مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان حکومت ته یو وړاندیز

ډاکټر عبدالحی نظيفي

 

راځۍ داسې  یو مرکز جوړ کړوچې  هغه ظلمونه په مستند ډول  جمع کړي چي  په افغانانو په دې وروستیو شلو دیرشوکلو کې شویدي په مرکز کې به هغه کتابونه چې افغانانو باندې ظلم او تعدي ښیي هم را ټول شوي وي او همدارنګه  ویډیویي او ږغيز کسیتونه پکې راټول شوي وي دا دافغانستان د تاریخ یوه برخه ده او همدارنګه  دراتلونکو نسلو د پاره پند هم ګر ځیدای شيٍ او دهغو خلکو نه چې په زندانو کې یې کلونه تیر کړي  د هغوی د زړه حال په فلم په قلم او په اواز پکې راټول شوی وي .

د چا مالونه د چا ځانونه ډ چا اولا دونه متضرر شویدي تر اوسه داسې کوم واحد مرکز نشته چې دا ټول په منظم ډول پکې خوندي ساتلي وي دا دخوشالۍ خبرو چې څو دوه کسان په هالنډ کې  او یو کس په انګلستان کې به اوږده بند محکوم شویدي او افغانان باید نور هم پسې وګر ځي  او هفه خلک پیداکړي چې دافغانانو به وژلو کې یې لاس درلود  د افغانانو قاتلان  باید وپیزندل شي په دې کار کې هغه کسان ښه رول لوبولای شي چي دننه پکې وو او دا ظلمونه یې په سترګو لیدلي او قاتلان او ظالمان ورته معلوم دي زه خو نه یم خبر چې اصلا کوم لست هم جوړ شوی دی  او که نه چې ټول وژل شوي ورک شوی پکې شامل وي او دا ډیر ضرور دی .

مونږ  باید خپله وظیفه د هغو په مقابل کې چي وژل شویدي اجرا کړو او بهترینه دعا به د ژوندیو او مړو دپاره داوي چې راتلونکی نسل ددې تراژیدۍ نه  یو په یو خبر کړو . یو به حق خپل ځای ونیسي او بل به ډیروته جوته شي چي ظلم بې جزا نه پاتې کیږي باید دکابل په پو هنتون کې یوه څانګه جوړه شي چې شاګردانو ته وظیفه ورکړل شي چې ولټوي چې دادومره مړي او ظلمونه  څرنګه او چا کړي مونږ که نه شو کولای نړۍ ته بدله کړو خو کولا ی شو سولې ته یو څه خدمت وکړوخپله خوله بیرته کړو  او ووایو چې څومره ډېر ظلم را باندې شوی دی او ظالمان رسوا کاندي دا زمونږ وظیفه ده چې شهیدان یاد کړو او قاتلا ن رسوا کړو او په جزا یې ورسوو  د عفو بین المللي ادارې او د دبشر دحقوقو د سازمانونه  مرسته وغوښتل شي  او دهغوی ددوسیو نه قاتلان او ظالمان په ګوته شي او محکمې ته مخامخ شي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery