مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارواښاد علامه رشـــــــــــــــــاد د هنر ترجمان

څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی

 

ارواښاد عبدالشکور رشاد د خپل ژوند ډیره برخه د پښتو  ادب د بډاینې او علمي لوړاوي  لپاره په کار اچولی وه او په دې برخه کې يې ډیر پاخه،درانه،علمي او هنري پنځونې کړي،چې زمونږ دراتلونکي نسلونو لپاره د یوه ښه ماخذ په توګه ترې ښه ګټه اخیستل کیدای شي.
ارواښاد پوهاند رشاد د ادبیاتو په څېړنیزه او پنځیزه(تخلیقي) برخو کې خورا ارزښتمن آثار کښلي دي او ددې تر څنګ يې پر هغې برخې هم کار کړی،کوم ته چې پښتو ادب په پرون او نن کې سخته اړتیا درلودلې ده او دا اړتیا په پښتو ادب کې ژباړه ده.رشاد صاحب دې برخې ته د یوه پاخه هنروال په څير متوجه و او ډیر هنري وړتیااو ځيرکتیا سره یې داسې هنري ژباړې کړي،چې سړی فکر کوي دا دده خپله لیکنه ده او یا هم د ده ژباړل شوی اثر د افغاني ټولنې محصول روایات دي،خو داسې نه ده،بلکې اصلي خبره داده،چې رشاد بابا تل د ژباړې په انتخاب کې ډیر ځواکمن استعداد په کار اچوه او هغه څه يې نه ژباړل چې د ده له ټولنې(افغاني) سره اړخ نه لګوي او یا هم د ده د ټولنې لپاره کوم ځانګړی پیغام ونه لري،که څه هم پښتو غوندې تږې ژبې او ادب ته هره ادبي څېړنه او پنځونه د قدر وړ چاره ده،خو بیا په داسې حالت کې ژبه د څرنګوالي په لور نه بلکې د څومره والي په لور درومي او بله داچې هر نه لیکوال ته د شهرت او نوم ایستنې چاپیریال برابریږي،چې بیا به زمونږ  ژبه او ادب په علمي او هنري لحاظ له نورو  ژبو سره د سیالۍ جوګه نه وي،نو ځکه اکاډیمسن رشاد دغې خلا ته ځير و او د ژباړې په انتخاب کې له ډیر قوي فکري تومنې څخه برخمن و.د دې ویناوو د زبات لپاره غواړم د رشاد صاحب په یوه ژباړل شوي داستان لنډې خبرې وکړم:
«بې لاسو ښځه» د ارواښاد رشاد د یوې ژباړې نوم دی،چې په پر ۱۳۸۵ل کال کې د یوې وړې رسالې په بڼه د نارنج خپرندویې ټولنې لخوا په کندهار کې خپور شوی دی.دا رساله یو روسی ولسي داستان دی،چې رشاد صاحب پښتو کړې ده. پر دې رسالې ارواښاد عبدالمجید بابي یوه لنډه تبصره کښلې،چې په یوه برخه کې وايي:«دا ډول مات ګامونه ، د هغو څخه زیږنده ناوړې پیښې زمونږ په ولس کې هم په تیرو مهالونو او څه نا څه اوس هم په نژدې یا لیرې سیمو تر سره کیږي.
د دې دپاره،چې د دې ډول ناخوالو ریښو ته مو د تدبیر په تبر سره ګذار ورکړی وي او بیا مو د ټولنې پاملرنه ورته اړولي وي وړ ده،چې د لوست په توګه خلکو ته وړاندې سي،څو د بیا کړنې ځانونه وساتل سي.»
 
نوموړی اثر کټ مت د افغاني ټولنې له واقیعتونو سره اړخ لګوي او هغه ناخوالې ورکې انځور شوي،چې زمونږ ټولنه ورسره تل لاس او ګریوان ده،همدا ډول په دې داستان کې کورنۍ جوړښت او په کور کې د نارینوو لخواد لنډ فکرو ښځو په خبرو غولیدنه او همدا راز بیا برعکس د یوې سپېڅلې او صبرناکې ښځې رولونو ته نغوته شوې او درییم داچې په یوه کورنۍ کې باور له لاسه ورکول څومره بدې ناخوالې له ځانه سره لري،دا درېواړه څیزونه زمونږپه افغاني ټولنه کې شته او دي،نوځکه ژباړن د ترجمې په انتخاب کې ډیر مفکر او ټولنپېژندونکی انسان بولم او شونې چې دا ژباړه دد هنیتونو په روڼولو کې ډیره ارزښتمنه پریوځي.
داستان داسې پیلیږي،چې یوه غریبه او یتیمه کورنۍ کې مور زوی او خور سره ډیر خوږ ژوند تیروي او د وخت په تیریدو سره مور يې په حق رسیږي،خو مخکې تر مړینې زوی ته وصیت کوي،چې خورکۍ به دې سمه ساتې او هیڅکله به ورته په قهر کیږې نه،داسې درناوی به يې کوې لکه چې زما دې کاوه،پس له دې نه ستا مور ده.خور او  ورور په ډیره مینه ژوند تیروي او یوه ورځ خور یې د خپل د خواږه وروو د نیکمرغي او کورابادولو لپاره ورور ته د واده په تکل کې کیږي،بلاخره خپل ورور ته واده وکړي او پردۍ ناوې  کور ته راولي،ناوه  چې د خور او ورور دا بې سرحده مینه ګوري نو رخه يې ورسره پیدا شي،په داسې حال کې د کور ټول کارونه هم خور کوي او له وریندارې سره د یوې ښې انسانې په توګه مینه کوي او دا ځکه چې ورور يې پرې ډیر ګران وي،خو وریندار يې ډیرې لارې چارې پلټي څو خور د ورور په وړاندې بده او ناوړه ښځه وپیژني او هر کله چې  خاوند ته دروغ وايي،خو ځای نه نیسي او خاوند يې پرې هیڅ باور نه کوي ځکه خور یې ورته مالومه وه،چې داسې جینۍ نه ده .یووخت ورور له کور نه په اوږده سفر وځي او په دې وخت کې میرمن یې  هم بلاربه وي خور ته وايي،چې خورکۍ زما په راتلونکي ماشوم به خیال ساتې او خور یې همداسې کوي د ماشوم پالنه او روزنه ډیر په لیوالتیا سره کوي،په دې تمه چې یوه ورځ یې ورور له سفره راشي نو  دا پرې د ده د  نوي زوی زیری کوي او ورور به د خور له ښې پالنې څخه ډیر خوښ وي، خو داسې نه کیږي د ورور په راتګ سره د خوږې او سکه خور د ژوند بدې ورځې پیلیږي،چې تر پایه پورې کیسه د هیلو او ناهیلو په ګرداب کې له بخت سره په جنګ وي.یوه شپه چې ورینداره یې له خپل ماشوم نه ناخبره په بیغمه خوب ویده وي،نو خپل ماشوم تر سینې لاندې کړي،ماشوم مړ شي،بلاخره وریندارې ته د خور او ورور د بیلو لو پلمه په لاس ورشي،کله چې ورور کورته راستون شي،ښځه يې په مکارو ساندو پیل وکړي او ورور ته وايي،چې ما نه ویل دا ستا خو نه بلکې ستا دوښمنه ده،وګوره ستا ایکي  یوازې زوی یې درته مړ کړ.ورور چې لا يې د سفر ستړې دمه شوي نه وي په شیطاني احساساتو کې ځان بایلې او د ښځې پخواني دروغونه یې د خور په اړه په یقین بدل شي،بلاخره خور  ته پاکې جامې ورواغوندي او یوه ځنګل ته یې بوځي،خور ډیره هڅه کوي،چې خپل ورور  پوه کړي چې زوی يې ده نه ده وژلې خو ورور یې په د رحمان په ځای شیطان سره ملګری وي او  د خور خبرو ته هیڅ پام نه کوي،په پایله د خپلې خور سپین مړوندونه په یوه کنده کیږدي او تبرګي باندې یې دواړه مړوندونه غوڅ کړي او خپله خوږه او په وینو لړلې خور  په ځنګله کې یوازې پریږدي.
له دې وروسته د خور بدې ورځې پیلیږي خو د هرې بدۍ نه وروسته یوه نیکمرغي هم ورنصیب کیږي.بلاخره پرې همدې جینۍ د یوه پاچا زوی مینیږي،چې رشاد بابا یې داسې ژباړي:«د مظلومې پیغلې نصیب د ښو و،د دې پرې سووخپړو د ځوان په زړه کې ددې مینه لږه نه بلکې په ډیر تلوار پلارته ورغی،تر سلام وروسته یې ورته وویل:ابکه!زیری مې راوړی دی،زیری!زمونږ باغوان په باغ کې یوه داسې  پیغله پیدا کړې،چې زما په خیال تر هغې ښایسته نه وي،د دې ښکلا زما زړه وړی دی،زه غواړم ورسره واده وکړم.
ابکه ستا خوښه ده»
مونږ دلته د کیسې په منځپانګې نه غږیږو،ځکه دا کیسه بل چا لیکلې ده،مونږ یې یوازې په ژباړې او ژباړن باندې خبرې کوو،خو بیا هم داستان ډیر ښه پلاټ،کلیف هینګر،د کرکټرونو تناسب،تلوسه او ښه تخیل هم لري.ژباړن داسې ژباړلې،چې داسې نه بریښي دا ژباړه وي بلکې داسې ښکاري،چې دا کیسه د افغاني ټولنې تولید او د ژباړن خپله پنځونه ده او دا دوه لاسونده لري:
۱- یو داچې ژباړن د ژباړې په فن کې بشپړ مهارت درلود.تحت لفظي او یا تش په نامه ژباړه یې نه ده کړې،بلکې کیسه يې خپل محیط ته په کتو سره   د خپلې ژبې داخلي چوکاټ  کې اوډلې ده،په ډیر  مهارت او په ډیره ساده ژبه یې دا  داستان ژباړلی او خپل عواطف یې په کې ځای کړي دي.
۲-بل لاسوند دا دی،چې د داستان د موضو په انتخاب کې ډیر غور شوی او دا موضو زمونږ له ټولنیز ژوند سره ډیر اړخ لګوي،ځکه نو په لوستونکي او او اوریدونکي ښه لګیږي،ځکه چې ورته واقیعتونه د ده په ټولنه کې شته دي.که چيرې رشاد صاحب  د سیمې او نړۍ د فحشاخانو کیسې،د نايټ کلبونو او یو لړ نورې پولیسي سیکسي کیسې ژباړلې نو پر لوستونکو او اوریدونکو به دومره خوږ نه لږیده،له بده مرغه چې په هیواد داسې ډیر تش په نامه لیکوال شته،چې یوازې د خپل نوم پر  ليکلو خوښي احساسوي،پرته له دې نه چې  خپل  ژباړل شوي له لارې    ټولنې ته یې ګټه او پیغام په پام کې ونیسي او ملامت هم نه دي ځکه چې پرته له پښتو پارسي په بله ژبه پوهیږي هم نه او بیا چې ژباړه کوي نو د لومړني ژباړن نوم هیروي او ددویم لاس کتاب په شا به خپل نوم لیکي چې ګواکې ده ښاغلي له یوه بهرنۍ ژبې  نه دا کتاب ژباړلی او په عین حال کې چې ده به دویم ځل لپاره له ايراني کتاب څخه ژباړه کړې وي،تاسو خپله فکر وکړی،دویم لاس ژباړه هغه هم  له ایراني ژبې چې سانسور به پکې هرومرو وي څه لاس ته راوړنه ولري.دغه ډول تش په نامه ژباړې نه یوازې چې ټولنې ته کټور نه دي بلکې ټولنه د انحراف لوري ته بیايي او په پښتو ادب کې ځوانان له علمي تولید او دژباړې فن په پرمختګ کې ستر خنډ دی،خو زمونږ قدرمن استاد اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد دې ټکو ته سخت متوجه و،د دغسې مبتذلو ژباړو په ځای یې دا ډول ژباړې کړي.
په څیړنه او یا ادبي پنځونه او ژباړې کې تر ټولو مهم ټکی د موضو ټاکنه ده،داسې نه چې په لاره او کوڅه کې هر شی چې مخې ته درغئ و یې ژباړي.دا ډول ژباړنان هغو ښوروا خوړونکو ته ورته دي،چې پرته له دې د ښوروا خوند او جوړښت وګوري،چې په ښوروا کې څومره او څنګه غوښه او ترکاري پرته ایابدن ته به انرژي ورکړي،بلکې یوازې نوم ته یې خوشاله وي چې ښوروا خو ده.
دې ډول ژباړو ته هنر نه ویل کیږي،بلکې هنر هر هغه څه ته ویل کیږي،چې ټولنې ته ښیګڼې،مثبت پیغام،نوښت او لوړ فکري او تخیلي قوت ولري دا هنر دی.په یوه کتاب کې د هنر پیژندنه داسې راغلې ده:هر هغه اثر،چې  اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو په مخبیلګه(چوکاټ) کې د ښکلا پیژندنې او د ښکلا د بنسټونو د وړاندې کولو هڅه په کې وي هنر ګڼل کیږي.(۱)دلته هم مونږ وینو،چې د ټولنې ارزښتونو ته ښه څرګنده اشاره شوې او رشاد بابا هم په خپله ژباړه کې دا کار کړی دی.
په یوه بل ځای کې هنر داسې معرفي شوی:هغه اثر هنري ګڼل کیږي،چې دلوستونکي او اوریدونکي روح او عواطف ځانته راکیکاږي.(۲) رشاد صاحب همداډول هنر کارولی دی،لکه چې مونږ یې د ده په «بې لاسو ښځه» او ځینو نورو ژباړو کې (سوالګره نجلۍ د ټاګور له آثارو،د مینې نغمې د سروجن ناینډوله له اثارو،ظالم د سید جمال الدین له آثارو څخه،ظالم رواج دټاګور له آثارو،د ظالم باغ د اسکروفیلډ له آثارو او وریځ د شیلي له آثارو څخه.)(۳)
په دغو ټولو ژباړو کې د پورتني تعریف سمون په کې وینو،چې لوستونکی او اوریدونکی پر ځان راماتوي او د دوی عواطف له ځانه سره ملګري کوي.د یادونې وړ ده،چې ژباړه په خپل ذات کې فن دی هنر نه دی،خو رشاد صاحب داسې ژباړې کړي،چې د فن له بریده راوتي دي او د هنر په بې سرحده دریاب کې لاهو شوي دي.د رشاد صاحب په ژباړو کې د قوت بل لامل د نوموړي بلدتیا له نورو بهرنیو ژبو سره ده؛رشاد بابا هیڅکله هڅه نه ده کړې څو د اوسني ټمبل دود په څېر له ایراني ژبو څخه آثار و ژباړي،ځکه دی پر دې پوهیده،چې افغانان په ایراني پوهیږي او پارسي ژبه زمونږ په هیواد کې مروجه ژبه ده او هر افغان مسول دی،څو زده یې کړي نو د هنري آثارو ژباړو ته یې اړتیا نه لیدله کیږي،بلکې نور په ځانګړي توګه ځلمکي لیکوال دې د رشاد بابا په څېر ځان ستړی کړي او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ژبو څخه دې پښتو ته آثار وژباړي نه له سانسور شویو ایراني کتابونو څخه.لوی خدای دې د رشاد بابا اروا ښاده لري او د ده د کارونو  او لیکنو  اغیز دې پر نورو ژباړونکو پریوځي.


سرچېنې
۱-  سعدیان ،عبدلحسین:دایره المعارف ادبي،چاپخانه بهرام، ۱۳۸۰،ایران. ()مخ.
۲-  انوري،حسن:فرهنګ سخن،۱۳۸۱،تهران،۸۴۲۹-۸۴۳۰مخونه.
۳-رشاد،عبدالشکور:ادبي نثرونه،۱۳۸۴ل،علامه رشاد اکاډیمي،د پوهنې مطبعه،کندهار،۵۸-۴۲مخونه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery