مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لطيف الله حكيمي نيونه

غلام جيلاني ځواك

غلام جيلاني ځواك
 لطيف الله حكيمي چي ځان يي د طالبانو وياند باله د پاكستان دپوليسو لخوا د كويټي په ښار كي ونيول شو، ده به په ډير جرئت دميډيا سره خبري كولي او د طالبانو دريځ به يي د پيښو په وړاندي په ډاګه كاوه، تراوسه ډيرو خلكو سره دا سوال وو څرنګه ممكنه ده يو تن چي بهرني او كورني ژورنالستان په ډيره اساني ورسره تماس نيولي شي او مركي ورسره كولاي شي ځان دپاكستان د ټولو استخباراتي شبكو نه پټ وساتي .
 دده نيونه كه له يوي خوا ښئي چي پاكستان دنړيوال فشار له امله دي ته اړشوي چي د ترهګري په وړاندي كوټلي ګامونه واخلي له بلي خوا يوځل بيا د افغانستان دا دريځ ثابتوي چي پاكستان اوس هم ترهګرو ته يو خوندي جنت دي او د حكيمي په شان لوړ پوړي طالب چارواكي اوس هم په پاكستان كي په ډاډه زړه خپل فعاليتونو ته ادامه وركوي.
 د يادولو وړ ده چي په تيرو څو مياشتو كي يوشمير لوړ پوړو افغان چارواكو دا خبره په كراتو كړي چي اوس هم د پاكستان دخاوري نه افغانستان ته ترهګر ليږل كيږي، ګرچي دا خبره په يوشكل پرويز مشرف او مولانا فضل الرحمن هم تائيد كړي، او بيا په تيره د حكيمي په هكله په داسي حال كي چي افغان چارواكو تل ټينګار درلود چي نوموړي دكويټي په ښاركي دي پاكستانيانو به ويل چي هغه په پاكستان كي نه بلكي په افغانستان كي دي.خو دادي حكيمي په پاكستان او دپاكستان د كويټي په ښاركي ونيول شو، دا خبره ښئي چي اوس هم هلته د طالبانو شبكه په منظمه توګه فعاليت لري او دپاكستان دمقاماتو لخوورسره مرسته او ملاتړ كيږي.
 ډير شمير خلك په دي اند دي چي پاكستان هركله چي لږ څه ناڅه د نړيوال فشار سره مخ شي يو طالب يا د القاعده غړي چي د مخكي نه د دوي د نظرلاندي وي، ونيسي او په دي توګه ثابتول غواړي چي ګواكي د ترهګري سره په جګړه كي رښتيني دي، د اسرائيلو سره اړيكي او اوس د حكيمي نيول هم خلك پرځان د فشاركمولو د پاكستان د تكتيكي ګامونو يوه برخه بولي.
 خو پاكستان تراوسه پردي ندي بريالي شوي چي ترهګري سره مبارزه كي دخپلي رښتينولي په هكله د نړيوالو او بيا په تيره د افغانانو باور ترلاسه كړي، دي هدف ته رسيدو لپاره د پاكستان په مخ كي لا ډير مزل پروت دي ، پاكستان بايد لاډير چټك او مظبوط ګامونه پورته كړي ترڅو وكولاي شي ترهګري سره په جګړه د نړيوالو په وړاندي خپل له لاسه تللي باور بيرته ترلاسه كړي.
 حكيمي چي څومره په پراخه توګه ميډيا سره تماس درلود او تقريباً هرژورنالست يي د تليفون شميره او حتي د اوسيدو ادرس له ځانه سره درلود، پاكستان ته ناشوني وه نور يي ځان سره پټ وساتي. اوس چي حكيمي نيول شويدي افغانان اونړيوال په دي تمه دي چي له ده نه د لاس ته راغلو معلوماتو په اساس نور څومر د طالبانو او القاعدي غړي نيول كيږي ځكه په كوم سرعت چي ده د پيښو په وړاندي غبرګون ښوده هغه ښئي چي حكيمي د طالبانو اوالقاعده د مشرتابه او د افغانستان په بيلا بيلو سيمو كي د ترهګرو كړيو سره نيغ په نيغه اړيكي درلودي ، همدا رنګه كه په رښيتاهم د حكيمي د نيولو دكاسي لاندي كومه نيم كاسه موجوده نه وي نوبايد پاكستان ژر ترژره حكيمي افغانستان ته وسپاري . حكيمي پرته لدي چي خپله افغان دي او په هغو ټول جناياتو كي شريك ګڼل كيږي چي دننه په افغانستان كي سرته رسيدلي او ده يي د طالبانو په استازيتوب پړه پرغاړه اخستي نو افغانستان نو پرهمدي بنسټ حق لري هغه نه پلټني وكړي او دخپلو كړو په سزا يي ورسوي، كه پاكستان افغانستان ته دحكيمي د سپارلو په كار كي ځنډ كوي او يا يي نه سپاري نو مالوميږي چي پاكستان دده له نيوني نه يواځي غواړي د خپل ځان لپاره سياسي گټه پورته كړي او ترهګري سره په جګړه كي رښتوني ندي او ښايي لدي ويريږي چي هغي پټي اړيكي چي تراوسه يي حكيمي خوندي ساتلي وو، په ډاګه نشي او آيي ايس ته آيي ته كومه رسوايي رامنځ ته نه كړي.
 خلكو ته دا هم يوسوال دي چي د حكيمي دنيولو خبره ولي دومره ژر په ډاګه شوه، آيا په دي توګه دپاكستان پوليسو په لوي لاس ټولو هغو ترهګرو كړيو ته چي د پټيدو ځايونه يي حكيمي ته مالوم دي وخت نه وركوي چي خپل د پټيدو ځايونه تبديل كړي، د حكيمي نيول ځكه مهم گڼل كيږي چي د طالبانو دوياند په توګه هغه د ترهګرو د كړيو او اړيكو په هكله مالومات درلودل، ښكاري دا چي پاكستان عمداً غوښتي دا چانس له لاسه وركړي، تراوسه خود حكيمي نه د لاس ته راغلو مالوماتو له مخي نه څوك نيول شوي او نه په دي هكله څه ويل شوي، البته يواځيني خبره چي پاكستان د حكيمي له قوله كوي هغه داده چي ګواكي اسامه بن لادن په افغانستان كي او دا هغه خبره ده چي د پاكستان په ګټه ده، ځكه دافغانانو په شمول ډير شمير نړيوالي كړي په دي باور دي چي اسامه بن لادن به پاكستان كي وي، دي نه ښكاري چي پاكستان او س هم د پخوا په شان ترهګري سره په جګړه كي خپل دوه مخي سياست ته ادامه وركوي او نه غواړي په دي هكله رښتيني ګامونه پورته كړي.
 د حكيمي نيونه د ترهګري سره په جګړه كي د پاكستان د رښتينوالي په هكله يوه امتحاني دوسيه ده كه د حكيمي نيولو كومي ملموسي پايلي ونه درلودي، نو د خلكو دا آند به رښتيا شي چي وايي حكيمي تراوسه د آيي ايس آيي په امر د طالبانو دوياند په توګه دنده ترسره كوله او اوس د پاكستان دګټو په خاطر د زندان ميلمه دي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery