مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اقتصـاد څه دى؟

نصير احمد احمدي، غزني
نصير احمد احمدي، غزني
 اقتصاد په خپل ذات كې يوه ځانګړې پوهه ده، كه څوك د لومړي ځل لپاره دغې څانګې ته دننه شي، نو له دې پوښتنې سره به مخ شي چې په دې پوهه كې د بحث وړ عمده موضوع څه ده، خو د اقتصاد په باب يو عادي كاركوونكى په خپل ذهن كې يوه ناڅرګنده عقيده لري. دا كاركوونكى به هم د اقتصاد په اړه له داسې پوښتنو سره مخ وي، لكه په دې برخه كې چې د پوهانو او څېړونكو په ذهنونو كې گرځي. يو عادي كس چې نه كومه كاري تجربه ولري او نه كوم دولتي كار يې كړى وي، هغه به هم په دې برخه كې له ګڼو پوښتنو سره مخ وي، چې تر اوسه به يې ځواب نه وي موندلى. اقتصاد يانې شتمني، مالي پشتوانه او پانګه، چې زموږ د انسانانو په ژوند كې مهم رول لري. كارپوهان خو په دې باور دي چې له اقتصاد پرته انساني ژوند نيمګړى دى، له دې كبله هغه هېوادونه چې له ښه ژوند، ښو اسانتياوو او ښې ټولنيزې هوسايۍ څخه برخمن دي، يوه وجه يې همدا ده چې ښه اقتصاد لري، ان چې ځينې هېوادونه به په جغرافيايي لحاظ ډېر كوچني وي، خو بيا به هم وينو، چې ستر هېوادونه ورته اړ دي او له اقتصادي سرچينو څخه به ګټه پورته كوي. نن سبا د افريقا لويه وچه د طبيعي سرچينو په برخه كې ډېره غني سيمه ده، خو هلته خلك اوس هم په سخت فقر كې ژوند كوي، هغه كس چې د خپل ماښام او غرمې ډوډۍ برابرولاى شي، تر ټولو شتمن ګڼل كېږي. دا ځكه چې دلته كاري سيسټم او اقتصادي وده ټكنۍ ده. خو موږ كه په كليوالي ژوند كې د اقتصاد پر تخنيكي اصولو نه پوهېږو، بيا يې هم په غيرمستقيم ډول له اصولو سره اشنا يو. د ساري په توګه كله چې د ژمي پيل رانژدې شي، كليوال خلك د ژمي لپاره ډول_ ډول خوراكي توكي زېرمه (ذخيره) كوي، چې دا په خپله د اقتصادي سپما يوه قاعده ده. كه چېرې دوى اقتصادي توان لرلاى، نو كولاى به يې شول، په ساړه ژمي كې هم دا خوراكي توكي په بيه رانيسي، چې هم به تازه وي، هم ښه. دغه راز په ښارونو كې موږ د اقتصادي سپما لپاره بانكونه او بانكي سيسټمونه لرو، چې هورې د پيسو خوندي ساتلو لپاره قاعدې او قوانين شته، هر څوك كولاى شي چې په بانكونو كې خپلې پيسې وساتي، پرته له دې چې څوك يې ورڅخه غلا كړي، يا خرابې شي. (سمه ده په افغانستان كې به د بانكي سيسټم نيمګړتياوې موجودې وي، خو په نوره نړۍ كې دا يو مهم اصل دى). موږ وړاندې وويل چې اقتصاد د هر كار او هر بهير لپاره د يوې پشتوانې حيثيت لري، چې له هغه پرته هر كار ناشونى دى، د ساري په توګه كه يو څوك غواړي چې يو كور جوړ كړي، خو په لاس كې يوه افغانۍ هم نه لري، دا پلان به يې عملي نه شي، په دې چې د كور جوړول، لګښت غواړي، مزدوركار غواړي، خټګر غواړي، هسې خو په خبرو او تخيل كه كېداى نو نن به هېڅ غم نه و.
 نن سبا نړۍ د اقتصاد په مزي سره تړل شوې، په نړۍ كې اقتصادي راكړه وركړه د ورځني ژوند يوه عمده برخه جوړوي. په دې باب يو اقتصادپوه كوين كلي داسې ليكي: ”موږ نن په يوه نوي اقتصاد كې ژوند كوو، چې د كوچنيو كمپيوټرونو په واسطه رامنځته شوى او د ودې په حال كې دى. دا نوى اقتصاد زموږ د ټوليزې (عمومي) پانګې يو خوځند جوړښت دى، تر ټولو توپاني پرمختګ ډيجټلي سيسټم دى، چې په نړۍ كې يې نوى اقتصادي نظم رامنځته كړى دى“. خو نن سبا اقتصاد د پرمختګ او ودې په حال كې دى، زيات هېوادونه توانېدلي چې په دې ډګر كې ښه نوم وګټي او ان چې زيات هېوادونه خو د نورو زياتو سيمو لپاره اقتصادي سرچينې په واك كې وركوي. له نويو اقتصادي سيسټمونو څخه يو بل سيسټم په نړۍ كې د انټرنټ، كمپيوټر، ساينس او ټكنالوژۍ پرمختګ دى، چې په اصطلاح د ډېرو انسانانو كارونه كوي، دغه راز د شلمې او يوويشتمې پېړۍ ستر پرمختګ ګڼل كېږي. له شك پرته دا نوى اقتصادي نظم به خپلې ستونزې لري، هغو كسانو چې له نويو قواعدو سره يې لوبه پيل كړې ده، له تېرو اقتصادي بدلونونو څخه يې درس اخيستى او ډېره زده كړه يې ورڅخه كړې ده، دوى به خامخا بريالي وي خو هغو كسانو چې دا اړخ يې له پامه غورځولى، هغوى به ناكام وي. خو په افغانستان غوندې يوه هېواد كې دوه نيمې لسيزې جګړې روانې وې، دلته به له كومو اقتصادي تجربو څخه استفاده كېږي؟ ځكه دلته خو د امن او ارامۍ په كلونو كې هم داسې كارځايونه او فابريكې نه وې، چې د عام ولس لپاره مهمې اقتصادي سرچينې وي او د عام ولس د ژوند يوه مهمه برخه خړوبه كړي. په دې چې اكثريت افغانان كروندګر دي او كه كروندګر په فابريكو او كارځايونو كې په كار وګمارو، نه به يې له كار څخه وړ پايله ترلاسه كړو، نه به دوى وكړاى شي چې خپلې كورنۍ ستونزې اوارې كړي. كه د افغانستان د اقتصادي سرچينو په باب غوى شوى واى، دغه راز تېرو حكومتونو هم د اوږدمهالو پلانونو پر جوړونې كار كولاى، ښايي نن به اكثر افغانان اقتصادي ارزښتونو ته پام سره توانېدلاى، چې لږ تر لږه خپل ځان په پښو ودروي. نو څرګنده شوه، چې اقتصاد د هر كار او هرې هڅې لپاره يوه ستره پشتوانه ده، چې د هغه كار لپاره د ودې او پراختيا زمينه برابروي. په نړۍ كې همدې اقتصادي هڅو هرڅه بدل كړي دي او ان چې د انسانانو په ژوند كې يې هم بدلون راوستلى دى، په دې هيله چې يوه ورځ زموږ په هېواد كې هم دغې برخې ته ژوره پاملرنه وشي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery