مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانانو خپل مينځي اړيكى په څه ولاړى دي؟

ماليار احمد زي
ماليار احمد زي
 كه د نړى اوسني پرمختګ او د هيوادونو تر مينځ اړيكو ته ځير شو،نو دا ښكاري چى ټول پرمختګونه او ټولى اړيكى په اقتصادى اړتياوو ولاړى دى.
 د مثال په توګه د پاكستان او اسرائيلو اړيكى. دا دوه هيوادونه چى د دوو مخالفو مذهبى بنسټ پالو مخالفو نظرونو په اساس مينځ ته راغلى او په نړى كى د ستونزو لامل ګرځيدلى، اوس يو بل سره نږدى كيږي او ملګرتيا ټينګوي او ددى ملګرتيا او د تربګنيو د كمولو اصل لامل اقتصادى اړتياوى دي.
 دوى په دى وخت كى اسلام او يهوديت يا پاكستانيت او اسرائيلى توب د اړيكوو معيار ندي ټاكلي خپلى پخوانى مذهبى او نشنالسټى بنسټ پاله نظرونه يي هير كړل او يو بل سره يى اړيكى ټينګى كړى. دا په دى چى اوس د نړى په ځواكمنو هيوادونو كى يهودان تر ټولو شتمن خلك دى او ده دوى دا اقتصادى ځواك د نړى سياسى چارى تر ډيره حده تر خپلى اغيزى راوستى دي، البته د دي په خوا كي يو سياسي لامل هم شته او هغه دا چي پاكستان غواړي په دي توګه دغرب اوامريكا فشار هم پرځان كم كړي.
 او همدارنګه د امريكا او ليبيا اړيكو ته كه وګورو، دواړو هيوادونو خپل سياسى اختلافات هير او اقتصادى اړيكى يې ټينګى كړى آن تر دى چى ليبيا د خپلو اقتصادى ګټو لپاره خپل د اتومى پروګرام په اړه ډير ارزښتناكه معلومات او وسايل امريكا ته وسپارل.
 په نړى كى د دا ډول اړيكو خورا ډير مثالونه شته چى پرى خبرى كولاى شو خو اوس راځى چى خپل ځان ته او خپلو خپل مينځى ستونزو ته وګورو چى د افغانستان ملت يې لا تراوسه ګالى.
 
 افغانانو په تيرو كلونو كى ډير سياسى، اقتصادى او نظامى كړكيچونه وليدل او په ژبو، قومونو، سيمو او كورنيو وويشل شول. كه د افغانستان ژبنى او قومى تركيب او نږديوالى ته وګورو، ټول پر يو بل متكې يو. پښتانه، هزاره، تاجكان، ازبكان او همداراز نور افغان قومونه په اقتصادى، كلتورى او آن په كورنى تركيب كى پر يو بل متكى دي. د يو بل نه ليرى زموږ ژوند سخت دى او موږ مجبوروي چى د پرديو لكه روسانو، ايرانيانو او پاكستانيانو غوندى خلكو ته لاس وړاندى كړو او څه چى هغوى وايى ويى منو.
 په دى ورستيو كلونو كى د يو څه مشرانو په خبرو چى ويل به يې زموږ د قومونو حقوق تر پښو لاندى شوى يو بل سره لاس په ګريوان شولو. كه زموږ د دغى مبارزى او جګړى كلونه او د افغانستان تير دوه نيم سوه كلونه سره مقايسه كړو نو په ښكاره توګه يې ليدى شو چى آيا موږ سره په هغو كلونو كى ډير ظلم شوى او حقوق مو ترپښو لاندى شول او كه دى تيرو څوارلسو كلو كى موږ خپله خپل حقوق تر پښو لاندى كړى او يو بل سره مو ظلم كړى او د قوميت او ژبى په نوم مو څومره افغانان تر خاورو لاندى كړل.
 د كابل په جګړو كى د هزاره، تاجك او پښتون په نوم زموږ څومره ځوانان مړه، ښځى كونډى او بى پته شوى او څومره ماشومان يتيمان شول او پايله يې دا وه چى موږ خو خپل حقوق تر لاسه نه كړل بلكه يوبل نه ډير زيات لرى شولو. كه مونږ خپله بقا او پرمختګ د يوبل سره په نږدي كيدو كى ليدلى نو د تربګنى او دښمنى دى حالت سره به نه مخ كيدو.
 د نړى يو بل نه ډير لرى پراته ملتونه او قومونه سره نږدى كيږى او د دى نږديوالى معيار يى، ژبه، رنگ، مذهب، سيمه او توكم نه دى بلكه په يو بل كى د خپلى بقا او ژوندانه نښى دى.
 نو موږ افغانان چى ديوبل سره لكه د بدن غړى نږدى يو او په يو بل ژوندى يو، پر يوبل مو اقتصاد، كلتور او كورنى متكى دي، په موږ كى دا د دښمنۍ او تربګنۍ درز د څه دى او د څه لپاره دى، آيا موږ اوس هم د پرديو په خبرو غوليږو او كه په خپلو ښو نه پوهيږو؟
 آيا په دى پوهيږو چى زموږ دا غلطه مبارزه او جګړه چى موږ يى د ژبى، قوم اوسيمى په نوم كوو موږ ته څومره ګتوره ده او آيا موږ په دي لار خپل حقوق تر لاسه كولاى شو او كه خپل ځانونو د يو بل نه جلا كوو؟
 د نړى نورو هيوادونو لكه هندوستان، ماليزيا او كاناډا ته كه وګورو چى ولس يى په ډول ډول ژبو خبرى كوي، ډول ډول كلتورونه لري او په مختلقو سيمو كى يې ژوند كوي خو د يول ملت په رنګ په نړى كى دوى پيژندل كيږې. دا ځكه چى دوى خپله بقا په يو بل كى ويني. ددوى د اړيكو معيار ژبه نه بلكه د دوى يو واحد ملي هويت، شريكى اقتصادي ګتى او شريكى كلتوري اړيكى دي.
 نو كله چى موږ افغانان ځان ته وګورو موږ ددى هيوادونو د خلكو په پرتله يو بل سره ډير زيات نږدى يو او ډيرى زياتى اقتصادي شريكى ګټى لرو. زمونږ دين يو دى، زموږ خاوره يوه ده، نو موږ بايد اوس هم په ژبو، او سيمو وويشل شو؟ اوس د وخت او زموږ ضرورت دا دى چى د يو واحد افغان ملت په توګه سره ژوند وكړو او دا ثابته كړو چى موږ افغانان په ژبو، سيمو او رنګونو نه ويشل كيږو. افغان يو بدن دى چى هزاره، ازبك، تاجك پښتانه او نور قومونه يې د بدن ښايسته او قوى غړى دي چى يو زيانمن او يا رنځور شي نو ټول بدن يې درد احساسوي او رنځور شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery