محمد يونس برهان، کابل
د روانې امنيتي وضعې شننه
تېره يوه مياشت د څلورو ځانوژونکو بريدونو شاهده وه . د لومړۍ هغې، چې په کابل کې ترسره شوه، پړه طالبانو د خپل پخواني وياند لطيف الله حکيمي له لارې پر غاړه واخيسته. که هغه اوس خوشى واى نو په ډاډ سره ويلاى شو چې درې وروستۍ ځانوژونکي پېښې به يې هم د طالب جنګياليو کار بللى وو.
د کابل او واشنګټن چارواکي دواړه مني چې سږ کال په افغانستان کې تاو تريخوالى په پراخه کچه زيات شوى، خو هغه لامل چې دوى يې په ګوته کوي خپله د جنګياليو له استدلال څخه ښکاره توپير لري.
تېره اوونۍکې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې، کانډوليزا رايس، له کابل څخه ليدنه وکړه او هلته يې خبريالانو ته وويل چې د تاوتريخوالي زياتوالى د طالبانو نهيلي ښيي، په تېره بيا وروسته له هغه چې دوى د ولسي جرګې د ټولټاکنو په ګډوډولو و نه توانېدل. خو طالبان د بريدونو زياتوالى د خپل بري نښه او د خپلو دښمنانو ماتي بولي.
د پسرلي له پيل راهيسې په خونړيو بريدونو کې تر ١٣٠٠ زيات خلک وژل شوي، چې زيات يې دولتي سرتېري، طالب جنګيالي، ملکي وګړي، د مرستندويه ادارو کارکوونکي او امريکايي سرتېري دي.
د سږ زېږديز کال په اوږدو کې ٨٩ امريکايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي، چې دا کال د امريکا لپاره چې دلته ٢٢٠٠٠ کسيز ځواک لري تر ټولو خونړى او مرګونى کال بلل کېږي. تېر کال ٥٢، په ٢٠٠٣م کال کې ٤٧، په ٢٠٠٢ کې ٤٣ او په ٢٠٠١ کې ١٢ امريکايي سرتېري د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي. د نښتو، چاودنو، بريدونو او ځانوژونکو چاودنو شمېره هم سږ تر نورو کلونو په ښکاره توپير سره پورته ده.
دعراقي اسلامپالو چلونه
داسې ښکاري چې طالب جنګيالي چې ځيني پوځي مشران يې په منځني ختيځ کې د اسلامپالو ډلو لخوا روزنه ترلاسه کوي په عراق کې د جنګېدونکو اسلامپالو چال چلونه دلته پياده کوي. په دې وروستيو کې د طالبانو دوه قومندانانو له امريکا څخه خپرېدونکي نيوزويک اونيزې ته ويلي وو چې دوى د څو مياشتو لپاره عراق ته تللي او هلته ورته د جنګ کولو منظمه روزونه ورکړه شوې ده، چې له هغې تجربې څخه اوس دلته کار اخلي.
د سړک د غاړي بمونه ښودل او له مخامخ جګړې څخه ډډه کول، ځانوژونکي بريدونه ترسره کول، د بهرنيانو برمته کول ، د خرپ او ترپ بريدونه او د "امريکايي څارګرو" سرپرېکول هغه تکتيکونه دي چې طالب جنګيالي يې د خپلو عراقي خواخوږيو څخه په الهام اخيستنه په افغانستان کې ترسره کوي. د امريکايي پوځ پر وينا د دوى ډېرى مړينې د سړک د غاړي د بمونو د چاودنو لامله رامنځته شوې دي. ځانمرګي بريدونه، چې وړاندې يې په افغانستان کې هېڅ يا ډېرې کمې بېلګې ليدل شوي، اوس نږدې د رواني جګړې په يوه عادي چاره اووښتي دي. د تېر چنګاښ په مياشت کې د هېواد په سوېل، کندهار ولايت کې، په يوه جومات کې تر ٢٠ زيات کسان په جومات کې د يوه وېروونکي ځانمرګې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول. د بريد موخه د کابل د پوليسو مشر اکرم خاکرېزوال و، چې په پېښه کې له منځه ولاړ. خو له دې څو ورځې وروسته په لوېديځ ولايت هرات کې د يو بل ځانوژونکي بريد موخه د پوليسو يو ډېر ټيټ پوړي چارواکى و، چې د هغه سر بچ شو. په تېرو لسو ورځو کې بيا هم په کندهار کې درې ځانمرګي بريدونه وشول چې د طالبانو د هغې خبرې د رښتياوالي وېره ښيي چې تېره مياشت يې په کابل کې له يوه ځانوژونکي چاودنې وروسته ويلي وو چې په لسګونو نور ځانووژونکي د ورته بريدونو لپاره تيارى نيسي. د کابل د تېرې مياشتي بريد د لسو په شاوخوا کې تر روزنې لاندې د ملي اردو سرتېري ووژل.
ښه سمبالتيا
داسې ويره هم شته چې طالبان اوس تر بل هر وخت په خطرناکو او ډېرو پرمختللو وسلو باندې سمبال دي او له خپلو غرنيو سيمو سره د پوره اشنايي له برکته د دې وس موندلى، چې په خپلو دښمنانو درانه ګوزارونه وکړي. په کابل کې د دفاع وزير جنرال رحيم وردګ په دا وروستيو کې منلې وه چې طالبانو نوې او پرمختللې وسلې ترلاسه کړي دي. هغه دا هم ويلي چې افغانستان په اوس مهال کې د القاعده ترهګرې ډلې د پام ټکى ګرځېدلى دى.
د طالبانو د نويو وسلو د ترلاسه کولو اندېښنه وروسته له هغه راپورته شوه چې په نږدې څلور مياشتې وړاندي دوى په کونړ کې يوه امريکايي پوځي چورلکه راوغورځوله. هغه مهال طالب وياند لطيف حکيمي ويلي و، چې چورلکه يې په هغو نويو وسلو راغورځولې چې دوى ته تازه په لاس ورغلي دي. د کونړ بريد د امريکايي پوځونو لپاره په دې هېواد کې دهغوى د څلورکلنې جګړې په ترڅ کې تر ټولو مرګونى ګوزار و. د افغان پوځ يوه جګپوړي چارواکي يوې لوېديځې ورځپاڼې ته ويلي و، چې دوى په زابل او کونړ کې په څو تېرو مياشتو کې داسې ماينونه او بمونه موندلي چې مخکې يې سارى نه وو ليدل شوى.
له افغان پوځ، پوليسو او امريکايي ځواکونو سره اوس د طالب جنګياليو نښتې ورځنۍ چاره ګرځېدلې ده. هره ورځ د څو تنو د وژلو خبر راځي. دواړه لورو ته پوره ځاني زيانونه رسېږي او ملکي وګړي او مرستندويه کارکوونکي هم بچ نه دي پاتي.
تر ډېره ځايه، زياتېدونکى اخ او ډب د هېواد سوېلي او ختيځې برخې ځپلې دي، چېرته چې سيمه غرنيزه او د خلکو په منځ کې له جنګياليو سره خواخوږي او ملاتړ زيات دى. همدارنګه له هماغه ځايه طالبانو ته د تېښتي لپاره لاره هم لنډه ده. داسې فکر کېږي چې جنګيالي د ګاونډي هېواد پاکستان له خاوري څخه د ارامځاى، روزنځاى او پټنځي په توګه کار اخلي. خو پاکستان په خپل وارسره جنګياليو ته د تګ راتګ د شونتيا ورکول تل ردوي.
دوامدار سرخوږى
خو ايا تر اوسه په اصطلاح د بغاوت کچه تر دې ځايه رسېدلي چې افغان دولت يا د هغه ملاتړې امريکا ماتېدلو ته وهڅوي؟
کېداى شي د ماتې خبره لا اوس ډېره وختي وي. امريکا لا تراوسه په عراق کې چې نږدې دوه زره سرتېري يې په تېرو دوو کلونو کې مړه شوي او هره ورځ نور هم وژل کېږي، هلته هم خپله ماتي نه ده منلي.
څه چې طالبانو تر اوسه رامنځته کړي، هغه د امريکا په ملاتړ ولاړه اوسنې ادارې لپاره دوامدار سرخوږى دى. جنګياليو امريکايي پوځ او د ولسمشر کرزي حکومت دې ته هڅولي چې هغوى ته ټوليزه بښنه اعلان کړي، هغوى د پخلاينې د پروګرام له لارې د دولت ملاتړ ته راوبولي او ان دوى ته په سياسي اډانه کې په يوه ونډه قايل شي. خو هغه څه چې د دې هڅو په پايله کې لاس ته راغلي چندان د پام وړ نه دي. يو شمېر غير فعال منځپوړي طالب چارواکي او قومندانان تسليم شوي او ځينو يې په راتلونکي سياسي جوړښت کې د ورګډېدلو هوکړه کړې ده. خو په دې سره په هېڅ ډول د هېواد په ناارامو برخو کې تاوتريخوالى نه دى کم شوى.
د امريکا د فاع وزير ډونالډ رمسفيلډ په دې وروستيو کې داسې ښودلې چې هېواد يې غواړي د خپلو ځواکونو اندازه په افغانستان کې کمه کړي. د امريکا تمه داده چې لږ تر لږه د خپلو شلو زرو سرتېرو شمېره تر راتلونکي پسرلي پورې په څلورو کې يوه برخه راټيټه کړي او د شمالي تړون ټولنې (ناټو) ته زياته پوځي ونډه ورکړي. ناټو دمګړۍ په هېواد کې د لسو زرو شاوخوا کې سوله ساتونکي لري چې ډېرى يې په پلازمېنه کابل او شمالي ولايتونو کې د وړو ډلو په بڼه مېشت دي. د خپلو ځواکونو له کمولو څخه د واشنګټن موخه کيداى شي امريکايي وګړو د تلفاتو د کچې راټيټول، د امريکايي پوځ لپاره چې په عراق کې هم په سختو جګړو کې ښکېل دى او په کور دننه د نورو راتلونکو پلانونو تيارى نيسي د بوختيا کمول او امريکايي ولس ته د يو ډول بري ښودل دي، چې ګواکې دوى داده يو شمېر سرتيري بېرته کورته ""د ازادۍ د جګړې"" له ګټلو وروسته اراواستول. خو د رمسفيلډ له دې وړانديز سره د ناټو مهم غړي، لکه فرانسه، جرمني او هسپانيه په ټينګه مخالف دي او ان دې ته هم چمتو نه دي چې خپل نور سرتېري د سوله ساتونکو په بڼه افغانستان ته ولېږدوي.
شمېر او ځواکمنتيا
سره له دې چې په ميدان کې د ولاړو جنګياليو شمېر د څو زرو په شاوخوا کې اټکل کېږي او په مقابل کې يې د افغان دولت او د امريکا تر مشرۍ لاندې ټلوالي د ځواکونو شمېر په لسګونو زره ده، خو عملاً د جګړې په ډګر کې هغه مقاومت ته په کتو چې طالبان يې کوي داسې برېښي چې د داوړو خواوو وړتيا او ځواکمنتيا د هغوى له شمېر سره د پرتلې وړ نه ده. په دې مانا چې که له يوې خوا دولتي او د ټلوالي ځواکونه په ښو اسانتياوو او وسلو سمبال دي، چې تر ټولو ارزښتناک يې هوايي ملاتړ دى، خو له بل لوري د دوى دښمنان له سيمې سره د پوره اشنا يي ، د سمييزو خلکو د خواخوږۍ درلودلو او او د چرکي جنګ د تکتيکونو د کارولو لامله تر خپلې اندازې يات پياوړي ښکاري.
تېره اوونۍ طالب جګړه مارو په هلمند کې د پوليسو په يوه ١٥٠ کسيز کاروان بريد وکړ او نږدې د لسو ساعتونو جګړې وروسته يې د شلو (٢٠) شاوخو پوليس، چې د ولايت د امنيت مشر، هم پکې و ووژل. په دې بوخته کې د طالبانو يواځې يو دوه کسان له منځه ولاړل. درې مياشتي مخکې جنګياليو د کندهار په ميانشين ولسوالۍ کې د پوليسو يوه لويه ډله برمته کړه او ولسوالۍ دولتي ودانۍ يې په بشپړه توګه يې ونيوله. له برمته شويو څخه يې تر شلو زيات کسان له لنډو پوښتنو ګروېږنو وروسته ووژل او لس تنه يې بېرته خوشي کړل.
که څه هم د طالبانو وياند لطيف الله حکيمي به ادعا کوله چې په ډېرو ولايتونو کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د دوى په واک کې دي، خو دولتي چارواکي دا نه مني. د کورنيو چارو د وزارت يوه پخواني وياند څو مياشتي وړاندې منلې وه چې په زابل کې څلور ولسوالۍ لږ تر لږه د شپې لخوا د طالبانو په لاس کې وي. خو دا خبره چې مې کله هغه مهال حکيمي ته وکړه، هغه وويل چې په څو سوېلي او ختيځو ولايتونو کې ځينې سيمې عملاً د دوى په کنترول کې دي. ده زياته يې کړه چې بالقوه دوى د دې وړتيا لري چې په سلګونو ولسوالۍ ونيسي که بريد پرې وکړي، خو دا کار دوى ته ګټه نه کوي ځکه بيا دوى له مخامخ ډله ييزې جګړې سره مخ کېږي.
راتلونکې سوله
په افغانستان کې د جګړو او بغاوتونو تاريخ ښودلې چې ډېر کم خلک کولاى شي يو غټ شمېر ځواکونه له پښو واچوي. که څه هم په اوس وخت کې له دولت سره د جنګېدونکو طالبانو زيان او پسې اخيستنه کچه لوړه هم شي، خو د دوى مقاومت او هغه بې امنيتي چې دوى يې منځته راړوي کېداى شي د اوږد مهال لپاره دوام وکړي.
وروسته له دې چې د امريکا په ساتنه د ولسمشر کرزي اداره او د هغه لوېديځوال ملاتړي هم د پخلاينې او هم د جګړې له لارې د جنګياليو په کابو کولو او د حالاتو په ارامولو کې پاتې راځي، نورې کومې لارې پر مخ کې دي چې بايد د لسيزو جګړو ځپلى هېواد ته سوله او ټيکاو راولي؟
تر هغه مهاله چې طالب جنګيالي د خلکو په منځ کې خواخوږي او ملاتړ ولري، تر هغه مهاله چې دوى د خپلو بهرنيو ملګرو لخوا په وسلو سمبالېږي او تر هغه وخته چې دوى د يو بديل ژوندانه خاوندان نه شي، داسې برېښي چې افغانستان به په دې روانه خونړۍ بوخته کې تر اوږد مهاله ښکېل پاتې وي.