مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-27   مخپرونکئ : خليل الله سروري

د كندهار انتخابات، د درغليو په هنداره كي ليكني په ځواب

خالد پښتون

خالد پښتون

khalid pashtonغواړم دا ليكنه د يوه عالم (لنډسي) په دې خبره را پيل كړم چي وائي، ديموكراسي د حكومت يو ښكلي ډول دي او موخه ئي د اخلاقي ژوند پايښت او فردي آزادي ده. له دې خبري څخه ډيره واضحه معلوميږي چي كه ديموكراسي له يوې خوا افرادو ته آزادي وركوي، له بلي خوا د ټولني د اخلاقي اړخ ساتنه هم پر غاړه لري. دا دوې خبري يو له بله خورا ټينګ تړون لري او كه ئې يوه هم نه وي، ديموكراسي خپل مفهوم له لاسه وركوي. ځكه نو ددي لپاره چي ټولنه په عين وخت كي د فردي آزادۍ او اخلاقي پايښت زغم ولري، ضروري ده چي دديموكراسي تر پلي كولو مخكي ورته وخت او شرايط آماده كړل سي. ددي خبري د اثبات لپاره به په هيواد كي د شپيتمي لسيزي راوروسته حالت ياد كړم. هغه مهال چي افغانستان دديموكراسۍ لومړنۍ تجربه كول، خلګو به ويل، دديموكراسۍ ناوې له وخته مخكي راواده سوه، خداي مكړه كونډه نسي، چي همغسي هم وسول او پايله ئي زموږ خرابي او مرګ حالي سوه. موضوع به د كندهار انتخابات، ددرغليو په هنداره كي ترسر ليك لاندي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپرې سوي ليكني ته رالنډه كړم چي د معلم عبدالسلام سلطانزي په نامه نومول سوې ده. په دې ليكنه كي د ۱۳۸۴ د سنبلي د ۱۸ د پارلماني او ولايتي شوراوو د انتخاباتو په ترڅ كي د كندهار اړوند ستونزي څېړل سوي دي چي البته % ۵۰ ئې رښتيا ويلي خو پاته ۵۰% فيصده ئې له لومړني ۵۰% فيصده څخه په ګټه اخيستنه داسي بې بنسټه او له بهتانه ډك څه ويلي چي هر شعور لرونكي انسان ته به د خندا وړ وي. لومړى خو زما په اند د معلم عبدالسلام سلطانزي په نامه اصلآ څوك وجود نه لري او ګمان كوم دا ليكنه د كومي سياسي غريزې پر بنسټ ليكل سوې ده ځكه ئې نو د ليكوال نوم هم مستعار ساتل سوى دى.

ما د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلي عبدالاحمد محمد يار څخه چي بېنوا ويبپاڼه هم دوي چلوي، د دي ليكني د ليكوال په اړه وپوښتل. هغه راته په ځواب كي وويل چي ليكوال نه پيژني او ګمان كوي نوم به مستعار وي. دا په واضح ډول زما د خبري پخلى كوي.

په دې ليكنه كي پر اشخاصو بهتانونه لګول سوي دي او د اخلاقو له چوكاټه بهر توهينوونكي تعرضونه سوي دي. همدغه ځاى دى چي ديموكراسي د ودانۍ پر ځاى د ورانۍ لامل كيږي ځكه افراد له خپلي آزادۍ څخه خو ګټه اخلي مګر دديموكراسۍ او آزادۍ اخلاق نه له سره پېژني او نه ئې مراعتوي چي په پايله كي يوه ډله مجبوره كيږي څو قانون په خپل لاس كي واخلي، هلته چي ديموكراسي به نور مفهوم له لاسه وركوي.ددي ليكني پړه چي له ژورناليستكي او ديموكراتيكو اخلاقو سره سخته په ټكر كي ده، طبعآ د خپروونكي ادارې پر غاړه ده ځكه هغوي كه كوم شي خپروي، ليكوال به ئې ورته معلوم وي او كه ليكوال ورته معلوم نه وي، معلومه ده د ليكني مسئوليت په خپله غاړه لري.

دلته به يوې بلي خبري ته هم اشاره وكړم او هغه دا چي يوه ډله افغانان چي د ۱۳۵۷ د ثور د كودتا را په دې خوا ئې له كمونيستي دولت سره كار كاوه او موږ كمونيستي تكنوكراتان ورته ويلاى سو، په اوسمهال كي ددولت ډيري چوكۍ په لاس كي لري. دا په دې چي زموږ پخواني او ملي تكنوكراتان يا خو فوت سوي او يا هم له هيواده بهر وه، ځكه نو د لزوم ديد له مخي په هيواد كي د ۱۳۸۰ له بدلونه را په دې خوا دې خلكو له مركزه تر ولاياتو ځانونه ځاى كړاى سوه. دوى د خپلي پخوانۍ عقدې پر بنسټ هڅه كوي څو په يو نه يو شكل مجاهدين او ټول ملي او جهادي اشخاص بدنام كړي لكه يو متل دي چي وائي. چه زه كونډه يم، رنډه دي پر دنيا نه ګرځي. په بله خبره هرڅوك چي د افغانستان جوړېدل غواړي، دوى د هغوى مخالف دي.ددي خبري په پام كي نيولو سره چي د ۱۹۹۲ع له تحوله وروسته دوى سختي لوږي ګاللي نو چي موقع ئي موندلې، د بډو موندلو سخت ليواله دي چي د اداري فساد يو لوي لامل هم دوى دي. په بله مانا دوي په يوه تير دوه نښانه ولي. هم خپل جيبونه ډكوي او هم د ملي اشخاصو او دولت د بدنامه كولو كار پر مخ بيائي.ددې ټولو خبرو څخه مي هدف دا دي چي د كندهار انتخابات، ددرغليو په هنداره كي ليكني ليكوال هم ښائـي په همدي ډله پوري اړه ولري ځكه دا خبره هلته لا سپينيږي چي نور ئې ټول ګټونكي كانديدان په نښه كړي او يوازي ئي كمونيست كانديدان پرې ايښي دي.

لومړى غواړم دا خبره سپينه كړم چي د كندهار انتخابات ، د درغليو په هنداره كي ليكوال ليكلي چي يو شمېر كانديدان او له هغوي نه يو هم زه (خالد پښتون)، وسله وال ساتونكي لري او پاتي كانديدان ئې نه لري. دا معلومه ده چي ټول كانديدان د يوي كچي نه دي. ځينو ته ئې ډېر امنيتي ګواښونه متوجه دي او ځينو ته نه دي. ځكه نو اړينه ده چي د خپل ژوند ساتلو په خاطر تر ګواښ لاندي څوك ساتندويان ولري. په تېرو څلورو كالو كي ټول هغه اشخاص چي په دولت كي ئي كليدي رول درلودي، هم هغه وخت ساتندويان ورته اړين وه او هم اوس. تر څو چي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ سوى نه وي، ددوي لپاره د ساتندويانو ګرځول ضروري دي. زه فكر كوم د انتخاباتو په قانون كي به داسي ماده نه وي چي په هغه كي څوك له ساتندوى ګرځولو څخه منع كوي. البته د غير قانوني ملېشې لرل ددي قانون خلاف خبره وه.كه د نوموړي ليكني د ليكوال خبره سي، نو بيا دي والي صاحب او بالاخره كرزى صاحب هم ساتندويان نه ګرځوي!!

