مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان كي د ايف ايم راډيوګانو تود بازار

عبدالصمدروحاني هلمند

 

تاوان _ اوګټي ئې

عبدالصمدروحاني هلمند

څلوركاله وړاندي په افغانستان كي دطالبانوسخت دريزه حكومت چي پكي مطبوعاتوددوي داجازې پرته حق نه درلودي چي خپروني وكړي  په داسي حال كښې راوپرځيدي چي هغه مهال يوه ازاده راډيو، اخباراومجله هم نه وه او كه چيري وه هم اويا كومي خپروني يامجلې اواخبارونوپه دولتي چوكاټ خپروني هم كولي خوددوي له خوابه سمسوريدلې دطالبانودواكمنۍ پرمهال يوازي راډيوافغانستان چي په هغه وخت كي ورته دشريعت ږغ راډيونوم وركول شوي وو شتون درلودي . اوهمداډول دهيوادپه يولړلويواووړوولايتونوكي محلي راډيوګاني وې چي هغه هم دشريعت ږغ په نوم ياديدلي نوركومي داسي ازادي راډيوګاني نه وي چي ددولتي چوكاټ څخه دي بهرخپروني وكړي  نوموړوراډيوستيشنونوحق نه لري چي موسيقي وږغوي بلكي نعتونه اوتراني به ئې ږغولې ، خوكله چي هغه نظام ړنګ شو نوې اداره رامنځته شوه دبعضي نوروداسي شيانوپه پرتله چي دافغانستان وخلګوته ئې گټه ونه كړه بيله تاوان څخه هغه هم دايف ايم راډيوستيشنونه دي چي په مركزاوبعضي ولايتونوكښې يې اوس بازارډيرګرم دي .

 

دنوي اداري په راتګ سره اوبيادمطبوعاتواوازادوخپرونوپه رامنځته كيدوسره به شايدډېروخلګوشكرونه ويستلي وى چي له يونوي بدلون سره مخ كيده اوداسي څه ئې ليدله چي دوي په درې لسيزوكي نه وه ليدلي يامخكي ورسره نه وو مخ شوي اوخلګوداارزوهم لرل چي ګواكي دگټي په لورروان دي داچي اوس چي ددي پرځاي ومكې ته ئې بوزي وتركستان ته ئې ورسول دابيابيله خبره ده .

 

دموقتي ادارې په رامنځته كيدوسره يو شميرموسسو په كارپيل وكړي ، چي ځينوئې  بيارغاوني ، اوځينودمطبوعاتوپرپراختيازورواچاوه  ، نوي راډيوګاني رامنځته شوې ، اخبارونه شوه  اومجلې شوې .

 

چي خاص دموسسولخواپنډونه وركول شوه . ددې انجوګانوله جملې څخه يوه هم دانټرنيوزپه نوم يوه انجوده چي دي بيادايف ايم پرمحلي راډيوستيشنونوزورواچوه چي دپلازمېني په گډون ئې په ۲۹ ولايتونوكښې محلي استيشنونه فعال كړه ترانټرنيوزراپه ديخوادافغان بسيم ، اوروشن ټليفوني شركتونه هم لاس په كارشوه چي هريوه پخپل وارسره دبيسم شبكې داريانا او اريانا په نومونوراډيواوتلويزيون اودروشن شبكې دكليد، ارمان ، اوطلوع په نوم راډيوګاني اوتلويزيون فعاله كړه چي يوئې هم ددې نه شوچي دغه ئې زما ، ټول وبهرني كلتورته كاركوي  .

 

كه چيري سړى په كابل كښې يوازي راډيوګاني تعقيب كړي نوپه لوړاندازبۀ ورته وخاندي چي دومره مصرف دڅه لپاره ايادادخلګواړتياده ؟ ايادافغانستان وګړي دومره وزرګاردي ؟ داټولي هغه پوښتني دي چي سړى هميشه ورسره مخ كيږي .

 

په كابل كښې ټولې راډيوګاني سندري خپروي چي په سل فيصده كښې ئې ۲۰ فيصده هم افغاني نه دي ، ټولي غربي ، هندي ، ايراني دي چي سړى ته فكرولاړيږي چي دااوس افغانستان دي كه هندياايران ؟

 

لومړي به يوازي په كابل كي وګوروچي څومره راډيوسټيشونه فعاليت كوي اوڅه خپروي يوازي په كابل كښې اوس مهال دغه راډيوګاني خپروني كوي چي په سيميزه اصطلاح ټوله په يوه چپلاخه وهل شويدي .

 

۱- كليد۲- ارمان ۳- وطنداره ۴- كودك ۵- اريانا۶- صبح بخير۷- دښځي ږغ ۸- سلام وطنداره ۹- ايساف اوڅلورراډيوګاني يوازي دبهرڅخه خپروني خپروي چي په دي ډول دي .

 

بي بي سي ايف ايم ، امريكاږغ ايف ايم ، اشناراډيوايف ايم ، المان ږغ ايف ايم ، اويوه هم راډيوافغانستا ن ده چي هغه هم سړى وڅاري هغه بيادتعصب پربنيادودانه شوي بيله تعصب څخه سړى نورهيڅ نه شي ورڅخه زده كولاي .

 

اوهمداډول دافغانستان ملي تلويزيون چي يوازي ئې نوم دملي دي .

 

په دي راډيوګانوكي داسي شبكي هم شته چي ۲۴ساعته  خپروني لري چي په ۲۴ ساعته كښې چي كومي خپروني نشريږي يوه هم داسي نشته چي سړى دي پند اوياخوندورڅخه واخلي .په كابل كښې دنوروراډيوګانوراوړاندي دطلوع په نوم تلويزيون اودارمان په نوم ايف ايم راډيوډېرښه نوم لري چي اوس بدبختانه په كندهاراوننګرهاركښې ئې هم دخلګوغوږونه خراب كړيدي ، هم داډول دانټرنيوزخبره مي مخكي ياده كړي وه چي ۲۹ ايف ايم راډيوګاني ئې دافغانستان په بيلابيلوولايتونوكښې فعاله كړي نوموړي راډيوګاني چي كوم په ولايتونوكښې دي هغه مجبوره دي چي په كابل كښې دسلام وطنداره په نوم راډيو هم په خپل ولايت كي نشركړي دنوموړي راډيوزيات سيميزخبريالان فكركوم چي له ايران څخه راغلي دي ولي په خپلوخبروكښې داسي الفاظ كاروي لكه دوي چي دايران په راډيوكي كاركوي اودنوموړي راډيوخپروني په سلو كښې ۸۰ فارسي دي چي دلته په هلمند كښې خوخلګ ترپوزي ورڅخه راغلي دي داپه دي مانانه چي خلګ دفارسي ژبي سره كوم تعصب لري اويازه ليكوال ..مګردادافغانستان دخلكوحق دی هرڅومره قومونه چي دي بايددژبوتوازن ئې په  پام كښې ونيول شي هغه كارنوموړي راډيونه كوي اوبل هم دهلمندسيميزخلګ زيات په فارسي ژبه نه پوهيږي دنوموړي راډيويوه خپرونه چي دباخبرپه نوم ياديږي دهيوادپه شمالي ولايتونوكښې ئې داسي خبريالان په كارګمارلي دي چي وايې ورې نو به فکر وکړې چي  ايرانيان دي دسلام وطندارراډيوچي دهلمندپه مركزلښكرګاه اويوشميرولسواليوكښې له كابل څخه خپريږي او بيلابيلي خپروني لري دنوموړي راډيويوتن خبريال چي سليمان مرادي نوميږي غالباً په باميان كښې به وي نوموړي  دافغانستان په ملي اصطلاحاتوداسي لوبي كوي ګواكي چي سم دم ئې دايران څخه دافغانستان دملي اصطلاحاتودرشخندسنداخيستي وي دنوموړي په راپورونوكښې هميشه دغه توري په داډول چي دلته ئې ليكم اويوزيات نوري اصطلاح ګاني هم سته چي د بېلګي په توګه يې څو رااخلم :

 

دپوهنتون پرځاي : دانشګاه  : دمحصلينوپرځاي : دانشجويان : دسرك پرځاي : خيابان : دروغتون ياشفاخانې پرځاي : بمارستان : دانشكده، دادګاه عالي ،اويوزيات ډېرالفاظ  .

 

ددې څخه داسي څرګنديږي چي نوموړي راډيودافغانستان دملي اصطلاحاتوسره دښمني لري اوياغواړي په ښكاره ډول دافغانستان ملي اصطلاحات وښكنځي ،دافغانستان په اساسي قانون كښې وهيچاته داحق نشته چي دافغانستان په ملي اصطلاحاتودي څوك ملنډي ووهي اويادي ئې څوك واړوي . هغه بايد پرخپل ځای پاته وي : دلته نوضروروسړى ته دافكرهم ورپيداكيږي چي دغه نړيواله ټولنه اويادغه انجوګاني موسسې اوس غواړي چي دافغانستان وخلګوته خدمت كړي كه چيري دوي وائې چي دازموږخدمت دي داخوباالكل خدمت نه بلكي دافغانستان دخلګوسره دومره جفاده چي هيڅوك به ئې دزغملوطاقت ونه لري .

 

ايادوي غواړي چي افغاني كلتورسپك كړي ، ايادوي غواړي چي دنوروهيوادونوكلتورپرافغانانووتپي ا يادابه دافغانستان دخلګولپاره گټه وي .
پورتنيو ستونزو ته په پام کي نيولو سره څه بايد وسي .

 

پايله :

 

كه چيري مركزي دولت ، نړيواله ټولنه ، اودافغانستان خواخوږي غواړي چي دافغانستان وخلګواودي مظلوم ملت ته گټه ورسوي اوپه خاص ډول كه چيري دافغانستان اوسني مركزي دولت غواړي چي خپل كلتور، دخپل هيوادملي اصطلاحات ، خپل دمظلوموبې سواده افغانانوذهنونه ، د پرديو کلتورونو د يرغل څخه په امن کي وساتي نو بايد يو سلاحيت لرونکی کميسون د هيواد هغو رسنيو ته کتنه وکړي پر کومو چي يې د ليدونکو ، لوستونکو او يا اورېدونکو له خوا د پردي کلتور د خپراوي تورونه دي . او هغه کميسيون بايد ټولي هغه خپروني اول اصلاح او که نه وي د بنديدو حکم وکړي کومي چي غواړي د افغانستان ملي ترمينالوژي د ولس په ذهن کي په پرديو نومونو عامه کړي ، پوهنتون راته دانشګا کړي ، او زېږنتون زایشګا ...  او يا هم د تلويزيون پر پردو هغه غير اخلاقي فلمونه او صحنې چي زموږ مذهب او کلتور يې په هيڅ ډول منلو او کارولو ته نه شي تياريدلای .

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery