مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ترهګرۍ لوبه څوك چلوي؟

د ترهګرۍ لوبه څوك چلوي؟
 پاكستان د خپل جوړېدو له مهاله بيا تر ننه د افغانستان لپاره ښه نيت نه دى لرلى. تل يې په يوه او بله بڼه د افغانستان په كورنيو چارو كې په خورا ناځوانۍ سره لاس او پښې وهلې دي. نن يې هم دا لاسوهنه په خورا بربنډه توګه روانه ده. كه څه هم د افغانستان، پاكستان او امريكا هېوادونو له خوا له پاكستانه افغانستان ته د القاعده او طالب چريكانو د رااوښتو او د هغوى د پېژندنې په اړه يو درې اړخيز كميسيون جوړ دى، خو بيا هم پاكستان دا نه مني، چې د دوى په خاوره كې ترهګر واوسي. پر دغه ټكي افغان دولت تر ډېره مهاله پټه خوله پاته و، يوازې يې تر غاښ لاندې پټې اشارې كولې او په ډاګه يې د كوم هېواد نوم نه ياداوه، خو په دې وروستيو كې چې په افغانستان كې ترهګر خوځښتونه زيات شول، ان د افغانستان لپاره د امريكا پر ځانګړي استازي او لوى سفير زلمي خليلزاد د بريد په تور په لغمان كې درې تنه پاكستانيان ونيول شول، نو دا مهال هم خليلزاد سپينه خبره وكړه او ويې ويل چې طالبان او القاعده ترهګر په پاكستان كې پټ دي.
 افغان دولت هم د خپلې ګنډلې خولې كوكونه وسپخول او مخامخ يې پاكستان د ترهګرو په پټنځاى تورن كړ. خو له دې هرڅه سره، سره پاكستان بيا هم هغه د چا خبره د دنيا په سترګو ورننوځي او يو مخ له دغې خبرې انكار كوي. خو رښتيا خبره دا ده چې پاكستان نه يوازې دا چې د دغه ډول خلكو پټنځاى دى، بلكې دوى د پاكستان له خوا په خورا منظمه روزل كېږي، په وسلو او پيسو سمبالېږي او د يوه پلان او تدبير له مخې افغانستان ته په منظم ډول رالېږل كېږي. دا هغه رښتيا دي چې د نړۍ څارونكي او څارګر خو پرېږده، يو عادي سړى يې هم د زبات لپاره اسناد او شواهد وړاندې كولاى شي. دا ځكه چې دا دومره پټه او تر پرده لاندې خبره نه ده، هر عادي وګړى چې د ډيورنډ تر كرښه هاخوا وراوړي، نو دا ټول كارونه او فعاليتونه په سترګو مخامخ ليدلاى شي. په دې اړه نه يوازې دا چې پاكستان له دوه مخي سياست څخه كار اخلي، بلكې امريكا هم د ورته سياست لوبه روانه كړې ده، كه امريكا رښتيا وغواړي چې دغه د دوى په ژبه ترهګر عمليات دې ورك شي، نو دا دومره سخته خبره نه ورته برېښي، خو رښتيا خبره دا ده چې دغه ډول عمليات هم د امريكا او هم پاكستان په خوښه ترسره كېږي، ځكه په افغانستان كې بې ثباتي دلته د امريكايي پوځونو د شتون لپاره د جواز حيثيت لري. په پايله كې ويلاى شو چې دغه ډول عمليات د امريكا په ګټه او په راتلونكي كې د افغانستان او پاكستان لپاره ډېرې ناوړې پايلې لرلاى شي.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery