دخپریدو نیټه : 2010-09-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپيژ نئ ! ٧٧ بر خه ( سروا ڼي)
دکتور لطيف ياد - استر اليا
زموږ پښت پو هان او نسب پيژ ندونکي سر واڼي د پښتنود بيټنيو په ټولنيز ګروپ پورې تړي ٠ د پښتني دودېزې شجرې پر بنسټ بيټ نيکه ډېر مشهور نيکه تېر شوی دی او له پخوا زمانې نه مؤ رخا نو دده نوم او حال ليکلی دی ٠ په پښتني عنعنه کې هم بيټ نيکه خورا لوی پښتون او مشهور ستانه او نيکه ګڼل شوی دی(١)٠
د سر واڼي قبيلې خلکو ته په هندو ستان او پا کستان کې شېر واڼي هم وايي ٠ دسر وا ڼيو د قبيلې يا دونه او ذکر د هند د مغولي واکمنانو هر يوه جلا ل الدين محمد اکبر٩٦٣- ١٠١٤ هجري، نو رالدين جها نګير ١٠١٤- ١٠٣٧هجري او شاهجهان ١٠٣٧- ١٠٦٨ هجري ددورې په مهمو تا ريخي کتا بو نو لکه : تحفه اکبر شا هي يا تا ريخ شير شا هي کې چې مؤلف يې پښتون عباس خان سر واڼی دی او د مغولي واکمن جلا ل الدن محمدا کبر په امر يې په ٩٩٤ هجري کال کښلی دی، په تاريخ خانجهاني ا ومخزن افغاني کې چې مؤلف يې پښتون نعمت الله هروي نورزی دی، په تاريخ داودي کې چې مؤ لف يې يو تن پښتون عبد الله دی او هم د شاهجهان ددوري ١٠٣٧- ١٠٦٨ هجري په مهم تا ريخي کتاب تاريخ شاهي کې چې په تا ريخ سلا طين افا غنه سره شهرت لري او د يوه تن پښتون تار يخپوه احمد يادګار له خوا چې دهند دبنګال د وروستي پښتون وا کمن داود شاه کر لاڼي ٩٨٠- ٩٨٤ هجري په امر يې کښلی دی راغلی دی٠
په هندو ستان کې دپښتنو واکمنا نو يعنې لو ديانو او سو ريانو دواکمنۍ په وخت کې هم يو ډېر شمېر لوړ پوړي افسران ا، چا رواکي اوا مرا دسر واڼي په قبيلې پورې اړه درلوده چې په هغو کې دملو خان سرواڼي،فتح خان سر واڼي ، دريا خان سر واڼي ، داود خان سرواڼي، سکندر شاه سر واڼي او ابر اهيم سر واڼي نو مو نه د يا دولو وړدي٠(٢)
تاريخ حيات افغا ني دسر واڼي قبيلې په اړوند داسي کښلي دي :
" ويل کيږي چې د شها ب الدين غوري د واکمنۍ يا تر هغه لږ ورو سته د سر واڼي قبيلې د درابڼ او چو دهوان شا او خوا سېمې ونيولې او ددغه ځای ځمکې ېي په خپله قبضه کې راو ستلې او ددغه قوم مشري د سريپال کو رنۍ په تېره بيا د شيخ مليح قتال کو رنۍ ته ورکړل شوه٠ ډرابن له ډېرې مودې راهسې ړنګ پروت او هغه درابڼ چې اوس ابا د دی شيخ قتال سر واڼي ودان کړی دی چې په شما لي دروازه کې يې تر او سه پورې د نو موړي شيخ نښان مو جود دی٠ په پخوا وختو نو کې د درابڼ ښار اباد او ډېرې ښا يسته او ښکلي ودانۍ يې لر لې چې اوس دروانو او بو او شنو ونو نه پر ته بله کو مه ښکلا نه ده ورته پاتې٠
سر وا ڼيوډېره موده پر دغه ځای باندې ولکه در لودله، خو د هند دمغو لي واکمن هما يو ن دواکمنۍ په وخت کې له دغه ځا يه ووتل او ددوی د وتلو لپاره دوه لا ملو نه مو جودول لو مړی ددوی دشمېر لږ والی او کمزوري، دويم ددوی ما تې ٠ لو مړی علت يعنې ددوی دکمزوري علت داو چې د ستوريو دقبيلې او سر واڼيو تر مينځ دپښتني ننګ او غيرت په وجه لا نجه را مينځ ته شوه چې په نتيجه کې په جګړې بد له شوه اوپه زاړه درابڼ کې د داوړوخواوو تر مينځ خو نړۍ جګړه پېښه شوه چې له دواړو خواوو نه پکې ډېر کسان ووژل شول او کله چې ددواړو خواوو پا تي کسا نو دغه حالت او مړي وليدل و ډېر پښيما ن او نوره يې جګړه منا سبه ونه ګڼله او د يو او بل له وژلو نه يې لاس واخيست او هرې قبيلې خپل مړي چې په زرګونو تنه ول په کو چنيو کو چنيو قبر ونو کې ښخ کړل او بېر ته خپلو استو ګنځا يو نو ته ستا نه شول ٠ ددغې جګړې نتيجه دا شوه چې له هغې ورځې نه د ستوريو او سر وا ڼيو شمېر ډېر لږ او تر هغې اندازې پورې کمزوري شول چې دخپل هيڅ مخالف قوم او قبيلې سره يې سيا لي نه شوه کولای ٠ تر هغه وو سته دد هما يون پا چا دواکمنۍ په پيل کې کله چې د ميا خيلو لو حاڼي( لو اڼي) ښاخ او بختيارو په پا تې سر وا ڼيو ير غل وکړ،چې تر لږې مقا بلې وروسته يو شمېر سر واڼي ووژل شول او پا تې يې مغلوب او د درابڼ له سېمې يې لاس لنډ شو او دغه سېمه د ميا خيلو او بختيارو د قبيلو لاس ته ورغله او سر واڼي چې ډېر لږ پا تي و ل ځينې يې خواره او ځينې يې مالېر کو ټلې ته چې اوس د هند د پنجاب په ايالت کې سر هند ته نږدي مو قعيت لر ي ولاړل٠ (٣)"
تر هغه ځا يه چې ما ددې مقالي ليکوال دسر واڼيو په اړوندڅيړ نه وکړه نو دوی دپښتو نخواا يا لت په دېره اسما عيل خان ، دکاکا صاحب د زيارت په سپين کا ڼي کې او د خير اباد دسيمې په اميرو او اټک کې ، دپا کستان دپنجاب دواه دسېمې په چکاره نومي ځای کې ،دملتان په افغان کالوني نو مي ځای کې ، ګو جر انواله، د جهيلم په افغان اباد اوسيالکوټ کې او دهندو ستان د هر يا نا دايا لت په کر نال او دپنجاب دايالت د مالير کو ټله په سېمه کې ا ستو ګنه لري٠ (٤)
دهند دمالېر کو ټله په سيمه کې ميشته سر واڼي پښتانه :
د مالير کو ټله سېمه د هند دپنجاب ايالت د سنګرور د ولسوالۍ يا ډيسټرکټ پورې يوه اړونده سېمه ده چې دهند دخپلواکۍ ١٩٤٧ عيسوي کاله پورې دسرواڼيو پښتنو يو رياست ګڼل کيده او سرواڼي پښتانه ددغې سېمې نو ابان ول٠ که چيرې د مالېر کو ټلې دسر واڼيو دنسب شجره وګورو نو دوی په اصل کې پښتانه بيټني دي چې لو مړی په افغا نستان کې او سيدل بيا له هغه ځايه دسلطان شهاب الدين غوري دواکمنۍ په وخت کې يې د درابڼ او چودهوان سېمې چې اوس دپښتو نخوا په دېره اسما عيل خان کې دي په خپله ولکه کې را وستلې ٠ په دغه وخت کې دسرواڼيو يو مشهور تن چې شيخ صدرالدين نو مېد او په صدر جهان مشهوراو ډېر عابد او له خدايه يې وېره درلودله په ١٤٦٩ ميلا دي کال کې چې د ٧٨٦ هجري کال سره سمون خوري دخپل اصلي ټا ټو بي درابڼ نه دهندوستان خواته د سياحت لپاره رهي شو٠ کله چې دما لېر سيمې ته ورسيد او دستلج دسيند ديوې ويالې پر غاړه يې چې جهوم يې بولي او اثار يې اوس هم ليدل کيږي يوه څپره ودانه او هلته دخدای په عبادت بو خت شو٠ په دغه وخت کې د هند پښتون واکمن سلطان بهلول لودي لا واکمنۍ ته نه و رسيدلی ٠ يوه ورځ سلطان بهلول لودي دسر هند دسيمې نه ډهلي ته روان و چې پر دغه عبا دتځي با ندې وربرابر شو او دشيخ صدر جهان سر واڼي زهد او تقوای پرې ډېره اغېزه وکړه او په زړه کې يې وويل که چېرې زه دډهلي او اګرې واکمني تر لا سه کړم نو خپله لور به ده ته ور نکاح کړم ٠ ډهلي ته درسيدلو سره سم د سلطان بهلول لودي ارمان پوره شو او دهندو ستان واکمني يې تر لا سه کړه ٠ سلطان بهلول چې پر پښتو او پښتو نولۍ باندې ټينګ ولاړ و پر خپلې پخو انۍ ژمنې يې وفا وکړه او خپله لور يې شيخ صدر جهان ته ور په نکاح کړه او دهغه دګوزارې لپاره يې ده ته ١٢ ستر کلي او ٥٦ کو چنۍ سېمې ورکړې او هم يې دواده لپاره ټول سا مانونه اوشيان ورته ور وليږل٠ شيخ صدر جهان ورو سته بيا يو کلی ودان کړ او مالېر يې نوم پرې کېښود چې همدااوس هم په مالېر کو ټله سره شهرت لري٠ داسي ويل کيږي چې نو موړي شيخ ورو سته بيا دکپور تله سېمې درئيس بهرام له لور سره هم واده وکړ چې دبهلول لودي له لور نه يې دحسن او دبهرام دلور نه يې دعيسی او موسی په نا مه دوه زامن پيدا شول٠ شيخ صدر جهان په ١٥١٥ عيسوي کال کې د٧١ کلو نو په عمر له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړي او په مالېر کو ټله کې خاورو ته وسپارل شو چې زيارت يې اوس هم دخا صوا و عا مو زيا رتځی دی ٠
د شيخ صدر جهان تر مړ يني ورو سته دده زوی حسن دخپل پلار په څېر فقير انه ژوند تېراوه او د خپل پلار د مزار خد مت يې پر غاړه واخيست ا و عيسی او موسی دمالېر کو ټله د سيمې درياست او نوابۍ چارې پر غاړه واخيستې٠ مو سی کوم او لاد نه درلود او بې او لاده مړ شو ٠ عيسی هم په ١٥٣٨ عيسوي کال کې وفات شو، خو دهغه تر مړ يني وروسته دده يوا زينی زوی شاه محمد خان د ما لېر کو ټله دسيمې دنوابۍ چارې پر غا ړه واخيستلې٠ د شا ه محمد خان تر مړ يني ورو سته په ١٥٤٥ عيسوي کال کې د هغه مشر زوی معدود خان چې په خواجه اسحق مشهور دمالېر کو ټله دسيمې نواب شو٠ دخواجه معدود خان تر مړ ينې ورو سته په ١٥٦٦ عيسوي کال کې د مالير کو ټله درياست چارې دده زوی نواب فتح محمد خان ته په لاس ورغلې٠ د نواب فتح محمد خان تر مړينې ورو سته په١٦٠٤ ميلادي کال کې دده زوی نواب محمدبازيد خان چې يو ډېر زړور سړی و دمالېر کو ټله د سيمې نواب شو ٠ محمد با زيد خان څلور زامن درلودل چې فيروز خان، اختيار خان، سرور خان او حسين خان نو مېدل ٠ دمحمد با زيد خان تر مړينې وروسته دهغه مشر زوی نواب فيروز خان ددغې سيمې دنوابۍ پر ګدۍ ډډه ولګوله ٠ دنواب بازيد خان نه ورو سته نواب شير محمد خان نواب شو٠ ده هم اووه زامن درلودل چې دهغه تر وفات ورو سته دده ر زوی نواب غلام حسين خان دنواب په تو ګه دنده تر سره کوله چې بيا تر هغه ورو سته نواب جمال خان نواب شو٠ تر نواب جما ل خان نه ورو سته په تر تيب سره يو په بل پسې دنوابۍ چارې نواب بهيکن خان ، نواب بهادر خان، نواب عمر خان، نواب اسد الله خان، نواب وزير خان، نواب محبوب عليخان، نواب سکندر علي خا ن، نواب غلام محمد خان اونواب ابر اهيم علي خان٠ته وسپا رل شوې٠
په او سني وخت ددغوسړ واني نو ابا نو دکو رنۍ نه يو هم نصرت اکرام خان دی چې د پنجاب په کا بينه کې د سپورټ او بد ني و زنې وزير دی ٠ (٥)
د سر واڼي دقبيلې خيلو نه :
ددغې قبيلې ځيني ښا خو نه ا و څا نګې په لا ندې ډول دي : سريپال، سيني، بلي، جعفري، سوري، حسن خيل، هد يا يخل،سهيا، يو نس خيل، ايوب زي،دوي خيل، خضر خيل، زکوزي، يو سف خيل،متا خيل، پو پي زي،نا هر زي، اموټ ، چنان زي،اجا خيل، هدو زي، مما خيل،بهدين خيل، هو تي زي، ها رو ن خيل، کز ولي، محمود زي،اميک، اليک، احمد خيل ګدای، علي خيل ، ظهر خيل، اغوک خيل، مموزي او نور٠٠ (٦)
-------------------------------------------------------------------
ما خذو نه او منا بع :
(١) پښتني قبيلې، ٥٩ مخ، ددانش چاپ، پېښور٠
(٢)تا ريخ شا هي يا تاريخ سلا طين افا غنه، داحمد ياد ګار تاليف، رايل ايشيا ټيک سو سا ئټي اف بنګال،١٩٣٩ ميلادي کلکته، دفهرست الر جال بر خه٠
(٣)تا ريخ حيات افغاني، پښتو ژباړه ،٣١٦ مخ ،دانش، پېښور٠
(٤) http://en.wikipedia.org/wiki/Sherwani_(tribe)
(٥) ميزان،٦٥ ګڼه،٢٠٠٠ ميلادي ، دمالېر کو ټله دسېمې افغا ني نوابان او ددوی ريا ست،دډهلي چاپ ،هندو ستان٠
(٦)تاريخ حيات افغاني، ٣١٧ مخ٠