دخپریدو نیټه : 2010-08-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپېژ نئ ! ٧٥ برخه ( سدوزي)
دکتور لطيف ياد- استراليا
سدوزي له اره سړبڼي پښتانه دي او دپوپلزيو د قبيلې يوه څانګه ګڼل کيږي ٠ ددغې قبيلې مورث اعلی يا ستر نېکه اسدالله خان و چې په ٩٦٥ لمريز کال زيږېدلی او په ١٠٢١ لمريز کال يې له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړي دي٠ نو موړی په عوامو کې په ملک سدو مشهور و اودده دنامه له کبله دغه قبيله په سدوزيو سره مشهوره شوه.
تاريخ حيات افغا ني دسدوزيو دقبيلې په اړوند داسې کښلي دي :
" سدوزي د پوپلزيو يوه څانګه ده٠ سدوزيان تر ډېره وخته پورې نه يوازې دپو پلزيو د قبيلې،بلکې ددرانيود ټولې قبېلې خا نان او مشران شمېرل کېدل او جوته ده چې سدوزيان ددراني قبيلو په ټو لو څانګو کې دځانګړي درناوي نه بر خمنه قبيله ګڼله کېدله، داځکه چې د افغا نستان بنسټ ايښودونکی او واکمن لوی احمد شا ه بابا عليه الر حمه د سدو زي د ټبر نه و نو ځکه سدوزيان يوه بېله قبيله ګڼله کيږي ، خو په اصل کې دغه قبيله دپو پلز يو دقبيلې يوه څا نګه ده٠ "(١)
ملک سدو يو ډېر پوه او هو ښيار سړی و چې د خپل قوم لپاره يې ډېر خد متو نه وکړل او په پای کې د خپل عمر په ٧٥ کلنۍ کې يې ددې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې ٠ دملک سدو نه پنځه زامن پا تې شول چې خواجه خضر خان،مودود خان، زعفران خان، کامران خان او بهادرخان نو ميدل،چې بيا خواجه خضر خان د ولس او خپلې قبيلې دخلکوپه خو ښه په مشرتا به وټا کل شو او شل کاله يې دخپل قوم خد مت وکړ ٠ خو اجه خضر خان دوه زامن درلودل چې يو يې خداداد سلطان او دويم يې شير خان نو مېدل (٢)٠ تر پلار ورو سته خداداد سلطان دقبيلې مشر شو چې يو با تدبيره او ځيرک انسان و او دقبيلې ټو لې شخړې او لانجې يې دجر ګو له لارې اوارولې٠ خداداد سلطان دغلجيانو او ابد اليانو تر مينځ پو لې د ورور ګلويزو اړېکوپر بنسټ و ټا کلې او بيا يې دقبيلې مشري خپل ورور شېر خان ته وسپارله ٠
شېر خان د خپلې مشرۍ په وخت کې د ايران دبيګلر بيګي يا سيا سي استازي سره په کند هار کې په مخا لفت لاس پورې کړ٠ ده هم د خپل عمر په ٦٥ کلنۍ کې له دې نړۍ نه ستر ګي پټې کړې٠ تر شير خان نه وروسته يې زوی سر مست خان د سدو زيوقبيلې مشر وټا کل شو او ديرش کاله ددغې قبيلې د مشر په تو ګه پا تې شو، چې بيا دهغه ځای نا ستی دهغه زوی دولت خان و، خو ددې له پاره چې نو مو ړی په عمر کو چنی و نو د قبيلې دمشر تابه چارې به دده اکا حيات سلطان پر مخ بيولې٠ وروسته دولت خان ا و دهغه زوی نظر محمد خان په کند هار کې دايران دبيګلر بيګي ګورګين د تو طيو له مخې ووژل شول٠ ددولت خان تر مړ ينې وروسته دده نه دوه نور زامن پا تې شول چې يو يې رستم خان او بل يې زما نخان ول ٠ کله چې رستم خان د خپل پلار تر وژل کيدو وروسته دسدو زيو دقبيلې مشر شو ، نو دی هم دظالم ګورګين له خوا ووژل شو٠ په دغه وخت کې د سدو زيو قبيله بې مشره پا تې شوه٠
په ١٠٢٩هجري کال کې د حيات سلطان زوی عبد الله خان او دهغه زوی اسد الله خان چې ملتان ته تللی ول له ملتا نه بېرته کند هار ته راغلل او عبد الله خان ددغې قبيلې مشري ې په غاړه واخيستله٠ عبد الله خان او زوی يې اسد الله خان بيا هرات ته ولاړل، خو د هرات ګورنر عباس قلي خان دواړه بند يان کړل٠ په دغه وخت کې دهرات قزلبا شانو د عباس قلي خان پر خلاف بغا وت وکړ او عباس قلي خان هم مجبور شو چې له هراته وتښتي٠ په دې وخت کې عبد الله خان او زوی يې ا سد الله خان چې د عبا س قلي خان په بند يخا نه کې بند يان ول د عبا س قلي خان دتيښتې سره سم له بنديخانې وتښتيدل او غرو نو ته وختل او په بغاوت يې لاس پورې کړ او بيا دهرات دنيولو لپاره دښار په لور وروخو ځيدل٠ له ښاره يو فر سخ ليرې د دسدو زيو او اير انيا نو تر منځ جګړه ونښته چې په نتيجه کې ايراني حاکم جعفر خان ونيول شو او سدوزيانو ښار محاصره کړ او په دې تو ګه دهرات ښار سدو زيو ته په لاس ورغی٠ ورو سته اسد الله خان سدوزی دفراه په جګړه کې د محمود له خوا ووژل شو٠
تر دې پېښو وروسته عبد الله خان سدوزی هم وفات شوا و بياد خلکو په اتفاق سره زمانخان د سدوزيو دقبيلي مشري پرغاړه واخيسته ا و دايرا ني پو ځو نو سره په مېړانه وجنګېد ٠ دده زوی ذوالفقار خان هم د ايرانيا نو سره ډېرې جګړې وکړې٠
تر هغه وو سته دسدو زيو په قبيله کې لوی احمد شاه بابا د ١٧٤٧ نه تر ١٧٧٣زيږ دېزه پورې دافغا نستان واکمن شو او يوه ستره امپر اتوري يې جوړه کړه چې په تاريخ کې ددرانيانو دامپر اتورۍ په نا مه سره مشهوره ده چې ددې امپر اتورۍ لمن په لو يدېز کې تر اصفهان او نيشا پوره ، په ختيز کې ترکشمېر،لاهور پنجاب او ډيلي پورې او په شمال کې تر مروې او بخا را پورې پراخه وه٠
پټه دې نه وي چې سدوزيان، درانيان او ابد اليان په مجمو ع کې سره تو پير نلري او ديو ټبر او يوه پلار او لاده ګڼل کيږي، خو يوازې دا چې سدوزي د پو پلزيود قبيلې يو ه څا نګه ده٠ لوی احمد شاه بابا په تا ريخ کېکله دسدوزي ، کله دابد الي او کله هم ددراني په نو مو نو او لقبو نو سره ياد شوی دی ٠ (٣)
نن ورځ دسدوزي د قبيلې پورې اړونده خلک په کند هار ،هرات ،فراه، هيلمند، زابل ،کابل، ايران، پېښور، پښتو نخوا، کو يټه ،لاهور ، ملتان کر اچۍ دېره جا تو،کشمير ،هند او ډېرو بهر نيو هيو ادو نو کې استو ګنه لري٠
------------------------------------------------------
ما خذو نه او منا بع :
(١) تا ريخ حيات افغا ني، دويم چاپ ١٤٢ نه تر ١٥٢ پورې مخو نه، پېښور، دانش٠
( ٢) پښتانه دتاريخ په رڼا کې ، ١٢٧٨- ١٢٧٩ مخو نه٠
(٣) پښتني قبيلې،١٦٢،١٦٣،١٦٤ مخونه، دويم چاپ، پېښور، دانش٠