مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مهاتما ګاندي: دتفکر اوعمل نښه

ش،حصین

 

لومړۍ برخه
«جنګالی په مړینې مین دی،نه دناروغۍ په بستر کې مړینه بلکې هغه مړینه چې دجګړې په ډګر کې رارسي...مرګ هرکله نیک اومبارک دی، خو دهغه جنګیالي له پاره چې دخپل آرمان او حقیقت په لاره کې مري دوه برابره خوشحالوونکې دی» مهاتما ګاندی نیایش ۲۳۵ مخ
د مهاتما مهنداس کرمچند ګاندي دتفکر او عمل دغوره پيژدنې له پاره بې شمیره هندي او دنورې نړۍ څیړونکوپراخه لیکنې اوشننې کړيدي، خو هغومره چې جواهر لعل نهرواو رابیندرانات تاګور په هند کې او رومن رولان اولوئیس فیشر په ختیځ پوهانو کې دمهاتما ګاندي ژوند ، تفکر اوعمل څیړلی دی نور ډیر لږ دغې کچې ته رسیدلي دي.                  
ددې لنډې څیړنې لیکوال په دي خاطر دې څیړنې ته اړ شوم چې دافغانستان په روانه زوروونکې غمیزه کې چې وطن دنړۍ زورځواکو په زور اوجبرترګوتو کړی دی یو زیات شمیر روښان فکران دویرې او ناهیلیوپه ډنډ کې لویدلي اود مهاتما ګاندي له خبرې سره سم دخپل وطن اشغال دایمې اویوډول آسماني برخلیک بولي. په همدې روښانفکرانو کې له یو شمیر سره مخ شوم چې له خپلې بې وسۍ څخه ېې داخبره کوله چې په اوس کې چې له حالاتو سره منګولې نه شوو لګولی نو څه کیږي چې دګاندي په شان د«عدم خشونت» سیاست ته مخه کړو.له همدوغو روښانفکرانو سره دې خبرې ته ورسیدم چې موږ دمهماتما ګاندې له ژوند،فکر اوعمل څخه یواځې عامیانه آوازې اوانګازې اخیستي او ګاندي مولکه څنګه چې نه دی پیژندلی.                                                                                                                                      
دمهاتما ګاندي یوه درنه خبره داوه چې ویل به ېې:«ډیوه دخپل ځان په لور ولګوه»هو انسان باید تر هر څه دمخه ځان وپیژني.څرنګه چې انسان یوتنها اومجرد موجود نه دی،نو هر انسان په خپله کورنۍ،ماحول،سیمه،وطن او ټول بشریت پورې تړلی دی. دانسان شخصیت له هرې یادې شوې برخې څخه یوڅه له ځانه سره لري په همدې دلیل ځان پیژندنه له هغو نه بهرنشي بشپړیدلی. ګاندي دخپل ځان پیژندنه په همدې لوی دنیا کې ګوري او په همدې وجه دهغه پیژندنه دهغه دزمانې له پیښو او حالاتو څخه بهریواځې په سرسري اوریدنو نه تر سره کیږي.                                                   
مهنداس کرمچند ګاندي په ۱۸۶۹ م کال دهند په ګجرات ایالت کې په یوه سخته هندويي مذهبي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. مورېې «پوتلي بايي» او کا کا ېې« بیچارجي سوامي»ډیر سخت دریزه مذهبي کسان و.ګاندي يي رسمي زده کړو ته نه پریښود.ګاندي وروسته له دې چې خپلې لومړنۍ زده کړې ېې په همدې حالاتو کې هم مخته یوړې دنورو زده کړو له پاره لندن ته په تګ مجبور شو.مور ېې اجازه نه  ورکوله .ګاندي له خپلې مور سره ژمنه وکړه چې هر چیرې چې لاړ شي «غوښه به نه خوري،شراب به نه څکي اوجنسي بیباکیوته به نه ور لویږي.». په همدې ژمنو ېې چې دهندوئیزم روح جوړوي دخپلې مور خوښه تر لاسه کړه.                                                                                             
ګاندې په انګلستان کې دخامو خوړو له ټولنې سره چې مشر ېې دوکتور ژوسیا رولد فلد و،پیژند ګلوي تر لاسه کړه او د همدې ټولنې غړی شو.لږه موده ووسته ګاندې د«الهیاتودفیلسوفانو» له ټولنې سره مخامخ شو،دغه ټولنه چې په کال ۱۸۷۵م کې جوړه شوی وه اوتر ډیره ېې هندويي،بودايي اوبرهمني آثار لوستل،دمذهبي توپیر غوښتنې په وړاندې ېې دبشري ورور ولی غږ را اوچت کړی و.همدې ټولنې ګاندي د «با ګاوادګیتا» دمذهبي کتاب لوستلو ته وهڅاوه.                                 
