دخپریدو نیټه : 2005-10-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ولسي جرګې د څوکيو ويش عدالت غواړي
د ش هوتک ليکنه
د ش هوتک ليکنه
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولايتي جرګو تر ټاکنو وړاندې مهمه مساله د څوکيو د وېش په باب وه . په دغۀ هيواد کې سرشميرنه دا څو لسيزې کيږي چې نه ده شوې . ټاکنې هم د ولسواليو په سر نه وې بلکه د نفوس کچې ته په پام سره هر ولايت ته د استازيو ځانګړې شميره ورکړل شوې ده . د افغانستان دولت او د ټاکنو کميسيون ته واقعآ چې دا يوه ستونزمنه خبره بلکه يو سرخوږی و چې په عادلانه توګه هر ولايت ته د هغه د رښتيني نفوس ته په پام سره څوکۍ بيلې کړي .
د همدغۀ ياد شوي کميسيون ويبپاڼه په هر ولايت کې د هغو کسانو شميره ليکي چې د رايې اچولو کارډونه يې ترلاسه کړي دي . دلته بايد دا خبره هيره نه کړو چې ښايي ټول ولس دغه کارډونه نه وي اخيستي. په ځينو سيمو کې پرله پسې جګړو او د طالبانو له خوا ګواښونو دا کار ناشونی کړی دی . تر ټاکنو وړاندې وليدل شول چې په ارزګان کې طالب باغيانو اووه کسان په دې تور ووژل چې د رايو کارډونه يې ترلاسه کړي وو . په همدې ډول هغه په ميليونونو افغانان هم بايد هير نه کړو چې په ګاونډيو هيوادونو کې اوسيږي او يا هم د خليج په عربي هيوادونو کې په کار روزګار بوخت دي .
که يوه شېبه دغه خبرې هيرې کړو او د افغانستان رښتينې نفوس همدا د رايو اخيستل شوي کارډونه وبولو نو ګورو چې له ځينو ولايتونو سره خورا لويه بې عدالتي شوې ده . د سارې په توګه کابل د يو ميليون دوه سوه شپږ زره پنځه سوه څلوېښت کسانو په لرلو ٣٣ څوکۍ لري . د هرات ولايت له کابل څخه ايله درې سوه پنځه اويا زره شپږ سوه څلور اتيا رايې لږ لري خو ولسي جرګې ته يې ١٦ څوکۍ لږ وې . ننګرهار بيا درې سوه نهه اتيا زره درې سوه يو ديررش رايې تر کابل کمې لري خو ١٩ څوکۍ يې ترې کمې دي . کندهار بيا نژدې څلور سره زره رايې تر کابل کمې لري خو په ولسي جرګه کې به يې تر کابل ٢٢ څوکۍ لږ وي .
که کابل د يوې شېبې لپاره هير کړو او نور ولايتونه په خپلو کې سره انډول کړو نو بيا هم وينو چې په ځينو ولايتونو چارواکي خورا ډير مهربانه شوي دي . د سارې په توګه د هرات او ننګرهار د ولايتونو ترمنځ د راجستر شويو رايه اچونکو د شميرې توپير ايله ١٣٦٤٧ دی خو د ننګرهار په پرتله هرات درې زياتې څوکۍ لري . د هرات او کندهار د رايو ترمنځ ٨٥ زره رايې توپير کوي خو په ولسي جرګه کې به د کندهار په پرتله د هرات ٦ څوکۍ ډيرې وي .
دا يوازې هرات نه دی چې بخت يې بيداره دی .د غزني رايې د بلخ په پرتله نژدې ١٤٢ زره ډيرې دي خو له دغو دواړو ولايتونو به ولسي جرګې ته په يوه اندازه استازې ورځي . بدخشان، کندز ، تخار ، فارياب د کندهار په پرتله څه باندې درې سوه زره کمې رايې لري خو څوکۍ يې ايله دوه ترې کمې دي . هلمند د بدخشان ، تخار او کندز په پرتله تر سلو زرو ډيرې رايې لري خو څوکۍ يې تر هغو ټولو يوه يوه کمه ده . د خوست ، پکتيا او پکتيا درو واړو ولايتونو رايې د کابل تر ولايت زياتې دي خو د دوی ټولو څوکۍ ايله ١٤ دي او کابل ٣٣ څوکۍ لري . پروان په څه کم دوه نيم سوه زره رايو د ولسي څوکۍ ٦ استازې لري خو خوست په څه کم درې نيم سوه زره رايو ٥ ، پکتيا په څه باندې څلور سوه زره رايو ٥ او پکتيکا تر پنځه سوه زرو ډيرو رايو باندې ايله ٤ څوکۍ لري . سمنګان په څه باندې ١٦٠ زرو رايو ٤ څوکۍ لري خو پکتيکا په څه باندې ٥٠٠ زرو رايو ، کونړ ، لغمان ، لوګر او ځينې نور ولايتونه په څه باندې دوه سوه زره رايو همدومره استازې موندلي دي .
له دې ټولو خبرو سره دا بايد هير نه کړو چې د سرشميرنې په نشتوالي کې او له ډيرو ستونزو سره هم د انتخاباتو کميسيون همدومره څه کړي دي . بايد راتلونکې ولسي جرګې ته دقت وشي او د څوکيو په ويش کې عدالت او انصاف په پام کې ونيول شي . يوازې عدالت ديموکراسي يقيني کولی شي . چل ول به مو هيڅ ځای ونه رسوي .
د ټولو ولايتونو د راجستر شويو رايو شميره او ورلاندې يې په ولسي جرګه کې د څوکيو تعداد :
کابل : ١٢٠٦٥٤٠
٣٣
هرات : ٨٣٠٨٥٦
١٧
ننګرهار ٨١٧٢٠٩
١٤
کندهار ٧٤٥٣٠٧
١١
بلخ ٦٠٧٨٩٠
١١
غزني ٧٤٩٦٤٧
١١
بدخشان ٤١٤٠٠٩
٩
کندز ٤٠٩٣٠٥
٩
تخار ٤٢٨٤٩٤
٩
فارياب٤١٣١٢٤
٩
بغلان ٣٩٤٨٦٩
٨
هلمند ٥٢٩٠٦٧
٨
غور ٣٢٥٨٩٧
٦
پروان ٢٤٩٦٦٩
٦
فراه ١٩٥٠١٧
٥
جوزجان ٢٢٠٥٧١
٥
خوست ٣٣٩٢٦٥
٥
پکتيا ٤٠٠٢٢٦
٥
سرپل ١٩٣٩٠٧
٥
وردګ ٢٤٧٥٣٩
٥
بادغيس ٢٣٦٩٢٣
٤
باميان ١٧٨٩٧٩
٤
دای کنډي ٢٦٨٨٥٩
٤
کاپيسا ٢٠٦٢٧٥
٤
کونړ ٢٨٠٥٥٥
٤
لغمان ٢٣٦٥٦٣
٤
لوګر ٢٠١٠٤٢
٤
پکتيکا ٥٠١٧٤٠
٤
سمنګان ١٦٨٢٠٦
٤
زابل ١٠٢٧٦٤
٣
ارزګان ١٥٢٦٩٨
٣
نيمروز ٨٥٥٩٠
٢
پنجشير ١٤٤٨٣٠
٢
نورستان ١٢٨٥٦٩
٢