دخپریدو نیټه : 2005-10-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اختر څه وخت دى؟ د نړۍ له لروبره يې واورئ
محمد يونس برهان
محمد يونس برهان
له بېلابېلو عربي سرچينو څخه
تمه ده نږدې په ټولو اسلامي هېوادونو کې پنجشنبه، د تلې ١٢مه، د کوچني اختر لومړۍ ورځې په توګه ولمانځل شي. خو، د ستورپوهنې سرچينې تر اوسه لا د مياشتې د ليدو پر مهال يوه خوله نه دي.
په سعودي عربستان کې، الرياض دولتي ورځپاڼې ليکلي چې، د هغه اټکل سره سم چې د هغه هېواد يو وتلي ستورپوهنې مرکز، محمد الروضان الشايعي، کړى ده، سبا (چهارشنبه) ماښام نږدې په ټوله اسلامي نړۍ کې د مياشتې ښکارېدل شوني دي، چې پنجشبه ورځ به د اختر لومړۍ وي.
په دې حساب، سپوږمۍ په هر هېواد کې په توپير سره تر لمر مخکې پرېوځي. نن ماښام به په مکه مکرمه کې ٢٦ دقيقې، په ماليزيا کې ٣٦ دقيقې، په اندونيزيا کې ٣٨ دقيقې، په مغرب (مراکش) کې لږ تر لږه ١٠ دقيقې سپوږمۍ تر لمر مخکې کېني. او د چهارشنبې په ماښام په رياض کې د شوال مياشت تر لمر لوېدو وروسته ١١ دقيقې، په قاهره کې ١٠ دقيقې په جاکرتا کې ١٣ دقيقې او د ماليزيا په کولالمپور کې ١٢ دقيقې پاتې کېږي.
همدارنګه، په بيروت کې، د لبنان تر ټولو ستر شيعه عالم علامة حسين فضل الله په يوه بيانيه کې ويلي چې د هغو فلکي حسابونو پر بنسټ چې دى يې باوري ګڼي پنجشنبه به د اختر لومړۍ ورځ وي. په لبنان کې عموماً روژه او اختر د دې عالم په فيصله اعلانېږي.
خو په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې اړوندو علماوو د مياشتې د ليدنې لپاره د نن ماښام لپاره هم کاري ډلې ټاکلي دي او له خلکو يې غوښتي چې که چا مياشت وليده دوى ته خبر ورکړي. په پاکستان کې سرچينو اعلان کړى چې د جمعې ورځ د دوى اختر دى.
په عين حال کې د فضايي او فلکي علومو عربي اتحاديي اعلان کړى چى د روژې مياشت سږ کال پوره ٣٠ ورځې ده، په دې مانا چې په هغو هېوادونو کې چې د روژې مياشت پکې د سې شنبې په ورځ (اکتوبر په څلرمه) ليدل شوې اختر يې د پنجشنبې په ورځ راځي. دې مرکز دا هم ويلي چې نن ماښام که څه هم بايد د مياشتې د ليدو لپاره هڅه وشي، خو ليدل يې ناشوني برېښي. د همدې اتحاديې د کليزو او مياشتو د څانګې مشر، انجينر محمد شوکت عودة، پر وينا په هغو هېوادونو کې چې روژه يې يوه ورځ وروسته، د چهارشنبې په ورځ پيل کړې وه، سبا ته د شوال د مياشتې ليدل شونى نه ښکاري او دوى کيداى شي پنجشنبه هم روژه ونيسي تر څو ٣٠ ورځې يې پوره شي. اندونيزيا، ماليزيا، ايران، ترکيې، عمان، تونس او مراکش د چهارشنبې په ورځ خپلې روژې پيل کړې وې، په داسې حال کې چې ډېرى اسلامي هېوادونو کې يوه ورځ وړاندې د روژې لومړۍ اعلان شوې وه. اټکل کېږي چې د مياشتي ليدل به ان د پنجشنبې د ورځې لپاره هم په ډېرو اسلامي هېوادنو کې ستونزمن وي.
له بل پلوه، د سعودي په قطيف ښار کې مېشت د ستورپوهنې ټولنې په حساب چې ډېرې دقيقې شمېرنې او اټکلونه وړاندې کوي، ويلي چې پنجشنبه په ټوله نړۍ کې د اختر لومړۍ ورځ ده. د دې سرچينې پر وينا، ان نن ماښام هم په ځينو سيمو کې سپوږمې تر لمر په ډېر لږ واټن وروسته لوېږي، خو ليدل يې ناشوني دي. دا مرکز وايي چې يواځې اوه دقيقې په ځينو هېوادونو کې، لکه په منځنۍ او سوېلي امريکا او لرې سوېلي افريقا کې، کېداى شي مياشت تر لمرلوېدو وروسته پاتې شي، چې د مياشتې واټن به له لمر سره تر اوه درجې هم لږ وي او له افق څخه يواځې يوه زاويه پورته وي.
خو، نن ماښام به د مياشتې ليدل نه په سترګو او نه د پرمختلليو لروينونو (دوربين) له لارې شونى وي. سبا ته به په سعودي کې، د همدې سرچينې سره سم، د ٤٩ دقيقو لپاره له لمرلوېدو وروسته پاتې کېږي چې په سترګو به هم وليدل شي.
خو ډېرى دا ډول اټکلونه د علمي او تخنيکي معلوماتو پر بنسټ ولاړ دي نه د حسي کتنو او له همدې لامله کېداى شي د علماوو فتواګانې هم په دې اړه له يو بل سره توپير ولري.