ښاغلي ليكوال ليكلي وه چي د JEMB كاركوونكو حاجي يوسف او د هغه لور مسعودې د خالد پښتون په ګټه درغلي كړې ده. دا خبره ډيره د خندا وړ ده ځكه نوموړي دوه كسان چي دى ئې زما لپاره په درغلي كولو تورنوي، شخصآ ما د نورو كانديدانو لپاره د درغلي كولو په حال كي نيولي دي، نو دا څنګه كيداي سي چي هغوى دي زما لپاره درغلي وكړي. د انتخاباتو په ورځ حاجي يوسف او مسعوده د كرز په مكتب كښي DFC اوDDFC وه. ما ته د ماسپښين پر دوې بجې خبر راغلي چي د كرز په ښوونځي كښي درغلۍ رواني دي. زه د يو كانديد په صفت سمدستي هلته ولاړم. هلته د حاجي يوسف او مسعودي تر څنګ چي د هغه ځاي مسئـولين وه، په لسګونو تنه د بېلابېلو كانديدانو ناظرين هم موجود وه. په لومړي قدم كي راته وويل سول چي نن سهار او غرمه ددوو تنو كمونيستو كانديدانو لخوا، چي نوموړي دوه سره په اتحاد كي وه، د JEMB د كاركوونكو لپاره مجلله ډوډۍ او چاى راوړل سوي دي چي دا كار د قانون سخت خلاف او يادوسويو كانديدانو پر درغلۍ دلالت كوي. ما خپلي پلټني ته دوام وركاوه چي په دې ترڅ كي مي يوه بنده كوټه وموندل چي هلته څو تنې ناستي وي او د همدې كمونيستو كانديدانو لپاره ئي د راى پاڼو صندوقونه ډكول. په دي وخت كي د JEMB يو تن بهرنى مسئول Michael Semple چي د تلفون شمېره ئي ۰۷۰-۲۷۹۲۰۴ ده، هم راغلى او صحنه ئې په خپلو سترګو وكتل. هغه بيا موږ ته مشوره راكړه چي ټول كانديدان شكايتونه وليكو او دى ئې تصديق وكړي. ددي خبري ښه ثبوت دادى چي په نوموړي مركز كي اچولي سوي رائي قرنطين سوې. ددي تر څنګ كله چي د رايي شميرني پروسه روانه وه، مسعوده د يوه كمونيست كانديد لپاره د درغلي كولو په حال كي ونيول سوه او سمدستي د JEMB لخوا له دندي څخه ګوښه كړل سوه.

يوه بله بې بنسټه او د خندا وړ خبره چي له اخلاقي چوكاټه زښته زياته وتلې ده او د سلطانزي په نامه ليكلي سوي ليكني ليكوال پر بي خبرۍ او يا عقدې دلالت كوي، داده چي ښاغلى ليكوال وائي په بولدك ولسوالۍ كي د خالد پښتون ملېشو خلك مجبورول څو د خالد پښتون په ګټه رايه واچوي. دا تر لمر سپينه ده چي زه يو ملكي سړي يم او هيڅ ملېشي راسره تړون نه لري. زه وايم كه ښاغلى ليكوال ټوله سيمه و لټوي، بيا به هم و نه كړاى سي چي زما سره تړلې كومه مليشه په ګوته كړي. يوه د پام وړ خبره دا ده چي ددي سيمي اكثره اوسېدونكي د نورزي او اڅګزي ټبر اړوند دي چي هغوي پخپله ډېر ځواكمن دي او هيڅ څوك نسي كولاي كوم كار ته ئي په زور مجبوره كړي. البته دوي له خپل منځ څخه ډېر قوي كانديدان درلودل چي دلته دا سوال هم نه پيدا كيږي چي يو بل څوك دي دوي په زوره رايه وركولو ته مجبوره كړي. همدا راز بايد يادونه وكړم چي ددي سيمي ډيرى خلك دوه تابعيته لري او په پاكستان كي د رايه وركولو پخه تجربه لري. ځكه نو دا خلك له خپلو حقوقو څخه ډېر ښه خبر دي او سخته ده چي چاته اجازه وركړي څو د رايي وركولو له اساسي حقه ئي د ځان په ګټه استفاده وكړي. كه موږ ځير سو، ښاغلي ليكوال په دي مقاله كي د سترګو ليدلي حال ډېر كم بيان كړى دى او اكثره ئي له افواهاتو څخه ګټه اخيستې ده.

د كندهار انتخابات، ددرغليو په هنداره كي ليكني زما په هكله ويلي چي د كندهار له پخواني والي او اوسني ننګرهار والي ښاغلي ګل آغا شيرزي سره نژدي اړيكي لرم او هغه راته په انتخاباتو كي هرڅه برابر كړي دي. دا خبره سمه ده چي زه له ښاغلي ګل آغا شيرزي سره نژدې اړيكي لرم مګر زه له ښاغلي ليكوال څخه دا پوښتنه كوم څو ماته واضحه كړي چي مثلآ ښاغلي ګل آغا شيرزي به زما لپاره څه برابر كړي وي. دي خودي يو مثال وليكي. نه ښاغلى شيرزي د كندهار والي دي چي څوك ووائي له دولتي چوكاټه په ګټه اخيستنه به ئې زما سره مرسته كړي وي او نه هم له ننګرهاره زما سره مرسته كولاى سي. دا چي داسي مرسته نسته، نو زه نه پوهيږم چي د ليكوال موخه به له څه راز مرستي څخه وي. خدايزده له ښاغلي شيرزي سره زما تشه پيژندګلوي خو به ده ته درغلي نه برېښي!!! دلته له ده څخه دا خبره ولي هېره سوې ده چي د كندهار يوه لوى سرمايه داره او ملاك د پخوانيو ګوندي اړيكو پر بنسټ يوه كمونيست كانديد ته چي د نوم يادول ئي لازم نه بولم، ۶۸۰۰۰ ډالره وركړي دي. دا معلومه ده چي يو تاجر چاته مفتي پيسي نه وركوي نو طبعآ له كومي بهرنۍ منبعې څخه به ورته را حواله سوي وي.

د سلطانزي په نوم خپرې سوي ليكني ليكوال د ولسي جرګې د يو تن كانديد حاجي عبدالله له خولې ليكلي چي د ډنډ ولسوالۍ د روح آباد په انتخاباتي مركز كي د JEMB يوه مامور زما لپاره درغلي كول. زه به دا خبره له حقيقته ليري او د جذباتو زيږنده وبولم. درغلي كول يا نه كول له دي څخه ښه سپينيداي سي چي ما د كندهار له هري ولسوالۍ نه څه چي له هر كلي څخه رايي په لاس راوړي دي. كه تاسو د JEMB د صندوق واره نتايجو يا batches پر اساس ما ته راكړل سوي رايي وګورئ، نو درته معلومه به سي چي ما د كندهار ولايت په هره ولسوالي كي رائي ترلاسه كړي دي. ايا دا به ممكنه وي چي سړي دي په هر كلي كي د درغلۍ تابيا وكړي. كه له درغلۍ څخه كار اخيستل شوي وي، نو بيا به مي په هر كلي كي درغلي كړې وي چي دا خبره امكان نه لري. زه وايم دا ناشونې ده. د چهارده ټولو كليو (خواجه علي، روح آباد، ده غلامان او رواڼي) چي زه هم د همدي سيمي يم،اكثره اوسېدونكو ماته رايه راكړې ده. ښاغلى حاجي عبدالله چي زما شخصي دوست او د روح آباد د كلي اوسيدونكى دي، خپله هم يو كانديد دي. د رايو وركولو شمېره يي ۲۹ او له ټول كندهار ولايت څخه ئې مجموعآ ۱۴۳۰ رايي ترلاسه كړي دي. تاسو كولاي سئ دا معلومات د JEMB له رسمي ويبپاڼي www.Result.Jemb.org څخه په لاس راوړئ. زه له ښاغلي ليكوال څخه هم هيله كوم چي د كانديدانو نظرونه د ثبوت په ډول را نه وړي ځكه تاسو خبر ياست چي د اولسي جرګې لپاره ۱۰۵ تنه او د ولايتي شورا لپاره ۱۲۰ تنه كانديد سوي وه چي له دې ډلي څخه طبعي ده ۱۱ تنه به ولسي جرګې ته او ۱۵ تنه به ولايتي شورا ته كاميابه كيږي. نو پاته سوي كانديدان به حتمآ پر دې پروسه بد وائي او كاميابه سوي كانديدان به په اووه كتابه ملامتوي. كه فرض كړو دا موضوع سرچپه سي يعني كاميابه كانديدان ناكامه او ناكامه كانديدان كامياب فرض كړو، ايا په هغه وخت كي به هم دا خلك په عين شكل ګوت نيونه كوي. دلته به دا خبره هم اضافه كړم چي په مجموع كښي د معروف، ارغستان، بولدك، ښورابك، رېګستان ، ډنډ، نيش، غورك او ميانشين ولسواليو ۲۰۶ صندوقونه قرنطين سوي دي. نور اصلآ ددرغليو سوال نه پاته كيږي. البته په دي كي د ځينو بي ګناه ولسواليو رايي هم قرنطين سوې چي ښه مثال ئي د ډنډ ولسوالي ده.

د سلطانزي په نامه ياده سوې ليكنه كي ويل سوي چي د فرشتې په نامه كوم چا زما لپاره په شيرزي تعليمي مركز كي ناظرين روزل او يا هم هلته جعلي كارډونه ليدل سوي دي. دا خبره ماته ډيره نابلده شانته ښكاره سوه ځكه دداسي كوم كار څخه هيڅ ډول آګاهي نه لرم. نو ددي لپاره چي له سره ددې خبري د شونتيا په هكله پوه سم، د نوموړي تعليمي مركز له مشر ښاغلي احسان الله عمر احسان څخه مي وپوښتل. له دي څخه مخكي چي زه څه ووايم، غواړم په دې اړه د ښاغلي احسان غبرګون نقل كړم. هغه وائي: د شيرزي تعليمي مركز ۲۵۰۰ نارينه او ښځينه زده كوونكي لري چي ټول ئي ارومرو له يو نه يو كانديد سره په ډول له ډولونو تړون لري. دي مركز تر اوسمهاله په زرګونو زده كوونكي په انګريزي ژبه، كمپيوټر، انفارميشن تكنالوژۍ، منجمنت او اداري زده كړو كي فارغه كړي او ټولني ته ئي د ګټي په موخه وړاندي كړي دي چي دا مهال په ډيرى دولتي او نادولتي اداراتو كي همدا زده كوونكي په دندو بوخت دي. موږ په دي مركز كي كانديدانو ته اجازه وركړې څو د قانوني او مشروع لاري په كارولو دلته خپل تبليغات وكړي چي له هغې ډلي څخه ئي رڼا ترين، بسم الله افغانمل، لطيفه شيخل او فريبا رڼې بيلګي دي. پاته سوه د خالد پښتون خبره. موږ هغه او يا ئې استازى اصلآ په دې ځاس كي ليدلى نه دي. د جعلي كارډونو جوړول او د خالد پښتون د ناظرينو روزل خو ډېره ليري خبره ده. زه حيران يم چي خالد پښتون به د خپلو ناظرينو د روزلو لپاره ولي شيرزى تعليمي مركز غوره كوي ځكه هغه خپل دفتر لري.!!! زه پر دي خبره ټينګار كوم چي د شيرزي تعليمي مركز د سيمي او ان هيواد په كچه يوه ستره تعليمي اداره ده او د رسمي مكلفيت تر څنګ خپل ملي، مدني او وجداني وجايب په ډېر ښه ډول پيژني. اشخاصو ته په كار ده چي ددي مركز پسي د هسي خبرو كولو له امله خپل ګرېوان ته وګوري. دا خو د ښاغلي احسان غبرګون سو. زه فكر كوم د ښاغلي ليكوال معلومات بيخي كم دي. دى دا د تمسخره ډكه خبره كوي، خو په دي نه دى خبر چي آغلې فرشته د راي شميرني د پروسې په ترڅ كي د JEMB له خوا بالفعله ونيول سوه چي د نورالحق علومي په ګټه ئې د شميرني په پروسه كي درغلي كول. په دې خبره باندي والي صاحب او نور چارواكي هم خبر دي چي ان د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ لخوا ئي د نيولو حكم هم صادر سو. كله چي د نوموړي د ددرغلۍ خبر خپور سو نو والي صاحب چي د JEMB او UNAMA د مسئولينو تر څنګ د كانديدانو په استازيتوب زه هم حاضر وم، د نوموړي فرشتي پر نيولو او څارنوالۍ ته معرفي كولو ډير ټينګار كاوه خو د JEMB مسئولينواستدلال كاوه چي په دي كي ددوي بدنامي ده او غوښتنه ئي كول چي د نيول كيدني امر دي ئي بيرته واخيستل سي . خپله JEMB ژمنه وكړه چي دوي به نوموړې فرشته له دندي څخه ګوښه كوي. اوس دي نو ښاغلي ليكوال فكر وكړي چي خبره ئې څومره حقيقت لري.

ښاغلي ليكوال د JEMB لخوا د درغليو په بيان كي څه له رښتيا څخه كار اخيستى دى.په دې هكله به يوه موضوع ياده كړم او هغه دا چي خپله زما رائي د JEMB لخوا په غير قانوني توګه ګرځول سوي دي. د صندوق واره نتايجو يا batch له رويه ما مجموعآ ۱۷۵۰۰ رايي ترلاسه كړي وې چي بايد په ګټونكو كي لومړى واى مګر دا چي خپله دJEMB افغان او همداراز بهرني مسئولين په درغليو كي ښكېل وه او بډي ئي اخيستي وې، ځكه نو زما رائي په كمپيوټر كي د وركړي معلوماتو يا data له مخي ۱۰۵۰۰ ښوول سوي دي چي البته د JEMB د كابل مسئولينو هم زما په حق كي پر تيري اعتراف كړى دى.

بايد اضافه كړم چي ما د ولايت مقام لخوا د انتخاباتوپه اړه په رابلل سوې غونډه كي وړانديز وكړ چي ټول DFCs او DDFCs دي سره تبادله كړل سي چي تر ډېره ځايه به د درغليو په مخنيوي كي كار وكړي. بل مي دا وړانديز وكړ چي په پاكستان كي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅكزي د خپل ايديالستك تړون پر اساس په كندهار كي له يوه كانديدسره اړيكي نيولي او ژمنه ئي ورسره كړې ده چي په بولدك كي به لس زره جعلي رائي ورته برابروي. ما په دي هكله ټول كانديدان، والي صاحب او UNAMA خبره كړه خو پام ورته و نه كړاى سو. همغه وو لكه د سلطانزي په نامه خپرې سوي ليكني چي ورته اشاره كړې ده، د چمن له خوا په لسګونو زره خلګ راواوښتل او د كمونيستو كانديدانو په ګټه ئي رائي وكارولي چي وروسته ددي رايو اكثره د JEMB لخوا قرنطين سوې.

په دې اړه به يوه واقعه ياده كړم .د راي شميرني په ورځ چي كله د JEMB كاركوونكو ددغو صندوقونو سرونه خلاص كړه، نو د يوه صندوق په سر كي شپږ داسي راي پاڼي پرتې وي چي پر سر ئي سلوشن ټيپ مښتي وو. د JEMB مسئولينو پوښتنه وكړه چي دا سلوشن ټيپ د څه لپاره ورباندي مښتى دي. يو عيني شاهد چي نژدې ولاړ وو وويل چي دا شپږ راي پاڼي د ولسي جرګې او شپږ راي پاڼي د ولايتي شورا په همغه انتخاباتي مركز كي پر دېوال مښتي وي او د يوه كمونيست كانديد لپاره ټيك مارك سوي وې. نو هرڅوك چي به راتلى، ورته ويل كېده به چي دې كانديد ته رايه وركړئ. كله چي صندوقونه ډك سوه، نو دغه پر ديوال مښتي پاڼي هم جلا كړل سوې او په صندوقونو كي واچول سوې. كله چي پاتې صندوق وكتل سو، ټول د هغه كمونيست كانديد لپاره په ټيك مارك سويو ۸۰۰ راي پاڼو ډك وو. ددي په ليدلو سره JEMB سمدستي دغه صندوقونه قرنطين كړه.

په پاى كي به د قلم له څښتنانو څخه هيله وكړم چي د كوم څيز د ليكلو له مخه د قلم عفت په پام كي ونيسي او هغه څه وليكي چي پرحقيقت او ريښتينولۍ بنا وي. همداراز له ټولو خپرنيزو اورګانونو په تېره بيا د بينوا فرهنګي ټولني او بينوا ويبپاڼي له چلوونكو څخه هيله كوم چي له څه خپرولو وړاندي هغه لږترلږه وګوري،د ليكوال خپل نوم ئي ورته وليكي او پرې نږدي څو خلك هر غيرمسئولانه ليكني په مستعارو نومونو تېري كړي دا به نه يوازي دا چي د بينوا فرهنګي ټولني او بينوا ويبپاڼي پر وقار د داغ پرېښوولو څخه مخنيوى وكړي بلكه ددوي په اعتبار كي به لويه مرسته وكړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery