دخپریدو نیټه : 2010-09-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟
ډاکتر محمد ابراهیم شینواری
د بېلابېلو وسله والو قوتونو تر منځ دايمي جوړښت او روغه او ايتلاف منځته نه راځي .
د افغانستان د تاريخ په زياترو برخو کې، چې ولس د بهرنيو يرغلګرو پر ضد جنګېدلى، د يرغلګرو تر ماتې وروسته يو نظامي قوت پر نورو د غلبې له لارې سوله او ټيکاو منځته راوړی او که نه نو په هېواد کې کورنيو جګړو دوام کړى دى . د انګرېزانو تر دويم يرغل وروسته امير عبدالرحمن سره له دې، چې نيم افغانستان يې له ځان سره ونشو ساتلاى؛ خو په پاتې افغانستان کې يې ثبات او سوله ټينګ کړل او د "پولادي امير" لقب يې وګاټه .
ده به ويل، چې دا ملت زمريان دي او پاچا يې بايد تر زمريانو زړور وي .
هغه د انګرېز پر ضد د جهاد زياتره مشران يا د تورې په زور او يا د سیاست له لارې له صحنې لیرې کړل؛ ټول يې وپوهول، چې په ځنګل کې يو زمرى ځايېږي او په حکومت کې يو امير . کله، چې يو امير وي نو پاتې نور ټول بايد رعيت او تابع شې . کله، چې به ترې پوښتنه وشوه، چې تا خو د جهاد ټول ملګري له منځه يووړل، د ده ځواب داو، چې دا زه له منځه نه وړم؛ نظام يې له منځه وړې . نظام څرخ دى او اوچت سرونه پرېکوي، ټول دې سرونه ښکته او رعيت دې شي، که نه وي د نظام له څرخ سره مخامخېږې . هغه داسې رعب واچاوه، چې د کلکې ارادې لرونکي خپل وفادار ملګري يې هم په کراره پرېنښودل . ده په دې توګه محلي ځواکونه او بې مسوولیته غله او ډاکوان کرار په ځای کېنول .
نادرشاه او سردار هاشم خان که څه هم له وسله والو قوتونو سره په ايتلاف کې نه و راغلي؛ خو د امان الله خان په وخت کې نفوذ ته رسېدلي ملکي متنفذين يې هم تر تېغه تېر کړل او د امير عبدالرحمن ماډل يې قايم کړ، چې يو پکې بادشاه او نور رعيت وي . ددې دواړو تشدد ددې باعث شو، چې ترې راتلونکى دوه نور واکمنان هم نسبتاً سوله ييزه واکمني وچلوي؛ خو د ټولنو د ودې طبيعي قانون دى، چې واکمنان هم یو وخت نرمېږي او په ټولنو کې نوي زيږه او نوي اتل مزاجه خلک سر راپورته کوي .
حفیظ الله آمین هم د خپلو مخالفینو او هم د خپلو ګوندي ملګرو د له منځه وړلو له لارې دا هڅه وکړه، چې په یوازې سر پاتې شي او نور ولس یې رعیت شي، خو نتیجه یې ورنکړه . تر هغه وروسته لا خطرناک انقلابونه او بحرانونه راغلل او د روس يرغل هم پکې پېښ او مات هم شو.
د روس تر ماتې وروسته حالاتو لپاره فکر کېږي چې د مجاهدينو له ډېرو ډلو څخه کم تر کمه د دوه ډلو مشرانو په ځانګړي ډول ځان تياراوه، چې د امير عبدالرحمن رول ولوبوي؛ نور مجاهدين او وسله وال قوتونه يا په خوښه او يا زور بې وسلې او د خپلې مشرۍ لاندې ټينګ نظام جوړ کړي . له دوی څخه یو یې له نړۍ سره په ټکر کې راغى او بل له نړۍ سره يو څه جوړ جاړي او سازش ته ورسېد؛ خو ويې نشو کولاى د کابل تر نيولو وروسته افغانستان با ثباته او ټول حريفان د خپلې مشرۍ منلو ته اړ کړي او ځکه خو هېواد په کورنۍ جګړه کې کېووت . طالبان راپورته شول او د امير عبدالرحمن خان رول يې ولوباوه او نژدې وو، چې ټول هېواد پخپله ولکه کې راولي؛ خو دوى هم له نړۍ سره په ټکر کې شول . نړيوالو د بېلابېلو غير متجانسو ډلو کسان، چې جلا فکرونه، جلا وفادارۍ او جلا مفکورې لري د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې په يوه حکومت کې راټول کړل، خو متاسفانه د دې حکومت زیاتره غړي نه کوم تعهد لري، نه کومه ستراتېژي او نه کوم د اشتراک ګډ ټکي .دوی ټول مسوولیت په یوه شخص ور اچوي، نو ځکه د نړيوالو له حضور سره- سره ورځ تر ورځې امنيت خراب شو، دولت له داخله فاسد شو، د مخدره توکيو مافيا پراخه؛ او له کنتروله وتلى بحران رامنځته شو.
اوس دا نظريه راپيدا کېږي، چې يو کوچنى او وروسته پاتې افغانستان يواځې د يو امير او يو رعيت ظرفيت لري او د بېلابېلو نظريو او په ځانګړي ډول د وسلوالوګروپونو زغملو ته تيار نه دى . ځينې مفکرين هم وايي، چې يو عادل ډيکټاټور ته اړتيا ده، چې نظامي قوتونه منحل کړي، يوه ملي اردو او يو ملي پوليس جوړ کړي، باغيان او ياغيان، غله او شوکماران، اختطاف چيان او حکومتي غله په دار کړي، ولس ته سوله، امنيت او اطمينان راوړي. د ترقۍ او سوکالۍ پر لور دروازې پرانیزي .
تر څو چې سوله او ثبات نه وي،هېڅ شريفانه پروګرام او هېڅ پرمختيايي هڅه باوري نه ده او ډېر ژر يې د منځه تلو امکان شته .
تر څوچې دې خلکو ته د شريفانه او آبرومندکار او اشتغال له لارې د ساده او عادي ژوند تېرولو امکانات برابر نشي او ولس (نر و ښځې) باسواده او تعليم يافته نشي، نه پردي پوځونه امنيت راوستى شي او نه خواږه شعارونه د خلکو ګېډې مړولاى شي .
خو پوښتنه داده، چې آیا موږ امیر عبدالرحمن ته اړتیا لرو؟ او آیا یوازې د حکومت همدا یو ماډل دلته کار ورکوي؟
د آمیر عبدالرحمن تشدد ددې زمینه جوړه کړه چې لومړی وارث یې (حبیب الله خان) په نسبتا آرام ډول واک وچلوي، خو دویم وارث یې (آمان الله خان) له بحران سره مخ او پاچاهي او هیواد پرېښودو ته اړ شو. د سردار هاشم خان کیسه هم دغه شان شوه : ظاهر شاه په نسبتاً آرام ډول واک وچلاوه، خو دویم وارث یې (سردار داود) له بحران سره مخ او د ټولې کورنۍ سره قرباني شو .
که څه هم دا به ښه وای چې تر هغې چې د خلکو د پوهې او اقتصاد کچه یو څه ښه کېدای؛ یو قوت تر نورو ډېر پیاوړی شوی وای . دې هیواد ته یې لومړی ثبات او ټینګه سوله راوړې وای او بیا یې د خلکو بنیادي حقونه ورکړي او ټولنیز خدمتونه یې ورته وړاندې کړي واى، خو داسې ونه شول او دغسې قوت نه پیدا شو، نه نورو پرېښود او نه یې اوس پرېږدي، نو د دې دومره انقلابونو او بحرانونو وروسته اوس د سیاسي انحصار زمینې کمې ښکاري او افغانانو ته پکار دى چې د یو ازاد سیسټم منلو ته زړونه او ذهنونه تیار کړي .
وسله وال قوتونه دې د اشخاصو، ګوندونو او ګروپونو له انحصاره په مطلق ډول را واېستل شي . بې طرفي، کفایت او وړتیا دې یې یقیني شي . نور ولس دې په ټولو ټولنیزو، سیاسي، او اقتصادي پروسو کې د مساوي وطنوال په توګه بوخت شي او ملکي سیاسي کارونه دې تر نظامي هغو بېل او د قوت د استعمال انحصار باید یوازې له ټاکل شوي دولت سره وي او بس .
اوس داسې ښکاري چې څوک په افغانستان کې څوک انحصار ته نه پرېږدي او افغانستان اوس له هغې انزوا څخه راوتی دی، چې په نولسمه او شلمه پیړۍ کې پکې اېسار و، نو پکار دى چې د قانونیت په چوکاټ کې د پوهاوي او زغم کلتور راخپل کړو او له انحصاري فکرونو تیر شو .