دخپریدو نیټه : 2005-10-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دمنتخب حکومت يوکلنه دوره - دطلوع پر هنداره
نويد لمر _ كابل
نويد لمر _ كابل
دولسمشر كرزي دانتخابي حكومت نه دادي يوكال تير شو،ددي حكومت ديوه كلن كار اواقداماتوپه هكله دهيوادبه بيلابيلوخبري رسنيوكي ،خپروني شوي اوكيږي ،دطلوع تلويزيون هم په دي هكله دهيواددځينوڅيړونكواوسياستوالو( استادحبيب الله رفيع،دعلوموډاكتر كبير رنجبر ،اوښاغلي محمدحسن ولسمل ) سره يوتلويزيوني ګردي ميزجوړكړي و،چي داوسني حكومت ديوه كلن كار په هكله يي دهغوي نظرونه پوښتلي چي دادي تاسوته وړاندي كيږي
نطاق: دولسمشر كرزى د انتخابى حكومت د يوه كلن كار په هكله كه تاسو رڼا واچوى.
رفيع: كرزى صاحب په لنډمهالى او انتقالى اداره كى خلكو ته ډيرى وعدى وركړى وى په تيره بيا د ولسمشرى د انتخاباتو نه مخكى ده خلكوته دا وعده وركړى وه چې يو متخصص حكومت به جوړوى او دبياجوړونى كارونه به پرمخ بيايې، خو كله چې وټاكل شو بيرته يې هماغه خپل پخوانى ياران او جنگ سالاران په حكومت كى راوستل، د ده معاونان، د كابينى اكثر غړى هغه كسان دى چې په ولس كى دښه نوم خاوندان نه دى دغه راز د بياجوړونى په برخه كى هم داسى ځانگړى كار د ده په دا يوكلن حكومت او آن په څلورو كالو كى ترسره نشوچې ولس ته د منلو وړوى.
نطاق: يعنى څه يې بايد كړى واى؟
رفيع: مثلا حد اقل د هېواد څلور لويې لارى شمال، جنوب، شرق او غرب لوې لارى يې بايد جوړى كړى واى ترڅو افغانستان د بهرنيو هېوادونو سره تجارتى اړيكى پياوړى شوى واى او د هېواد په دننه كى د بياجوړونى او پرمختيا لپاره لاره او اره شوى واى خو متاسفانه ده دغه څلور لارى هم په څلور كاله كى جوړى نه كړى.
نطاق: كوم كارونه بايد شوى واى، او دا چې نه دى شوى عوامل يې څه دى؟
كبيررنجبر: ځنى داسى لومړيتوبونه وو چې بايد ارومرو ترسره شوى واى، ځكه هغه د هېواد د امنيت او بيارغونى سره مستقيمى اړيكى لرى، له هغي جملى نه لومړى ادارى ريفورم دى، چې كرزى صاحب هم د انتخاباتو نه مخكى وعده كړى وه او د بن په توافقاتو كى هم دا خبره راغلى وه، خو متاسفانه دا ريفورم تر سره نشو او د دولت اداره اوس په يوه ناكاره او فاسده اداره بدله شوى ده. دوهمه مهمه خبره د سلاح ټولول و، چې بايد د ټول هېواد په سطحه وسله ټوله شوى واى كه دا كارونه ترسره شوى واى او سلاح ټوله شوى واى موږ به اوس ډيرښه پارلمانى ټاكنى لرلى. د وسلو شتون په هېواد كى د نا امنيو سره ډيره مرسته كړى ځكه چې اوس هم په هېواد كى دوسلو ډيرى پټى او ښكاره زيرى شته. او همدا د وسلو شتون ددى باعث شوى چې په هېواد كې بى امنى زياته شى او د بيا جوړونى كارونه په ښه توگه پرمخ لاړنشى.
نطاق :ولسمل صاحب !تاسوپه دي هكله څه وايي ؟
ولسمل: اصلا خو د بن په غونډه كى بين المللى ټولنى له افغانانو سره د زړه له كومى مرسته ونه كړه، هماغه پخوانى جنگ سالاران او قاتلاان يې په نظام كى ننويستل. خو كرزى صاحب د لنډمهالى او انتقالى ادارى په دوروكى ولس ته وعده وركړى وه چى په انتخابى حكومت كى به جنگ سالاران نه وى خو بياهم كرزى صاحب د دريم ځل لپاره خپله دغه اشتباه تكرار كړه، د كرزى صاحب په اداره كى نه سم وزير شته نه سم والى شته او نه هم سم او پوه سلاكار، د ده نژدى كسانو په ده باندى ليكه راويستلى او ده ته سمى مشورى نه وركوى او د نورو خلكو لاره يي هم بنده كړى او په دى توگه يى د كرزى او ولس ترمنځ يوه لويه فاصله را منځ ته كړى ده، د كرزى ټول نژدى سلاكاران ډير ضعيف او سم خلك نه دى او نه پريږدى چې كرزى صاحب ته وطنپال كسان لاره ومومى.
نطاق: اوس خو هم يو تعداد تحصيل يافته كسان په كابينه كى شته آيا هغوى هم د كار وړتيانه لرى كه څنگه؟
رفيع: ځينو كسانو نه مسووليت سپارل شوى خو صلاحيت بياورسره نشته متاسفانه كرزى صاحب دايماِ د هغو كسانو سره د كارونو په هكله مشورى كوى چې ولس ته يي ناوړه امتحان وركړى او ولس پيژندلى دى، خو هغه كسان چې وطن ته كاركول غواړى د هغوى مشوروته غوږ نه نيسى، كرزى صاحب د اكثرو پخوانيو جنگى ډلوله مشرانو او قاتلانو سره مشورى او خبرى اترى كوى او دهغوى د مشورو په رڼاكى عمل كوى چې اوس دادى حالات تردى ځايه را ورسيدل،ټول هيوادبي امنيتي نيولي دي دولس اودولت ترمنځ فاصله له بل هروخت نه زياته شوي ده اوولس په دولت بي باوره شوي دي
نطاق: كه څه هم چې ښاغلى كرزى پخپل انتخابى كمپاين كى دا خبره كوله چې كه چيرى وټاكل شى نو مسلكى كسان او متخصصين به په كار وگمارى خوچى وټاكل شو، بيا هغه خبره عملى نشوه، آيا د اوسينو ستونزو عوامل به همداوى؟ مثلا په څلوركالوكى د كابل د بريښنا او اوبو ستونزه حل نشوه.
رنجبر: ما مخكى هم عرض وكړ چې ترټولو مهمه مسله د يوه روښانه او سم كدرى سياست نشتوالى دى دلته په د ندو باندى داسى كسان وگمارل شول چې د دندى د ښى اجرا توان يي نه درلود، ستاسو خبره پرځاى ده په څلوروكالوكى ديوه پايتخت د برښنا ستونزو حل نشوه.
۹ ميليارډه ډالره هيوادته راغلل د كابل برښنا او سړكونه جوړ نشول داسى وزيران شته چې ددى توان نه لرى چې يوپيشنهاد اوپرو پوزل وكومكي ادارواوخارجيانوته جوړ او وړاندى كړى، ځكه خو دا ټولى بد مرغى منځته راغلى دى. بايد په دغو څلوروكالوكى د هېواد په سطحه بنستټيز اقتصادى كارونه، لكه مواصلات، مخابرات دسړكونو، بندونو او ويا لوجوړول ترسره شوى واى چې متاسفانه ونه شول او دغى وضعى اوس دادى د بى امنى سره هم مرسته كړى،
يعنى په اداره كى بايد د كار، فهم او مسلك پر اساس ټاكنى شوى واى نه د مصلحت په اساس.
نطاق: آيا په اوسنى اداره كى لوړي څوكى د ملى مشاركت پر اساس ويشل شوى او كنه؟
ولسمل: د ملى مشاركت پروژه د كرزى صاحب يوه ډيره ناكامه پروژه وه چى يو قوم هم ندى خوشاله، كه څه هم ځينو قومونو ته د خپل حق نه ډيرڅه هم رسيدلى خو خوشاله نه دى.
د كرزى صاحب اوسنى وزيران داسى كسان دى چې ولس يې هيڅ نه پيژنى، يوڅودگوتو په شماركسان كه په ولس كى نوم او شناخت ولرى او دكاروړتيا ولرى نور ټول بى كاره او د كار او فهم خاوندان نه دى د كرزى واليان او وزيران بى كفايته كسان دى هماغه څو جنگ سالاره دى له يوه ځايه يى تبديلوى بل ځاى ته.
دا چى اوس كرزى صاحب پخپلو كارونو كى ناكام شوى داټول دده د بى اهله اوبى كفايته ملگرو نتيجه ده زه وايم چى بايد كارو اهل كارته وسپارل شى، دا چى د هرقوم وى باكه نه كوى، كه كار په رښتيا اهل د كارته وسپارل شى نو ډيركارونه به ترسره شى.