستان خو د خدای فضل دی له ديني مدرسو ډک دی او ما هم لږو ډېره زده کړه پکې کړې ده ٠
زه د ټول افغان او بېنوا پښتو وېبساېټونه مسلسل لولم او تعقيبوم يې چې نن مې ستاسو مضمون مخې ته راغی ٠ سياسي هوښيارتوب خو دې په دې کې دی چې د خپلې سياسي موخې او ارتقا لپاره دې همېشه د هغه وخت د دواړو مرحومو مولانا صاحبانو مفتي محمود صاحب د دېرۀ اسماعيل خان او مولانا صاحب سميع الحق د اکوړې له ځامنو څخه سؤ استفاده يعنې ناوړه ګټه پورته کړې ٠ همدا سبب دی چې کله کله ناکله دې د مولاناګانو او د مشرف ترمنځ ناندرې راپورته کېږي ، لکه نن ورځ چې ګرمې روانې دي ٠ دلته هم په انګلېستان د هرې جمعې په ورځ په جوماتونو کې پاکستان ته دوعاګانې کېږي ٠ زه دلته په اکسفورډ کې د کولي روډ جامع جومات د جمعې د لمانځه لپاره تللی وم چې خطيب صاحب په دوعا کې ياده کړه او په ټولو مسلمانانو يې غږ وکړ چې پاکستان ته خاصه دوعا وکړي چې پاکستان نن ورځ د سخت مشکل سره مخ دی چې ګوندې الله پاک له دې مشکله يې خلاص کړي ٠
نو ښاغليو پوه شئ چې د محاسبې ورځ درپسې په منډو منډو راروانه ده ٠ دا د الله قانون دی چې هېڅکله د خاين او ظالم ملګرتيا نه کوي او نه ترې لنګه يعنې دفاع کوي ، بلکې الله يې په دواړو دنياوو کې رسوا او شرمنده کوي او اخري انجام يې د هغه هغه لوی زندان دی چې د ټولو سرکښانو ، نامنونکيو او ظالمانو لپاره يې تيار کړی دی ٠ دا تاريخي لويه رسوايي موپه دې دنيا بس ده او د هغې لپاره منتظر اوسئ چې ټول ورتلونکي يو ٠ هيله ده چې له پوهې او ذکاوت کار واخلئ او ځان له ملي مسووليته خلاص کړئ او بادار ته مو صحيح مشورې ورکړئ او له غلطو مشورو ځانونه او پاکستان وژغورئ ٠ ځکه شيطاني د شيطان کار دی او مسلمان بايد د هغه پيروي ونه کړي ٠
د سيد حسين پاچا ليکنه - اکسفورډ انګلستان