مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کا بل کې د امرېکې نوي ښاغلي سفير ته

اجمل اټک يوسفزی

 

دماما هر کار د غوايي دی

اجمل اټک يوسفزی

 

يوه افغان کيسه کوله چې په متحده ايا لاتو کې يوه تن خپل سپی په کور کې ګوښي پرېښی و  او خپله چېرې تللی و ،دوخت په تېرېدو سپی لوږي او تندې تنګ کړ او په قولو ويستو ېي پيل وکړ ان خبره دې ته راورسېده چې شا او خوا ګاونډيان ترې تنګ شول او ځايي پوليسو ته ېي شکايات وکړ،پوليس راغلل سپی ېي بوته او خاوند ېي محکمې ته په دې تور راکښ کړ چې ولې ېي د خپل سپي حقوق تر پښو لاندې کري دي او.....!

 

خير زه خبره رالنډول غواړم ،او هغه دا چې کله د نيو يارک پېښه را منځ ته شوه او د پنټاګون پر چارواکو دکسات پېريان کښېناستل او خپل نظامي او فوځي ځواکونه ېي خوار او ځورېدلي ولس افغا نستان ته مخا مخ کړل ،او په پايله کې ېي د نورو مډرنو او زهرجنوکيمياوي اسلحوتر څنګ د بي  ٥٢  په زور د طالبانو امارت رانسکور کړ اوپه ځای ېي د خپلې خوښې حکومت رامنځ ته کړ . دنړيوالوحضورته او په ځانګړې توګه دمتحده ايالاتو دغو کړنو ته يو شمير ځورېدلي افغانان په دې هيله ووچې نوربه په افغانستان کې دظلمونو،خپل سريواود ټوپک حا کيميت پای د ورسيږي ٠

دګران هيواد حيثيت او وقار به يو ځل بيا راژوندی شي اوټول هغه مادي او مانوي زيانونه به جبيره شي چې په دا درې لسيزو کې د مختلفو ګوندونو او حکومتونو د خام او نيمګړيو سياستونو له امله دغې مېړني هيواد ته را اوښتی دی

 

خوله بده مرغه بايد په څرګنده ووايو چې څنګه چې هيلې کېدې هسې ونه شول سره ددې چې دبن غونډه هم نيمګړې او ډيرو افغانانو ته د منلو وړ نه وه ،دبيلګې په توګه دې په ځای چې ټوپکوال او جنګي مجرمان محاکمه شوی وای نور هم ډول ډول امتيازونه ورکړل شول او لا ترننه په يوه نه يوه ډول سياسي رشوتونو نازول کيږي٠

 

خير دا خو وې تېرې خبرې ،پښتانه يو متل کوي وايي چې د ما ما هر کار د غوايي دی ، دا په دې مانا چې د متحده ايالاتو د چارواکو ډېر کارونه په ګران افغانستان کې د سرزورۍ او سرټمبګۍ دي ،وايي څه چې عيان څه يې بيان داتېروتنې بې شماره دي خو زه يوازې ديوې مشورې په توګه په افغانستان د متحده ايالاتو چارواکو او په ځانګړې توګه په کابل کې د متحده ايالاتوښاغلي نوي سفير ته يوه بيلګه وړاندې کوم ٠

 

لومړی, دمتحده ايالاتو ځواکونو دغلطو او بې بنسټه راپورونو پر بنسټ ډير ځايونه ډېر بې رحمه بمبارد کړل چې په نتيجه کې يې ډېر بې دفاع او بې وزله ولسي وګړي شهيدان شول او همدارنګه متحده خواکونو ډېر ولسي خلک هم د غلطو راپورونو په اساس ونيول ،بې حرمته او بې پته يې کړل او ان تر ګواټنامو يې ورسول ،دټول رنګارنګ فشارونو سره سره په ډېرو څه خاص ثابت نه شول او پای کې چې خبره رسوایۍ ته ووته نو بيا د نړيوال فشار او شرم له امله د(اېم سوري) په ويلو ايله کړل او همدا جمله يې د شهيدانو وارثينو ته هم وويله چې د کورنۍ ښځې،ماشومان او سپينږيري يې د همدې بې اساسه راپورونو قرباني شول!

 

خو د افسوس او تاسف خبر ه داده چې کاشکې ددغو ناکامو او ترخو تجربونه عبرت اخيستل شوی وای له بده مرغه ګورو چې ان تر ننه دغه شومې تېروتنې په بيا بيا د ګران هيواد په ګوټ ګوټ کې تکراريږي ٠

 

دښاغلي نوي سفير نه دا هيله کیږي چې د متحده ايلاتو چارواکو ته د حقيقتونو پر بنسټ سمه او ښه مشوره ورکړي چې بيا څوک پرته له کوم جرم او اثباته په کړاو او تکليف نه شي او دغه ډول د زړو تجربوپه خای نوې او ښه ستراتيژي په کار واچولی شي او که خدای مه کړه بيا هم د حقيقتونو پر بنسټ قضاوت ونه شي ،نو بيا به دا پورتنی متل سم وي چې وايې د ماما هر کار د غوايي دی٠

 

دافغانانو هيله دا ده که دغو مجرمينو ته د تېرو جرمونو سزا نه ورکول کېږي ،لږ تر لږه خو يې بايد د نورو جرمونو مخه ونيول شي او که نه نو دا به بيا دټولو افغانانو د انساني کرامت تر پښو لاندې کول وي او دا ځکه چې د يوه سپي د حقوقو پوښتنه کېږي او د يوه افغان د انساني کرامت پوښتنه نه کیږي!

 

او پای يې په دې چې ددې ټولو شعارونو مانا به داوي چې د ديموکراسۍ د سکې قلپ او ناچله مخ يوار بيا زموږ په برخه شوی دی٠

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery