لومړی برخه
د محمود نظری ژباړه:
داد مسلمان او مسیحی تر منځ مناقشه او مباحثه د ډاکتر حسن باګیل د څلورو کالو د زیار پایله ده چی ۱۶ مذهبی کتابونو او معتبر دایرالمعارفو نه یې کتلي او ډیر نوی او په زړه پوری مالومات یې را ټول کړي دي.
زما دا کتاب ډیر خوښ شو امید چی ستاسو هم خوښ شي.
ع- ولي په دې وروستیو کې د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ عقیدوی خبری اتری او مباحثی ډیرشوی دی؟
م- دا ځکه ډیر شیان د دې دوو ادیانو تر منځ سره یو دی لکه :په یوه خدای چې ډیر پیغامبران یې مځکې ته رالېږلي دی ،عقیده لرل. د خدا ی د لغت منل چی یهودان ترې انکار کوي..
ع- د مسیحیت دو زره کاله او د اسلام تقریباً (۱۴۰۰)کاله کیږی نو ولی همدااوس دا مباحثې تودې شوي دي؟
م- په دی درو- څلورو پیړیو کې ډیر اسلامي او افریکایي ملکونه د انګریږ ، فرانسې، بلجیم، هسپانې او پرتګال مستعمرې وې او مسیحیانو ډیره هڅه وکړه د مرستو لکه درملنه، کالو، ډوډی، او کار د ورکولو د لیاری هغوی یعنی مسلمانان مسیحیت ته واړوی خو لږ بریالی شوي دي .
ګر چې ځینی خلک د تعصب له کبله چی وایي مسحیت د هیوادو د پرمختګ سبب شوی دی اوښتي دي خو باید ووایم دا خبره غلطه ده ځکه په هغه وخت کې مسیحیت له دولت نه بیل شوی وو.
د دوېم نړیوالي جګړې وروسته ډیر هیوادونه ازاد شول او ډیر خلک د کار لپاره غرب ته مخه وکړه او د مسیحیانو سره یې نژدی اړیکي پیدا کړې او د اسلام په هکله یې د هغو سره مباحثی پیل کړی چې په ځانګړی ټوګه د زده کوونکو ونډه درنه وه.
ع- کوم بل دلیل هم لری؟
م- زه فکر کوم د دواړو ادیانو تر منځ د واټن لږ والۍ، د اوښتلو ،راوښتلو لپاره د دواړو مقاومت او رقابت یې نور دلایل دی .
مسلمانان له یهودانو نه د مسیحیانو سره ښه اړیکې لري
قرانکریم په سوره ۵:۸۲« ...د مسلمانانو بدترین دښمنان یهود او مشریکان دی مومینانو ته نژدی ترین هغه دی چی وایي ، موږ مسیحی یو دا په دی دلیل دی چی هغوی خپل په منځ کی کشیشان او راهبانی لری او متکبر نه دی »
په دواړو کې داسې خلک شته چی ژوند یې د دین چوپړ ته وقف کړی دی. ځینو مسیحیانو د اسلام په هکله څیړنی کړی او مسلمانانو هم د دوی په هکله مالومات راټول کړی دی او په دواړو مقدسو کتابو کی دد ې ادیانو ذکرهم شوی دی په قران کریم کې ویل شوي دي سوره۳:۴۵«...ملایکو وویل: ای مریم خدای په تا زیرۍ کوی په کلمه له خپل جانبه چې نوم یې مسیح د مریم زوی دی هغه په دنیا او اخیرت کې برجسته سړی دی او د خدای د دربار نژدی ترین به وي »
د بایبل د یوس دکشنری چی د مسحیانو د تعالیماتود بورد لخوا لیکل شوی دی چې د امریکا د کلیسا لخوا نه په ۱۹۸۰کی چاپ شوی ده دکیدار د لغات لاندی لیکی:
لرغونۍ بایبل ۲۵:۱۳ .. کیدر « د اسمعیل (ع) د اولادو د ټبر نوم دی ،د کیدر خلک( فلینی سیدرای ) دي چې له هغو څخه محمد (ص) راپورته شوی دی »
د بایبل بین المللی ستندرد دایره المعارف لیکي:
- د اسمعیل په ټبرکې (کیدر) ډیر مهم دی ،چې وروسته دا نوم ټول د صحراوحشی ټبر ته ذکر شوی دی، دکیدر(عرب کایدر ) د مسلمانانود نسب شجره ثابتوی چی محمد«ص» د اسمعیل (علیه سلام) له پښته دی .
همداسی د بایبل سمیت ډکشنري لیکي:
د اسمهیل دوېم زوی کیدر(تور) دی .لرغونی انجیل۲۵:۱۳ «....د محمد کورنی قریش د کیدر اولاده ده. ټول عرب په حجاز کی چې د بنی حرب ( دجنګ سړي) په نامه یادیږی هغه ټول د اسمعیل اولاده ده...»
او جالبه لا دا ده چی وايي: هغه وخت چی قران لیکل شوی دی د هغو ژبه سوچه وه او تر۱۲۰۰ کاله پوری دا ژبه بی تغیره پاته شوې ده چې ښه ثبوت یې په سیمه کې د ختیز د رسم او رواج دوام وو .
د مسلمانانو د مهاجرت لویه پانګه غرب ته انساني قوه نه بلکي په لویدیز کی د اسلام د جرړي( ریښې) ټینګول وه د هغو په راټګ سره په لویدیز کې ډیر مسجدونه او اسلامی مرکزونه جوړ شول او ډیرخلک یې د اسلام په مقدس دین مشرف کړل.
دلته د بیرته اوښتل نوم ځکه کارول شوی دی چې انسان له اوله مسلمان زیږیدلۍ دی او بیا موروپلار او ټولنو هغوی نورو ادیانو ته اړوی دی داهم جوته شوې ده چی اسلام نه د توری په واسطه بلکي د ځانګړو او ډله یزوتبلیغاتو په واسطه پیاوړی شوی دی.
د۱۹۸۴ د کال کلیز او د ۱۹۸۳ کال د لیدر داجست دکلیز
په اساس د ۱۹۳۴ -۱۹۸۴ پوري د نړۍ نفوس ۱۳۶ په سلو کي اود مسیحیانو نفوس ۴۷ به سلو کي اود اسلام نفوس۲۳۵ په سلو کې زیات شوی دی.
ع- که دا دری سره ادیان یوه خالق منی نو بیا ولی دومره توپیر په کې شته؟
م- ټول پیغامبران له ادم (ع) نه تر محمد (ص) پوری دیو پیغام راوړنکي دي او هغه د بشر سپارنه او تسلیمی و یو خدای(ج) ته ده. دی پیغام ته په عربی کې اسلام وایي د اسلام معنا سوله ده ، سوله د د خالق او د مخلوق تر منځ
. خدای( ج) په سوره( ۵:۳) کې وایی(«... نن می ستا سو دین د کمال حد ته ورسوی او خپل نعمت مي پر تاسو تمام کړ او اسلام مي ستاسو دین وټاکۍ...»
د مسیحیت او یهودیت نومونه نه په بایبل کي ، نه به انجیل کي او نه هم د انجیل په ډکشنري کې شته!
نه د یهودو او نه د مسیحیانو د پیغامبرانو لخوا ویل شوی دی چې دهغوی د دین نوم مسیحي یا یهودي دی .
د مسیحیت(کرستیانتی ) لفظ دری وار ی په نوی انجیل کی د بی دینو ، مشرکو او د یهودو لخوا د عیسی(ع) ۴۳کاله وروسته هغه وخت چی عیسی( ع) په نړی کی نه وو راغلۍ دی
اکت۱۱:۲۶.«...او شاګردان یې په ضدیت سره د کرستیان په نامه ونومول شول »
وروسته بیا پاچاه اګریپا ۲ و پال ته وویل:
اکت ۲۶:۲۸ «...اګریپا وویل پال ته ته تل ما هڅوې چې کرستیان شم»
نو د مسیحیت (کرستیا نیتی ) کلمه لومړی د دښمن لخوا کارول شوې نسبت و دوست ته
په نړی کې لومړی مسلمان محمد(ص) نه بلکي ابراهیم (ع) وو ولی د هغه نه مخکی اسلام د ادم (ع )او نوح( ع) د ژوند لار وه بیا وروسته اسلام د بشریت د ژوند لاره شوه
ع- څرنګه وایی چی ابراهیم( ع ) مسلمان وو هغه خو یهود وو!
م- دا چیری لیکل شوی دی ؟
م - زه به درته ووایم لرغونی انجیل ۱۱:۳۱«... او تیراه ابراهیم خپل زوی ونیوی او سایره د هغه نږور وه د ابراهیم ښځه ، هغوی مخ ته ولاړه د( یور) څخه تر (کلدیز) پوری او بیا( کانن) سیمی ته ولاړل تر (هارن) راغلل او هلته میښته شول» .
نو ابراهیم(ع) په( یور) کی زیږیدلی دی نو هغه یهود نه وو( یور) د (کالدیز) په (میزوپوتامیا) کی دی چې اوس په عراق پورې اړه لری .نو ابراهیم (ع) ډیر عرب دی نسبت و یهود ته دوېم دا چی د یهود کلمه د یهودا (جودا) چی د ابراهیم (ع) کړوسی له نوم نه اخېستل شوی ده
ابراهیم (ع)۷۵ کلن وو چی د( هارن )نه وکوچیدی او( کانن) ته ولاړی
نو ابراهیم هلته بیګانه وو دا د لرغوني انجیل۱۷:۸ لخوا هم تایید شوی ده
«.... ما تا ته او ستا وروسته ستا اولادو ته چی دلته بیګانه یاست د کانن ټوله مځکه په ابدي ملکیت در وبښل او زه به د هغوی خدای یم...»
او په لرغونی انجیل کی لیکل شوی ۱۴:۱۳«...او راغی یو سړی چی تښتیدلی وو او ابراهیم ته یې هیبرو وویل»
انجیل خپله وایی چی ابراهیم (ع) هیبرو ووچی معنا یې د ها خوا د ( یوفرات) څخه ده دا معنا هم لری چی هیبر د( شیم) له نسله دی .لرغونی انجیل۳۲:۲۸«....د یعقوب په نامه څه وشول چی د یوه ملایکی سره یې غیږ ونیوله او هغه وویل :د یعقوب نوم باید نور ونه ویل شی بلکه اسراییل..»
م- نو ابراهیم هیبرو وو او د یعقوب اولاده اسراییل دی چی دولسو قبیلی یې لرلی او د جودا(یهودا) کوچنی نوم جیو وو نو یوازی د جودا(یهودا) اولادی ته یهود ویلای شو
که غواړې پوه شې چې موسی څوک دی نو اګزودس( د زوړانجیل دوېم کتاب) ۶:۱۶-۲۰...وګوره
ع- «...د شجری په اساس د( لیوی) زامن ګیرشون،کوهاث او میراری... او د کوهاث زوی امران او امران د پلار د خور (جوکبیدیا یوکیبید) سره واده وکړ او موسی او هارون یې اولادونه دی » .
م- نو موسی یهود نه وو ځکه هغه د جودا زوی نه بلکي د لیوی زوی دی موسی د قانون ورکونکی وو(تورات قانون دی) د اسراییلو د اولادو لپاره
ع- دا څرنګه تشریح کولای شی!
م- ځکه موږ قرانکریم ستندرد نیسو ګرچی د قران سره یهودان او مسیحیان تعصب لری خو قران کریم داسې یو کتاب دی چی هیچ ډول لاس وهنه او غلطۍ په کې نشته دا د خدای له خوا ګرانتي شوی آسماني کتاب دی الله په سوره ۲:۲وایي: «..دا آسمانی کتاب بیله غلطۍ دی دا د پرهیز ګارانو لپاره لارښود دی اوهیچ غلطۍ په کې نشته» .
او په سوره ۱۵:۹وایي «...بیله شکه موږ قران درولیږی او مطمیناً موږ د هغه ساتنه(د لاسوهني) څخه کوو»
. دا ایات د بشریت لپاره چلنج دی.
په دې (۱۴۰۰) کاله کې په قران کریم کې یو لغت هم تغیر تبدیل شوی نه دی، کاپرانو د تغیراتو هڅه کړې خو ناکامه شوي دي .ځکه خدای(ج) د هغه ساتنه کوی بر عکس د نور کتابونه لکه(
ابراهیم
اسمعیل اسحاق زیمران مد یا مد ین اشباک شواه جوګشان
ایساو یعقوب
ریوبین سیمون لیوی جیودا ایساچر زیبولان یوسف بنجامین دان نیپتالی ګد اشیر
ایر ونام شیله فریز زیره
داوید
امران ازهر ایبران یوزای
موسی هارون عیسی
لرغونی انجیل۱۶:۱۶، ۲۱:۵،۲۵:۲۵، ۲۸:۳۲-۳۵،۳۸:۳-۵، ۲۵:۱-۲
۱ کرونیکل۲:۲-۵
نوی انجیل ۱:۱-۵، ۶:۱۶-۲۰
تورات، سام، انجیل... او نور) چې په اصلی نسخو کې یې ډیر
تغیرات ، حذفیات ، اړول او بدلول شوی دی.
ع- قران کریم د ابراهیم او موسی په هکله څه نتجه ګیري کوي؟
م- سور۳:۶۵«...او اې د آسمانی کتابو پیروانو(مسیحیانو او یهودانو) تاسو ولی دابراهیم په هکله مجادله کوی په داسې حال کې چی تورات او انجیل د هغه نه وروسته نازیل شوی دی ».
او په سوره۳:۶۷«...ابراهیم نه یهود او نه هم مسیحی وو هغه حقیقی مسلم وو او هیڅکله مشرک نه وو » .
په سوره ۲:۱۴۰«...او ووایه ته چی ابراهیم، اسمعیل ،اسحاق،یعقوب او دولس زامن یې نه یهود او نه مسیحی وه».
بیله شکه چې همداسې ده، دوی نه یهود او نه مسیحی وه ځکه د یهود کلمه له یهودا وروسته اود مسیحی کلمه د عیسی وروسته راغلی او پیدا شوی ده.
ع- په انکریزی کی د الله نوم بیګانه دی ته ولي د( ګاډ) نوم نه استعمالوی؟
م-رښتیاد الله کلیمه د غیر مسلمانو لپاره بیګانه ده ولي دا باید ووایم چی د الله کلیمه له ادم (ع) نه تر محمد(ص ) پوری استعمال شوی ده دا د دوو عربی لغاتو ال او ایله نه جوړه شوی کلیمه ده چی د (ای )حرف ترې ایسته شوی نو الله کلیمه ترې جوړه شوی ده . الله د هیبرو د نوم( یلاهه) خالق سره نژدی دی ولي یهود دا کلمه غلطه یعنی جمع ( یلایم )استعمالوي
د الله دکلیمې تلفظ د ارامیک د لغت الاهه (خدای) سره چی د مسیحیان یې کاروی نژدې دی ( د برتانیا۱۹۸۰ کال دایرهالمعارف کې د( الله او یلایم) لاندي وګورۍ ).
نود الله کلیمه له ادم(ع) نه تر محمد(ص ) پوری یوه پیژندل شوی کلیمه ده.
الله هغه خالق دی چی جنس نه لری لکه په انګریزی کی جمع (ګادز) یا مونث (ګاډ دیز) مغشوش ونکی کلیمی دی نو ځکه مسیحیان اوس عیسی ته ګاډ وایي او ځینی عقیده لری چی عیسی دنیا جوړه کړی ده همداسی چی د الله نوم تاسو ته بیګانه دی د مسلمانانو عبادت هم درته بیګانه دی اودس تازه کول سجیده، رکوع او قیام او روژه دا ټوله درته بیګانه دی.
د اودس تازه کولو په باره کی اګزودس۴۰:۳۱-۳۲ لیکی: «...موسی ، هارون او زامنو یې خپل لاسونه او پښی له دی کبله ومینځل. هغه وخت چی د مذهبي غونډي کیږدۍ ته ننوتل. او هغه وخت چی و ممبر ته نژدی راغلل هغوی ومینځل ،هغه ډول چی د خدای لخوا موسی ته امر شوی وو»
همداسی ( پال ) د عیسی(ع) په هدایاتو کی ډیر تغیرات راوستي دي خوبیا هم اودس تازه کولو ته صادیق پاته شوی دی. اکت۲۱:۲۶«...پال، سړي خوښ کړل او دوېمه ورځ یې ځان او هغوی و منځل او معبد ته ننوتل ».
د مسلمانانو د ښځو د پوړني په سر کولو په هکله په (کورینثاین )۱۱:۵،۶ او ۱۳ کی لیکل شوی دی «..... لیکن هره ښځه چی په لوڅ سر دعا او عبادت کوی، خپل سر بی قدروی دا د سر خریلی سره یو شی دی، که د ښځو سر پټ نه وی نو اجازه ورکړی چی ویښتان وسکڼی ، مګر دا د ښځو لپاره ډیر دشرم کار دی چی ویښتان یې سکڼلی او یا خریلی وی نو اجازه ورکی چی پوړنۍ په سر کړي»
د مسلمانانو په عبادت لکه سجیده، رکوع او د بوتو ایستل هم ستاسو په کتابو کی راغلی دی سام ۹۵:۶ لیکی: »«.. راشه، اجازه راکه چی عبادت او سر کښته کړم: اجازه راکړه په زنګونو شم د خدای مخي ته چې موږ یې جوړ کړی یو» .
جوشیوا لیکي:۵:۱۴«... او جوشیوا پړ مخۍ ولویدی په مځکه د عبادت لپاره» .
کینګ ۱۸:۴۲. لیکي: «.. او( ایلی جاه) د اوښ سر ته پورته شو او ځان یې پړ مخۍ وغورځوی او خپل مخ یې د دوو زنګونو تر منځ کیښودی ».
نمبر۲۰:۶: «.. هغوی( موسی او هارون) پړ مخي ولویدل په درناوی د خدای چې دوی ته ښکاره شو» .
لرغونی انجیل ۱۷:۳ لیکی: «... او ابراهیم پړ مخۍ ولویدی کله چی خدای خبرې ورسره کولې » .
اګږودس ۳:۵او اکټ۳:۳۳ لیکی: « ...او خدای وویل و موسی ته وباسه بوټونه له پښو نه په هغه مځکه چې ته ولاړ یې دا مقدسه مځکه ده » .
د مکی طواف د مقدس ډبری شاوخوا چی د مسلمانانو لخوا اجرا کیږی د ډیرو پیغمبرانو له خوا ا و ان د اسراییلو له خوا هم کیده
ع- ما د طواف او مقدس ډبری په هکله څه نه دی اوریدلی
م- دا په انجیل کې څو واري راغلي دي!
۱-(لرغونی انجیل۲۸:۱۸-۱۹) : «...یعقوب د( پدان-ارام )به لاري کې یوه شپه خوب ولید . او په سبایې یو ستون جوړ کړی چی ( بیث ایل) د خدای کور ورته وایی ».
۲- (لرغونی انجیل۳۵:۴،۱۴،۱۵ ) : «...یعقوب ته د الله لخوا امر وشوچی ولاړ شه (بیث ایل ) ته» .
یهقوب (ع) ټوله بیګانه خدایان ایسته کړل مخکي له دې نه چې ورشي.
وروسته بیا محمد (ص) ټول هغه بوتان چی د مقدسی ډبري شا وخوا په مکه کی ایښودل شوی وه له کعبی شریفی نه لیری کړل
۳- یوه بل ستون د یعقوب(ع) او د هغه له خسر( لابان) لخوا جوړ شوی دی.
لرغونی انجیل۳۱:۴۵-۴۹ لیکی: «... اویعقوب واخېستل یوه ډبره او هغه یې کیښود په ستون( پایه) کی او یعقوب وویل خلکو ته ډبری ټولی کړۍ ،هغو راوړی ډبری او کوټه یې جوړه کړه او بر هغه یې ډوډی وخوړل. او لابان هغه( جګر-سهاژودا) وبلل، لیکن یعقوب هغه (جالید...او مزپیه) وباله او وویل هغه ته ، خدای زما او ستا تر منځ څارونکی دی»
۴- جج۱۱:۲۹-۳۰..«... د(جیفثاه) او (امون) تر منځ جنګ وو( جیفثاه) په( مزپیه د جالید ) کی د خدای سره قسم یادکړ که یې جنګ یووړ خپله یوازنی لور به قرباني کړي، هغه جنګ یوړ او خپله لور یې ژوندی ښخه کړله».
۵- جج۲۰:۲۱...«...څلور سوه زره توره لرونکود یولسو قومونو د اسراییلو قسم واخیست مخکې له دې نه چې دمزپیه خدای د بنجامین قوم پوپناه کړي» .
۶-۱ سمیول ۷ ...«...د اسراییلو اولادو سمیول ته قسم وخوړ په مزپیه کی چی دوی به خپل ټول بوتان مات کړی که یې دفلسطین جنګ یووړ» .
۷- ۱ سمیول ۱۰ ...«...د اسراییلو ټول ملت په مزپیه کې را غونډ شول کله چی سمیول د اسراییلو پاچاه ټاکۍ».
دا ښکاره ده په دنیا کی هیځ مزپیه نشته بیله همدا مقدس ښار د مکی چی د ابراهیم(ع) اواسمعیل(ع) لخوا جوړ شوی دی چې بیا محمد(ص) د هغو نه راپورته او پیغامبر شو . مسلمانان ټوله پیغامبران مني .
یوبل شی باید درته ووایم چی په انجیل کې هم داسلام او محمد(ص) ذکر شوی بیا هم تاسو ځان نه پری خبروی.
ع- زه مسیحی یم زه وهڅیدم چی د دواړو ادیانو په هکله مطالیه وکړم وروسته له دی نه چې ما قران ولوستۍ چې رښتیا ووایم پر انجیل لږ شکی شوم.
م- قران شریف ستا په مذهبی ژوند څه اغیزه وکړه؟
ع-هو! اوس لکه پخوا دومره کلیسا ته نه ځم لکه په دې لاره کې مطالیه کوم چی سمه لاره وموندم او خاطر می جمع شي.
م- زه ستا قدر دانی کوم موږ حق نه لرو څوک په لومه کی بند کړو موږ هغه چا ته تبلیغ کوو چی غوږ راته نیسي
ع- زه آزاد سړی یم زه خپله ځان ته خپل دین غوره کوم.
م- بلی دلته په دین غوره کولو کې پاپندي نه شته.
ع- ولي مسلمانان نور خلک هڅوي چې د دوی عقیده ومني؟
م- لکه مسیحانو چې د یهودو نه غوښتل چی عیسی مسیحا ومني موږ هم د مسیحیانو او یهودو او ټول بشریت نه غواړو چې محمد(ص) ومني هغه چې د پیغامبرانو نګین دی هغه فرمایي زما پیغام خلکو ته ورسوی حتی که یوه آیه هم وي.
همداسې په ایزیاه ۱۲:۱۳ کی لیکل شوی دی :
«...بار(ظرفییت) د عربو خواته دی ».په دی معنا چی اوس مسولیت د عربو او ټولومسلمانانودی چی اسلام خپور کړي
ایزیاه(ذکریا) دا هغه وخت وویل چی هغه خوب و لید: چی دوه پالوانان په (شاهانه یاد جګړی) ځانګړی ګاډۍ کی سپاره دی چی یوه ګاډۍ یې خرو او بله یې اوښانو کشوله .
ایزیاه ۲۱:۷...«.. او هغه ولیدل (شاهانه یا د جګړی) ځانګړی ګاډۍ د دوو سپرو سره ګاډی چی خرو او ګاډی چی اوښانو کښوله. او هغه په ډیر زیار او پام سره غوږ ورته ونیوی .
جان ۱۲:۱۴ ، ماتیو۲۱:۵...«..د خرو د شاهانه ګاډی د سپرلۍ نه د عیسی څخه مطلب دی چی یورشلیم ته ننوت.
او د اوښانود ګاډی دسپرلۍ نه مطلب څوک دی؟ دا بیله محمد(ص) نه بل څوک نه دی چی ۶۰۰ کاله وروسته د مسیح نه راغی که دا نه منې نو دا دپیغمبر وړانوینه نه ده تکمیله شوی
ع- ستا دا څرګندونی ما هڅوی چی یو ځل بیا انجیل په دقت سره ولولم.
م ـ بلی که په دی نړی که موفق شوی دا معنا نه لری چی په هغه دنیا کی به هم موفق شی هغه دنیا له دی نړۍ نه ډیر ښه او ابدي ده. خلک اوس ډیر ماتریالست اوبی مذهبه شوی دی باید بیله تعصب دی شیانو ته وکتل شی دا ښه ده څو واری بی پردې او بې تعصب بحثونه باندی وکړو اسلام په دلایلو ولاړ دی هر شی د ثبوت وروسته ومنه عجله مه کوه آن که انجیل هم ویلي دي:
تیسالونین ۵:۲۱..«...ټول شیان ثبوت کړه،بیا عجله وکړه په ښه کی»
ع- تا وویل چی په هغه شاهانه ګاډی (چاریوت) چی اوښانو هغه کشوله د هغه نه مطلب حضرت محمد (ص) دی
م- هو په سلو کی سل.
ع-دا په نوی او که په زوړ انجیل کی ذکر شوی دی؟
م- په دواړو کي . خو ته هغه نه شوای تشخیصولای ترڅو دخدای په وحدانیت باور ونه کړی اوترڅود عیسی پر تثلیت او دخدای په زویوالی یې چی ناتلافی کوونکی ګناه ده خپله عقیده بدله نه کړې .
دا ټول هغه انسانی مفکوری(دوکترینز) دی چی انسانانو له ځانه رایستلي دي.
عیسی(ع) له وړاندی نه ویلی دی :
چی خلک به په خوشی او بی ګتی د هغه عبادت وکړي او هغوی به د انسانانو په مفکورو (دوکترینز) عقیده ولری
ماتیو۱۵:۹... « ..هغوی به خوشي او بیهوده زما عبادت وکړی، د انسانانو مفکوری( دوکترینز ) به تدریسوی.
نوربیا