ګاندي ژوندیو موجوداتو ته آزار نه رسول لا پخوا له خپل هندي مذهب څخه اخیستي وو.هغه صبر،تیریدنه،او مینه دکرکې،کسات ،جګړې اوخشونت په وړاندې غوره ګڼل.دالهیاتو دفیلسوفانو ټولنې دی په دې  لاره کې نورهم وهڅاوه.له لندن څخه هند ته په راګرځیدو او تر استعمار لاندې د خپلو خلکو بدمرغیوته پاملرنې هغه ته دتفکر نوې لارې پرانیستې.په هند کې ډیره موده پاتې نه شو.له خپل وطن څخه چې ژوند او کار په کې نه و جنوبي افریقا ته لاړ او هلته داپارتاید له شوموزورونو سره مخ شو.ده ته دجنوبي افریقا دتور پوستانو او هندوانو دژوند بګنوونکي حالت ډیر نور څه ور زده کړل.هلته دنژاد پالنې  دزور زیاتۍ په وړاندې دمدافع وکیل په توګه په کار بوخت شو.خپل هیواد ته په بیرته راستنیدواو دهند دنیمي وچې نوو حالاتو ځوان ګاندي ډیر خواشینی کړ. هغه ولیدل چې استعماری لوبو اوانګلیسي واکمنۍ دده دخلکو په تیره بیادروښانفکرانو دمقاومت،میړانې او له ښکیلاک سره دمنګولو لګولو توان څنکه له پښو را غور ځولی دی. ډیرو خلکو او روښانفکرانو پردی اشغال پای ته نه رسیدونکی اویو ازلی برخلیک ګاڼه.                                                         
ګاندي چې په ۱۹۱۸ م کال ېې دهند دکنګرې مشري هم تر لاسه کړه اودغه جوړښت ېې د هند دخپلواکی له پاره تر ټولو ستر خوځښت هم ګاڼه ،بیاېې هم خپله فکري ځانګړې تګ لاره پری نه ښوده او دخلکو دعامو پرګنو ددردونو او رنځونود په شاته وهلو په کار کې ېې دشفقت،مینې اومحبت پراختیا ته مخه کړه. هغه په دې خبره ټینګار کاوه چې قهر، مقابله ،کرکه او کسات هدف ته رسیدل نا شوني کوي.ګاندي به ویل چې د۱۸۵۷ کال د«سپاهیانوبغاوت»،دهند دخلکو ستر پاڅون اودخپلواکۍ لومړۍ جګړه ټول داستعمار په ګټه پای ته ورسیدل.                                                                       
هغه باید په خپلو نوو افکارو سره دپوچو توهمي خیالاتو،سستۍ اوبې ځایه تصوراتو دزهرجنو ګیاوو جرړې ایستلې وای.ځکه هغه د خپلو خلکو له پاره ژوند کاوه اوهم دهغوی له پاره زوریده.په همدې دلیل هغه یواځې یوسمون راوړونکی انقلابي وطنپال نه وبلکې اساساً یوه وتلې اخلاقي پانګه وه.دهغه غوښته  دانسان اوبشریت له وجدان څخه غوښتنه وه.        
