مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - پنځمه برخه

ژباړه : قریب الرحمن سعید

دروم د هرقل  پادشاه   په نوم تبلیغی  لیکونه :
(۲۶)  
(۱)
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد عبدالله  او  رسول الله  له اړخه :
د (ستر روم ) د هرقل  په نامه :
دهدایت  لټونکو  له پاره سلامتیا ده .
اوبیا :  زه تاته د اسلام  په لور بلنه درکوم . که  چیرې ته اسلام  و منې نو پر تا به  هیڅ ډول  تعرض  و نه کړل شي ، او دالله په  وړاندې به هم دوه برابره  اجر  در په برخه شي .
د نه منلو په  صورت کې به  په تا باندې  دوه  برابره  بار پریوځي ، یو دخپل  ځان او بل دخپل  رعیت  .
«یا اهل الکتاب  تعالوا  الې   کلمة  سواء  بیننا  و بینکم  الا تعبد الا  الله و لاتشرک به شیئا ولا یتخذ بعضنا بعضا اربابا  من دون الله  فان تولوا  فقولوا  اشهدوا بانا  مسلمون  ( ۳:۵۷ ) »
(اې دکتاب خاوندانو! راځئ  چې په  دې اصل  باندې سره  اتفاق  وکړو  ، چې  له یوه خدایه پرته  بل څوک د عبادت  وړ نه شته . اودهغه سره هیڅوک  شریک  نه کړو ، او هیڅ  یو زمونږ  څخه  کوم انسان  دخداې په څیر  و نه مني .
اې رسوله !  که چیرې  هغوې  دا  اصل و نه مني  نو ورته ووایه  چې تاسو پوهیږئ  اوستاسې کار.  خو په دې ګواه  اوسئ  چې  مونږ مسلمانان  یو .
(۲۷)
(۲)
د محمدرسول الله  له اړخه :
د (روم د خاوند )  په نامه .
 زه تاته داسلام  په لور  بلنه  درکوم . که  چیرې ته مسلمان  شې  نو دمسلمانانو په  ګټو او ستونزو دواړو کې به  شریک  اوسې  خو د انکار په  صورت کې به  جزیه  ورکوې، دا د خداې حکم دې .
«قاتلوا  الذین  لا یؤ منون  بالله و لا بالیوم   الاخر و لا یحرمون  ما حرم الله  ورسوله  ولا یدینون  دین الحق  من الذین  اوتوالکتب  حتې یعطوا  الجزیة  عن ید و هم صاغرون  (۹:۲۹)»
دکتاب دخاوندانو  څخه د یوشمیر  حالت  داسې دې  چې  نه په  خداې  باندې (ریښتونې ) ایمان  لري  اونه د اخرت په ورځی باندې ایمان  لري . او نه هغه شیان  حرام ګڼي  چې  الله  اودهغه  رسول  ( دهغوې په کتاب کې ) پرې حرام کړي دي  او نه هم په ریښتونې  دین باندې  عمل کونکي دي ، نواې  مسلمانانو ! دهغوې  سره  (هم )  وجنګیږئ  ، ان تردې پورې  چې هغوې په خپله خوښه  جزیه  ورکول  و مني  ، او داسې حالات  را منځته شي  چې دهغوې بغاوت  ( دتل له پاره )  وځپل شي.
(۲۸)
 دروم د قیصر  ځواب :
د احمدص  رسول الله ،  چې  د ظهور  په  اړه  یی عیسېع     هم زیرې  ورکړې  دې،  په خدمت کې  :
دروم د قیصر  له اړخه :
ستاسې  فرمان  ستاسې د سفیر  له اړخه  را ورسید. زه ستا په رسالت  باندې  اقرار کوم . عیسې  ابن مریم  هم  په انجیل کې  ستاسې  ص  د ظهور  په اړه     مونږ ته  زیرې  را کړې  .
ما خپل ټول  رومي  رعیت  ته  پر تا  باندې د ایمان د راوړلو له پاره   بلنه ورکړې ،خو هغوې  ترې  انکار وکړ ،که چیرې  هغوې  پر تا ایمان  راوړي  نو دهغوې  له پاره به څومره  ښه  ثابته شي .
اې صاحبه !  کاشکې  زه  پخپله  ستا په خدمت کې  حاضریداې  شوی او ستا قدمونه  مې  پریمنخلې .
(۲۹)
دروم دپادري ( اسقف  الروم )  په نوم  تبلیغې  لیک :
الې ضغاطر الاسقف:  ( ضغاطر  د پادری  نوم دې )
په هغه وګړي دې  سلام  وي  چې  مؤمن  وی .
او بیا :
عیسې ابن  مریم  روح الله دې ، اود الله تعالې هغه  کلیمه ده  چې  الله تعالې  پاک نفسې مریم ته القاء کړه  ، ما په الله تعالې  باندې ایمان  راوړې  دې .
« وما  انزل الې ابراهیم  و اسماعیل  و اسحاق   و یعقوب   و الاسباط  و ما  اوتی  موسې  و عیسې  و ما اوتی  النبیون  من ربهم   لانفرق  بین  احد  منهم  و نحن  له مسلمون . (۲: ۱۳)»
مسلمانانو !  ووایاست   چې :  زمونږ طریقه  خو داده  چې  مونږ پر الله  تعالې  ایمان راوړې  ، په هغه  قران مو ایمان راوړې چې پر مونږ نازل شوې دې ، او په ټولو هغو  تعلیماتو  موایمان  راوړې   چې  ابراهیم   ع  ته ، اسماعیلع  ته ، اسحاقع  ته ، یعقوبع  ته ،  اود یعقوبع  اولادې  باند ې نازل  شوې دي.
همدا  راز  مو په هغو کتابونو مو ایمان  راوړې    چې پر  موسېع  اوعیسېع   باندې نازل  شوي  دې ، اویواځې دا نه   بلکه  پر هغو ټولو  تعلیماتو مو ایمان  راوړې  چې د نړۍ په ټولو پیغمبرانو باندې د الله  له لورې  نازل شوې دې، مونږ  دهغوې  هیڅ  یو دبل څخه  نه  جدا کوو ،(  چې هغه و نه منو  او نور  ټول   ومنو ، یا هغه منو  او دنورو  څخه  انکار وکړو )  مونږ  د الله  تعالې  فرمانبر داره  یو .
او د سلامتۍ وړ  هغه شخص دې   چې د الله  تعالې  له لورې   رالیږل شوی  هدایت  قبول کړي .( ابوالکلام )
(۳۰)
اسقف ایله  او دهغه مننوکو ته  تبلیغي لیک :
(مریحنه بن روبه  اود ایله  امرینوته : )
که چیرې  تاسې لاندې  حقایق  و منئ  نو  مونږ به  پر تاسې  هیڅ  ډول  تعرض  و نه کړو :
1-  زه ستاسو د ډاډینې  له پاره دهغه  الله  ستاینه کوم  چې دهغه پرته بل  معبود  نه شته .
2-  او زه  به تر هغې  ،  چې تاسې    ترمخه متنبه  نه کړم  ، په تاسو  حمله ونه کړم . 
تاسې ته  زما له اړخه  دهمدا  نن  څخه   تنبه   دا  ده  چې :
1-  تاسې اسلام  و منئ ،  او که نه ،
2- جزیه ورکړئ
او د جزیی د ورکولو سره دا  شرط  هم  دې  چې :
الف -  زما د سفیرانو  درنښت  به کوئ ،
ب – دهغوې  له پاره  به، د عسکري  لباس  په ځاې ،  د  اغوستن  له پاره  عزتمنده  لباس  تیاروئ .
ج-   دې سفیرانو ته به  د ژوند  کولو  له پاره  هم  د هغوې دخوښې  کالې اولباس  تیاروئ ، زما دسفیرانو په خوشحالۍ کې زما خوشحالي  را نغښتې ده .
-  د جزیی  سره یو ځاې  داسې تاوان   د پخوا څخه  په دې ملک  کې  رایج  دې.
- که چیرې تاسې  دخپلو ځانو له پاره په وچه  اوسمندر  کې  د امن  او خوندیتوب  غوښتونکې یاست  نو دخداې او دهغه د رسول د جزیی د ورکړې په اړه  به پوره  اطاعت کوئ ، بیا به  عرب او عجم  دواړه  ، دهرډول  دښمنانو په مقابل کې ستاسې ملاتړ  وکړي .
- او که  چیرې تاسې  زما سفیران  ناکامه   بیرته را ولیږل ، اوهغوې  ماته  ستاسې  څخه شکایت  وکړ ، نو بیا به  زه  دهیڅ  ډول  بدلې ( معاوضې )  په مقابل کې له تاسو  سره  سوله ونه کړم ، او پر تاسې به حمله وکړم او ستاسې کوچنیان  به  بندیان او لویان  به مو له تیغه  تیر کړم .
- واورئ !
- زه دخداې رسول  یم  ،دهغه په ذات  او دهغه په نازل کړل شوو  کتابونو،  دهریوه په ریښتونوالي باندې  ایمان لرم  ، اوزه  په دې هم ایمان لرم  چې  مسیح ابن  مریم دهغه  کلیمه  ده  اوزه دهغه  په رسالت  باندې  اقرار کوم.
- غوره  داده  چې دحملې کولو تر مخه  تاسې پر ما باندې ایمان   راوړئ ، لکه څنګه  چې ما ستاسې په اړه خپلو سفیرانو ته  لارښوونه کړې ده .
- خو ګورئ ! حرمله  ته درې  وسقه  اوربشې  ورکړئ  ، په دې خاطر  چې حرمله  ماته  ستاسې   په اړه سپارښتنه کړې ده  او که  نه  زه   ستا سې په  لور  خپل  لښکر  لیږدلو ته  تیار  وم .
- که  چیرې تاسې   زما د سفیرانو د لارښونو  په اساس   تګلاره  خپله کړه ، نو الله تعالې  او محمد  اوددوې  ملګري  به ټول  ستاسو  معاون  او بسپنه کونکي  اوسي . زما د در استول  شوو  سفیرانو نومونه  دادي :
1-         شرحبیل .
2-   آبي .
3-   حرمله .
4-   حریث  بن زید الکايي .

هر ډول  شرایط  چې دوې  له تاسې  سره   و ټاکي  هغه  به ماته د منلو وړ  وي .
که چیرې تاسې  زما  اطاعت وکړئ  نو مونږ  به په تاسو  باندې  هیڅ  ډول  تعرض  و نه کړو .
 او ګورئ !  د مقناه  اوسیدونکو سره  خپل وطن  دبیرته  تللو  په خاطر   بسپنه وکړئ.
(۳۱)
دایله د خلکو  له پاره  امن  لیک :
دا د الله تعالې اودهغه د رسول ، محمد صلی الله علیه وسلم ،  له اړخه  د یجنه (مریحنه )  بن اوبه  او د ایله  دواړو  ځایو اوسیدونکو  ته  د امن  لیک  دې .
1-  ددوې  له پاره  د وچې او سمندر   دواړو  لارو   دخوندیتوب  مسؤلیت  د الله  اودهغه د رسول ، محمد صلی الله علیه وسلم په  غاړه  دې .
2-  په دې   امن کې  دهغوې  سره  دهغوې  هغه حلیفان (دوستان )  هم شامل دي   چې په شام ، یمن  او د قلزم  د بحیرې  په  ساحل کې  اباد شوی دي .
که چیرې د  ژمنه کونکو  له  اړخه   شوې  ژمنه  ماته    شوه  نو پر هغوې  به حمله   کیږی ،  دهغوې  انسانانو ته به  څه نه ویل کیږي  خو مالونه  به  یی مباح  وي .
دهغو مجاهدینو له پاره  به  د وچې او سمندر دواړه   لارې ، چې هغوې پرې  دپخوا  څخه تګ  راتګ  کوي ، دپخوا په څیر   ازادې وی .
دا فرمان  رسول الله صلی الله علیه وسلم   ددواړو، جهیم  بن صلت  او شرحبیل بن حسنة  ،په لاسو  ایله ته  ولیږه.
(۳۲)
د جربا  او اذرح  یهودانو ته   امن  لیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا دمحمد ،نبې    صلی الله علیه وسلم،  له اړخه د اذرح  داوسیدونکو  له پاره  امن  لیک  دې ، هغوې به د لاندې شراېطو د پوره کولو   په اساس  د الله تعالې اودهغه  د رسول   په پناه کې وي :
1- دوې  به هر کال د رجب  په میاشت  کې  سل دیناره   ورکوي ،(دهغوې د نصیحت  او دهغوې  له لورې  پر مسلمانانو  باندې  په احسان  کولو کې  الله تعالې  کار جوړونکې دې )
2-  که  چیرې د مسلمانانو څخه  کوم  کس  د کوم  جرم  یا کومې سزا  له ویرې  هغوې ته ورشي  نو هغه به بیرته مسلمانانو ته حواله کوی .
3-  داذرح  په اوسیدونکو به  د هغوې  دخبریدو  پرته  حمله ونه کړل شي .
(۳۳)
د مقناه  او بني جنبه   اوسیدونکو ته  امن  لیک :
بسم الله  الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله ص    له اړخه :
د بني جنبه  او مقناه  (دواړو  اوسیدونکو )  ته :
څرګنده  دې وي  چې :
ماته  خبر  راکړل  شوې  چې  تاسې د دې  دواړو کلیو اوسیدونکي  خلک بیرته  خپلو  خپلو ځایو ته  را ستانه  شوي یاست .
1- زما ددې لیک  د در   رسیدو  سره سم  ، تاسې ( دواړه  )  د الله  او دهغه  د رسول  په پناه کې  یاست .
2-  دالله رسول  ستاسې  ټولې  پخوانئ  تیروتنې  تاسې ته  در بښلي دي .
( اوس  چې تاسې د الله او دهغه د رسول  په پناه کې یاست  نو هیڅ  قوم  به په تاسې   ظلم  اوتیرې  و نه شي کړاې . )
3-  لکه  څنګه  چې د الله  رسول دخپل ځان  ساتنه کوي  په همدې  توګه  به ستاسې د ساتنې  مسؤلیت  هم په  غاړه  لري .
4- د اجناسو ، وسلی اوغلامانو په اړه   چې تاسې ته د الله رسول  کوم  حد    ټاکلې دې ،  دهغې پرته  خپله ټوله وسله  د الله رسول اودهغه  له اړخه  ټاکل  شوو نمایندګانو ته  د محاصلو سره  یو ځاې  ور حواله کړئ.
د لاندې  شیانو څخه  به دهغوې  دهر  یوه  څلورمه  برخه  هر کال  په  سرکاري  خزانه  کې  جمع  کوئ.
الف-  د کجورو  دپیداوار  څخه ،
ب -  د ښکار کړل  شوو ماهیانو څخه ،
ج-   د ښځو په لاسو  دجوړ (اوبدل ) شوې  رخت  څخه.
ددې شیانو په مقابل کې  به تاسې  ته  لاندې  مراعات  درکول  کیږي .
الف  -  په مکمله توګه  دجزیی   بښل .
ب-   د هر ډول  سرکاری  بیګار  څخه  خلاصون .
  که چیرې تاسې ددې  فرمان  تعمیل وکړ  نو د الله  په  رسول  به ستاسې  د معزیزینو  توقیر ( عزت )   او ستا سې د معمولې  تیروتنو  څخه  سترګې  پټول  واجب   و ګرځي .
زه  مؤمن او مسلمان  دواړو  ډولو دوستانو ته  هدایت کوم  چې  :
الف-    هر څوک  چې ستاسې  له  اړخه  د مقنا دخلکو څخه  اطاعت  او فرمانبرداري  ووینی  نو  هغه دې  تصدیق کړي  او ،
ب -   څوک  چې دهغوې  له لورې   تمرد او سرکشي   وویني  ، نو دهغې  په مخنیوي کې  دې هڅه وکړی .
اوس  به  د مقناه  په خلکو  پخپله دهغوې  دخوښې   سردار   او یا به د الله د رسول  له  اړخه  (کوم نماینده) ټاکل کیږی .
والسلام
لیکونکې : علی ابن ابی طالب  ( نهم هجری  کال )


(۳۴)
د مقناه  ، حنین ، او خیبر  درې  واړو  ځایو د اوسیدونکو له پاره  د امن  لیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا امن لیک د الله تعالې درسول ،  محمد ، صلی الله علیه وسلم،  له  اړخه  د لاندې  ډلو  له پاره  لیکل کیږی .
الف  -  د حنین اوسیدونکو ته ،
ب -    د خیبر  اوسیدونکو ته ،
ج-    د مقناه  اوسیدونکو ته .،
د -     او ددوې  ټولو اولادونو  له پاره .
دامن  میعاد :  ان  تر قیامته  پورې  ( مادامت  السموات  و الارض ) .
زه دوې ته د هغه  بې همتا خداې  د حمدو ثنا سره یو ځاې  د  امن او سلامتئ  زیرې  ورکوم ، چې  دهغې پرته بل  اله  نشته .
او دا چې :  ما ته د الهی  وحې  په  ذریعه  دا خبر را کړل شوې   چې ددې  درې  واړو ځایو  اوسیدونکي بیرته  خپلو خپلو خونو ته  راستانه شوي دي .  حتما  را  ستانه شئ  تاسې ټولو ته  د الله اودهغه  د رسول  له اړخه  پناه  درکول  شوه ، نه یواځې ستاسې  ځانونه  به په امن کې وي  بلکه :
الف  -  ستاسې  دین ،
ب-   ستاسې  اموال ،
ج-  ستاسې   غلامان ،  او
د -   ستاسې ټول  املاک .
دا ټول  دالله او دهغه د رسول  په  ذمه  دي .
د پورته  یادکړل  شوو مراعاتو  څخه علاوه  تاسې ته دا مراعات  هم درکول کیږي   چې :
1-  د  جزیی  بښل ،
2-  دتندي د ویښتانو خریل  ( دازاد کړل شوو غلامانو  له پاره  به  په ژوند کې  یوځل  دا ډول  عمل  تر سره کیده )
3-  اسلامی  لښکر  به په تاسو  حمله  نه کوي ،
4- ستاسو  څخه به بیګار  کار  نه اخستل کیږي ،
5- په  عسکری  عملیاتو کې د ګډون   څخه  استثنې ،
6- دعسکري  اړتیاو  په خاطر  ستاسې دکورونو د خالې کولو  څخه معافی ،
7-  د ذمیو  په  څیر  د لباس  او د هغې د رنګ  د پابندۍ کولو  څخه معاف ،
8-  دآس  سپریدو  اجازه ،
9-  د  وسله واله  وتلو  اجازه ،
10-  تاسې په خپله   د یرغل کونکو پر خلاف  جنګ  کولې شئ ( دفاعي جنګ ) ،  په داسې  جنګونو کې  به  ستاسې د مخالفینو د  وژلو  دیت  یا قصاص   له تاسو څخه  نه اخستل کیږي .
11- خو که  چیرې ستاسې څخه  څوک  کوم مسلمان  په ناحقه  ووژني ، نو لکه څنګه  چې په مسلمان  قاتل  باندې  قصاص  یا دیت  لازم  دې  ، په همدې ډول  به په  تاسې  باندې هم  لازم  وي .
12- په ناحقه به په تاسې  باندې  د بې حیایی  افتراء  و نه تپل  شي .
13- او نه به  له تاسې  سره د عامو ذمیانو په څیر  معامله وشي .
14- ستاسو دغوښتنې په اساس  به له تاسې  سره  بسپنه کیږي .
15- ستاسو په راتګ  به  تاسو ته  میلمستیا درکول  کیږي .
او د ریاست په حقوقوکې  له تاسې  څخه  دغه شیان  ساقط  کیږي :
16- له تاسو  څخه به د  سره زرو،  سپین زرو ،  غنمو ،  حیواناتو  ، د زراعتې محصولاتو   د ادا کولو  اویا  په ملا  باندې  د کتې د تړلو غوښتنه  نه کیږي .
17-  په تاسو باندې به   همستاسو څخه یو سردار  ټاکل کیږی  اویا  به دالله درسول  د کورنۍ  څخه یو څوک.
18-  ستاسې د جنازو  د وړلو په لاره  کې به  هیڅ  خنډ نه پیدا کیږی .
( تاسې  ته داټول  تعظیم د ام المؤمنین  صفیه (  ستاسې د( خور)  کاکا د لور ) په  اساس  درکول کیږي .)
« ام المؤمنین  صفیه  د دین د مشهور دښمن ، او د مدینی د سردار ، یهود  بن نضیر لور ده ، ددې نوم  حې  بن اخطب  دې ، چې  په خیبر کې د کنانه  ابن  ابی الحقیق (یهودی )  د وژلو وروسته  کونډه  شوې وه ، بیا دخیبر  په غزوه  کې  بندې  کړل  شوه ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ددې (صفیه ) سره  نکاح  وکړه  (اصابة کتاب النساء  ۶۴۷ مخ »
19- د رسول الله  په  کورنۍ ( اهل بیتو)   او ټولو مسلمانانو  باندې  ستاسې  د شرفاو  تعظیم  واجب دې .
20- ستاسې  معمولې  خطاوې  او مسامحات  به  بښل کیږي .
21- ستاسې څخه  هر څوک  چې په سفر کې وې هغه  د خداې اودهغه د رسول په پناه  کې دې .
22- په اسلام  کې  هیڅوک  په زور  ( اکراه ) مسلمانول  روا نه دي ( الا اکراها فی الدین ).
23-  ستاسې څخه  چې هر څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دین کې  ر ا داخل شی ، ددې دین  په  احکامو  عمل وکړي نو هغه  ته به  د رسول الله  د اهل بیتو  دټاکل شوو ورکړو (موجب)    څخه یو په  څلورمه  برخه  وظیفه و ټاکل شي او دا  به دقریشو  لخوا د ټاکل  شوی  برخې  سره یوځاې  درکول کیږي ، او دا رقم  پنځوس  دیناره  دې ، دا زما له اړخه  ستاسې  له پاره  عنایت  دې .
24- درسول الله  په  اهل بیتو  او ټولو مسلمانانو باندې   ددې وثیقي پابندې کول  لازمي دي .
25- هر هغه څوک  چې د حنین  ، خیبر او مقناه  د اوسیدونکوسره  ښیګڼه وکړي  نو هغوې ته به دهغوې د احسان  څخه  غوره  معاوضه ورکړل  شي .
26- او څوک  چې ددوې  درې واړو څخه  د یوه سره هم   بدسلوکی   وکړي نو دهغې  به  ترې بدله واخستل شي . 
27- هر هغه څوک  چې زما دا  لیک ولولي  اویا  یی واوري  اوبیا په  کې  بدلون  راوړی  او یایی مخالفت وکړي  ،په داسې وګړي دې  د الله ، دهغه دملایکو ،  او د ټولې  نړۍ  لعنت  وی ، داسې ملعون  وګړې  به نه یواځې د قیامت په ورځ  زما د شفاعت  څخه  بې برخې وي  بلکه د الله تعالې  په وړاندې  به زه دهغه دښمن اوسم ، او د چا  چې  زه دښمن  شم  نو د هغه ځاې  به ددوزخ   کنده وي ، دوزخ  ډیر زیات  ستونزمن  ځاې دې ، چې   د الله   واحد  ذات  ، عرش  وړونکې ملایکې  او مسلمانان   پرې  ګواهي ورکوی .
لیکونکې :  علی ابن ابی طالب .
درسول الله صلی الله علیه وسلم  وینا  علی بن ابي  طالب  ټکې په ټکې ولیکله .
ګواهان :  
1-  عمار یاسر ،
2- سلمان  فارسي  ، درسول الله  مولې .
3- ابوذر غفاری . 
(۳۵)
دمعان دصوبه دار، فروه  بن عمرو له اړخه   اطاعت  لیک :
د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خدمت  کې :
ما د زړه  له  کومي  ایمان  قبول کړې دې .( اشهد ان  لا اله  الا الله  و اشهد  ان محمدا  رسول الله )
بې له شکه  چې تاسې نبي یاست ، چې  عیسې  ابن مریم   علیه السلام  هم  په دې اړه   زیرې  ورکړې دې .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery