مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-19   مخپرونکئ : ۴۴ بېنوا - وزیرستان

له غزني څخه ولسي جرګې ته يوې ايرانۍ لار ومونده

له غزني ولايت څخه يوې ايرانۍ مېرمنې راحلې بي بي كبرا عالمشاهي، چې په دې ولايت كې يې ٢٨٣٥ رايې اخيستې دي، ولسي جرګې ته بريالۍ شوې ده، نوموړې اصلاً ايرانۍ ده، چې تېر كال افغانستان ته راغلې وه او په هرات ولايت كې يې افغاني تذكره اخيستې وه

له غزني ولايت څخه يوې ايرانۍ مېرمنې راحلې بي بي كبرا عالمشاهي، چې په دې ولايت كې يې ٢٨٣٥ رايې اخيستې دي، ولسي جرګې ته بريالۍ شوې ده، نوموړې اصلاً ايرانۍ ده، چې تېر كال افغانستان ته راغلې وه او په هرات ولايت كې يې افغاني تذكره اخيستې وه
 
 اواوس مهال يې له غزني ولايت څخه ځان كانديد كړى و، د يادونې وړ ده چې نوموړې د عبداللطيف پدرام د ډلې غړې ده چې د همدې ډلې په استازيتوب يې ټاكنيزه مبارزه كوله.
 
 د نوموړې مېړه چې ايرانى دى تر اوسه يې د افغانستان تابعيت نه دى اخيستى خو د ټاكنو په قانون كې راغلي چې ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ته كانديدان بايد لس كاله مخكې د افغانستان تابعيت اخيستى وي. كتونكي د ټاكنو د دفتر پر بې كفايتۍ نيوكه كوي، چې خلك په زوره اړ باسي چې د ټاكنو اعلان شوې پايلې ومني، حال دا چې له ګڼو ولايتونو څخه د سترو درغليو اوازې پورته شوې دي، خو په دې برخه كې دغه دفتر هېڅ اقدام هم ونه كړ.
 
 خو د ټاكنو د دفتر پر دغه ظرفيت او كفايت خلك نيوكه كوي، چې يوه ايرانۍ څنګه د كانديدۍ پاڼې ترلاسه او بيا كاميابه شي، كه راروان پارلمان دغسې وي، نو ښايي چې افغانستان ته په خير تمام نه شي. خو عام ولس اوس هم د ټاكنو د دفتر اقدام ته سترګې په لار دى، چې په دې برخه كې څه كوي. 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery