دخپریدو نیټه : 2010-09-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
روح څه شی ده ؟(روح د اسلام له باوره)۸
پوهنمل محمود نظری
نفس د خوب او مړینې په وخت کې پورته آسمان ته ځي نو نفس هلته د هغه ځای د شرایطو ، وخت او زمان تابع کیږي پر هغو ډیر وخت نه تیریږي ځکه د هغه ځای یوورځ زموږ زر کاله ده.
د الحج د سورې په (۴۷) مبارک آیت کې راغلي دي:«...وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ»
ژباړه : ( ...یوه ورځ ستا پروردګار ته لکه زر کاله ده چې تاسو یې شمېرئ)
د البقرې د سورې په (۲۵۹)مبارک آیت کې راغلي دي:«قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ»
ژباړه :(وویل: څومره تاځنډ کړی دی ( دلته)؟
وویل ( عزیز): ځنډ مې کړی دی یوه ورځ یا یوه برخه د ورځي.
وویل (الله): بلکې ځنډ کړی دی تا سل کاله)
دا د حضرت عزیز (ع) نکل و چې د بخت نصر (کافر پاچا) په وخت کې اوسیده کله چې هغه له یو وران شوی ښار څخه تیریدی د هغه په زړه کې وګرځیدل چې ددې ښار خلک خو ټوله مړه شوي دي هغه به خدای تعالی څنګه بیرته را ژوندي کوي او دا ښار به څوک آبادوي ؟؟؟
د خدای تعالی په امر عزیر مړ شو اوسل کاله همداسې مړ پاته و چې بیرته را ژوندی شو هغه ولیدل چې هغه وران ښار بل پاچا ودان کړی دی( وایي داښار بیت المقدس و) نو د هغه په نفس چې پورته آسمان ته تللی و ډیر لږ وخت تیر شوی و مګر دده په جسد سل کاله تیر شوې وه .
د المومنون د سورې په ( ۱۱۳)کې راغلي دي :«قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلْ الْعَادِّينَ»
ژباړه : ( نو وبه وایي ( کفار) ځنډ مو کړی دی یو ه ورځ یا یوه برخه د ورځي)
یاني خلکو ته د دنیا ژوند یوه ورځ ښکاري نو داسې ښکاری د آسمان د حساب په اساس په مځکه کې ژوند ډیر لږ او خسیس دی.
شاید دا چې د دنیا ژوند ډیر لږ ویل شوی دی او د قیامت راتګ تر سترګو دباڼو نژدې ویل شوي دي دابه د آسمان د ورځي په حساب وي چې یوه ورځ یې زموږ یا د مځکې په حساب زر کاله کیږي ( خدای ښه پوهیږي)
الروم ۲۵ د سورې په (۲۵) مبارک آیت کې راغلي دي.«وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُونَ»
ژباړه:( د هغه علامه دا ده مځکه او اسمان ولاړ دی ( په هوا کي) د خدای په امر او بیا به (په قیامت کې) تاسو له مځکې را غواړي ناببره به ټوله له مځکی ووځي )
داچې مځکه او آسمان په هوا کې دی او محشر هم په دې مځکې کې نه دی. په قیامت کې ټوله انسانان له مځکی څخه دمحشر ځای ته ځي چې د هغه ځای وخت ، زمان اوشرایط له مځکې سره توپير لري.
هلته له مځکې ورغلی انسانې حجرو څخه د هغه ځای له شرایطو سره سم )دځواني په سن بیرته مړه شوی انسانان پيدا کیږی او له نفس سره په یو ځای والی سره انسانان به یو بل سره وپيژني( خدای ښه پوهیږي
البقره د سورې په (۳۰) مبارک آیت کې راغلي دي«وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً...
ژباړه : (هغه وخت چې الله ملایکو ته وویل زه پر مځکه خلیفه ټاکم...
په دې مځکه کې انسان اختیار لرونکی دی او هر څه د هغه په اختیار کې ورکړ شوی دی نوځکه انسان په اصلي پاچاهی کې محشر کیږي.
المجادله د سورې په (۲۲) مبارک آیت کې راغلي دي.«...أُوْلَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ...»
ژباړه : (هغوی هغه کسان دی چې د هغو پر زړه لیکل شوی دی ایمان او تقویه شوی دی په روح خپل) ایمان په روح (خپل علم) سره تقویه کیږی نو د روح یوه مانا علم دی
نوربیا