دخپریدو نیټه : 2010-11-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٨٢ برخه ( سنټيا)
دکتور لطيف ياد- استراليا
سنټيا له اره غرغښتي پښتانه دي او د پښتنو کاکړو يو مشهور ښاخ ګڼل کيږي٠ د تاريخي رو ايتو نو پر بنسټ دوی دسنټ نېکه او لاده دي ٠
دسهيلي پښتو نخوا نامتو مؤرخ او فو لکلوريسټ پرو فيسور ولي محمد خان سيال کاکړپه خپل مشهور اثر پښتو او پښتانه په سهيلي پښتانه کې دسنټيا کاکړو په اړوند داسې کښلي دي :
" په کاکړو کې دشمېر له پلوه ترسنځر خېلو وروسته دسنټيا کاکړانو شمېر زيات دی٠ دوی دسهيلي پښتو نخوا په هندوباغ، کان مهتر زي، کچلاغ، هنه، سره غوړګۍ، سره خوله،نو حصار،غبرګ، غوڅکي، خانوزي،بلوزي، رودملازي، مستنګ او په ځېنو نورو ځا يو نو کې مېشته دي ٠"(١)
سنټيا کاکړ په لاندنيو خيلونو او ښاخونو باندې وېشل شوي دي :
پانيزي، مهترزي ، بازيان،سارينګ زي ،شهزي، ملازي او عيسی خېل ٠
سنټيا کاکړ زياتره دکر کيلې په چار وبوخت دي٠يو شمېر يې دسوداګرۍ چارې هم سر ته رسوي٠ دسنټيا کاکړو دود او دستور دکاکړو نورو خيلو نو او ښا خو نو ته ورته دی٠ دوی زړور، جنګيالي او په پښتني ننګ ولاړ خلک دي٠
دتاريخ په اوږدو کې سنټيا کاکړانو توري وهلي او تاريخي شخصيتونه او رجال يې پيدا کړي دي ٠ هيبت خان کاکړ چې دخا نجهان لودي له خواد هندوستان دپنجاب دسامانا دسيمې حاکم و هم دسنټيا کاکړو نه و(٢)٠ بايد وويل شي چې په سهيلي پښتونخوا برسېره ډېر شمېر سنټيا کاکړ په هندوستان کې هم استو ګنه لري٠ سامانا اوس هم دهند دپنجاب ايالت دپټيالې دولسوالۍ يو ښار ګوټی ګڼل کيږي٠ (٣)
-------------------------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١- پروفيسور ولي محمد خان سيال کاکړ، پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخوا کې،٦٥ مخ،کوئېټه،١٩٧٦ کال چاپ ٠
٢-پښتني قبيلې،١٧٥- ١٧٦ مخونه، دپېښور ددانش چاپ٠
٣-http://en.wikipedia.org/wiki/Samana