مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

كندهار ټلويزيون اصلاح غواړي

ملالۍ ميوند
ملالۍ ميوند 
  د لنډمهالې او منځمهالې ادارو او بيا وروسته د منتخب ولسمشر له لوري د راغلي حكومت په ټينګېدو سره په هېواد كې د رسنيوازادۍ ته يوڅه پاملرنه وشوه، چې نړيوال هم دې اړخ ته زياته توجه كوي او دا ازادي د اوسني دولت يوه لاسته راوړنه ګڼي. سره له دې چې په افغانستان كې د مطبوعاتو بشپړه خپلواكي نه شته او په دې برخه كې زياتې ننګوونې، ستونزې، كړاوونه، ګواښونه او خنډونه شته خو بيا هم يو نسبي پرمختګ شوى، چې بايد غنيمت وګڼل شي، موږ وينو چې يوازې په كابل كې تر دوه سوه زياتې خپرونې چاپېږي. په دې ترڅ كې د ټوليزو رسنيو(مطبوعاتو) قانون توشېح او خپور شو چې په هغه كې هم د خپرونو لپاره نسبي ازادي وركړل شوې ده، په دغو رسنيو كې راډيو او ټلويزيون هم راځي چې په دې هېواد كې يې په خپرونو پيل كړى دى، د ټلويزيوني خپرونو لپاره ځكه ډېره اړتيا لرو، چې زموږ د هېواد ډېرى اوسېدونكي د سواد له نعمت څخه بې برخې دي، دوى كه چېرې معلوماتي خپرونې ګوري، د ږغ تر څنګ يې عملاً انځور هم ويني چې ډېر ښه تاثير ورباندې كوي او ډېر څه ترې اخيستلاى شي، څرنګه چې زموږ اصلي موضوع د كندهار ټلويزيون خپرونو او د هغو كيفيت ته كتنه ده، خو خپلې موضوع ته لږ وروسته راځو.
 د افغانستان ملي ټلويزيون د نړۍ په ځينو برخو كې ليدل كېږي، چې خپرونې يې نسبتاً ښې دي، يوه نيوكه چې پر دې ټلويزيون كېږي هغه دا ده چې پښتو برخه يې ډېره لږه او د نوي ژورناليزم اړخ يې كمزورى دى، خو يوه ښېګڼه يې خلك بيا دا يادوي چې ملي اصطلاحات څه ناڅه سم كاروي، بل طلوع ټلويزيون دى چې د اغا خان كمپني يې مالي ملاتړ كوي، دا هم په زياتو ولايتونو كې چې، د روشن ټليفوني شبكې ستنې فعالې وي، د ليدو وړ دي. كه څه هم د كتونكو په اند خبرونه يې ډېر غوره او د نوي ژورناليزم له اصولو سره برابر دي، خو نور تفريحي پروګرامونه يې بيا د ټولنې له عيني شرايطو سره ډېر سمون نه لري، ډېر څه په كې پردي ښكاري، چې افغاني ټولنه يې لا زغم نه لري، د ايراني فلمونو او سريالونو تله په كې درنه ده چې اړوندې دولتي ادارې هم څه اصول نه ورته ټاكي، بله دا چې د اساسي قانون له ځينو مادو په كې سرغړاوى كېږي، چې يوه ماده په كې د ملي اصطلاحاتو ساتل دي، چې طلوع يې ګردسره مراعت نه كوي، په دې ټلويزيوني چينل كې هم پښتو په نشت حساب ده، ان چې ځينې كتونكي وايي چې اكثره داسې مضرې خپرونې، مركې او تحليلونه هم كوي، چې د دې قوم پرضد وي. كه څه هم له طلوع څخه د دري ژبې تر څنګ ازبكي اورېدل كېږي، خو پښتو په كې هغه د چا خبره په نشت حساب ده. بل ټلويزيوني چينل د ايينې په نامه له شبرغان څخه خپرونې كوي، چې زياته برخه يې ازبكي او دري ژبې ته وركړل شوې، يونيم وخت ځينې خبرونه په كې په پښتو راځي. اريانا بيا بل ټلويزيوني شركت دى چې د افغان بيسيم او ځينو نورو بهرنيو كمپنيو له خوا يې ملاتړ كېږي، دا چينل نسبتاً ښه دى، هم يو څه پښتو برخه لري، هم يې د خپرونو معيار ښه دى او اوس دا دى په ځينو ولايتونو كې هم موندل كېږي. د دې تر څنګ ځينې ولايتي ټلويزيونونه هم فعال دي او يو په كې كندهار ټلويزيون دى، چې له څو كلونو راهيسې خپرونې كوي. خو كه سړى د دې چينل اوسنى حالت له دوو كلونو مخكې حالت سره پرتله كړي، دومره څرګند توپير نه په كې ليدل كېږي، كله_ كله يې تصوير رېږدي او ډېر ځوروونكى ږغ ورڅخه پورته كېږي، كله يې تصوير راشي، ږغ يې ورك شي، كله يې تصوير دمخه ږغ يې وروسته اورېدل كېږي، كله يې ږغ ټيټ او كله يودم جګ شي.
 دا ټلويزيون د مازيګر له شپږو د شپې تر لسو بجو پورې خپرونې لري، نور نو ټوله ورځ بند وي. كه څه دولتي ټلويزيون دى او امكانات هم لري، خو څرګنده نه ده چې د پرمختګ بهير يې ولې داسې ټكنى دى. د دې ټلويزيون د پېژندنې نښه يو رسمي مونوګرام دى، مونوګرام د هر ټلويزيوني چينل د پېژندنې نښه ګڼل كېږي، په نړۍ او خصوصاً معاصر ژورناليزم كې كوښښ كېږي چې دا مونوګرام ساده او واضح وي، چې خلك يې په ليدو وپوهېږي چې دا كوم ټلويزيوني چينل دى، خو د كندهار ټلويزيون مونوګرام يو څلوركونجه بانجڼي رنګه شكل دى چې په منځ كې يې يو پېچلى (ك) راغلى چې په هېڅ ډول د تشخيص وړ نه دى، ځكه خط يې څرګند نه دى، بله دا چې كله_ كله په همدې ټلويزيون كې دا مونوګرام د افغان بيسيم د مونوګرام په څېر خپرېږي، چې بېخي د خندا وړ خبره ده.
 زيات مهال چې د دې چينل خبريالان خبرونه وايي داسې په كې ښـكاري لكه په زوره دې چې د مايك مخې ته كښېنولى وي، يا كه يې كوم خبريال له عامو ښاريانو سره مركه كوي ډېر تر تاثير لاندې تللى وي، چې خپله پوښتنه هم ورڅخه هېره وي، حال دا چې يو ژورناليسټ بايد جرئت او پر اړوندې موضوع برلاسي ولري، بله دا چې پوښتنې يې بايد خوندورې وي. د دې ټلويزيون خبريالان چې هرځاى ځي، نو كوښښ كوي چې خلك د دولت صفت او ستاينې ته وهڅوي.پوښتنې يې اكثره تكراري وي، چې له موضوع سره زيات وخت سر هم نه خوري. د ساري په توګه د خپلواكۍ په ورځ د دې ټلويزيون يوه خبريال په ښار كې له يوه عام سړي څخه وپوښتل:’ستاسو نظر د خپلواكۍ په باب څه دى؟‘ هغه كس چې په دې باب يې دومره معلومات نه لرل وويل:’خپلواكي خو ډېر ښه شى دى، خلكو ته ژوند وربخښي، موږ يې بايد قدر وكړو‘. دا په خپله دا ټكى څرګندوي، چې د ټلويزيون خبريالان د خلكو سويې ته پام نه كوي، يوه ساده او نالوستي كس ته ډېره سخته پوښتنه وړاندې كوي، چې له بده مرغه د داسې كسانو هغه كمزورى ځواب هم كټ، مټ خپروي، چې سړى يې په اورېدو او ليدو شرمېږي. كله_ كله د ښار له ځينو برخو څخه ژوندي رپوټونه برابرېږي چې هېڅ ډول ايډيټ نه په كې كوي، دا په خپله د دې ټلويزيون د كاركوونكو لټي ښيي، ځكه دوى بايد خپرېدو چې چمتو شوي مواد په سمه توګه ايډيټ كړي، چې له اصولو سره برابر شي. له دې ټلويزيون څخه اكثره وخت ځينې محفلي سندرې خپرېږي چې د سندرغاړي ترشا پر غټ ټوكر ليكلي وي’...د پلاني د واده محفل ته ښه راغلاست‘ داسې ښكاري چې د خلكو د شخصي محفلونو سندرې دي، حال دا چې دا يو دولتي ټلويزيون دى بايد چې هغه سندرې خپرې كړي چې د چا شخصي مال نه وي، په دې توګه د دولت نوم بدېږي، دولت بايد د خپرونو لپاره بايد يو معيار وټاكي، چې څه خپاره كړي او څه نه؟ اكثره سندرې چې له دې ټلويزيون څخه خپرېږي داسې ښكاري لكه سي ډي يا ويډيوكيسټ يې چې له بازاره رانيول شوې وي، نو ځكه پر سي ډي د خپروونكي او پلورونكي پتې او نور معلومات هم ليكلي وي، چې په كندهار ټلويزيون كې پر دغو معلوماتو يوه توره پټه راكش شوې وي، چې ډېر بد ښكاري، خو له بده مرغه چې په ځينو سندرو كې دا معلومات په متحرك ډول ځاى شوي، چې كندهار ټلويزيون يې مخه نه شي نيولاى، ناڅاپه پر سندره د پلورونكي او خپروونكي پته راځي، چې سړى نه پوهېږي دا سندره له كوم ټلويزيوني چينل څخه اوري او ګوري، كه د بازار له كوم كسټ پلورنځي څخه. بله دا چې اكثره وخت چې ځينې فلمونه او يا سندرې ورڅخه خپرېږي هورې هم ايډيټ نه وي په كې شوى، چې عام خلك يې په كور كې نه شي كتلاى. بله غټه نيمګړتيا يې دا ده چې ناڅاپه كندهار سټېشن له كابل سره وصلېږي، كتونكي هېڅ نه پوهېږي چې دا خپرونې له كومه ځايه روانې دي، اكثره وخت داسې كېږي چې كندهار ټلويزيون كله له كابل ټلويزيون سره وصلېږي په كابل ټلويزيون كې يوه خپرونه روانه وي چې كندهار ټلويزيون يې په منځ كې چنګك وراچوي، د كابل خبريالان ناڅاپه وايي ’...هيله ده خپرونه مو خوښه شوې وي‘
 حال دا چې په كندهار كې كتونكي نه پوهېږي كومه خپرونه؟؟ ځكه دوى خو خپرونه له سره ترپايه نه ده تعقيب كړې. د يوه بهرني كس وينا ده چې وايي په افغانستان كې تر هرڅه ’وخت‘ ډېر پيدا كېږي چې له هرچا سره شته، داسې ښكاري لكه كندهار ټلويزيون چې هم غواړي خپل دا ’ډېر وخت‘ په يو ډول نه يو ډول تېر كړي او د نورو وخت هم ضايع كړي، نو ځكه يې يوازې سندرو ته زور وركړى وي، چې كله تاجكستاني، كله ايرانۍ، كله هندي او كله هم غربي سندرې خپروي، حال دا چې دوى كولاى شي ډېر معلوماتي مواد خپاره كړي، چې ټولنه ورته اړتيا لري او ټولنه له اخلاقي او ذهني فساد څخه ساتي. په دې ټلويزيون كې ځينې داسې ګزارشونه هم خپرېږي چې د ساري په توګه د غبرګولي پر درېيمه جوړ شوي، خو دوى دا ګزارشونه د همدې مياشتې پر څلورمه نېټه خپروي، خو له بده مرغه خبريال مايك په لاس كې نيولى او وايي نن د غبرګولي درېيمه نېټه ده، چې دا يې يوه بله غټه كمزوري ده.
 ځكه د پرون ګزارش كه نن خپرېږي لږ تر لږه دې نېټه خو په كې اصلاح شي. كله چې سپورټي خبر خپرېږي د لوبغاړي يا ورزشكار پر ځاى لوبغالى كارول كېږي چې دا تورى ما په خپله له دې ټلويزيون څخه څو_ څو ځله اورېدلى دى، حال دا چې لوبغالى د ورزش ځاى ’سټډيوم‘ ته وايي، د چنګاښ پر ديارلسمه مې په خپله د لوبغاړي پر ځاى لوبغالى واورېد، چې په عمومي خبرونو كې يې تكرار كړ. ټلويزيون د دې ټولنې لپاره اوس هم يوه نوې پديده ده، چې بايد خلك د يوې مثبتې پديدې په سترګه ورته وګوري، خو د خلكو د مثبتې استفادې لپاره بايد دا ټلويزيوني خپرونې اصلاح او د خلكو له غوښتنو سره برابرې شي، ځكه دا ټولنه په هر لحاظ وروسته پاته ده، زموږ خلك زياتره معلوماتي خپرونو ته اړتيا لري چې علمي كچه يې لوړه كړي. 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery