دخپریدو نیټه : 2005-10-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اوسنى حكومت، د قبيلويت او انډيواليزم په منګولو كې
زلمى باوري
زلمى باوري
له كوم وخت راهيسې چې د ښاغلي كرزي تر مشرۍ لاندې همدا خپلواكه او د خلكو په وينا ډيموكراته اداره رامنځته شوې ده، له خلكو سره دا هيلې وې او دي، چې د ښاغلي كرزي او اوسنيو ګڼو چارواكو هغه خبرې او ژمنې به د عمل جامه واغوندي، چې ”موږ به د وس تر بريده هڅه كوو چې كار د كار اهل ته وسپارو“ دې خبرې افغان ولس ډېر هيله من كړ او په زړه كې يې دا غوټۍ وسپړلې چې نور به اداري فساد ختم او وړ كسان به دندې ومومي، خو له بده مرغه په ډېرو ادارو كې اوس هم ليدل كېږي چې كار د كار اهل ته نه دى سپارل شوى او په ځينو ادارو كې خو داسې اشخاص په كار ګمارل شوي، چې هغه د چا خبره خپل لاسليك هم نه شي كولاى، خو كه چېرې د دې سړي په اصلي پېژندنه پسې سر وګرځوې، نو دېر ژر به جوته شي چې دغه ”ښاغلى“ خامخا په يوه بانفوذه قوم او يا بانفوذه قوماندان پورې اړه لري. دغه ډول اشخاص به څه ډول وكړاى شي چې د خلكو ستونزې حل او خپل وران هېواد ته صادقانه خدمت وكړي او پر خپل وخت دې د خلكو كار وكړاى شي، هغه اداره او څانګه چې كوم ښاغلي ته سپارل كېږي، نو دا نوى ټاكل شوى چارواكى زيات مهال د وس تر بريده كوښښ كوي، چې خپله ”كابينه“ د خپل كور او نژدې دوستانو له ډلې څخه جوړه كړي، خو كه يې چېرې د خپلو دوستانو او شناخته ګانو شمېره پايته ورسېده او په اداره كې يوه بل كس ته اړتيا پيدا شي، نو بيا پر خپلې قبيلې او نډيوالانو ورغورځي او هغه بختور ته د كار زمينه برابروي، چې ده ته ډېر ښاغلي او ګران وي، موږ په زياتو ادارو كې وينو چې له رئيس او مشر څخه نيولې بيا تر ساتونكي او څوكيداره پورې ټول كاركوونكي په يوې كورنۍ او نژدې دوستانو پورې اړه لري او دا كار ځكه دوى غوره ګڼي چې هرڅه يې په خپلو كې سره شريك او ګډ وي، بهرنى څوك د دوى له پټو ګټو او احوال څخه ناخبره پاتې شي. له بده مرغه دا كار د حكومتي ادارو په پرتله په موسسو او نادولتي ټولنو كې ډېر پلى شوى دى او هغه څوك چې د قبيلې له خوا لږكى او د انډيوالۍ له خوا كمكى وي، هغه كه هرڅومره لايق، بااستعداده، وړ او فنكار وي، بيا يې هم د بخت ستورى پيكه او له مداره وتونكى دى او هېڅ امكان نه لري چې ځان ته وړ كار ومومي، خو كه چېرې د ښاغلي كرزي د حكومت مهمې او بنسټيزې ستنې له همدې انډيواليزم او قبيلويت څخه جوړې وي، فكر نه كوم چې تر ابده دې دوام وكړي، نو د دې لپاره چې د ښاغلي كرزي حكومت له دا ډول ستونزو څخه خلاص شي، نو ښايي چې ښاغلى كرزى او نور اړوند چارواكي د دې ډول ستونزو مخه ونيسي. نو هله به په ټولو ادارو كې په بشپړ ډول سمون راغلى وي او كار به د كار اهل سړي ته سپارل شوى وي.