ګاندې دخپل هیواد په دننه کې دهغه له سپکاوي ډک چلند پرخلاف ودرید کوم چې د هندې ټولنې دلرغوني «کاستي»جوړښت څخه را پاتې و او دهغه له مخې دهند یوه درنه انساني برخه د«نجسو» په نوم له هرډول انساني ژوند څخه بې برخې اوتل له سپکاوۍ سره مخ وه. ګاندي دغوخوارو تحقیر شوو خلکوته د «هاریجن»(دخدای مخلوق) نوم ورکړ او دخپل هندي مذهب له مخالفت سره سره ېې وويل:«زه نجس یم».                                                                   
ګاندې ټینګار کاوه چې آزادي باید په کلیو کې دملیونونوانسانانوله ټولنیزې ، اخلاقي او اقتصادي نیکمرغۍ سره تړلې وي.ده به ویل :«زه ډیر په دې فکر یم چې بشریت له بیرحمۍ څخه وژغورم».ګاندی به ویل:«حقیقت او عدم خشونت دغرونو په شان عمر لري».په حقیقت پوهیدل اوپر غوسې لاسبری تر لاسه کول دهغه دتفکر بنسټ جوړوي.دحقیقت په لاره کې دده هڅې دبودايي مذهب اساسي اصولو ته ورګرځي.بودا به ویل:«حیقیقت وپلټۍ،حقیقت وڅیړۍ،حقیقت درک کړۍ ،په حقیقت بدل شۍ». هو ګاندې همداسې و. هغه دغه څه یواځې په فکر اوسیاسي ایدیالوژی کې نه بلکې په عمل کې لټول.دی په بیا بیا وايي:«حقیقت باید دهیڅ شي په وړاندي قرباني نه شي».دحقیقت موندنې په لاره کې نه دریدونکې مبارزې اوپلټنې، ده ته د سیاست په ډګر کې هم ډیر نوي څه ورکړل.                                                                                               
ډیر ګاندي پیژندونکې له هغې ډلې څخه لوئیس فیشراو رومن رولان په دې باور دي چې ګاندي«د سیاست ناولې شوې تنې ته دشفقت روح ورکړ».ګاندي چې دسیاست،سوسیالیزم او وطنپالنې یو آرمان لرونکی متفکر دی،دسیاست او اصولو تر منځ بیلوالی نه شي ځغملی.وايي چې دهند دآزادۍ په درشل کې دبریتانیا دکابینې درې وزیران هند ته راغلل چې له ګاندي،نهرو اومحمد علي جناح سره دهند دآزادۍ او اساسي قانون په هکله خبرې وکړي .ګاندې دانګلیس دکابینې دغه کار وستایه.       
ګاندي «عدم خشونت» په آسمانونو کې خدای ته او په ځمکه کې سولې اونیکمرغۍ ته غوره لاره ګڼي.څیړونکي لیکي چې ګاندي ددویمې نړیوالې جګړې په وخت کې دغې جګړې ته څوڅو ځله ګوته ونیوله،چا ورنه وپوښتل چې ولې غربیانوته د«عدم خشونت »وړاندیز نه کوي؟ ګاندي په خندا ځواب ورکړ:«زه یواځې یو آسیایی انسان یم،یواځې آسیايي.خو مسیح هم آسیایی و،څنګه کولی شم غربیان عدم خشونت ته را وبولم  پداسې حال کې چې لا مې هندیا ن له دې پلو نه دي قانع کړي،زه یوه ویشتلې په هدف نه لګیدلې مرمۍ یم».                                                                                                  
دګاندي عدم خشونت له مبارزې،مقاومت او له ځانه ددفاع  هیرول نه دي.موریمن چې دګاندي افکاروته ېې ډیر نږدیوالی درلود وايي چې« دروښانفکر نقش په جهان کې بدلون راوستل نه  دی،بلکې دبشریت د اخلاقي ارزښتونودساتلو انساني آرمانونو ته پابندي ده». هو دا هغه څه و چې ګاندي ورته ژمن و.ګاندي له ځانه دفاع  دانساني روح دخوندي ساتلو ستره وسیله ګڼي. دهغه عدم خشوت هر ظالم او واکمن ته سر ایښو دل نه و.ګاندې وايي:«موږک چې له ځانه دفاع نه کوي ،نشي کیدای چې ووایو چې له خشونت څخه لرې دی ځکه چې اجازه ورکوي چې پیشو ېې وخوري».دی همدا شان ټینګار کوي چې   له بیعدالتیو سره له مبارزې څخه ځان لرې ساتل او دغیر عادلانه قوانینو په وړاندې نه دریدل دعدم خشونت نفی کول دي.دغه څه ښيي چې له عدم خشونت څخه ددغو کلماتو په ساده لغوي معنی دریدل دګاندي دساتیا ګراها  له روح سره دښمنۍ ته وتل دي.ګاندي دخپل فکر یوه برخه داسې څرګندوي:«ددې په لټه کې نه یم چې یواځې هند  داستعمار له  ځغ څخه آزاد کړم، پریکړه مې کړې چې هغه دمرییتوب له هرډول قیودو څخه وژغورم».                                                   
ګاندي له جاپان اونازیزم سره سخت مخالف او دجګړې ضد و،یوه امریکايي ډله هند ته راغله څو له هندیانو سره دخوړو مرسته وکړي.دغې ډلې له ګاندي څخه وپوښتل چې وايي تاسو له جاپان سره دخوړو مرسته کړیده .ګاندي په ځواب کې دغې امریکايي ډلې ته وویل:«داخبره که رښتیاوي چې جاپان تر هنده ډیر وږی دی تاسو جاپان ته لاړ شۍ او مرسته ورسره وکړۍ» له دې سره سم ېې اتومي بم په کلکه وغانده.                                                                                     
ګاندي هغه  رادیکال انقلابي دی چې دشر دجرړو ایستلو په لټه کې دی.هغه« با قدرته اوبی قدرته انسان په دنیا کې دشرارت محور ګڼي» دهغه «عدم خشونت» دمنفي مبارزې او نه مقاومت په معنی نه دی. وايي ګاندي یو وخت په خپل خوار کلي کې ژوند کاوه. غله راغلل اودبزګرانو کورونه ېې لوټ اودوی ېې وډبول،بزګران نر اوښځي ګاندي ته راغلل چې څه وکړي .ګاندي بزګروته وویل :درې لاري ستاسو په مخکې دي یوه لاره داده چې مخامخ «باسمه چه يي» پولیسوته را پور ورکړۍ دغه لاره ډ یر ځله پولیسو ته دلاډیر فساد لاره پرانیزي او داهغه څه دي چې زیانمنو ته مرسته نه کوي.دویمه لارهغه ده چې معمولاً  ناهیلې شوي له پښو لویدلي کلیوال پرې درومي او هغه لاس تر زنې لاندې ایښودل او نه خوځیدل دي.دغه لاره شرموونکې ده اوجرړې ېې په بې زړه توب اوبزدلۍ کې نښتې دي.او ترڅو چې بزدلي شته والی ولري،جنایت هم پراختیا مومي. له غلو سره دګاندي مقابله همغه «ساتیا ګراها»(عدم خشونت) اوحقیقت موندنه ده.ګاندي په همدې خاطربزګروته وايي «دالاره تاسوته اړتیا لري تر څو چې له غلو او خلافکارانو سره هم دورونو اوخویندو په شان ژوند وکړۍ، له جرم سره باید دیوې  داسې عارضي په شان چلند وکړۍ چې خپله قرباني ېې پرې اخته کړې او باید دوايي ېې وشي.دی سپارښتنه کوي چې خلافکار ته کار اوحرفه ور زده او دژوند وسایل ورته چمتو کړۍ اوپه دې پسې وايي:«باید پوه شۍ چې غل یا بد کړونی له تاسو څخه بیل موجود نه دی که څراغ دخان په لور روښانه کړۍوبه وینۍ چې له غله سره ستاسو توپیریواځې یو ګام دی» هغه شتمن او پانګې لرونکې انسان چې شته ېې دنوروله زبیښاک یاد مسأ له لرونکو وسایلو له لارې تر لاسه کړي دي هیڅ تر هغو غلو بې ګناه نه دی چې دخلکو جیبونه وهي. توپیریواځې په دې کې دی هغه د اعتباراو شهرت دپردې شاته ځان پټوي او له قانوني جازاتو ځان تیروي.                                                             
ګاندي وروسته وايي:« که وغواړم چې رښتیا ېې ووایم ټولې  هغه را غونډې شوې لويې شتمنۍ چې له روا اړتیاوو پورته دي، غلاوې دي.که د ټولنیزوشتوبشپړه عادلانه ویشنې شتون در لودلی اصلاً دغلاوو دترسره کولو اوپیدایشت له پاره وخت نه پیداکیده او غله به هم نه وای.» همدلته دی چې د ګاندي «عدم خشونت» دی دسوسیالیزم په لور بیايي.( یادونه :  دګاندي سوسیالیزم یو انساني آرمان دی.له هغه بروکراتیک ،توتالیترنظام سره چې دلته او هلته يي دغه آرمان په بله واړاوه،اړه نه لري).                                                                                                                                             
ګاندي ټینګار کوي چې غوره موخوته باید غوره وسایل په کار یوړل شي.ښه هدف دبدو وسایلو مخ نشي سپینولی.دهمدې باور له مخې هغه واېي:«ټول عمر مې دهند دآزادۍ له پاره هڅې وکړې خو که دې ته اړ شم چې هغه په قهر تر لاسه کړم، هغه به ونه غواړم». ګاندي دسیستم  رغیدنه دانسان درغیدنې په مرسته غواړي.دی وايي:«د چا شعور چې تر زور لاندې «ښه» پاتې کیږي نشي کولی وده او پرمختیا وکړي او که رښتیا ووایم شاته هم ګرځي او کله چې زور ولویږي ټولې نیمګړتیاووې اوعیبونه ېې را برسیره اوآن په ورانوونکي ځوا ک را مخته کیږي».                                                
ګاندي په کال ۱۹۴۷ کې په «هاریجان»(۸) ګې ولیکل:«موجوده اقتصادي نا برابري ډیره ژوره ده. سوسیالیزم اقتصادي برابري ده.په روانو حالاتو کې شر اچوونکې نابرابري شته والی لري،داسې چې ډیر لږپه شتو کې لامبي او پرګنو ته آن هومره نشته چې ګیده پرې مړه کړي. دخدای د واکمنۍ هیڅ نښه نشته،ما دسوسیالیزم نظرآن هغه وخت چې په افریقا کې وم ومانه له دیرشو کلونو څخه وړاندې».                                                                                                       
ګاندي د خپلې زماني انسان دیوه کل په توګه په کناه کې وینې . دی دغه څه مسیح ته په اړه ورکولوسره په یوه کیسه کې داسې ښيي: وايي یوښځه ېې په کومه ګناه سنګساروله،دې ته ېې حق ورکړ چې خپله وروستۍ خبره وکړي. هغې وویل نور څه نه غواړم ،خوزما په لور دې لومړۍ ډبره هغه څوک را غوزارکړي چې هیڅ ګناه ېې نه وي کړي.داسې څوک پیدا نه شول اوتورنه ښځه له سنګسارولو وېغورل شوه.                                                                                           
د ګاندي «ساتیا کراها» چې وروسته په عامو پرګنوکې دده یو نوم هم شوپه سانسګریت کې حقیقت ته درسیدودکوشش او دحقیقت کلک نیول دي. همدغه څه دده ژوند اوتفکر ور جوړوي .ګاندې ته دمهاتما یا لوی روح لقب نورو ورکړی .دی خپله لقبونه نه خوښوي.دهند خلکو هغه ته «باپو»یا دملت پلار لقب ورکړ.دهغه دزیږیدو نیټه يي په ټول هندوستان کې د«ګاندي جایانتي» په نوم په عمومي رخصتۍ بدله کړه. دهغه دعدم خشونت اقتصادي اړخ « مدني نا فرمانی» و.ویل کیږي چې مارتین لوترکینګ)،تنزن،لیخ والیسا،ایستفان بیکو،آن سانګ سوچي اونلسن ماندیلا دده دافکارو تر اغیزې لاندې راغلي وو خو یوشان دې لارې ته ژمن پاتې نه شول.                                                                                                 
په حقیقت کې «ساتیا»د (حقیقت) او «آهیمسا»د (نه غوسې یا نه خشونت)په معنی ده. دې خبري ته په پاملرنه دګاندي عملي سیاست دحقیقت په پیژندنه او د خشونت په نه خپریدنه ولاړ دی. دی دخشونت مخالف دی اودهغه پرخلاف مبارزه کوي. خشونت دخپل یا پردي له لوري دا څه توپیر نه لري.هغه دهندوانو او مسلمانانو تر منځ خشونت نه شوی ځغملی .د ه هغه وخت ددې دواړو دجګړي په وړاندې یوه میاشت روزه ونیوله.                                                                         
ګاندي په خپل اثر«زمادتجربوپیښې دحقیقت په موندلو کې»ولیکل چې ډیره غوره جګړه ېې هغه هڅه وه چې ددروني شیطانانو یعنې ویرې او نا امنیوپه وړاندې ېې مخته یوړه.ده دخپلوهڅو یوه برخه هم په هغه کتاب کې راوړه چې لومړی عنوان ېې « خدای حقیقت دی» نومیده خودغه عنوان ېې ډیر ژر واړاوه اود« حقیقت خدا ی دی» نوم ېې ورکړ.باید ووایو چې د «آهیما» یا عدم خشونت مفهوم په هندي،برهمني ،چيني،بودايي او عیسوي ادیانو کې ډیر ځای لري او ګاندي داسلام په ګډون له دې ټولو ادیانو څخه تومنه اخیستې.دی وايي زه دډیر دلایلو له مخې «مړینې ته چمتو یم نه دچاوژنې ته».       
ګاندي لیکې:« کله چې ناهیلی کیږم په یاد راوړم چې دتاریخ په اوږدو کې دحق اوعشق لاره بري ته رسیدلې ده.واکمن او قاتل یوه زمانه نه ماتې خوړونکي بریښي خو په پای کې ټول را لویږي ،تل دې واقعیت ته پام وکړۍ،څه فرق لري چې  دوژنې ،بې کوره کولو اوبې سرپوښه کولو جرړې په استبدادي واکمنیو کې وي یا دآزدۍ او دموکراسۍ له سپیڅلو نومونو سره تړل کیږي».ګوزار دګوزار او سترګې دسترګو په وړاندې دریدل دنیا ړندوي. له دي ژورو ارزښتمنو خبرو سره سره چې هره یوه ېې یوه د نیا بیان غواړي، ګاندي په خپله په دې پوهیږي چې خلکو دده ساتیا ګراها په سمه نه دی اخیستی او له عدم خشونت څخه ېې همغه لاس تر زنې کشیناستل ،سستي،بې زړه توب اوهیڅ نه کول ترلاسه کړیدي. دی له همدې کبله ټینګار کوي چې« لازمه نه ده چې ټول له خشونت څخه لاس واخلي په تیره بیاکه خشونت دویرې په ړاندې وي».          
ګاندي هیڅکله نه غوښتل چې له وسلې اخیستلو څخه ویره خپره کړي او یا دساتیاګرا هاووپه خوځښت کې دمقابلې او مقاومت په وړاندې ویره وویني. دی وايي:« په ټول توان باور لرم چې هر چیرته چې دویرې او خشونت تر منځ راګیر شوۍ باید خشونت ومنۍ». اوپه دې پسې زیاتوي چې:«په هره غونډه کې ټینګار کوم چې له خشونت څخه لرې لاره باید زوره وروته د سر ایښودلو سبب نه شي.باید دا لاره غوره شي خوکه له خشونت سره وکولی شی چې ددې وضعیت په وړاندې ودریږۍ اوحق ته د رسیدو یواځنۍ لاره همدا وي بې له هیڅ ځنډه باید وسله واخلۍ، هیڅکله نشم ځغملی چې میړني کسان د عدم خشونت دمراعات کولوپه خاطردډارنو ځواکونو دنفوذ په وړاندې ځان ور وسپاري(دګاندي ل نظره غربیان ډارن دي هغوی له خپل مرګ او زوال نه ویره لري) او له دې څخه وویریږي چې خشونت ونه شي.میړانه یواځې په ښه نښه ویشتلو کې نه ده بلکې له مړینې څخه مخنیوی او خپله سینه سپرکول دواړه د میړانې دوه لوري دي».                                               
ګاندي په داې حال کې چې دحقیقت پلټنې او عدم خشونت په فلسفه کې دهند دخپلواکۍ له پاره دمبارزې هیڅ ډول له پامه نه غورځوي ، په اقتصادي برخه کې دسوسیالیزم د نظر کلک پلوي دی.دجګړې ،تیري ،تجاوز اواشغال سرسخت مخالف او وتلی مشر هم دی. دده دمدني نا فرمانۍ غورځنګ داستعماري کمپنیوستنې ولړزولې.هغه په همدې نا فرمانۍ کې د ۱۹۳۰ م کال دمارچ په ۱۲ په هغه ستر لاریون کې برخه واخیسته چې دهند په سلګونو زره خلک له احمد آباد څخه تر« داندي» پورې ېې ۴۰۰ کیلومتره لاره ووهله اوهلته ېې له سیند څخه دخپلې اړتیا وړ مالګه تر لاسه کړه،دغه لاریون د«مالکې دلاریون »په نوم یاد شو ،دغه کار دانګلیسي واکمنو دمالګې دمالیی ظالمانه قانون له اعتباره را وغورځاوه.                    
ګاندي خپله ډیرساده او فقیرانه ژوند درلود.په کال ۱۹۲۲ کې دخپل مقاومت په ګناه ۶کاله زنداني شو،په زندان کې ېې هم دخپل ژوند ټول حالات له ځانه سره وساتل. هغه او دهغه ملګرو د«خاد» په نوم له یوډول معمولي تارو څخه چې خپله به يي اوبدل، جامې جوړولې .دهند خلکو همدا لاره غوره کړه اوله دې سره دانګلیس دنساجيو فابریکې په دریدو شوي. ګاندي په خپله لر ګیو څخه د اوبدنې څرخ را جوړ کړ،همغه څرخ تر اوسه پوري دهند دبیرغ نشان دی. دمدني نافرمانۍ غورځنګ دهندې ټولنې له ځپل شوي روح سره سمون درلود اوداداستعمار داقتصادي ماتې یو پیاوړی عامل شو داسې عامل چې تر جګړې خطرناکه و.                                                                                                                             
ګاندي دخپل وخت له زوروونکو نړیوالو پیښو څخه ډیر زوریده.یووخت دې ته ورسید چې یونیم کال ېې هیڅ ورځپاڼه یا خپرونه ونه لوستله ځکه هغه ېې دخپل روح عذاب ګڼلو.ګاندې یو آزاد خیاله  سیاسي متفکر و.خو له دې سره سره په ځینو حالاتو کې دی یوډول توهم او خیالي تصوراتو ته ورلویده .وايي چې درابندرا نات تاګور اختلاف له ده سر ډیر په همدې برخه کې و.تاګور په یوه لیکنه کې دګاندي ډیر نږدې دوست رومن رولان ته ولیکل چې غواړي مهاتما ګاندي ته هرڅه په ډاګه ووايي ، خووروسته له دې کاره لري ځي او رومن رولان ته لیکي چې« له ګاندې سره اوسیدل همدومره سخت دي لکه له هغه څخه لرې کیدنه».                                                                                                                      
ګاندي دهغې سترې زلزلې په هکله چې په ۱۹۳۴ کال دجنورۍ په ۱۵ ېې د« بیمار» سیمه وځپله وايي چې ددې زلزلې ګناه دهندوئیزم دلوړ پوړو په غاړه ده او داځکه چې هغوي خدایانو ته په معابدو کې غیر مجاز نجس خواړه وروړي دي. تاګور دې خبرې ډیر خواشینی کړ او ويي لیکل چې دزلزلې عوامل طبیعي دي.                                                             
ګاندي دنوروعقایدو او باورونوته د ساتیا ګراها دروح په توګه ګوري.هغه وايي دهردین اصلي تومنه عشق او حقیقت دی.دی وايي چې که مې کولی شوای چې مسیحیت واخلم او هغه رسیدلی او تر ټولوبشپړ دین وګڼم په کلکه به مې هندوئیزم لکه چې اوس دی نه وای منلی. زه دهندو ستونزې او نیمګړتیاوې پیژنم،که نجاست په هندو کې وي قطعاً په خامه غوښه پورې تړلی نه په پخه غوښه پورې. نشم کولی د ادیانو د اخلاقو سرچینه پیداکړم په دې معنی چې داسې څه چې د«وداس» یا خدای د«کلام»په قالب کې وړاندې کیږي څه دي.ګه څه دخدای له لوري الهام شي نو بیا ولی په قرآن او انجیل شک پیداکړو.زما مسیحي دوستانو مسیحیت ته وروبللم،اومسلمانو دوستانو مې عبدالله شیت داسلام مطالعې ته وهڅولم ،البته تل ېې داسلام دښکلا په هکله دویلو له پاره څه در لودل.                                                                                                  
دی وايي همدا چې د اخلاقو له لارې واوړونور یودیني شخصیت نه شو کیدای،په دین کې څه نشته چې داخلاقو له اډانې څخه ووځي،دبیلګې په توګه انسان نشي کولی چې هم دروغجن اوبیرحمه وي او هم ادعاوکړي چې خدای په ځان کې ویني.
«دمحمد کلام دعقل پانګه ده،نه یواځې د مسلمانانو له پاره بلکې دټول بشریت له پاره».                                           
ګاندي هغه وخت چې ددې پوښتنې په وړاندې ودرید چې ته هندو يي؟ځواب ېې ورکړ« هو زه هندویم،همداسې یومسیحي یم،یو مسلمان یم،یو بودايي یم ،یویهود یم».                                                                                                 
دمهاتما ګاندې په هکله دڅيړنې دابرخه دده په دې درنه خبره چې بشریت ته یو خبرداری دی پای ته رسوم چې وايي:«نن ویره اونفرت پرنړۍ واکمن دی،له دې دوو څخه بل هیڅ بد صفت دیوه انسان او یوه اولس له پاره نشو انځورولی».            
پای لیک:
 دپورتنې څیړنې له پاره له لاندې اثارو اومنابعو څخه ګټه اخیستل شویده:                                                            
۱ – نیایش دګاندي لیکنه د شهرام نقش تبریزي فارسي ژباړه. انتشارات                                                              
۲ – رومن رولان اوګاندي د جواهر لعل نهرو له سریزي سره ،فارسی ژباړه محمد تقي بهرام حراني دایران دمعاصر تاریخ دمطالعاتو دموسسې له خوا.                                                                                                              
۳ – دګاندي اوستالین په هکله د لوئیس فیشر  لیکنه،د غلام علي کشاني فارسي ژباړه ۱۳۸۳ هه کال.                           
۴ – دمهاتماګاندې ژوند دروجی نالد روینولد لیکنه ،دمحمد حسین آریا فارسي ژباړه.                                               
۵ – دویکی پیدیا یا آزادې دانشنامې برښنا پاڼې بیلا بیلې راټولونې.                                                                    
۶-د آزادۍ رادیو د تاریخي پیښو نیټه ییزه لړۍ.                                                                                      
 - د هوسۍ مجله ،برښنا پاڼه د«ګیتا جلي» په هکله څیړنه.  7
زما داوږدوکلونوځانګړې را ټولونې.                     - 8

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery